غـــــزل

جا نان بې جا مه لکه خان چې بی ستر خانه ګر ځی
زړه چې مين نه وی هندو دئ بې ايمانه ګرځی

انسان له څا رؤ ځناورو ځخه عشق بیلوی
څلوربول ځکه بی هدفه بی ارما نه ګرځی

دلیونو په قا فله باندی ورګډ کړم ضمیر
هغه ورکیږی چی یواځی بی کاروانه ګرځی

قا صده ورشه پیغام وروړه مسیحا دوخت ته
چی دلته ډیر خلګ بی وزلي بی درما نه ګرځی

دپر دیسۍ دا کرغیړن سفر به کله لنډ شی
زموږ په کلی کیدر خو بی ادم خانه ګرځی

حقیار کمزورئ دئ خو بیا هم بی غیرته نه دئ
چی دمحبوبی له کو څی به په اسانه ګرځي

لیږونکئ
محمدعلی عمری