غزل

که پردی يم درته خپل مــــې کړه جانانه
ته او خداى د اوربل ګل مې کړه جانانه

غزلتوري مې د سپينې غاړې هــار کړه
د مين شاعــــر غزل مــــــــــې کړه جانانه

ګوندې تا ته په څه چــــــل درورســـيږم
لاروى د خپل منزل مـــــې کــــــړه جانانه
په رخسار مـــــې بلا ډېر خــالونه کيږده
د شينکو ستورو ځنګل مې کړه جانانه

ته له مانه څومـــــــره ډېره مينه غواړې؟
راشه ډېره ډېره ښکل مـــــې کړه جانانه