د مولانا خواږه طنزونه ـ درېيم کښت

پوهنمل محمود نظري
درېیم کښت
مولانا په مثنوي  معنوي کې د سلطان محمود یوه کیسه داسې بیانوي:
 وايي سلطان محمود یو شپه د غلو له یوې داړې سره مخامخ شو.هغو ویل څوک يې؟ ده  ورته وویل: یو له تاسو څخه یم.
دغلو سرغن  وویل: هر یو دی خپل کمال ووایي:
 یوه ویل: زما غوږونه ډیر تیز دی ان د سپو په ږغ پوهیږم چې څه وایي. بل ویل: زما سترګې تیزي دی چې ان که  د شپې په تیاره کې څوک ووینم د ورځی هغه پيژنم  . بل ویل: زما  پزه تیزه ده د خاور  په بویولو سره  پوهیږم چې په هغه کې کوم شی پروت دی . بل ویل: زما ګوټې  ډیري غښتلي  دي ښه لوړ کمند اچولای شم . بل ویل : زما لاسونه ډیر غښتلي  دی په یو ان  کې اوږده نغمونه باسم. بیا يې د  سلطان محمود نه وپوښتل: ته څه کمال  لرې؟ هغه ځواب ورکړ: زما کمال دا دی چې ږیره و ښوروم   مجرمان وژنم    او که په رحمت ږیره وښورم لوی غله  او قاتلان له بنده خلاصوم
شب چو شه محمود بر مى‏‌گشت فرد
با گروهى قوم دزدان باز خورد
پس بگفتندش كيى اى بو الوفا
گفت شه من هم يكى‌‏ام از شما
آن يكى گفت اى گروه مكر كيش
تا بگويد هر يكى فرهنگ خويش‏
     ‏بیا ټوله داړه    د پاچا د قصر خواته ولاړل هلته  سپي وغپل تیز  غوږي نارې کړل : سپی وايي   پاچا در سره دی .
بیا غښتلې ګوتو والا  کمند واچوی او ټوله د قصر کلا ته پورته شول   تیز پزې  خاوره بوی کړه اوویي ویل: دلته خزانه ده.
غښتلي  لاسونه لرونکی خزانې ته نغم  وکندی:  ټوله ورننوتل هر یو تر وسه  مالونه له خزانې غلا او یووړه  .
 پاچا د هغوځای او  نومونه   د ځان سره یادښت کړل.
 چې قصر ته راغی سپاهیان یې ورواستول،  هغو ټول لاس تړلی راوستل  او د  پاچا مخي ته یې ودرول. تیز سترګې هغه وپیژاند  او هغه ته يې وویل: ژر شه د رحمت  ږیره  وښوروه !

گفت: در ريشم بود خاصيتم
كه رهانم مجرمان را از نقم‏
مجرمان را چون به جلادان دهند
چون بجنبد ريش من ايشان رهند
چون بجنبانم به رحمت ريش را
طى كنند آن قتل و آن تشويش را
بعد از آن جمله بهم بيرون شدند
سوى قصر آن شه ميمون شدند
چون سگى بانگى بزد از سوى راست
گفت مى‌‏گويد كه سلطان با شماست‏
پس كمند انداخت استاد كمند
تا شدند آن سوى ديوار بلند
جاى ديگر خاك را چون بوى كرد
گفت خاك مخزن شاهى است فرد
نقب زن زد نقب و در مخزن رسيد
هر يكى از مخزن اسبابى كشيد
شه معين ديد منزلگاهشان
حليه و نام و پناه و راهشان‏
شاه را بر تخت ديد و گفت: اين
بود با ما دوش شب گرد و قرين‏
آن كه چندين خاصيت در ريش اوست
اين گرفت ما هم از تفتيش اوست‏
او په اخیر کې ددی طنزی کیسې عبرت  او پایله داسې بیانوي.
سگ چو بيدار است شب چون پاسبان
بى‏‌خبر نبود ز شب خيز شهان‏
هين ز بد نامان نبايد ننگ داشت
هوش بر اسرارشان بايد گماشت‏
هر كه او يك بار خود بدنام شد
خود نبايد نام جست و خام شد
اى بسا زر كه سيه تابش كنند
تا شود ايمن ز تاراج و گزند
حضرت مولانا د ادبیاتو د روانشناسي  په هکله وايي:
 دلته له ماشومان  څخه موخه ناپوه او خام خلک دي په طنز نه پوهیږی د هغو سره باید د هزل په ژبه خبری وشي
چون که با کودک سرو کارت فتاد
پس زبان کودکی باید نهاد
    مولانا   دناروغ  ګاوندی د پوښتنې کیسه داسې بیانوي:
    کاڼه ته يي وویل: ګاونډی دي  ناروغ شوی  دی. هغه يې پوښتنې ته ورغی، د ځان سره یې وویل: دا چې دهغه خبری نه اورم  نو د هغه شونډانو ته باید پام وکړم  چې څه وایي زه به  له هغه څخه وپوښتم :څرنګه یې؟ هغه به ووایي: ښه یم. بیا به ورته  ووایم :څه خورې؟ هغه به ووایي: شوله .  بیا به ورته  ووایم :نوشجان . بیا به ورته ووایم :کوم  طبیب درته راځي؟  هغه به ووایي: فلانی. زه به ور ته ووایم : په پښو دی برکت شي.
د ناروغ ګاونډی کور ته  ورغی  له ناروغ   څخه يې وپوښتل : څرنګه يې؟ هغه ورته وویل: ښه نه یم   کاڼه ورته وویل : شکر.بیا يې وپوښتل: څه شی خورې؟ هغه په غوسه ورته وویل :  زهر. هغه ورته وویل: نوشجان. هغه وپوښتل: کوم طبیب درته راځي؟ هغه ورته وویل :عزرایل. هغه ورته وویل  :په پښو دی برکت شي او خوشاله  تري راووت


آن كرى را گفت افزون مايه‏اى
كه تو را رنجور شد همسايه‏اى‏
گفت با خود كر كه با گوش گران
من چه دريابم ز گفت آن جوان؟‏

چون ببينم كان لبش جنبان شود
من قياسى گيرم آن را هم ز خود
چون بگويم چونى اى محنت كشم
او بخواهد گفت نيكم يا خوشم‏
من بگويم شكر، چه خوردى ابا؟
او بگويد شربتى يا ماشبا
من بگويم صح، نوشت، كيست آن
از طبيبان پيش تو؟ گويد فلان‏
من بگويم بس مبارك پاست او
چون كه او آمد شود كارت نكو

گفت: چونى؟ گفت: مردم، گفت: شكر
شد از اين، رنجور پر آزار و نكر
بعد از آن گفتش: چه خوردى؟ گفت: زهر
گفت: نوشت باد، افزون گشت قهر
بعد از آن گفت: از طبيبان كيست او
كاو همى‏آيد به چاره پيش تو؟
گفت: عزراييل مى‏آيد برو
گفت پايش بس مبارك، شاد شو