آيا هنر او ادب هم په اسلام كې څه ارزښت لري؟



اړينه ده چې خلكو ته د ادب او هنر له لارې د خپل پيغام د رسولو پر اهميت باندې وغږېږو، په تېره بيا چې ځينو اسلامي كړيو ته په وروستيو لسيزو كې ادب او هنر يو عبث كار، د وخت ضايع كول او آن تر دې هم يو ګام وړاندې د فساد د دروازو پرانيستل ښكاري چې ګواكې بېلارۍ ته بلنه وركوي. دوى ټولو هغو كسانو ته چې له كيسې، ناول، ډرامې او نورو سمعي او بصري هنرونو سره علاقه لري په حيرانتيا ګوري چې ګواكې هسې چټي لګيا دي او د ورځې پر دوديزو بوختياوو يې ځان مصروف كړى، په داسې حال كې چې مسلمان بايد يوازې پر شرعي علومو ځان بوخت كړي. دوى په دې توګه هنر او ادب ته په مطلقه توګه د شيطان په لومه كې د لوېدلو يوه لاره ښكاري او پرې بوخت كسان د ګمراهۍ لارويان بولي. شك نشته چې د دوى دغه افراطي نظر له هغه څه خړوبېږي چې دوى يې ويني چې د ادب او هنر يوه لويه برخه د اخلافي فساد او فكري تخريب د پلويانو لخوا چلول كېږي چې له رذالت پرته بل څه نه وړاندې كوي. دا سمه ده، خو دا هم سمه ده چې ادب او هنر دوه بې پرې تخنيكونه دي چې د هر مذهب لپاره كارېدى شي. ادب او هنر د تاثير اچولو، قناعت وركولو او پارولو لپاره تر ټولو غوره وسايل دي چې د معاصر انسان له ذوق سره سم د هغه فكر او ذهنيت ته په ښه توګه لاره موندلى شي.
د دوى فكري يرغل او زموږ متقابل يرغل:
له دې وسيلې څخه تر موږ \'نورو\' ښه ګټه اخيستې ده. له يوې خوا يې خپل فكر، فلسفه او په ټوليزه توګه د ژوند په اړه خپل ليدلورى ثابت او برلاسى ساتلى او له بل لورې يې زموږ پر فكر او عقايدو باندې د يرغل لپاره كارولى. هنر او ادب  يې د خپل دښمن د وهلو، د هغوى پر ارزښتونو باندې د خلكو د بې باوره كولو، له خپلې عقيدې او تاريخ څخه د پردي كولو او د هغوى د بې وسلې كولو لپاره ښه وسيله ګرځولې. لوېديځ پر اسلام باندې د فكري يرغل لپاره تر ټولو غوره وسيله همدا هنر او ادب ګرځولى چې ورځ پر ورځ د پرمختګ په حال كې دى او د معاصرو مسلمانانو پر ذهن، سليقې او آن پر ازادۍ باندې د زياتېدونكې فشار لپاره ځينې كار اخلي. د هنري او ادبي وسايلو مختلف ډولونه يې، لكه سېنما، ډرامه، تلوېزيون، ويډيو، راډيو، انټرنټ او بيا د مجلو او ورځپاڼو له لارې د خپلې خبرې لپاره  مختلف ژانرونه يې د همدې فكري يرغل لپاره په خپل چوپړ كې راوستي. نن كه په هالنډ او ډنمارك كې د فلم او كاريكاتور په وسيله زموږ پر عقيدې او تمدن يرغل كوي، پرون يې د ناول او داستان له لارې همدا يرغل كاوه. د سلمان رشدي د شيطاني آياتونو ناول له دې لامله ونه نمانځل شو چې دا يو ادبي شهكار وو، بلكې لوېديځ له هغه څخه اسلام ته د ښكنځلو لامله اتل جوړ كړ. څرنګه چې هنري او ادبي وسايل ډېرى د دوى په لاس كې دي، د هغه له اثر څخه يې شهكار او هغه خپله يې يو ستر شخصيت جوړ كړ. دا ډول بريدونه له ډېره پخوا راهيسې روان دي. زه اتلس كاله مخكې (د ۱۹۹۰ په اوړي كې) په لندن كې وم. له ټول لوېديځ څخه چې راتېر شو، يوازې په همدې لندن كې ما دېرش داسې ناولونه وليدل چې د سلمان رشدي د شيطاني آياتونو په ګام تللي وو او ټولو اسلامي معتقدات، تمدن، دودونه او مشران يو ډول تر بريد لاندې نيولي ول.
د اسلامي هنر دوه شهكار فلمونه:
زه به د ادب او هنر د قدرت او اغېز په اړه د مسلمانانو لخوا دوه جوړ شوي فلمونه د بېلګې په توګه ياد كړم. له موږ او تاسې نه ډېرو د \'رسالت\' او \'عمر المختار\' فلمونه ليدلي دي چې مصطفى عقاد جوړ كړي. موږ په دغو فلمونو كې په هنر كې د ژور ايمان اغېز درك كولى شو. هغه كار چې دغو دوو فلمونو د اغېز او د پيغام رسونې د پراختيا له اړخه وكړ، په سلګونو خطبو، موعظو، درسونو او ليكچرونو نه شواى كولى. موږ اوس د تكنالوژۍ په يوه بېساري زمانه كې ژوند كوو. يو دوه ساعته ننداره د لسګونو ساعتونو خطبو او فكري ويناوو سره سيالي نه شي كولى. كه ووايم چې دغو دوو فلمونو متقابل فكري يرغل وكړ ښايي سمه وي. هغوى چې له اروپايي پلازمېنو راتلل هلته يې د دغو فلمونو د پراخ اغېز كيسې كولې، چې په اوونيو او مياشتو د فلم د نندارې په صالونونو كې ډلې ډلې خلك د رسالت د فلم كتنې ته رامات ول – هغه فلم چې د ښې اداكارۍ او هنري اصولو په مټ د اسلام د ظهور كيسه كوي. خورا غټ تاثير يې درلود. كه په لسګونو داسې فلمونه ولرو چې د لوېديځ په سېنماګانو كې د اسلام تحريف شوې څېره سمه كړي څومره غټ كار به وي، او لږ تر لږه چې زموږ په خپلو ټولنو او ځوانانو باندې اغېز وكړي چې د دوى د تبليغاتو او مطبوعاتو ښكار شوي او پر خپلو ديني ارزښتنو بې باوره شوي دي.
موږ نن په لسګونو فلمونو، ډرامو، سيريالونو، ناولونو او ترانو جوړولو ته اړتيا لرو چې هم له هنري او مسلكي اړخه د خلكو ذوق خړوب كړي او هم د اسلام د سمې رسونې لپاره كار وركړي. په ۱۹۷۹ كې د قطر په پلازمېنه دوحه كې له يو داعي سره ناست وم چې په سترګو ړوند وو. هغه راته كيسه كوله چې تېر اوړى يې د مصر په لوېديځه صحرا كې په پګړۍ او چپنه كې د كامرې په مخ كې د اوښ اوږده سورلۍ وكړه تر څو يو اسلامي فلم راوباسي چې پكې د تلوېزيون په زمانه كې د اسلامي نندارو تشه انځور كړي. هغه راته ويل چې مهمه داده چې موږ يې شروع كړو، نور خپله پوره كېږي. هو، هغه خداى بښلى مړ شو، او هيله يې لكه څنګه چې يې غوښتل پوره شوه.
معاصر مسلمان او هنري-ادبي غريزه:
يو ناسم تصور چې له موږ ډېرو سره شته او پر اسلامي هنر او ادب يې ناوړه اغېز كړى هغه داده چې ګواكې موږ يوازې دې ته اړتيا لړو چې خپل پيغام خلكو ته ورسوو، هغوى ښو اخلاقو او د ايمان ارزښتونو ته راوبولو او د كفارو د بې لاريو پر ضد خپله مبارزه وښيو – نور ضرور نه ده چې هومره خوارۍ پرې وكړو چې په هنري او ادبي ژانرونو يې ښكلي كړو. همدا لامل دى چې زموږ اسلامي ادب او هنر اغېز نه شي كولى، ځكه د معاصرې زمانې ذوق نه شي پوره كولى. نن ورځ موږ تر بل هر وخت زيات اسلامي ادب او هنر ته اړتيا لرو، په تېره بيا چې په دې ډګر كې د نورو لخوا له ننګونو او بحرانونو سره مخامخ يو. كه زموږ اسلامي ادب له تخنيكي او هنري اړخه د خلكو تنده ماته كړى شي، بې له شكه دا د بديل اسلامي تمدن د پروژې د پرمخ بيولو لپاره يوه غوره وسيله كېدى شي. ادب له فلسفې، فكري او اكاډميك كار څخه كاملاً يو بېل شى دى. ادب او هنر ته تنده د انسان فطري غريزه ده. د ادب او هنر له لارې موږ د خلكو پر وجدان، عقل او روح باندې اغېز كولى شو. اديب لكه يو تجربه كار كروندګر داسې دى چې ښه پوهېږي چې څه ډول خپل كښت ته لښتى وكاږي چې د اسمان اوبه پرې خپله ور برابرې شي او خړوب يې كړي.
موږ ته خپل دين په هره زمانه او هر ځاى كې په زرګونو وسيلې پرانيستې پرې ايښې چې د خپل دعوت لپاره ځينې كار واخلو، خو د هنر او ادب ځانګړتيا داده چې په خپلې ښكلا سره د خلكو پر زړونو ننوځي چې پكې پر اسلام باندې د يقين زړي وكري. اديب او  هنرمند چې د كلمو پر جوړولو او د خبرو پر صنعت لګيا وي تر څو خلكو ته د اسلامي ژوند يوه برخه وښيي، خورا ستر كار كوي. ادب او فن يو سياسي كار هم كولى شي. څرنګه چې دا د داخلي ذوق او غريزې غوښتنه ده، هېڅ جغرافيايي او سياسي پولې نه مني. نو، ځكه د مسلمانو ولسونو د يو كولو لپاره ښه ونډه لوبولى شي.
د ادب له لارې نړۍ ته اسلامي ټولنه ورپېژنو:
موږ په نژدې تاريخ كې داسې وتلي اديبان درلودل چې نړۍ ته يې د يهوديت، مسيحيت، كمونيزم، كاپيټاليزم او نورو مذهبونو په پېژندنه كې تر بل هر چا زيات رول لوبولى. اوس د دې وخت دى چې مسلمان اديبان راپاڅېږي او د اسلامي ټولنې كيسه راته وكړي، او ټولې نړۍ ته د اسلامي ټولنې ځانګړتياوې بيان كړي. دا كار بې له شكه چې په ستره ادبي وړتيا باندې كېږي. اسلامي ادب كوم نوى شى نه دى، او نه هم يوه هوايي هيله، ارمان يا خوب دى چې په راتلونكي كې به رښتيا كېږي. بلكې دا يو حقيقت دى چې له څوارلس سوه كالونو راهيسې موجود وو. له پخوا راهيسې راپاتې د اسلامي ادبياتو خورا شتمن كتابتون يې يوه بېلګه ده. تر دا وروستيو پېړيو ورته هومره كار شوى چې بل هېڅ دين او مذهب ته نه دى شوى. خو د اسلامي ويښتيا تر لسيزو پورې د بل هر ډګر په څېر، په دې برخه كې هم مسلمانان شاته پاتې شول او نور پرې برلاسي شول. اوس چې بيا مسلمانان بيدار شوي دي، موږ وينو چې اسلامي ادب څه ډول په تېرو څو لسيزو كې آن د اكاډميكو كړيو تر زړه پورې، هم د څېړنې او هم د تعليم، په ډګر كې ور رسېدلى. آن سيكولرو كړيو هم منلى ځكه د لوړو زده كړو او د څېړنو په ځينو برخه كې بله لاره نه لري، بې له دې چې اسلامي ادب ته مخه كړي د مقالې اصلي سرليك: قيمة الادب والفن
الادب الاسلامي مجله، ۵۷ ګڼه، ۲۰۰۸