د سر درد پټ لاملونه


د ننۍ ساينسي  پرمختګ له لامله دا جوته شوې ده چې که چېرته ارثي او يا نورې  ځانګړتياوي د سر درد لامل  څخه ګيله کيږي، خو خينې نور لاملونه بيا داسې دي چې د هغوي پړه پخپل د خلکو پر اوږو ده. نو ددې لپاره غوره داده چې دا لاملونه پخپله د مينځه يوسئ. نو دا چې دا پټ لاملونه څه دي چې له لامله يې سر درد پيدا کيږي.
درد لرې کونکي درمل
زياتره وخت د درد د مينځه وړونکي درمل د سر درد لامل کيږي. داسې چې کله د يو چا وجود درد کوي او يا يې په سر درد وي نو د درد څخه د خلاصون په موخه اسپرين، ايبوپروفين يا اسيتو امينوفين ( پراسيتامول )  استعمالوي چې بيا دا استعمال په کراتو مراتووي. پوهان وايي که چېرته دا درمل ډېر زيات او يا په پرلپسې ډول استعمال شي نو دردونو خو له مينځه وړي. خو استعمالونکي بايد پدې پوه شي چې د انسان وجود د دغه درملو سره عا دت کيږي او بيا که چېرته دغه درمل استعمال نشي نو د درد احساس رابيداريږي. او هغه خلک چې د نيم سري درد ( Migraine ) لري نو دا ډله خلک ډېر زيات د درد د درملو عادي کيږي.
د ذهني فشار لاندې کار کول
هغه خلک چې د اوږدو وخت لپاره د ذهني فشار ښکار وي نو دا ډله خلک زياتره وخت د سر درد څخه ګيله کوي او پکې سر درد زيات ليدل کيږي. دا شکايت زياتره وخت په هغه ښخو کې ليدل کيږي چې د هغوۍ کورنی چاپېريال په ذهني ډول برابر وي. هغه خلک چې د زغم څخه زيات کار پرې اچول شوي وي او د ذهني فشار سره سره هغه کار کوي نو پايله يې سر درد کيږي. هغه ميندې چې په وفترونو کې کار کوي او په کور کې د ماشومانو د شور او شر او يا د مېړه د ناسم چلند سره مخ وي او د دغه کار څخه يې خلاصون نه وي نو د دوۍ پايله هم سر درد دی.
په وينه کې ناانډوله خوږه ( شکر )
که چېرته په زياته پيمانه خواږه ( مټايان، بوره، چاکليټ ... ) استعمال شي او ورسره په څنګ کې پروټين لرونکې خواړه ونه خوړل شي نو په پايله کې د انسان په وجود کې چې کوم کيمياوي غبرګون ترسره کيږي نو دا د سر درد لپاره يو جوړونکی چاپېريال برابروي.
که چېرته په وينه کې شکر کم شي نو دې حالت ته هايپوګلايسيميا ( Hypoglycemia ) وايي چې دا حالت د د سر درد د احساس د څرګندېدو لپاره اهم کردار ادا کوي. طب پوهان وايي که چېرته په وينه کې د شکر په اندازې باندې لاس بري پيدا شي  او ددې کار لپاره د ورځي هغه خواړه وخوړل شي چي په هغوۍ کې د پروټين کچه په وړ ډول شتون ولري او ددې کار پيل د سهار د خواړو څخه وشي.  دا خو يو عامه او منل شوې خبره ده چې کوم خلک د سهار چای او ناري ونکړي او نيغ په نېغه دفتر او يا کار ته لاړ شي نو دوي زياتره وخت د سر درد څخه شکايت کوي.
د کافينو زيات استعمال
داسمه ده چې کافين پا کافي د سر درد د قرارولو لپاره رول لري دا پداسې ډول چې د کافي په څښلو کې اسراف نه وي. خو که چېرته کافي په زياته پيمانه وڅښل شي نو بيا پايله سرچپه راوځي. څېړونکي وايي چې زيات نه زيات نيمه پياله کافي يا کافين لرونکي سوډا شربت د سر درد لپاره اغېزمن دی مګر ددې څخه زيات د سر درد لامل ګرځي.
د خوشبوي يا عطرو زيات استعمال
دا سمه چې ستاسې په خوا کې  يو څوک چې زيات عطر يې استعمال کړي وي نو د هغوۍ خوږ بوۍ به په تاسې ښه ولګيږي خو دا هم هېرول ندي پکار چې دا خوشبوۍ د سر درد لامل کيږي. عطرونه، پرفيوم، لوشونونه، صابن ... لنډه دا چې هر هغه څه چې  په هغه کې ځانګړې خوشبو ۍ استعمال شوې وي نو زياتره وخت دا خوشبوۍ لرونکي شيان د سر درد لامل ګرځي.  څېړونکو لا تراوسه دا نده مالومه کړې چې ولې د هغه کسانو چې د عطرو سره الرژي لري سر درد کوي. خو دا يې مالومه کړې ده چې څوک نيم سری لري نو عطر د هغوۍ د درد د زياتوالي لامل ګرځي.
سر درد زياتونکې خواړه
ډېری داسې خواړه شته چې سر درد زياتوي او په ځانګړي ډول هغه کسان چې د شقيقې درد لري نو موم پلي، چاکلېټونه او سره شراب په عام ډول د سر درد لامل ګرځي. څېړونکي وايي چې په دغه خواړو کې تايرامين ( Tyramine )  په ډېره زياته پيمانه شتون لري. تايرامين يو امينو اسيد دی چې سر درد تحريکوي. له دې سربېره هغه خواړه چې په کوتۍ او ډبيو کې ساتل کيږي په هغوۍ کې نايټرايټس شته دی چې دا هم د سر درد لامل ګرځي.  که چېرته څوک سر درد ولري نو ودې ګوري چې کوم لامل د سر درد لامل دی.
د کمو اوبو څښل
زياتره وخت  د ځيني خلکو څخه د خوارک پرمهال اوبه هيريږي. که چېرته د يو چا په سر درد وي او ورسره د ده څېره داسې ښکاري له د خپل عمر څخه چې شل کاله زوړ وي نو نوموړی دې پدې پوه شي چې د نوموړي وجود اوبو ته ډېر زيات اوبو ته اړتيا لري. طبي څېړونکي وايي چې په وجود کې د اوبو کموالي ته ډېهايدريشن وايي او ددې يوه نښه سر درد ده. هغه خلک چې په پوره ډول کافي څښي او اوبو څښلو ته کوم پام نه کوي دا ډله خلک زياتره وخت د سر درد څخه شکايت کوي.
موسم او لوړ ځايونه
که چېرته څوک په اوارو زمکو کې مېشت وي او هغوۍ غواړي چې د غرونو پر لور لاړ شي نو د دغه سفر پرمهال به له سر درد څخه شکايت کوي. نو د داسې خلکو لپاره طبي څېړونکې د کلوروفل په نامه درمل توصيه کوي چې دا درمل کولی شي چې په پوره ډول اوکسيجن  وينې ته ورسيږي. له دې سربېره د موسم سمدستي بدلون هم په ځينو خلکو بد اغېز کوي او هغوۍ په سر درد اخته کوي.