اعتبار

انګازې د شــــــــــــــــــومدم وې زړه زما په درزيــــــــدو شـــــــو د تياره اســــــــــــمان زړه وچاود سره لمــــــــبه په پړکيدو شو د ژوندون مسکان مې بيا رانه شو بيل ستا بې غـــورۍ کې د څيړو په څـــــير لوګۍ شوم چې څه وخت په تيريدو شــــــو هــــــــــــــغه پاتې اوښـــــــــــکه ما چې په بڼو کې وه ساتلــــــي لــــــــــيونۍ شـــــــــــوه را روانه نور يې زړه په چويدو شـــــــو دغــــــــــه ستا ﻻســـــــــــونه ما ته چې د ژوند لپې وې جوړې شوې زندۍ مې نن د غاړې ګډ ژوندون په ختميدو شــــــــو د ژوندون دا نارواو مې ګـــــــــــــريوان څــــــيرې ويــــــرې کړ څو به يې زغمـــــــم لويه خدايه صبر حد په خلاصيدو شــــو چـــــــــــيرته ما نه نن د بخت ســـــــــــتوری د غم اژدها يــوړو چې مې بيا زړګـــــی له غمه نن په چيغو او سلګـــــو شــــــــو رحيمـــــــــې جوړ په اعتبار کې د زړه غوښــــــــــو نه محـل و چې ســــيلاب کې يې د زړه په وينو ډوب په ړنګيدو شـــــو