رشوت خوره ! ته را په ياد شوې

چاوويل : ټنډيږي مګر مړيږي نه ، ماته سمدلاسه ته راپه ياد شوې . بل وويل : ګېډه خو يې مړه ده مګر سترکې يې وږې دي ، بيا ته راپه ياد شوې . يوه وويل : قصاب نه دی مګر ډېر خلک يې بې تېغه حلال کړي دي ، دلته هم ته راپه ياد شوې . هغه بل وويل : منګولې او پنجې يې د لېوانو نه دي او خونخوار دی، داځل هم ته راپه ياد شوږې . بې ګناه خلک مې په زندان کې وليدل ، ته راپه ياد شوې . هغه ورځ چا پوښتنه وکړه چې په غلو زهير ، د مجرمينو طرفدار ،د مظلومانو دښمن ، دناحقې ملګری ، د قاتلانو حامي څوک دی ؟ ما ته ، ته را په يادشوې .