په افغانستان کی دپښتو خپرونو څرنګوالی

     لیکوال عبدالجمیل الکوزی    که په مقایسوی ډول سره وکتل شی په اوسنی وخت کی دپښتو خپرونو علمی څیړنیز اړخ دوروستوالی په حالت کی لیدل کیږی. ځکه چی ډیری کمی علمی او څیړنیزی منابع دپښتو لیکوالانو او څیړونکو لپاره وجود لری ترڅو ورڅخه استفاده وکړی. ولی دپښتوخپرونو ادبی اړخ په افغانستان او دپاکستان په پيښور صوبه او بلوچستان صوبه کی پرمختګ پیداکړی دی. که دپښتو لیکوالان، علمی څیړونکی،  خپرندویه ټولنی اوشاګردان دی ټکی ته متوجه نشی نو په راتلونکی کی به دپښتو علمی څیړنیزو خپرونو دکمبود سره مخامخ شو چی دپښتو دعلمی څیړنو په وروستوالی به دلالت وکړی. هندوستان ته سره لدی چی چاپ په شپاړسمه میلادی پیړی کی راغی  [چی داروپا څخه راوړل شوی وو]  خو په پښتونستان کی دپښتو موقوتو خپرونو له پاره تر ډیره وخته پوری زمینه برابره نشوه،  لمړی ځل دپیښور دافغان په جریده کی د 1290 کال په شاوخواکی پښتو برخه پیداشوه او بیا په ځینو نورو جریدو او مجلو لکه افغان مجله، سرحد مجله او نورو کی پښتو برخی راغلی. لمړی پښتو(ډبرینه) چاپخانه دحاجی ترکزی لخوا په 1294هجری شمسی کال دخیبر ایجنسی په شاوخواکی چی د الجهاد پنوم ورځپاڼه یی چاپوله پیل شوه داهغه وخت وو چی دانګریزی ښکیلاک په وړاندی جهاد اعلان شوی وو. څو چی په 1307هجری شمسی کال کی  پاچا خان (دپښتون) پنوم مجله یواځی په پښتوژبه خپره کړه، همدارنګه دالمجاهد پنوم بله ورځپاڼه هم دمجاهدینو دهڅونو لپاره په 1302 کال کی خپریدله. سید راحت زاخیلی نه یواځی یوپښتو ناول او کیسه لیکونکی وو، بلکه لمړنی دپښتو ژورنالست هم وو چی دپښتو لپاره یی نه ستړی کیدونکی خدمتونه کړی او لمړی دوه اونیزه خپرونه یی د (افغان) پنوم پیل کړه. بیاد وخت په تیریدو سره پښتو خپرونی زیاتی شوی. یووخت داسی هم راورسید چی پښتو خپرونی دافغانستان او پښتونستان له چوکاټه دباندی هم ووتلی اود نړی په نورو هیوادو لکه هندوستان، آلمان او ځینی نورو کی پښتو خپرونی رامنځته کیږی.   افغانستان ته دامیرشیرعلی خان دواکمنی په دوهمه دوره کی (1247-1258 هجری شمسی) ددولتی مطبعی له راتللو او په هیواد کی دچاپ له دودیدلو سره سم پښتو ژبی هم دمطبوعاتو په لمن کی ځای وموند اود پښتو په باب د کتابونو په خپریدو سربیره دشمس النهار (1252هجری شمسی) په جریده کی هم دپښتو رسمی او عسکری نومونه دخلکو دخبرتیا له پاره خپاره شول. همدا راز په سراج الاخبار کی هم پښتو ته برخه ورکول شوه او دپښتو په باب څیړنی پیل شوی. دغازی امان الله خان په دوره کی هم دټولو خپرونو په لمن کی دپښتو ځای شته اود پشتو لومړنی اکیډمی جوړه شوه. څو ددی ټولو هڅو په رڼا کی د 1311 کال په پیل کی دطلوع افغان جریده  ټوله په پښتو ژبه واوښته،  او دهمدی کال په پای کی دکندهار پښتو انجمن (پښتو) مجله خپره کړه.    که په عمومی ډول سره نظر واچول شی له یوه اړخه پښتو خپرونی مخ په وړاندی تګ کی دی او دبل اړخه یی وروستوالی پیدا کړی. هغه داسی چی دادبی لحاظه پښتو خپرونو وړاندی تګ پیدا کړی دی او دڅیړنیز اړخه یی وروستوالی پیداکړی دی. داځکه چی د 1350 کلونو په شاوخوا او داود خان دجمهوری ریاست ترپای پوری دپښتو خپرونو ادبی او څیړنیز اړخ قوی بریښیده ځکه چی په هغه وخت کی فرهنګی فعالیتونه زیات وو او هرکال به دپښتو خپرونو لپاره سیمینارونه جوړیدل چی دهر سیمینار په پای کی به یولړ کتابونه لیکل کیدل او خپریدل به. ولی اوس لپاره داسی سیمینارونه کم جوړیږی او که جوړ هم شی نو دکتابونو په لیکلو او خپرولو باندی دومره زور نه اچوی. دهغه وخت حاکم دولت داکوښښ کاوه چی پښتو څیړنیزی خپرونی زیاتی کړی داځکه چی یو اساسی هدف یی هم داوو چی ددی خپرونو له لاری پښتونستان پوری اړوند پښتانه ملتونه راخپل کړی، ولی اوس داسی نده. خودادبی اړخه پښتو خپرونو زیات وړاندی تګ کړی دی. چی ښه بیلګه یی دډیرو پښتو ویب ویب پاڼواوزياتو ادبی ټولنو منځته راتګ دی. چی دا وړاندی تګ هم پدی پوری اړه لری چی اوس پښتو خپرونی دعامو خلکو لاسونو ته وغورځیدلی، چی همدا لړی دافغانستان دشوروی یرغل سره سم دمهاجرتونو په دوره کی په خاصه توګه سره هغه مهاجرین چی دپاکستان دپیښور او بلوچستان صوبواوهمدارنګه ځینی اروپایی هیوادونو لکه آلمان ته لاړل شروع شوه. دپخوا په پرتله چا په اسانی سره حق نه درلوده چی پخپل سر شخصی خپرونی وکړی، ولی اوس چی خپرونی دعامو خلکو په لاسونو کی دی دایو مثبت پرمختګ دی ځکه هر کله چی یوه ژبه دعامو خلکو لاسونو ته وغورځی هغه هیڅکله هم نشی له منځه تللی. ولی څیړنیز اړخ دپښتو خپرونو کمزوری شوی دی، داځکه چی هغه کتابونه او منابع چی په څیړنو باندی لیکل شوی وی وو دجنګونو له امله له منځه لاړل او یا هم په ډله ایزو او سیاسی تعصبونو سره وسوزول شول، نو ځکه دپښتو څیړنیزو خپرونو لپاره ډیری زیرمی وجود نلری ترڅو څیړنیزی خپرونی زیات پرمختګ پیدا کړی. ولی ددری ژبو څیړنیز اړخ نظر وپښتو څیړنیز اړخ ته زیات دی، داځکه چی ددری خپرونو لپاره یوه منبع وجود لری چی ښه بیلګه یی دایران خپاره شوی کتابونه دی چی زیات لیکوالان هغو کتابونو ته مراجعه کوی او ورڅخه ګټه اخلی. د1380 کال څخه را په دیخوا په عمومی ډول سره خپرونی او مطبوعات زیات پرمختګ پیداکړی چی پدی پرمختګ کی دولتی او شخصی ټولی خپرونی راځی چی تقریبا نیمایی پښتو خپرونی دی، چی داخپرونی په زیاتره ډول سره ژورنالستی اړخ لری لکه تصویری، غږیزی او نوری کاغذی رسنی. داټولی رسنی مونږ کولای شوچی په دری ګروپونوباندی تقسیم کړو: لمړی: دولتی رسنی چی ددولت دپالیسی سره سم عمل کوی او ددولت دبودجی لخوا خپریږی، او کومه احصاییه چی د فرهنګ ځوانانو وزارت لخوا شوی 58 عنوانه نوبتی خپرونی داوس لپاره په فعال ډول خپرونی کوی چی  ددوی له جملی څخه 29 عنوانه نوبتی خپرونو یی دخپرونی جواز هم لری، په ژبنی لحاظ سره نوبتی خپرونو خپلو توازن په پښتو اونورو ژبو کی ساتلی دی. دویم: هغه نوبتی خپرونی چی دغیر دولتی موسسواو نورو غیر دولتی ارګانو نو لخوا خپریږی. داخپرونی دخپلی اړوندی موسسی او ارګانونو دپالیسیو مطابق عمل کوی، ځکه چی مالی لګښت یی په اړوندو ادارو پوری تړلی دی.  پدوی کی ژبنی توازن ډیر قوی نه لیدل کیږی، اکثره غیر دولتی موسسی خپلی خپرونی په انګریزی ژبه باندی کوی چی په لږ پیمانه سره یی په دری ژبه باندی ژباړل کیږی ولی په ډیره ټیټه کچه سره یی په پښتو ژبه باندی ژباړل کیږی. خو ددی ګروپه احصاییه لاتراوسه پوری په درست ډول سره نده شوی ولی داخپرونی نظر ودولتی خپرونو ته زیاتی دی، چی څیړنیز اړخ یی هم ښه دی. دریم: آزادی نوبتی خپرونی چی په دولت او کومی موسسی پوری تړلی نه وی، داخپرونی 298 عنوانه دی چی دهیواد په کچه خپلی خپرونی ترسره کوی چی دهغوی له ډلی څخه 198 یی په مرکز او متباقی یی په ولایاتو کی خپرونی کوی (ویدا، کاترین. 1387. برگهای سبز مطبوعات [په دری ژبه]. کابل : چراغ.  دوی هم په مختلفو ژبو سره خپرونه کوی، اودابه ډیره مشکله وی چی وویل شی چی آیا دوی ژبنی او څیړنیز توازن ساتلی دی او که نه؟ ولی پدی کی ډیر داسی خپرونی هم شته چی دآزادی خپرونی ترنوم لاندی دکوم بل هیواد او یا ګوند لپاره کار کوی، چی ځینی وختونه دمباحثو سبب هم کیدای شی.   یواځی په پښتو ژبه باندی خپرونی دافغانستان په مرکزی برخو کی په کمه پیمانه سره لیدل کیږی، ولی داسی خپرونی په ډیره زیاته پیمانه سره لیدل کیږی چی په دوه ژبو سره وی لکه پښتو اودری. خوپه مشرقی او جنوبی ولایتونو کی یواځی پښتو خپرونی زیاتی لیدل کیږی چی په هغوی کی هم نظر وڅیړنیز اړخ ته ادبی اړخ زیات غښتلی وی. دبیلګی په ډول دهیواد په ختیځو ولایتونو کی نژدی د55 عنوانونو په شاوخواکی نوبتی دولتی او غیر دولتی خپرونی شته دی چی په سلو کی 90 یی یواځی په پښتو ژبه باندی دی، چی په سلو کی 70 برخه یی په ادبی موضوعاتو باندی راڅرخی. د مثال په ډول لاندی هغه لسټ دی چی دافغانستان دختیځو ولایتونو څخه په خاصه توګه دننګرهار څخه خپریږی کوم چی دمحترم امرالله امید لخوا تیار شوی دی:    

شمیره دخپرونی نوم مسؤل   دخپرونی موده
1 مينه مجله عزت الله ځواب   مياشتنۍ
2 تور غر مجله عبدالعزيز غېرت   دوه مياشتنۍ
3 نړی مجله     مهالنۍ
4 تلوسه     دوه مياشتنۍ
5 ننداره     درې مياشتۍ
6 ملنګ جان     دوه مياشتنۍ
7 ښاخۍ     يوه نيمه مياشتنۍ
8 غلبېل     دوه مياشتنۍ
9 ډانډس     دوه مياشتنۍ
10 نننى افغانستان     مياشتنۍ
11 انعام     مهالنۍ
12 څلى     درې مياشتنۍ
13 توكل     مهالنۍ
14 ډالۍ     درې مياشتنۍ
15 ژوند     دوه مياشتنۍ
16 هڅه     مهالنۍ
17 څپه     مهالنۍ
18 اوښكه     دوه مياشتنۍ
19 سېلۍ     مهالنۍ
20 رڼا     دوه مياشتنۍ
21 څراغ     دوه مياشتنۍ
22 حق     مياشتنۍ
23 ښوونه روزنه     دوه مياشتنۍ
24 Diamond   نصير مومند   دوه مياشتنۍ انګليسي
25 The light     مياشتنۍ
26 ځلا     مياشتنۍ
27 ولس غږ     دوه مياشتنۍ
28 هار     دوه مياشتنۍ
29 قلموال جريده     مهالنۍ
30 ملاتړ جريده     مياشتنۍ
31 ګډون     درې مياشتنۍ
32 انځور     دوه مياشتنۍ
33 سمون     مياشتنۍ
34 لوى ننګرهار     درې مياشتنۍ
35 كاروان     دوه مياشتنۍ
36 راز     دوه مياشتنۍ
37 شايق     ورځپاڼه
38 داردستان     مياشتنۍ
39 آواز     مياشتنۍ
40 ځوانانو غږ     مياشتنۍ
41 مشرق     دوه مياشتنۍ
42 څانګه     دوه مياشتنۍ
43 ياغي     مهالنۍ
44 شپوږمۍ     مهالنۍ
45 كاروان جريده     مهالنۍ
46 طب     دوه مياشتنۍ
47 سپين غر اخبار     مهالنۍ
48 خادم مجله     مياشتنۍ
49 ځولۍ     مهالنۍ
50 معلم     دوه مياشتنۍ
51 ننګرهار ورځپاڼه     اونۍ كې درې ځله
52 ننګرهار مجله     درې مياشتنۍ
53 پوهه     دننګرهار پوهنتون علمي خپرونه
54 زيتون     دناوى پراختيا رياست خپرونه
55 ولسي هېنداره     ولايتي شورا خپرونه
     ولی هغه خپرونی چی په هرات کی ترسره کیږی په سلو کی 98 یی په دری یا فارسی ژبه باندی دی چی څیړنیز، تاریخی او ادبی اړخونه یی ښه بریښي داځکه چی هلته زیاتره خپرندویه ټولنی او لیکوالان دایرانی کتابونو څخه ګټه اخلی. خوپه وروستیو شپږو کلونو کی دپښتو او دری خپرونو سره پخواکی یوی بلی ژبی پخپل څیړنیز اړخ کی ډیر زیات پرمختګ پیداکړ چی هغه عبارت له انګریزی ژبی څخه دی. که له څیړنیز اړخه ورته وګورو په سلو کی 80 خپرونی په انګریزی ژبه باندی دی. او داسی ډیری ویب پاڼی شته دی چی نظر وپښتو ته یی انګریزی خپرونی زیاتی دی، دبیلګی په ډول دافغانستان دټولو وزارتونو ویب پاڼی په انګریزی ژبو باندی جوړی شوی دی، اولدی خبری باید انکار ونکړای شی چی ګوندی پښتو او دری برخی نلری، ولی هغه برخی یی چی دلمړی ځل لپاره ترتیب شوی ددوهم ځل لپاره چا لاس هم ندی وروړی. ټولی نوی څیړنیزی خپرونی په انګریزی ژبو باندی وی. چی اصلی علت یی ددی نوی سیاسی نظام دمنځته راتللو سره دسلګونو نړیوالوغیردولتی موسسو منځته راتګ اود هغوی فعالیتونه دی. داځکه چی پدی موسساتو کی زیاتره کارکونکی بهرنی دی او په انګریزی ژبه باندی لیکنی کوی. دپخوا پر پرتله زیاترو نوبتی خپرونو خپله سپیڅلتیا هم دلاسه ورکړی ده. داسی دولتی خپرونی شته دی چی نوبتی خپرونی یی په هره موضوع باندی بحث کوی، خو ښه به داوی چی دهری اداری پوری اړوند خپرونی خپله سپیڅلتیا وساتی دبیلګی په ډول د ( کرنه : دوه میاشتنی علمی، مسلکی خپرونه / دکرنی او مالداری وزارت).  خپرونه چی دکرنی دوزارت لخوا خپریږی، سر ترپایه موضوعات یی په کرنی اومالداری باندی راڅرخی، یا د(عدالت میاشتنی خپرونه / دعدلیی وزارت) خپرونه چی دعدلیی دوزارت لخوا خپریږی ټول موضوعات یی په عدالت او قانون پوری اړوند موضوعاتو باندی راڅرخی دسازیاتی هوساینی لپاره ددی خپرونی سافټ شکل هم دعدلیی وزارت په ویب پاڼه کی شتوالی لری: http://www.moj.gov.af/adalatissues.html   که له دریم اړخه وکتل شی چی عبارت له الکترونیکی منابعو او دمعلوماتو له ټکنالوژی څخه ده، په ریښتیاسره هم ډیر زیات پرمختګ مو دخپرونو او معلوماتو له اړخه کړی دی. په سلګونو او حتی په زرګونو ویب لاګونه او ویب پاڼی دافغانستان په اړوند جوړشوی دی      چه په پښتو، دری او انګریزی ژبو باندی دی. ولی دغه ویب پاڼی بیا هم نشی کولای چی دکاغذی یا کتابی خپرونو ځای ونیسی په ځانګړی توګه دافغانستان پوری اړوند څیړنو لپاره، داځکه چی ټول افغانان او څیړونکی هغه سرحد پوری ندی رسیدلی چی له دغو الکترونیکی منابعو څخه په درست ډول ګټه پورته کړی، په خاصه توګه سره دافغانستان پخوانی څیړونکی او دپوهنتونو زیاتره څیړونکی او استادان ددی ټکنالوژی سره ډیره بلد تیا نلری، نو دوی بیاهم هغو معلوماتو او منابعو ته مخ وراړوی چی دکتاب په شکل سره خپاره شوی وی. نو دپښتو اړوند منابع؛  ترڅو لیکوالان او څیړونکی پری اتکا وکړی کم بریښی، چی په افغانستان کی یواځی دعلومو اکاډمی دپښتو څیړنو مرکز دی او په پوهنتون کی دپښتو ادبیاتو پوهنځی دی، اوځینی نور شخصی منابع به هم وجود ولری چی اکثره یی په رسنیو پوری اړوند موضوعاتو باندی کار کوی. او بل مرکز په پیښور کی دپښتو اکیډمی ده، ولی دهغی اکیډمی خپرونی دڅیړنیز لحاظه په ډیره ټیټه کچه کی قرار لری. داځکه چی په هغه منطقه کی څوک نه غواړی چی پښتو علمی څیړنی وکړی، دهغه ځای داکیډمی غوره لیکنی چی ترسره شوی دی، دآدم خان اودرخانی او داسی نوری افسانوی کیسی دی. ځینی نوری منابع هم په کندهار، کویټه بلوچستان او همدارنګه اروپایی هیوادونو کی پښتو څیړونکی له هغه ځایه څیړنی کوی او خپروی یی لکه په آلمان کی دافغانستان د(کلتوری ودی ټولنی) پنوم مرکز چی دافغانانو لخوا جوړشوی دی. ولی هغه څیړنی په خپل وخت سره افغانستان کی میشته څیړونکو ته په اسانی سره نشی رسیدلای.   لپاره ددی چی څیړنیز او ژبنی بیلانس وساتل شی، غوره به داوی چی علمی څیړنیزه خپرونو ته په خاصه توګه سره په پښتو ژبه کی پاملرنه وشی. نو پښتو لیکوالان، څیړونکی، او نور اکاډیمیک مراکز لپاره ددی چی دپښتو علمی څیړنو اړخ راژوندی کړی باید څیړنو ته خپله پاملرنه زیاته کړی. اخیستنه:     رفیع، حبیب الله. 1356. پښتو خپرونی : پښتو روځپاڼو، جریدو او مجلو پیژندګلوی. کابل : دپښتو دپرمختیا او پیاوړتیا امریت.   رهین، رسول. 1387. تاریخ مطبوعات افغانستان : از شمس النهار تا جمهورت (1863-1978). کابل : شورای فرهنگی افغانستان [استکهلم].   وداع، کاترین. 1387. برگهای سبز مطبوعات. کابل : چراغ.