بیګاه دلته راغلــــــــې وه ډیوې ســــــــره نجلــــــــۍ آســــــــــــــمان نه پریوتلې وه ډیـوې سره نجلــــــــــۍ د سپین کمیس ګـلان یې د مظلومو وینو څاڅکي مــــــــــــلنګه وه، سپیڅلې وه ډیوې سره نجلـــــــۍ په کلــــــــي کې نن باد د اســــرافیل شپیلۍ وهله بیګــــــــاه کوم چا ویشتلې وه ډیوې سره نجلــــــۍ یو روڼ ستوری را پریوت، خلـکو ولیده له ورایه هــــــــــــــــمدغلته لویدلې وه ډیوې ســـره نجلــــۍ د کلـــــــــــي ملایانو تر ســـــــــــــبا هو، الاهو کــــــړ د قــــــــــــــــدر شپه بللې وه ډیوې ســـــــره نجلــــــۍ یــــــــــوڅولیوني ولاړو چې د زړونو نذر ورکـــــړو ارمان چــــــــــې نوره تللې وه ډیوې سره نجلــــــــۍ
وروستي