وروستۍ تجربه    ( ساينس فېکشن )

       جيک په چټله کوڅه کې د خپل شرابي او جوارګر دراتلو په تمه و، دوروستۍ ليدنې لپاره دهغه ته ورغلی و.جيک غوښتل دتل لپاره له دې ځايه ولاړشي . دا په سهېل لوېديز ټېکساس کې يو وروسته پاتې وړوکی بازار و چې واړه ، واړه کورونه او ګردجنې ګوڅې يې وې ، ددې ځای دخلکو يوازنۍ تفرېح شراب خانې او هلته مېشتې بې لارې مېرمنې وې .دجيک پلار هم له همدې خلکو و .له کومه وخته چې جيک په ځان پوی شوی و؛ نو له همغې ورځې يې خپل پلار د شرابو او جوارۍ په نشه مست ليدلی و .هغه په يوه ځايي ګودام کې څوکيدارواو خپله ټوله تنخوا به يې په همدې بې لاريو لګوله . دجيک مور او پلار يو ځای وو . جيک په دې خوښ و چې په دې دوزخ کې دسوزېدو لپاره يې کومه خور يا ورور نشته دي . مور يې هم د څرمنې په يوه فابريکه کې کار کاوه او پر ده باندې به يې لږ وډېر پام کاوه. له همدې امله جيک هم له هغې سره دپلار په پرتله ډېره مينه درلوده. مور يې هغه په يوه دولتي ښوونځي کې داخل کړی و، مګرڅومره چې ورته پکاروه هومره پاملرنه يې نه ورته کوله. دجيک جامې به تل خېرنې وې خو دمور او پلار به يې هېڅ ورته پام نه و. په اوه کلنۍ کې هغه پرکورونو دورځپاڼه وېشلو کار پيل کړی و، په لس کلنۍ کې يې دواټونو او کوڅو واورې پاکولې ، تر دې وروسته يې دلنډې مودې لپاره د وريژو وېستلو په يوه کارځای کې کار کاوه . څو کاله وروسته له ښوونځي نه په لوړو نومرو فارغ شو . دښوونځي له خوا ورته دښو نومرو په اخيستلو دوه زره ډالره جايزه هم ورکړل شوه . رېچمنډ  ددې ځای يو مالداراو سخي سړی و چې ترمرګ د مخه يې دخپلې پانګې  يوه برخه دخير ښېګڼې يو بنسټ ته بېله کړې وه چې دنورو کارونو ترڅنګ يې هر کال تکړه زده کوونکو ته ډالۍ او نغدي جايزې هم ورکولې . جيک ته په خپل ژوند کې په لومړي ځل دومره ډېرې روپۍ لاسته ورغلې وې . هغه ژر ترژره لاس اېنجلس ته دتلو پرېکړه وکړه، هغه ته اوس په سټيټ پوهنتون کې داخله دومره ستونزمنه نه وه . له يوې خوا هغه ځيرک و او له بل پلوه يې چا دلوړو زدکړو د تر سره کولو مخه هم نه شوه نيولی .کله يې چې له مور او پلار دده له پرېکړې خبر شول نو هغوی يې هم څه مخالفت ونه کړ ، پلار خو يې خوښ وچې که مور يې پر هغه باندې کومې روپۍ لګولې نو اوس به هغه هم ده ته پاتې شي او دی به يې په شرابو اود اسونو دځغاستې پر وخت په شرطونو ولګوي.  جيک تر تلو دمخه دوروستي ځل دپاره د پلار ليدو ته ورغلی و، دغرمې دولس بجې وې ، پلار يې په شرابخانه کې دننه و، تر ډېر ځنډ وروسته چې هغه بېرون رانغلو نوجيک خپله دننه ولاړو . شرابخانه دده ډېره بده اېسېدله ، ځکه چې هلته خلک دخپلو مېرمنو او اولادونو دحق په جامونو کې دلاهو کولو لپاره ورتلل. شرابخانه  خالي وه ، دهغه دپلار او هار ټېنډر پرته بل څوک نه ترسترګو کېدل . مخامخ تلوېزون روښانه و،داسونو ځغاسته روانه وه، شپاړسمه لوبه پای ته نږدې وه ، پلار يې له ډېره جوشه لاسونه پورته کړي وو او سټار ډسټ نومې اس ته يې دمخته کېدو چغې وهلې خو سټارډسټ  دمنډې په دم کې نه و،کله چې نور اسونه دپای ليکې نه تېر شول نو هغه هم خرامان، خرامان له ليکې ور واوښت . دجيک پلار اس ته بد رد وويل او په لاس کې نيولی ټکټ يې څيرې کړ. هار ډېنډر وويل :
- که تا پر بليک هاک باندې شرط ايښی وای ، نو اوس به دې دلسو ډالرو په بدل کې سل ډالر ګټلي وو .
هغه په تندۍ وويل :
-   لا نت دې وي پر ټولو. کله چې يې جيک ته پام شونو په ډېره بده لهجه يې وپوښتل :
- څه خبره ده ؟ جيک ورو وويل :
- پلاره زه ځم .
پلار يې له هار ټېنډر نه د بيرو پياله راوغوښته ، سګرټ يې ولګاوه او ناڅاپه يې پر جيک باندې چيغه کړه:
- ځه ورک شه له دې ځايه ! جيک ته هم له هغه ځايه وتل په ګټه و، کله به يې چې پلار په غصه شو نو دده لپاره به ډېره خطرناکه وه،ځکه چې دی دهغه تر مخ دپاڼې په څېر و ، پلار يې ترده څوځله دنګ، چاغ او قوي و . جيک دکلي دموټرو دتم ځای په لور وخوځېد ، له اوږده مزل نه وروسته لاس اېنجلس ته ورسېده. دخپل وروسته پاتي او چټل بازار په پرتله ورته دلاس اېنجلس ښار داسې وبرېښېد لکه دوزخ او جنت، هغه لږ تر لږه په کليسا کې دجنت او دوزخ  په اړه څه اورېدلي وو او په ذهن کې يې همداسې تصور پاتې و. دهغه هوډ په دې خبره نور هم قوي شو چې نور به هېڅکله هم هغه دوزخ ته ورستون نه شي ، ځکه چې هلته يې له څو بدو خاطرو پرته بل هېڅ هم نه وو. له غوښتنې سره سم په سټيټ پوهنتون کې د داخلې پر وخت له هېڅ ډول ستونزو سره مخ نه شو. څو مياشتې وروسته د پوهنتون له خوا د سکالرشيپ يا وظيفې په ازموينه کې هم بريالی شو. اوس نو دهغه فيس او نور خرڅ د سکالرشيپ د ادارې له خوا ورکول کېدل . ورځ تر ورځې دجيک مينه له زده کړې سره زيا تېده او پوهنتون ته په ورتلو سره يې استعداد نور هم وغوړېده.هغه دفزيک څانګه انتخاب کړې وه او په لږه موده کې يې داستادانو پام دځان په لور راواړوه. دلېسانس دوره يې پای ته ورسوله ،  په ماستري کې يې داخله واخيسته او په ماستري کې  هم په دومره لوړو نومرو بريالی شو چې دپوهنتون ادارې ورته په خپل خرڅ دډاکترۍ يا( پي ايچ ډي) دکولو وړانديز وکړ. جيک دډاکترۍ دتېزس لپاره ديو داسې نوي او نا ممکن ډګر انتخاب وکړ چې ټول پوهنتون يې حيران کړ. هغه غوښتل ماضي ته د سفريوه تجربه و کړي . استادانو او نږدې دوستانو ورته ډېر وول چې ددې پر ځای داسې موضوع وټاکي چې دده راتلونکی پرې ښه شي . دلته دې موضوع هېڅ ارزښت نه درلوده ،ځکه چې هېڅکله يې هم عملي بڼه نه غوره کوله ،خو جيک ضد وکړ او په خپل هوډ باندې ودرېده . خبره تر دې ورسېده چې پوهنتون ورته ددې موضوع په انتخابولوسره د سکالر شيپ له ورکولونه هم انکار وکړ خو ده يې هېڅ پروا ونکړه؛ ځکه چې دا مهال ده له ماري نومې يوې مالدارې ښځې سره واده کړی و .له ماري سره دهغه ليده کاته دپوهنتون په يوه دوستانه محفل کې شوي وو. ماري دښار ديوه شتمن سړي يوازينۍ لوروه، لوړې زده کړې يې پای ته رسولې وې او د پلار کاروبار هم په لاس کې و. ماري يو داسې خاوند غوښته چې په ټولنه کې دلوړ مقام خاوند وي او ددې له دولت سره هم څه کار ونلري . دجيک لپاره هم داسې يوه مېرمن پکار وه چې هم يې اقتصادي ملاتړ وکړي او هم دده زيات وخت ونه نيسي. په ماري کې دا دواړه ځانګړتيا وې موجودې وې، هغه به زياتره وخت په خپل کاروبار کې بوخته وه او له خاوند سره يې داوسېدو لپاره دومره وخت نه درلوده. جيک دماسترۍ دپای ته رسېدو سره سم له ماري سره واده کړی و. ماري ترده مخکې له يو بل چا سره هم واده کړی وچې دوه مياشتې وروسته يې ترېنه طلاق اخيستی و ،هغې ته لومړنی خاوند حريص مالوم شوی و. جيک له ماري سره تر واده وروسته دهغې په لوی کور کې اوسېده.اوس دهغه ټولې مالي ستونزي حل شوې وې او په ارام زړه يې په خپل تېزس باندې کارکاوه . له ډېرو ستونزو سره سره ورته د پوهنتون له خوا ددې موضوع داخيستلو اجازه ورکړل شوه . داقتصادي ستونزونشتوالی ورته ډېر ګټور تمام شو او په دې کار کې له ماري نه ډېر زيات منندوی و. دوه کاله وروسته هغوی يو ځوی هم وشو  . دا لومړی ځل وچې جيک تر خپلو زدکړو زيات پام ماري ته وراړولی و. ماري هم ډېره خوشحاله وه او له جيک سره يې مينه نوره هم زياته شوې وه .دبرټن له زېږېدوسره هغوی يوبل ته نور هم نږدې شوي وو او ان تردی چې کله جيک ته دخپل دتجربې لپاره دلوی لابلا توار دجوړلو اړتيا پېښه شوه نو ماري ورته په ډېرې خوښۍ او لوی زړه د لکونو ډالرو لابلا توار راونيوه ، جيک دکور په لويه زېرزمنۍ کې خپل لابلا توار او تر څنګ يې يو لوی کتابتون  جوړکړ ، هر کله به چې له مطالعې ستړی شو نو په  لابلا توار کې به په خپلو تجربو بوخت و ،مګر دومره هم نه چې ماري او برټن ته وخت ورنکړي ، ځکه؛ چې له هغه سره دا احساس و چې ماري ورته ډېر کار اسانه کړی دی نو دهغې خيال ساتل هم ورته پکار و. کله به چې ماري دفتر ته تله نو جيک به د برټن پالنه کوله ،برټن به زيا تره وخت ويده و، چې راويښ به شو نو جيک به خپل کار يو خواته کړ او هغه به يې لوبوه. کله چې برټن ديوه کال شونو هغه خاپوړې پيل کړې. جيک اوس هغه لاندې لابلا توار ته نه راوسته ، په  لابلا توار کې هره خوا ماشينونه وو او هر مهال دهغه دټپي کېدو امکان و. دډاکترۍ دتېزس ترڅنګ دهغه دڅېړنې او تجربې کار هم دوام درلوده . په وروستي کال هغه له کتابونو نه لابلا توار ته زياته توجه کوله . هغه اوس دخپل تېزس (ماضي ته سفر)دتيورۍ پرځای عملي شکل ته ورنږدې شوی و او د يو داسې ماشين په جوړولو يې پيل کړی و چې هغه په ريښتونې توګه ماضي ته بوزي. هغه فکر کاوه چې که دا ماشين جوړشي او تجربه يې بريالۍ شي نو دی به دوخت لومړنی داسې ماشين جوړونکی وي . خو اوس دا ماشين يوازې په فلمونو او ناولونو کې محدود پاتې و. جيک سل په سلو کې په دې باوري و چې ددې ماشين په جوړولو کې به بريالی شي ،مګر هغه ددې ماشين او او خپلو نظرياتو په اړه هيچاته هم څه نه ويل او ان تردې چې ماري هم نه وه خبره . هسې هم ماري ته فزيک په زړه پورې نه و ، هغه به تل په خپل کاروبار کې بوخته وه او له همدې امله هغې له جيک نه د تجربې په اړه څه نه پوښتل . پر څلورم کال جيک خپل تېزس کابو پای ته رسولی ومګر داخبره يې بېخي پټه ساتلې وه،هغه پريکړه کړې وه چې څو پورې يې اختراع مکمله شوې نه وي نوهغه به پوهنتون ته هم نه وړاندې کوي اوچا ته به څه نه وايي خو په دې هم پوهېده چې داپنځونه به دی په څو ورځو کې ټولې نړۍ ته وروپېژني او تر څو چې دا دنيا وي نو دده نوم به هم ژوندی پا تې وي . ترڅه مودې وروسته ماري بيا امېدواره شوه. بلې خوا ته دهغه اختراع هم په وروستي پړاو کې وه ، له همدې امله يې دخوب لپاره ډېر کم وخت موندلو ،دکم خوبۍ له امله به هر مهال ستومانه او بې حوصلې و. په دې موده کې يې له ماري سره څو ځله جګړه هم وشوه . ماري له څو ورځو راهيسې دفتر ته نه تلله . ماري غوښتل چې جيک تل ورسره وي او له برټن  نه هم بې پرواشوې وه او خپلې نوکرې ته يې ورسپارلی و ، خو دده زړه په لابلا توار کې و ، په مشکله به يې له ماري نه ځان خلاص کړ او لابلا توار ته به ورتلو خو ډېر ژر به ورته ماري نارې پيل کړې . جيک چې به دخپل کار ورته وويل نو هغه به چيغو شوه :
- له تا سره تر خپلې مېرمنې زيات د تېزس فکر دی . کله کله به ماري مروره شوه نو جيک به ژر پخلا کړله . دشپې به چې هغه ويده شوه نو جيک  به غلی دهغې له څنګه پورته شواو لابلا توار ته به يې مخه کړه . په همدې ډول به يې هره ورځ درې څلور ګړۍ وخت خپل کار ته ورکولو خو چې کله به ماري راويښه شوه نو جيک ته به يې زنګ وواهه او پورته به يې راغوښته . ماشين دجوړېدو په وروستي پړاو کې و. له څو ورځ راهيسې ماري هم دکوم کار له امله هره ورځ دفتر ته تلله ،دا وخت دجيک لپاره ډېر غنيمت شو او دڅو اونيو کار يې په څو ورځو کې تر سره کړ. اخر دمشين کار مکمل شو . ماشين يوې وړې څوکۍ ته ورته و،ترڅنګ يې په وړکۍ تخته څو تڼۍ نصب وې او مخامخ يې هم وړکې هېنداره وه. څوکۍ ټوله دبرېښنا له مزو جوړه وه چې په اسانۍ سره راټولېدای او وړل کېدای شوه. جيک اوس د خپلې تجربې ترسره کولو ته نا ارامه و. يوه شپه چې ماري دستړيا له امله ژرويده شوه نو جيک بيا د  لابلا توار په لور وخوځېده. په درزېدونکي زړه پر څوکۍ کېناسته ،ملا يې وتړله او تڼۍ په کېښکاګلو سره مخامخ دکمپيوټر هېنداره روښانه شوه جيک دتختې په مرسته په مشين کې وخت ،ورځ ،کال او مياشت سره سم کړل. پر څوکۍ کېناسته او ملا يې وتړله اوپنځه دقيقې مخکينی وخت په نښه کړو. دتڼۍ له وهلو سره يې هر څه له مخې تاو شول ، چې پام يې شو بېرته په لابلا توار کې و ، ناڅا په دهغه سترګې په  مخامخ دېوالي ګړۍ ولګېدې ، دولس بجې او پنځه دقيقې وې ، ګړۍ يې له نورو ګړيو سره وکتله، ټولې يو شان وې ،  په لومړي ځل دجيک تجربه ناکامه شوه. وروسته هغه ته څرګنده شوه چې ماضي ته دتلو لپاره يې ډېر کم وخت يې په نښه کړی دی.يو ځل بيا يې ماشين  روښانه کړ ، پر څوکۍ کېښناسته خو داځل يې ماضي ته دتلو لپاره لس دقيقيې وخت په نښه کړ. هغه دا ماشين دفزيک دداسې مېتودونو له مخې جوړ کړی و چې تردې مخکې هيچا پېژندلي نه وو . يو ځل بيا ماشين ته کېناسته او
ماضي ته دتلو تڼۍ يې ووهله ، هر څه يې تر سترګو  تاوشول ، چې څرخ ودرېده نو هغه ګړۍ ته وروکتل، ګړۍ په پنځه دقيقې پخواني وخت باندې ولاړه وه .  له ډېرې خوښۍ نه د جيک له خولې يوه چيغه راووته ، داځل دهغه تجربه بريالۍ شوې وه  خو دلسو پرځای يې  پنځه دقيقې ماضي ته سفر کړی و. هغه دنړۍ لومړنی ساينسپوه و چې په فزيکي توګه ماضي ته تللی و. جيک ملا پرانيسته ، له څوکۍ پورته شو او په نڅايې پيل وکړ :
- اوس به زه دنړۍ مشهور او مالداره سړی شم . هغه تر ډېر غور وروسته فيصله وکړه چې په ماضي کې به هغې ورځې ته ځي چې په کومه ورځ يې خپل ښارپرېښوده او د وروستي ځل لپاره د پلار ليدوته ورغلی و . هغه ته مالومه وه چې مور او پلار يې اوس هم ژوندي دي  او په ډېر بد حالت کې کې دي . جيک هغوی له خپل ژوند نه ويستلي وو او له چا سره به يې دهغو يادونه هم نه کوله . جيک غوښتل چې خپل پلار ته يوه ډالۍ هم وروړي ، هغه ته به دتېرو لسو کلونو د اس لوبو ريکارډ وروړي چې دهغې په مرسته يې پلار داسونو په ځغاسته شرطونه ووهي او ژر ترژره مالدار شي . په بله ورځ هغه بازار ته ولاړ او هغه کتاب يې وپېره چې داسونو دځغاستې دلسو کلونو پايلې په کې خپرې شوې وې او دګټونکو اسونو نومونه هم په کې وو . هغه غوښتل چې بېګا ته به بيا ماضي ته يو سفر کوي ، دهغه خوښي نن دومره ډېره وه چې ماري هم احساس کړه ، هغې په خندا وويل :
- نن څه خبره ده چې دومره خوښ مالومېږې .
-  ما نن خپل تېزس پای ته ورسوه .
- ځه دهالي ووډ فلم جوړونکي به يې درنه واخلي .
- دا يوه علمي څېړنه ده ، نه فلمي سناريو .
- له نومه خو فلمي سناريو برېښي . جيک دهغې له مخې تلل مناسب وګڼل ځکه ؛ چې ماري هېڅکله هم دومره نه وځورولی . په زړه کې يې هغې ته بد رد وويل او لابلا توار ته رهي شو . دملوماتو کتاب يې يوخواته وغورځاوه ، له ځان سره يې وويل : احمقې ښځې ! تاته څه پته چې ساينس دتاريخ کومه کارنامه سرته رسوي ، بس ديو څو ورځو خبره ده ، بيا به زه ستا پيسو ته اړ پاتې نه شم . په خپله تجربه باندې بوخت شو ، دا ځل يې ډېر غور کاوه ،ځکه چې دا ځل يې ماضي ته دتلو لپاره لس کاله وخت په نښه کولو . دماښامني وروسته چې لابلا توار راغی نو ډېر ډاډه برښېده ، دماري دويښېدو هېڅ فکر ورسره نه و ، هغې ته يې په پټه د شيدو په پياله کې د خوب دوا ورکړې وه . ناڅاپه هغه ته خيال ورغی چې په دې ماشين يې ماضي ته دتلو تجربه وکړه خو راتلونکي يا مستقبل ته دتلو تجربه يې نه ده کړې ، په دې ماشين کې مستقبل ته دتلو تڼۍ جوړه وه. دڅوکۍ تر څنګ درې تڼۍ جوړې وې ، په يوه ماشين روښانه کېده ،دوهمه ماضي ته دتلو لپاره وه او درېيمه راتلونکي ته دتلو لپاره وه . پر څوکۍ کيناسته اودا ځل يې دراتلونکي تڼۍ ووهله ، دپخوا په څېر پرې خونه وګرځېده . چې څرخ ودرېدو نو هغه په برياليتوب سره راتلونکې ته هم سفر کړی و . اوس هغه په اسانۍ سره ماضي او مستقبل  ته تللی شو . لس کاله مخکې ته د تلو نه دمخه هغه دريکارډونو کتاب او د تېزس سي ډې له ځان سره  کېښودل ، په دې وېرېده چې کېدای شي بېرته مستقبل ته راستون نه شي او همداسې په ماضي کې پاتې شي . له تګ نه مخکې پورته دبرټن ليدو ته هم ولاړو او په احطياطي توګه يې له ځان سره دوه زره ډالر هم ورواخيستل ، هغه ته ياد وو چې کله له خپل ښار نه راتلو نو دوه زره ډالر ورسره وو. په ماشين کې هغه يې وخت په نښه کړچې د وروستي ځل د پلار ليدو لپاره  شرابخانې ته ورغلی و. دتڼۍ له وهلو سره يې هرڅه له سترګو تاو شول . څو شېبې ورسته چې څرخ ودرېده نو دی په خپل پلارني ښار کې دشرابخانې مخکې و . ګرمه هوا چلېده او دښار کوڅې هماغسې چټلې وې .هغه ژر ملا پرانيستله ، څوکۍ يې راټوله کړه ، يوازې دوخت ماشين يې په لاس کې و او په هغه باندې يې عمل کولو . شرابخانې ته  ورننوت ، دننه دپخوا په څېر دهغه پلار او هارټېنډر په تلوېزون کې د اسونو ځغاسته څارله ، جيک په هېنداره کې خپل ځان ته وکتل نو لس کاله پخوانی جيک و بس يوازې دومره توپير و چې د هغه پر ځان نوې جامې او څپلۍ وې . دجيک پلار دځغاستې په وروستي پړاو کې دومره ورک و چې د خپل ځوی په راتلو هم پوی نه شو خو هارټېنډر وليدو ،هغه په پيکه انداز وويل :
-  لکه چې له ښوونځي نه تر لاسه کړي دوه زره ډالر دې ټول په جامو لګولي ! او تا په دې ترخ کې څه نيولي دي.؟  جيک هغه پرېښوده او د پلار لور روان شو،هغه يې له لاسه ونيوه ، هغه وروکتل او په بده لهجه يې وويل :
- ورک شه .
- پلاره ما تاته څه راوړي دي . ددې کتاب په مرسته به ته ډېر ژر شتمن شې .
- دا څه شی دي .؟
- دا دلسو کلونو داسونو دځغاستې دپايلو کتاب دی ، په دې کې دټولو برياليو اسونو نومونه ثبت دي . پلار يې وويل :
- اپلتې ما وايه !!
-  پلاره ! دا کتاب مې په شل زره ډالرو رانيولی دی .
- ته په دې ډول خبرو له مانه يو سېنټ هم نه شې ترلاسه کولی ، له ماسره ستا لپاره هېڅ نشته او اوس له دې ځايه ورک شه .
- پلاره زما خبر خو واوره . دجيک پلار هېڅ نه اورېدل ، له ټېلې سره دجيک له لاسه کتاب او ماشين ولوېدل ، هغه په بيړه کتاب راپورته کړ او پلار يې پرې وويشته ،له شرابخانې ووت، په لړزېدونکو لاسونو يې ماشين روښانه کړ او دمستقبل تڼۍ يې ووهله ، په دې وخت کې هارټېنډر تومانچه په لاس له شرابخانې راووته ، له ځان سره يې څه ويلې خو له دې مخکې چې فير وکړي هغه دجيک له سترګو پنا شو. کله چې څرخ ودرېدو او دجيک حواس بېرته پرځاې شول نوشکر يې ويسته چې په لابلا توار کې و ، مخامخ يې ګړۍ ته وروکتل ، هر څه سم و خو تاريخ ته يې چې پام شو نو يورځ مخته تللی و . هغه غوښتل چې بېرته هماغې ورځې  ته وروګرځي په کومه چې تللۍ و خو په زړه کې يې وګرځېدل :
- دا هم يوه تجربه ده . نا څاپه د لابلا توار دخونې دروازه پرانيستل شوه ، ماري دننه راغله او په غصه يې وويل :
- ته له پرون راهيسې چېرته وې .
-  زه په يوه ضروري کار پسې تللی وم . ماري نن ډېره په غصه برېښده، جيک غوښتل چې بېرته يوه ورځ وروسته ولاړ شي چې جګړه پای ته ورسېږي ،مګر دده هم ماري ته غصه راغله  او ير يو څه جنجال وروسته دهغوی تر منځ خبرې بندې شوې . په سبا باندې ورته ماري وويل :
- زه تا ته طلاق درکوم. جيک وويل :
- زه هم نور له تا سره نه اوسېږم ، تا دخپل دولت په بدل کې زه غلام کړی يم ، زه اوس تاته اړتيا نه لرم ، څو ورځې وروسته به له ما سره تر تا زيا ت دولت وي او زه به دنړۍ نامتو سړی يم .
- دډېر کار له امله ستا پر دماغو باندې څه اغېز پرېوتی دی . جيک لاندې ولاړو او فکر يې وکړ که چېرې نور هم مستقبل ته ولاړشي  نو له ډېرو پېښو به خبرشي او دشرط وهلو له لارې به څو ورځو کې دډېر دولت خوند شي . په ماشين کې يې دوه ورځې وروسته وخت په نښه کړ او مستقبل تڼۍ يې ووهله . دپوليسو مشر وويل :
- ډېره غمجنه پېښه وه ، هغه په لوی سړک له يوې لارۍ سره ټکر کړی دی . ماري په ژړغوني انداز وويل :
- زما ورسره جګړه شوې وه ، هغه له دوه ورځو ورک و ، زه څه خبره وم چې هغه ځان وژنه کوي . دپوليسو مشر وويل :
- دافسوس وړ خبره ده خو زه په خپله څېړنه کې په يو شي پوی نه شوم چې هغه دټکر پر وخت دموټروان دڅوکۍ پرځای دبرېښنا له مزو جوړې بلې څوکۍ باندې ناست و ،چې په پېښه کې هغه هم له منځه تللې ده ، په دې اړه تاسې څه پوهېږۍ .؟ ماري وويل :
- نه زه په دې اړه څه مالومات نه لرم خو دومره پوهېږم چې زماخاوند  يو ساينسپوه و اود نويو تجربو ډېر شوقي و ، کېدای شي دا يې هم يوه تجربه وي. دپوليسو مشر وويل :
- دخپل ژوند وروستۍ تجربه