
- الو... دچیغو او نارو ورځپاڼه ده ؟
- بلي مهرباني وکړﺉ .
- لطفآ دجنایي برخې خبریال ښاغلی جعفر راکړﺉ .
دورځپاڼې سکرترې ماته مخ را واړاوو ، ویې ویل:
- ښاغلی جعفر ... های ښاغلی جعفر راشه په ټیلیفو ن خبرې وکړه ، لکه چې دپولیسو له ادارې څخه څوک درسره خبرې کوي.
چې غوږی(ګوشي) مې را واخیسته ومې ویل :
- مهرباني وکړﺉ زه جنایي اوقضایي خبریال جعفر خامتا پال یم.
- سلام ښاغلی جعفر!
- سلام څنګه یاست ؟
- بد نه یم ، ګوره ستا لپاره یو خبر لرم.
- څه خبر؟
- نن شپه غواړو یو کور کلا بند کړو او هلته ورننوزو، که دې خوښه وي ته هم د نورو مخبرانو غوندې هلته واوسې ، نو په نهو بجو دپولیسو ادارې ته ځان راورسوه.
- دا کور د چا دی؟
- غواړو دمېرمن انژلا کور ولټوو.
- څومره ښه شوه ، چې ومو ویل که نه زه به هم نن شپه د نیول شویوکسانو په ډله کې وم.
- روښانه خبرې وکړه.
- نن شپه مې غوښتل دمېرمن انژلا کورته ورشم او ترې رپوټ جوړ کړم.
- ستا خوښه که غواړې له موږ سره ولاړ شه ، که نه نو تر موږ مخکې ولاړ شه او هلته منتظر اوسه.
- یه له تاسې سره ځم ،مګر تېره اوونۍ پولیس دمېرمن انژلا کورته نه ول ورغلي؟
- هغه کور یې چې په (ماچکار ) کې و ، دهغه دروازه مو وتړله ، اوس مو وارېدل چې په بل اپارتمان کې یې اړولي او له هغه یې دفساد ځاله جوړه کړې.
- ډېرښه زه هم درسره ځم.
دورځپاڼې مسوول سکرترې وویل:
- ښاغلی جعفر هیله کوم څه چې وینې هغه ولیکه ، له ځانه څه مه پکې زیاتوه .
- - پوه نه شوم ، مګر تر اوسه بل ډول و؟ زه خو چې څه وینم هغه لیکم
- کله کله مبالغه کوې ، ته ښه پوهیږې له مسوول مدیره نیولې د سپورت تر خبریاله ،له سیاسي خبریاله نیولې تر ښاري خبریاله ټول له خپله ځانه څه زیاتوي ،لږترلږه ته داسې مه کوه.
- ژمنه کوم چې چاخانبازي به نه کوم.
- یوبله هیله هم لرم.
- مهرباني وکړﺉ .
- هغه داچې خبر ډېر ژر راورسوه.
- په سترګو، هڅه کوم لومړی خبریال واوسم چې دپولیسوددغې بریا خبر تاسو ته در کړم.
پوره په نهو بجو دپولیسو په اداره کې وم ، له ما پرته دپنځو مجلو پنځه جنایي خبریالان له خپلو ځانګړو عکاسانو سره هلته ول . له شپږو نورو پولیسو سره په سور رنګي موټر کې سپاره شوو ، تر لږ واټن وروسته خبرې پیل شوې ، یوه خبریال وویل:
- څو ورځې دمخه مې سخت ساړه وشول ، ټول بدن مې درد کوي
یوه پولیس زیاته کړه:
- زه هم ناروغ یم له لسو کالو زیاته موده کېږي ،چې دپښو له روماتیزم څخه ځورېږم .
یوه بل خبریال وویل :
- زه پوهیږم چې څومره کړاو تیروﺉ ، ځکه ما هم ډېره موده دا ناروغي لرله، دعلاج لپاره مې هرڅه وکړل ګټه یې ونه کړه تر هغې چې دیوه دوست په لارښوونه بیخې جوړ شوم.
- ته وخدای ماته هم ووایه ، ښایي زه هم ښه شم.
- مچۍ خو پیژنې؟ همدا معمولي مچۍ؟
- هو،پیژنم یې.
- دشاتو مچۍ نه یادوم ...
- دا معمولي مچۍ یادوې؟
- نه هغه هم نه ، زه هغه نورې غټې مچۍ ښییم ،چې خرمچۍ یې بولي.
- ښه دوام ورکړه.
- ددې لپاره چې دپښو روماتیزم دې ښه شي،باید وګرځې او ددغو مچیو ځاله پیداکړې ،پښې به لوڅې کړې او تر نور بدن به دې بړستن تاو کړې د مچیو په ځاله کې به تر هغو لرګی وهې چې ښې په غوصه شي.
دا مچۍ لکه دموږ غټان داسې دي ، چې لږ تکلیف او ازار ور ورسېږي ، ډیر ژر د سړي خدمت ته رسېږي ، کله چې مچۍ په قار شوې ، ټولې ستا په پښو یرغل کوي تر څو چې کولای شي ستا پښې چیچي.
- زومړکې به ډیر درد لري؟
- والله په د رد سره خو نو درد لري ،مګر زه خبریال یم ، دورځې سل ډوله نیش رارسیږي ډېر یې پازاب نه کړم. خو نه پوهیږم چې ته به مقاومت وکړې که نه؟
- ښه نو وروسته دسړي روماتیزم بیخي ښه کېږي؟
- هو بیخي ښه کېږي ، زما کیڼې پښې روماتیزم درلود ، هېڅ مې ښورولای نه شوای اوښۍ پښې به مې دکیڼې پښې دنده هم سرته رسوله ، خو دمچیو له نیش وهلو وروسته داسې پیاوړې شوه ، چې ښۍ پشه ورته هېڅ وه په داسې حال کې چې ښۍ پښه مې سوکه سوکه په لاره تله ، کیڼه پښه به مې په منډو وه...
یو بل پولیس وویل:
- ډېر سخت کار و ...
- سمه ده، زه مجبور وم تل په ښۍ خوا ولاړ شم ،ځینې وخت به مې نه شوای کړای ځان کنترول کړم ، دښۍ اوکیڼې پښې ترمنځ په سیالي کې به زه پر ځمکه ولوېدم.
- بیا څنګه شوه؟
- پام مې شو چې په هېڅ ډول دکیڼې پښې مخه نه شم نیولای د پرتاګه په کیڼ جیب کې مې دمطبوعاتو قانون کېښود ، له هغې ورځې وروسته یې حرکت ورو شو.
ټولو وخندل ، قضایي خبریال چې متوجه شو چا یې په خبره باور ونه کړ ، جیب ته یې لاس کړ درسنیو دقانون یو کتاب یې را ویوست ، ویې ویل:
- دغه دی هاغه کتاب چې ومې ویل.
یوه بل مامور دخپلو پښو دتلو له میخو سر ټکاوو:
- تاسې نه پوهیږﺉ دا دپښو میخچو څومره سر خوږی راته پیدا کړی دی ، ما مخکې دقاچاقو په څانګه کې کار کاوه، خو ددغو لعنتي میخچو له لاسه بلې څانګې ته تبدیل شوم .
دلیل یې داو چې نه مې شوای کولای په قاچاقچیانو پسې منډې ووهم . اته کاله چې هلته وم ایله بیله مې یو قاچاق وړونکی ونیو.
- حتمآ دهغه دپښو مېخچې ستا دپښو تر مېخچو غټې وې.
- نه نه هغه مېخچې نه لرلې خو ما ونیولی شو.
هغه خبریال چې دروماتیزم دعلاج لاره یې ښوولې وه ، وویل:
- ددغو له منځه وړل هم اسانه دي.
- وروره که کېدای شي ووایه،ټول عمر به دعا درته کوم .
- باید څلوېښت نر غڼې ونیسې .
- هو درته غوږ یم.
- خوباید پوه یې چې ددغو غڼیو رنګ سور وي ، چې دا غڼې دې په اوکلۍ(هاونګ) کې ښې میده میده کړې ، لاس ته راغلې ماده به د میاشتې په اوله جمعه هغه وخت چې ملا آذان کوي پخپلو میخچو کېږدې ، خو پام دې وي چې تر دریو ورځو زیات پرې پاتې نه شي ، که نه د پښو روغ ځایونه به دې هم ورسره یوسي.
- خو ما تراوسه سوررنګې غڼه نه ده لیدلې.
- سمه ده ،غڼې خړنګې وي خو تا چې څلویښت غڼې ونیولې باید رنګ یې کړې ، هغه هم سور رنګ .
یوه خبریال دخپل زړه له ناکاري شکایت درلود، ویې ویل:
- زما زړه هم کمزوری دی ، په هیجاني وختونو کې مقاومت نه شم کولای آن کله چې دسینما به تالار کې کوم هلک اونجلۍ ژوندۍ سینما پیل کړي زړه مې درېږي دلوڅوښځو په لیدو مې چې دسیند د ساحل خواته یې وینم زړه نارامه وي، اصلا مې زړه ډېر کمزوری دی.
هغه خبریال چې د ټولو لپاره یې درمل ښودل وویل:
- داچې ته ډېر مهربان زړه لرې، داعوارض پیداکوي البته دعلاج لاره یې شته.
- هیله کوم ووایاست.
- تاسې باید زموږ دیوداسې هېوادوال له وینې څخه چې لږترلږه څلوروګوندونو تللی وي او بېرته يې پرې ایښي وي، سل کاله يې ددې هېواد له خارجي اوداخلي سیاست سره سروکارلرلی وي ګټه واخلی. تاسې باید دورځې شل لېتره دغه وینه ځان ته پیچکاري کړﺉ چې زړه مو د ډبرې غوندې کلک اوسخت شي.
دجنایي پولیسوسرپرست وویل:
- ماشاالله لکه تجربه کار ډاکترداسې چلند کوﺉ.
- پخوا ډاکتروم، خو ډاکتري مي پخپل ځای پرېښوده او خبریال شوم.
- ولې دې ډاکتري پرېښوده؟
- داچی ومې نه شوای کولای چې په یوه کال کې تردریوتنوزیات وطنوال ووژنم، زما دطبابت دیپلوم يې راڅخه واخسیت.
- څنګه جنايي اوقضايي خبریال شوې؟
- ځکه چي هیڅوک نه شي کولای دیوه ډاکترغوندې دجنایتونو رازونه کشف کړي.
زموږ مجلس ښه ګرم شوی و چې دمیرمن انژلا د اپارتمان مخې ته چې دفساد په ځاله تبدیل شوی و ورسېدو. ژر، ژر له موټره ښکته شوو، دپولیسو په مسوول پسې کورته ننوتو.
دپولیسو مشر دکور دلومړي پوړ زنګ وواهه، یوې ښکلې مېرمنې چې دخوب کالي یې اغوستي وو، دروازه پرانیستله، دپولیسو مشریوښتنه وکړه:
- آیا دلته هغه کوردی چې ټول کولای شي ترې ګټه واخلي؟
- هو دلته دی،مهرباني وکړﺉ ، درې ورځې د مخه دمېرمن هاجر دکوردروازه پولیسو وتړله او هغه مجبوره شوه دغه ځای کرایه کړي او خپل کارته دوام ورکړي، ولې نه راځئ؟
- داځای ښه دی.
- غواړﺉ ووایم چې مېرمن هاجر راشي؟
- يه مننه، موږ دمېرمن انژلا په کور پسې ګرځو.
- دمېرمن انژلاکورپه دوهم پوړکې څلورم کور دی که مېرمن سلما مو په کاروي په دریم پوړکې کور لري .
- ډېر ښه، له تا نه ډېره مننه.
کله چې هغې مېرمنې دروازه وتړله دپو لیسو مشر خپلې کتابچې ته وکتل ویې ویل:
- دتنظیم شوي پروګرام له مخې دسه شنبې په ورځ دمېرمن سلما او چهارشنبې په ورځ دمېرمن هاجرکورباید دپولیسو له خوا وتړل شي، دپنجشنبې ورځ رخصتي ده، دجمعې په ورځ دهاجردنوي کورتړل په پروګرام کې ذکر شوي دي موږته یې وکتل ویې ویل:
- هلکانو! ځنډمه کوﺉ په بیړه دڅلورم نمبرکورپه لوري حرکت وکړﺉ پام مووي، چې په خاپوړوخاپوړودمېرمن سلما کورته ځان ورسوﺉ، چېغې مه وهی.
کله چې دڅلورمې شمېري کورمخې ته ورسېدو دپولیسو مشر د دروازې زنګ وواهه، یوې ښځې دروازه خلا صه کړه ویې ویل:
- له بده مرغه نه شم کولای تاسې ټول ومنم، ځکه چې ما شاالله ستاسې شمېر ډېرزیات دی اوموږدلته آته ښځې لرو، څلوریې په رخصتي تللې دي، تاسې باید دمخه تیلفون کړی وای.
سرپرست وویل :
- ته ولاړه شه مېرمن انژلا را خبره کړه هغه ټول کارونه سموي، موږخوڅه پردي نه یو.
هغه ښځه یوه شیبه وروسته بېرته راغله ویې ویل:
- مېرمن وایی دننه راځئ.
مېرمن انژلا چې موږ ولید و ویې ویل:
زه مو واقعآ خجالت کړم، ما دغه کوریوه اوونۍ کېږي چې نیولی دی، که زه خبره وای، چې تاسې راځۍ، کوربه مو پاک اوسم کړی وای.
سرپرست بې له دې چې څه ووایي دسرپه اشاره یي د کوردکوټو دتلاشي قومانده ورکړه.
پولیسو دسترګوپه رپ کې دکوټو ورونه خلاص کړل ټول کوريي تلاشي کړ.
مېرمن انژلا بي غمه ولاړه وه، څه یې نه ویل.
زه چې دهغې دومره بي غمي اوبي پروایي حیران کړی وم، ورنږدې شوم ومې ویل:
- بیخي عجیبه ده، ستاسې کورتلاشي کوي اوته بېغمه ولاړه يې اوورته ګورې.
- ولې وارخطاشم، زما په کورکې خوڅه دغټانواو رهبرانو ښځې نشته، چې ورته وارخطاشم.
نوستاسې کاروبارته زیان نه رسېږي؟
- یه هېڅکله نه، دالازموږپه ګټه هم ده، زموږ لپاره تبليغ هم کېږي ځکه چاته چې دموږپته نه ده معلومه، پته زر پیداکوي.
- خوپه پام کې ده، چې ستاسې کوروتړي.
- فرق نه کوي، سبابل کور نیسو، زه څلورکورونه اواپارتمانونه لرم، یو یې څوورځې دمخه وتاړه، یویي هم نن تړي. خو هغه نوردوه ورته معلوم هم نه دي، پوهیږې په استانبول کې ولې دکورونو اودکورونو داجارې مسله نه حل کیږي؟
- اوس پوه شوم.
- دازما نهه نوي یم کوردی، چې دپولیسو له خواتړل کېږي. پرېکړه مې وکړه دخپل سلم کور لپاره چې د پولیسو لخوا تړل کېږي، یوسترجشن جوړ کړم.
دانژلاد کورپه لوی سالون کې دوه سړي اودوه ښځې وې له هغوی مې وپوښتل:
- څه ته منتظریاست؟
په بې اعتنایي وویل:
- نوبت ته....
له یوه اویا – اتیا کلن سړي څخه مې وپوښتل:
- ته همه نوبت ته منتظریې؟
- هو زه هم نوبت ته منتظریم، ځکه چې دورځې نه شم کولای راشم، دشپې راغلم، چې علاج مې وشي.
- وموویل علاج؟
- هوزه دمعاینې اوعلاج لپاره دلته راغلی یم، زه ساه لنډي لرم، ډېروډاکترانوته ورغلم، جوړ نه شوم ددغه ځای پته مې یو دوست راکړه راته ویې ویل:
- که زما منې دې ځای ته ورشه،بېخې به جوړشې. اوس به وګورم چې دوست مې څومره ارزښتمن معلومات لرل.
دوه ښکلې مېرمنې چې په انتظار ناستې وې، یوې یې وویل:
- زماهم سترګې توریږي، زما دیوې ګاونډۍ سترګې تورېدې دلته راغله، روغه جوړه شوه. اوس هم په اوونۍ کې دوه ځله راځي، ددې ځای پته هغې راکړه.
- ولې ډاکترته نه ورتلې؟
- پیسې مې یې له کومه کړې وای، ټول ډاکتران دخلکو دجېبونو خالي کولوته ناست دي، دلته پیسې هم نه اخلي آن لا نورې پیسې هم پسې ورکوي.
په یوه پولیس پسې یوې کوټې ته ورغلم، یوه 18-19 کلنه نجلۍ په یوه کونج کې په بد حالت ولاړه، چې موږیې ولید و، ویې ویل:
- والله مابد نیت نه درلود، راغلې وم چې دلته دخپل زړه علاج وکړم. ډېروخت کېږي چې زړه مې روغ نه دی.
مېرمن انژلا دنجلۍ خبره غوڅه کړه، ویې ویل:
- که باور نه کوﺉ دوره دسر لوحې ته وګورﺉ ((دزړه د ناروغیو ځانګړی سرویس)).
په نورو دروازوهم(( د سرطان علاج ))((دسترګودمعاینې خونه))(( دغوږ و نود ناروغیو خونه)) لوحې ترسترګو کېدې.
په دې وخت کې یوه ډېره ښکلې اونازدانه ښځه له یوې کوټې راووته دهغې ښکلې ښځې ترڅنګ یو غټ او پیاوړی سړی چې دسوک وهلو اتل ته ورته و، روان و.
په بیړه مې ځان هغې ته ورورساوه، پوښتنه مې ترې وکړه:
- بخښنه غواړم مېرمنې کېدای شي ووایاست ناروغي موڅه ده؟
- زه کومه ناروغي نه لرم، کوښښ کوم، چي هر څنګه کېږي ددغه ښاغلي د پښو دمېخونوعلاج وکړم.
- نو تاسې دپښودمېخونو متخصصه یاست....؟
- دغسې ده، خوله دوومیاشتو زحمته وروسته وینم چې هېڅ بدلون ندی پکې راغلی. وګورﺉ ټو لې پښې یې مېخونه لري.
له هغه ښاغلي مې دهغه دپښو دمېخونو په اړه وپوښتل خو ځواب یې را نه کړ.
ښکلې ښځې وویل:
- خبرې نه شي کولای .
- ولې؟
- ځکه چې دسوک وهلو او غېږې نیولو په رینګ کې یې دومره لغتې او سوکان خوړلي ، چې دخبرو کولو توان یې با یللی دی.
یو بل سړی چې په بله کوټه کې په بد حالت نیول شوی و،تر دا بل ډېر غټ و،خوکومه ښځه چې په هغه کوټه کې وه ډېره ځوانه او وړه وه،له هغه مې وپوښتل:
- ښه ته څه ناروغي لرې ؟
- زه روماتیزم لرم ،کله چې له ډاکترانو ناامیده شوم دلته راغلم ، ماساج تریوې اندازې اغېزمن دی.
په روماتیزم اخته پولیس وویل :
- لکه چې دما دپښو روماتیزم بېخې ښه شو او لکه د لومړۍ ورځې غوندې کولای شم ښه په لاره ولاړ شم.
هغه سړي چې په پښو یې میخونه راختلي ول ،وویل:
- زما دپښو میخونه هم بد نه دي ،باید دوه دری واري نور هم راشم .
مېرمن انژلا وویل:
- ګورﺉ چې موږ له دغه کوره دبدلمنۍ لپاره کار نه اخلو ،بلکې کوښښ کوو دخلکو علاج وکړو. زه په دې کار سره دانسانانو خدمت کوم او داځای مې ( دمینې روغتون) په نوم نومولی دی.
پولیسو دناروغانو له رخصتولو وروسته ښځې په موټرونو کې واچولې او حرکت مو وکړ.
په دې وخت کې یوه ناروغ ځان راورساوو، ویې ویل:
نو زموږ تکلیف به څنګه کېږي ،اوس چې دوی وړﺉ زموږ په حال هم فکر وکړﺉ.
له دوی څخه یوه دا نورو ته وویل:
- مه خفه کېږﺉ ، زه بله پته لرم ، یاالله ځی چې هلته ولاړ شو .
داچې ما ژمنه کړې وه دمېرمن انژلا دکور دتړل کېدا خبر په پوره دقت ټکي په ټکي ولیکم ، دادی ومې لیکه . اوس به وګورم چې مېرمن مسوول سکرتره دا جرآت لري چې له لاس وهلو پرته یې چاپ کړي که نه ...!