ژوند لا ماشيني شوى نه دی

   
دکيسې داتلانو ژبه دزيار صاحب او نورو زيارو زمه صاحبانو ژبه نه ده په مروجه پښتو داستانونو کې که لڼدې کيسې وي که ناول کې يو څو اړخونه زما په نظر غټ بدلون غواړي چې زه به يې دوو ته اشاره وکړم.
١- دسوژې يا (Theme) له اړخه محدودې دي ، مانا د ژوند دچاپېريال دګوتو په شمار اړخونه راسپړي دژوند دبې پايانه فصل نه څنګزن تېرېږي او يواځې يو څو وږي ټولوي په دغو کې مثلاً زياتره همغه  شان دي چې نورو همزولو په هغه بل پټي کې ټول کړي دي يا دهلک او انجلۍ مينه ده يا تنده، لوږه يا انتقام تربور ولي يا دظالم او مظلوم برخورد ، يا يې داسې عام او عادي ټولنيز موضوعات لکه دمېرمنو بدبختي تاسو به وايې چې ژوند خوله همدغو جوړ دى دا درسره نيمايي منم يعنې که څوک مصور همدغه موضوعات انځور کړي نو مثلاً دپښتو د هستۍ يا دسالک په وينا دشتون نيمايي برخه يې انځور کړې چې بيا هم غنيمت او ښه زېرى دى، خو هغه بل نيمئ هغه دا نه منم ،هغه اشه چې ژوند ترې جوړ دى لاپه خپل ځاى پاتې شي، او بله دا چې همدا ميدان ته راوتلي هم دهندي فلمونو په شان تکراري او کرېدو په شان په خالص اوبو وينځل شوي او نښتيځلي دي چې لکه دسيند دکاڼو په شان ټولې ښويې او دجوړه بوټانو غوندې سره ورته دي.
٢- دکيسې داتلانو او بدماشانو چاپېريال نه دى څېړل شوى. زه وايم هرغمې چې موږ يې په بازار کې اخلو شاته داستان لري، غروي دهغه کاڼې تر قېسم قېسم فشارونو لاندې رنګ رنګ شکلونه اختياروي او بيا هم دې کاڼې کې ښخ يو رنګين بڅرکې شتون پيدا کړي، زموږ ځينې ليکوالان دقاچاق برانو په شان په نورو يې کارنه لري بس زمرود يې اخلي او هغه دلۍ خاوره کاڼي هېروي چې درحمان بابا په قول چې په ځيګر خون يې داغمى روزلى دى زموږ ليکوال هغومره صبر نه لري چې داتل چاپېريال راوسپړي بس غمى اخلي او په خپله مخه ځي.
اتل ديو پخوا تر پخوا ټاکلي پروګرام له مخې له يوه پړاوه بل ته ځي او خبرې کوي، رسا روبات دى ،که د کلي نه ښار ته ځي نو نه برګوري نه لر، بلکه دګاډۍ اس وي سيده روان وي ، دا يو سولېدلى کرکټر په هر انسان کې همغه دهندي فلمونو په شان له پردې راوځي خپل اکټ کوي بېرته له سترګو الونيا کېږي ،همدا وجه ده چې دلوستونکيو او کتوونکيو له خاطرو هم محوه کېږي، زما تجويز دا دى چې ليکوال سره بويه چې خپل اتل ژوندى کړي او دهغې طريقه دا ده چې مکان ورکړي. زمان ورکړي تشخص ورکړي او د دوه انسانانو تر منځ هغه تفاوت بيان کړي چې خداى تعالى يې په تومنه کې ايښى دى ، دکيسې څيرې خو دليکوالو بندګان او مريان نه دي چې څه لوبې دى فرمايي هغوى يې وکړي ، کيسه دبنيادم د تجربو نچوړ ده او دا تجربې دازبکو په وينا برکله برخيال، معنا خپله بېله اډانه، دفعاليت ځانله طريقه او دا نګيرنو خپل خورجين لري، ليکوال بايد داومني چې ، ټولنه  هر څومره عنانوي او لرغون پاله وي ،خو افراد يې يو دبل نه هماغومره فرق لري، د پرمخ تللې ټولنې او حتى تر هغې زيات ، ځکه چې ژوند لا ماشيني شوى نه دى.
درېيمه مشوره چې زه يې په ورکولو کې زړه نا زړه يم داده چې : دکيسې داتلانو ژبه دزيار صاحب او نورو زيار وزمه صاحبانو ژبه نه ده ، دهغو خلکو ژبه ده چې دا ګړۍ ستاسو سيمينارو ته ليا راغلي نه دي. او هلته د خوږياڼو، مهمندو ،شينوارو په کلي کې يوې کوي ، ليکوال ته بويه چې په هغوى باندې دپښتو ټولنې او دعلومو اکاډمۍ ژبه ونه تپي ، نور نو شېخ فريده.........