پیر محمد کاروان

    دښار په ګڼه ګوڼه کې دخرڅوونکو دنارو يو شور جوړو داوړي سختې ګرمۍ خوله لګولې وه. ماشوم دسړک پر غاړه اوبه خرڅولې. نارې يې وهلې: واه واه، وڅښئ وڅښئ، لکه اوښکې رڼې اوبه، يخې اوبه لکه شربت خوږې اوبه. ماشوم به په لاسونو کې دوه تش ګیلاسونه سره شرنګ وهل. دسړک پر غاړه تېرېدونکو به چې دماشوم داوبو خرڅولو انداز ته پام شو نوموسکي به شول. که به تږي هم نه وو اوبه به یې ترې واخيستلې او پيسې به يې ورکړې تر غرمې وروسته دماشوم داوبو ډک سطل تش شو. ماشوم موسکى و او رنګ رنګ نيم لامده او نيم وچ نوټونه يې وشمارل او بيايې په جيب کې کېښودل. کيڼ لاس يې پر جيب ټينګ ونيوه. په ښې لاس کې يې داوبو تش سطل چې په منځ کې يې دوه ګیلاسونه هم وو راواخيسته ، ګړندى ګړندى په لاره روان شو. لږ مزل يې وکړ چې په خولو کې لوندخيشت شو. دلارې پر سرکيناست. سطل يې ګېلاس ته ښه ور ځنځاوه. نيم غرپ اوبه پکې وې. ايله يې شونډې پرې لمدې شوې. سطل يې کېښود. دګريوان تڼۍ يې پرانستې په دواړو لاسونو يې خپله لمن دببوزي غوندې ځان ته ووهله. خولې يې لږې وچې شوې. سطل يې را واخيست کيڼ لاس يې پر جيب ټينګ ونيوه او بيا موسکى اولږ ګړندى روان شو. تر يوه ځايه لاړ. قدمونه يې سست شول. ديوې لويې بنګلې دباغچې ديوال ته يې ډډه ووهله، او لکه ويشتلې مرغۍ ستړې ساه يې واخیسته . دباغچې دروازه خلاصه وه. باغچه له رنګارنګ ګلونو ډکه وه. باغوان ګلونو ته په پايپ اوبه ورکولې. دبنګلې څښتن په ګلونو کې ګرځېده. دباغوان خواته راغى: - شاباس دګلونو ښه خدمت کوه، چې درنه مړاوي نه شي. باغوان داوبو پايپ په چمن کې خوشې کړ. دخوشامندو په انداز يې وويل: - صاحب له سترګو دې قربان شم، ګلونه خوپه ما لکه ماشومان داسې ګران دي. دبنګلې او باغچې خاوند سر وښوراوه، روان شو او په چمن کې يې آرام آرام ګامونه اخيستل. د ماشوم غوږونه څک وو او په باغچه کې يې سترګې ګنډلې وې. په شونډو يې موسکا راغله سطل يې را واخيست را روان شو. دباغچې په دروازه را ننوت او داوبو پايپ يې په خوله کې ونيو. باغوان په غوسه لاس ور واچاوه او دماشوم له خولې يې داوبو ډک پايپ لاندې وغورځاوه. دماشوم جامې په اوبو لمدې شوې. په سترګو کې يې اوښکې راغلې اوپه غوسه يې ورته وويل: - مخ دې تور دروغجنه. باغوان په غوسه داوبو پايپ ته لاس کړ او ماشوم يې ملاته پرې وواهه. ماشوم په ملا کې کوږ شو وتمبېده ځان يې ونيو او سطل يې را واخيست او په ژړا دباغچې له خلاصې دروازې راووت. له جېب يې پيسې را وايستې، نوټونه لږ نور هم لامده شوي وو. نوټونه يې بيا په جېب کې کېښودل. کيڼ لاس يې پر جيب ټينګ ونيوه. بيا مخ په بره روان شو. څو ځله يې شاته مخ واړاوه، ټنډه يې تروه کړه اوله ځان سره يې وويل: دروغجنه مخ دې تور. پر لاره تېرېده. لږ اخوا ترګڼې ونې لاندې ماشومانو سبق وايه. ونې ته را نږدې شو. ځاى پر ځاى ودرېده دمعلم په کيڼ لاس کې تنکۍ لښته وه او په ښي لاس يې پر توره تخته يو څه وليکل. په لوړ آواز يې وويل: -       ماشومان ګلونه دي. ماشوم دمعلم خواته رانږدې شو، په جلالي انداز يې وکتل: -     دروغجنه درواغ وايې. معلم لښته له کيڼ لاس نه ښي لاس ته کړه او شغ شو چې پر ماشوم يې وار وکړ. دماشوم له غاړې نه شنه تغمه راتاو شوه. سخت يې وژړل، دکور خواته په منډه شو. دسطل کړنګاريې پورته کېده. شاته يې مخ واړاوه بيا په منډه شو. معلم له ځان سره ويل احمقه. ځينو شاګردانو خندل او ځينې شاګردان په چورتو نو کې ډوب وو. ماشوم په ژړا کورته راغى. مور يې وير وکړ: په ژړا شوه: -       ولې زويه له تا مې صدقه کې دا چا وهلى يې؟ -       ماشوم په ژړا ځواب ورکړ: -       دروغجنو ووهلم. مور ښيرا وکړه: -     وۍ د دوى لاسونه شنه کې. دماشوم اوښکې يې په ګوتو پاکې کړې. ماشوم له جېب نه لمده نوټونه را وايستل او خپلې مورته يې ورکړل. مور ماشوم په غېږ کې ونيو او پر سترګويې ښکل کړ. ماشوم کټ کټ وخندل. ويې ويل: -     مورې ارمان چې له ما سره ټولې دنيا تا غوندې مينه کولاى ، دمور په سترګو کې اوښکې راغلې او په ځير ځير يې خپل زوى ته وکتل.