مساپر

څه د ښـکلواوښـکو ستوری مسـاپر پرخاورو خوريـم دچـا سـترګـو نـه لویـدلی ېـو ټـوټـې ټـوټـې انـځـور يم اوس به چيرته پـسې ﻻړ شـم نا اشـنا کوڅې دي ډيرې داد زړه تير به مې څوک وي چې يې زه دشګو کوريم چې يې ټپ په سترګوړوند کړم ترې سړوبادونو يوړم دا د چــا د نـظـر د ود يــم؟دا د چــا د نـغــري اور يـم قـتـلوي مـې چـې خوبونه،لـيونی خـيال مې چې وژنـي دا د کوم پښـتون شـملې ته دمـغـول دخـولې پېـغـوريـم ځـغــلوم اس پـه درياب کـې،ګـرځـوم بـيـړۍ پـه وچـه دا د کوم جـنون امـسا يم؟دا د چـا د عشـق شـبکور يم؟