که می رڼا یی نو اورونه راکړه
نور ګیلی نکړمه دردونه راکړه
نور ددردو سره عادت غوندی شوم
که می طبیب یی نور دردونه راکړه
ستا دمستی له څاڅکو ستړی شومه
نن ډک دزهرو نه جامونه راکړه
چی وچی شونډی می مسکا سره چوی
خندا به څه کړمه آهونه راکړه
نور توبه ګار ستا له وعدو نه شومه
اوس نو رټلی جوابونه راکړه
چی پری یواځی سر لمبه شم دود شم
داسی داور غوندی غمونه راکړه
کابل 25 کب 1386
وروستي