غـــــزل

ګوره خفه نشی که ژوندون دی یوڅه ستړئ وی
زر هغه اصیل وي چی انګار عیب ځني وړئ وی

نن یی زموږ پر لوری هم پلو دڅادر ونښتیځ
خدای زده دسپرلی ناوی ته چا نصیحت کړئ وی

تل چی له وصاله او فراقه دواړو خوند اخلی
داسی لیونئ سړئ په مینه کی پیاوړئ وی

کډه یی پر کورټه چرګه بار شی در په دره شی
چا چی وپردی کور ته ویړ کړئ په پراډ پړئ وی

شیخه ما ته پیر دخرابات په غوږ کی وویل
څوک چی پر زړه نه لری دعشق داغ هغه مړئ وی

خوښ شو دساقی په موسکا دومره ډير حقیار عصمت
خاص لکه دشپون چی په نصیب کی غوړ کوکړئ وی

لیږونکئ محمدعلی عمری
جنوبی پښتونخوا مسلم باغ