د احســــاساتو شور ترې مســـــــته بړبوکۍ جوړوي دې اهو چشــــــــــمې ته به زړه لکه صـــــــحرا پرانيزم سوال مې عادت نه و، تا غواړمه الوت يې هـير دی هســــــــــې عـــــــــــبث مې اوس وزرې ددعا پرانـيزم زړه مې د خيال ګوتو ته راغی ،مضطربې يـــې کړې نن يې تـــــــــڼۍ په تصــــــــــور کې د قبا پرانــــــــــيزم د تورې شپې لباس وباسم ،سپين ســـــــحر اغوندم ځم د خوشبو پـــــــسې به غوټې د مســــــــکا پرانيزم روح د زردشت يې د ليمو په اور کې وموســــــــيږي چې يې ګريوان لکه کتاب د اوســــــــــتا پرانـــــــيزم د فاطمي ســــــــــيرت ميرمن وايې تصــــــوير نه لرم لکه الـــــــــبم به تخــــــــــــــــيل د مصطفا پرانـــــــــيزم
وروستي