لیکونکی: هلال مومند وایي چې یو کس  باچا خان پسې په هر مجلس کې خبرې کولې او د هغه د نظریاتو مخالفت به یې کاوه . چا ورته وویل چې سړیه غلی کېنه! ستا ټیټ حیثیت او د باچا خان لوړ حیثیت ته وګوره! هغه ورته په ځواب کې وویل چې : زه د باچا خان پسې په دې خاطر خبرې نه کوم چې ګنې رښتیا زه له هغه ښه نظر لرم او یا ترې ډېر پوهېږم. زه پرې خپل ځان سړی کوم. داسې خلک هر وخت ډېر وي چې د اسلام، مشرانو، او ملي ویاړونو پسې په دې موخه خبرې کوي چې ځان پرې سړی کړي . ځان پرې په خلکو وپېژني.  سلمان رشدي چې د دوهمې درجې لیکوال ؤ او چا ورته اهمیت نه ورکاوه، د قرآن کریم پسې سپکې سپورې وویلې او د قران کریم پاک ټکي یې شیطاني آیاتونه وبلل . هغه دی، ښه مشهور شو، جایزې یې هم وګټلې او اوس ساتونکي هم ورسره ګرځي . هر ناول چې اوس لیکي سترې سترې خپرندویه ادارې یې د چاپ زیار په غاړه اخلي . نورو ژبو ته هم ژباړل کېږي . تر دې چې د بریطانیا ملکې ورته مډال هم ورکړ.  په بنګله دېش کې تسلیمه نسرین هم په دې موخه چې په نړۍ کې مشهوره شي اسلام ته سپکاوی وکړ. هغه دی اروپا ورته غېږه پرانیسته . په ارامه په کې اوسېږي. ناولونه او لیکنې یې د نړۍ نورو ژبو ته وژباړل شوې او نړیوالې جایزې یې وګټلې. زموږ د هیواد ځینو کمونستانو، ملحدینو، او متعصبو هم دا چل زده کړی دی. پوهېږي چې اسلام، مشرانو، او ملي ویاړونو ته سپکاوی د خلکو احساسات راپاروي او بیا خلک د دوی په ضد مظاهرې کوي او په مجلسونو کې یې یادوي. دوی په یو غشي دوه مرغۍ ولي، هم پرې په سیاست کې ځان سړي کوي او هم پرې بهرني پاسپورتونه اخلي .