افغانستان: بې پولې ډاکټرانو په خوست کې زېږنتون پرانېست.


افغانستان: بې پولې ډاکټرانو په خوست کې زېږنتون پرانېست.
کابل، دمارچ ۴ کال ۲۰۱۲:
 
نړیواله بشپرپاله روغتیایی ادارې یا  (اېم اېس اېف) په خوست کې نوی زېږنتون پرانېست . په دغه نوی روغتون کې به ځایی ښځو لپاره وړیا روغتیایی خدمتونه  په ښه کیفیت او ددوی داړتیا سره سم وړاندې کېږي.
 
. په افغانستان کی د څو لسیزو جګړه ددې لامل شوې چې دغه هېواد د مور او ماشوم د مړینی له پلوه  ترټولو لوړه کچه ولري.
په ځانګړي توګه په لروپرتو سیمو کې ښځې بې له کومې روغتیایی  مرستو او په ناسم  حالت کې زېږون ترسره کوي
چې په دې کارسره خپل اودخپل ماشوم ژوند په یو سخت خطر کې اچوي.
 
خوست د ا فغانستان یو له هغو نا امنه  ولایتونو څخه دی چی په وروستیو  کلونو کی ملي او نړیوال نظامي  قوتونه له وسله والو مخالفو ډلو سره په جګړه کې ښکېل دي، چی دغه ستونزه ددې لامل شوې چې ښځې په سمه توګه روغتیایی خدمتونوته لاس رسی  و نه لري.
 
د ام اس اف د روغتیایی چارو رییسې  هلډی کارټېر ((Hilde Cortier وویل چې ، دغه  نوی روغتون به وکولای شی چی هره میاشت هغو سلګونو ښځو سره مرسته وکړي چی غواړی په خوندي توګه زېږون  ترسره کړي اوددوی  نوی پیداشوی ماشوم ته به هم ځانګړې پاملرنه کېږي.
 
دغه ۵۶ بستریز نسایی ولادي روغتون به په  سیمه کی لومړنی  تخصصي روغتون وي . نوموړی روغتون  دزېږون کوټه لري چې دعادي او پېچلي زېږون لپاره ولادي خدمتونه وړاندې کوي او همدارنګه دبېړنیو (عاجل) ولادي عملیات لپاره هم عملیات خونه لري.
ناروغه امیدواره ښځی کولی شی چی د روغتون په څانګو کې  بستر شی اودزېږون او یا عملیات څخه وروسته هم کولی شي چې دبستر له خدمتونو ګټه واخلي. یادشوی روغتون دنوې پیدا شویو ماشومانو څخه دپاملرنې لپاره  یو نوې څانګه هم لري .  
په روغتون کې نړیوال او کورني ډاکټران یو ځای کارکوي او یوازې به ښځینه ډاکټرانې دناروغانو درملنه کوي. ټول درمل اوروغتیایی خدمتونه په وړیا توګه وړاندې کېږي.
 
په افغانستان کې دبې پولې ډاکټرانو دټولو روغتونونو په څېر به  دسلاننوتل منع وي ترڅو دناروغ خوندیتوب او ټیکاو تامین شي.
 
بې پولې ډاکټران دکابل د احمدشاه بابا په روغتون او دهلمند د بست په روغتون هم کارکوي همدارنګه نوموړې اداره په کندز کې جراحي روغتون لري چې موخه یی دافغانستان دشمالي خلکو لپاره دبېړنیو جراحي خدمتونو وړاندې کول دي. په ټولو ځایونو کې داېم اېس اېف خدمتونه وړیا وړاندې کېږي اودروغتونونو په ټولو څانګو کې کارکوي.
 
اېم اېس اېف په افغانستان کې له غیر دولتي مرستو تمویلېږي اودهېڅ دولت څخه  مرسته نه ترلاسه کوي. 
 
حضرت خان منګل  داېم اېس اېف داړیکو څانګې مرستیال