يوویشتمه پيړۍ او اوبه

   سريزه
 دخوږو اوبو موندنه  نړيواله ستونزه ده 
 راڼه تيل
 داوبو سرچينې ، سياست او نړيوالې شخړې 
 په  کړکېچنو سيمو کې د اوبو په اړه شمېرې
 اوسنی وضعيت داندېښنې وړ دی 
 ايا ځينې کړکيچونه چوپ دي ؟؟
 په اسيا کې د اوبو د سرچينو په اړه کړکيچ راپورته کيږي 
 په منځني ختيځ کې د اوبو ستونزو ته يوه کتنه
  سويل ختيځه اسيا ژورې کتنې ته اړتيا لري
 د اوبو په اړه نړيوال تړونونه او حل لارې سريزه
اوبه دانسان په ژوند کې  دپام وړ  رول لوبوي ، دبشر لومړۍ  راغونډيډنه  هم  سيندونو ته په څيرمه سيمو کې وه  بلکې ستر تمدنونه داوبواو سيندونو په څنډو کې  رامنځته شوي  او همدا اوبه د دغو تمدنونو دراپنځيدو ار لامل ګڼل کېږي  . حتی ځينې مدنيتونه  دسيندونو په نومونو ياد شوي ، ددجلې او فرات  مدنيت د اورال مدنيت  او نور .
قران کريم هم  دانسان برخليک له اوبو سره تړلی ( وجعلنا من الماء کل شئ حي ) زموږ په نننی نړۍ  کې د پرمختګ له کبله  اوس اوبه  د بشري ودې مهم عنصر بلل کېږي ، هېوادونه هڅې کوي ، چې داوبو پراخه زيرمې په واک کې ولري . په نړيوال سياست کې د ستراتيژيک عنصر په توګه د اوبو له مطرح کيدلو سر ه سم د اوبو پر سر کړکيچ او شخړو حقیقي بڼه خپله کړې ځکه خواوبه او پر سرچينو يې د واک لپاره هڅې په نړۍ کې د کړکيچ د پام وړ لامل بلل کېږي . يو شمېر شنونکي اوسنۍ پېړۍ ته  داوبو پيړۍ وايي  همدا اوبه دي ، چې د انسان په ژوند کې محوري رول لوبوي .
 
دخوږو اوبو موندنه نړيواله ستونزه ده  
په نولسمه پيړۍ کې اوبو ته دوړيا ډالۍ په سترګه کتل کيدل خو شلمه پيړۍ بيا داسې نه  وه د نفوسو د ډېرښت او د صنعت دودې په ترڅ کې خلکو ته د خوږو اوبو برابرول د نړۍ په کچه  ستونزه وبلل شوه . اوسمهال خلک تر 3000 مليارده متر مکعبه زياتې خوږې اوبه کاروي او دغه شمېره مخ په زياتيدو ده .په ډېرو سترو صنعتي سيمو کې خلکو ته  د څښاک لپاره خوږې اوبه نه رسېږي . که موږ چېرې تېر ته وګرځو وبه وګورو ، چې هغه مهال يو کس د ورځې  12-18 ليتره خوږې اوبه کارولې ،خو په نولسمه پېړۍ کې په ځانګړې توګه په     پرمختلليوهېوادو کې هر وګړی د ورځې نږدې له 40 نيولي تر 60 ليترو اوبه کاروي . د شلمې پيړۍ  په پای کې دغه شمېره لس ځلې نوره هم زياته شوه او دنوې زريزې له پيله داسې ښکاري ، چې دغه شمېره په ډارونکی بڼه مخ په زياتيدو ده . اوس په پرمختللو ښارونو کې يو وګړی دورځې  له 300 نيولې تر 600  ليترو پورې اوبه کاروي په دغه اندازه کې هغه اوبه هم شاملې دي ، چې دکرنې او ښار وينځنې په برخه کې ورڅخه کار اخيستل کېږي . مخ پر وده هېوادونوکې يو کس د ورځې  له 20 نيولې تر 30 ليترو پورې اوبه کاروي . (1)
         
راڼه تيل
د رڼو تيلو نومونه ( اصطلاح ) د لومړي ځل لپاره (هينک دونکرس ) کارولې  دنوموړي موخه  هغه مهال داوه ، چې دا په ګوته کړي ، چې اوبه  اوس په نړيواله  کچه  هغومره ستراتيژيک لامل بلل کيدای شي لکه ، چې پټرول دي .
BBC  د  1993 ز په مارچ کې  ( د اوبو جګړې  ) تر سرليک لاندې مستند فلم خپور کړ ،فلم  پر هغو ورځپاڼو او د کارپوهانو پر وړاندوينو ډډه لګوله ، چې  د اوبو د جګړو په اړه يې خبرې کولې . د اوبو  جګړې د نوې  اصطلاح  په اړه څيړنيزو مرکزونو خپلې څيړنې پيل کړې او هغه سيمې يې په ګوته کړې ، چې هلته د اوبو پر سر د نښتو او جګړو ويره وه  همدارنګه دغو مرکزونو   دهغو سيندونو نومونه هم په ډاګه کړل ، چې له څو هېوادو څخه تيريدل  او د اوبو د ويش په اړه  خبره پر ستونزه بدليدای شوه اوس پوښتنه داده ، چې اوبه ولې  له يوې طبيعي زيرمې څخه ، چې د ټولو لاس وررسيده پر يوې ستراتيژيکې خو اغيزناکې سرچينې بدلې شوې  ؟؟
د اوبو په برخه کې دغه ستراتيژيک اوښتون  لاندې لاملونه لري :
۱-  د اوبو د کمښت ستونزه Water Shortage او د تودوخې  ستونزه  Glob warming :دا دوې هغه ستونزې دي ، چې له  1999 ز کې   څخه راديخوا دملګرو ملتونو د راپور پر بنسټ  نړۍ ورسره  مخ ده .
د اوبو دکمښت ستونزه داده ، چې  په اوبو کې  به  د هر وګړي  برخه  د کال 1000 متر مکعب ته راټېټه شي او په راتلونکو کلونو کې  به د  Water refugees  ( د اوبو کډوالي )په نوم نوې اصطلاح  رامنځته شي  په بيوزلو او مخ پر وده هېوادو کې به  په ميلونو وګړي اړ شي ، چې  د وچکالۍ له امله  هجرت  وکړي . 
۲- دنړۍ په کچه خوږو اوبو ته اړتيا :د ملګرو ملتونو د احصائيې له  مخې هر کال 90 مليارده ليتره خوږو اوبو ته اړتيا پېښېږي  ځکه هر کال  نږدې  90 ميلونه وګړي  زياتېږي  ،خو د خوږو اوبو زيرمې ثابتې دي .
۳-  کيدای شي دتيلو او نورو اړتياوو بديل وموندل شي  خو  دخوږو اوبو په څيرمهمې  سرچينې ته  تر اوسه د نړۍ په کچه داسې  پام وړ بديل نه دی موندل شوی.
۴- لږتر لږه درې ميليارده وګړي په هغو سيمو کې استوګن دي ، چې د اوبو له ستونزو سره مخ  دي او د 2025 ز په رارسيدو به دغه شمېره درې بيلونو ته پورته شي.
۵- په نړۍ کې د ټولو اوبو په پرتله  د خوږو اوبواندازه ٪1 ده .  
۶- هره ورځ نږدې 9.500 ماشومان د اوبو دکمښت يا پاکو اوبو ته  دنه  لاسرسي لامله  مري .
۷- د اوبو په درېيم کنفرانس کې  ، چې په کيوتو کې جوړ شوی  و د پخوانی شوروي  اتحاد ولسمشر ميخائيل ګورباچوف  په  ګرد ه نړۍ کې  د اوبو پر سر دنښتو او جګړو سيمې  په نښه کړې  نوموړي زياته کړه ، چې تر اوسه په نړۍ  کې د اوبو پر سر 21 وسله والې جګړې شوي ،چې له هغو څخه اسرائيل  په 18 جګړوکې  ښکيل و .
۸- يو شمېر راپورونو کښلي ، چې د شلمې پيړۍ په وروستيو پنځوسو کلو کې د اوبو پر سر  نږدې 500 نظامي او سياسي ستونزې راپورته شوي  دي .
۹- داوبو په اړه د نويو  اصطلاحاتو لکه   د سيندونو د اوبو نرخ ، د اوبو د بانک جوړونې  وړانديز دا هغه څه دي ، چې په نړيواله کچه  د خوږو اوبو ستراتيژيک اهميت په ډاګه کوي .
په تيره پیړۍ  کې د اوبو د کارونې کچه زياته شوې ده  او داسې  اټکل دی  ، چې په راتلونکو شلو کلو کې به ٪40 پورته شي . (2) داوبو سرچينې ، سياست  اونړيوالې شخړې  
اوس دنړۍ  زياتره هېوادونه  نږدې ٪50 اوبه  له نورو هېوادو څخه پوره کوي  ددې تر څنګ  ډېری هېوادونه داسې دي ، چې په خپلو منځو کې  د سترو سيندونو اوبه  ويشي د سلامشورې نړيوالې موسسې ( برايس واټر هاوس کوبرز)  د راپور  له مخې  د اوبو دکمښت له کبله  به په  2005 ز د نړۍ درېيمه برخه  له ستونزو سره مخ شي او داوبو پر سربه کړکيچ لاپسې زيات شي  ، يادې شوې موسسې  په نړۍ کې 11 سيمې په ګوته کړي  ، چې د اوبو دسرچينو دترلاسه کولو له کبله  به  ستونزې پر وسله والو نښتو واړوي،  ددغو سيمو په سر کې دمنځني ختيځ سيمه ده .
 ترکيه  - سوريه  - عراق  : ترکيه غواړي  چې ددجلې او فرات  له اوبو پراخه ګټه  پورته کړي  د ترکيې دغه  ډول ګام  سوريه اوعراق له ستونزو سر ه مخ کولای شي .
 ايران - عراق  :دواړه هېوادونه   د شط العرب  پرسر، چې دلته  د دجلې او فرات اوبه سره يو ځای کېږي سيالي کوي .
 مصر - سوډان - ليبيا – چاد- نيجر: دغه هېوادونه د 800 مترو په ژوروالي د اوبو په اړه ستونزه لري ،ليبيا غواړي ، چې دخپلو خوږو اوبو د ودې په موخه  له دغو اوبه څخه  سيند تېر کړي .
 موريتانيه - سېنګال  : دا دواړه هېوادونه  دسينګال داوبو پر سر ستونزه لری .
 هندوستان او بنګلاديش دګنګا او براهماپوترا سيندونو پر سر ستونزه لري .
 هندوستان اوپاکستان داندوس سيند(سند) پرسر ستونزه لري .
 ازبکستان – قزاقستان – قرغيزستان – تاجکستان د آمو ، سير دريا او ارال سيندونو پر سر ستونزه لري .
 مجارستان او چک د دانيوب سيندپر اوبو د برېښنا د بند جوړونې پر سر ستونزه لري .
 صربيا او کوروشياد اوبو د کمښت او د دانيوب سيند دککړتيا پر سر ستونزه لري .
 سوريه – اردن – اسرائيل – لبنان  د اردن ، الحاصباني او الوزاني سيندونو د اوبو دويش په اړه  ستونزه لري (3)
     د اوبو دچارو کارپوهانو دڅيړنو له مخې  په منځني ختيځ کې  هغه سيمې ، چې داوبو له کړکيچ سره مخ کيدای شي په دريو برخو ويشلي  :
۱- هغه سيمې ، چې جګړه په کې پېښيدای شي  :اردن ، فلسطين او اسرائيل دي.
۲- هغه سيمې ، چې له ګواښه ډکې دي او يا کيدای  شي اوس هم له ګواښ سره مخ وي . لکه ددجلې ، فرات او عربي خليج سيمې .
۳- هغه سيمې ، چې په راتلونکو 20-25 کلونو کې داوبو له امله نارامه ګرځي  بيلګه يې  مصر او سوډان په ګوته شوي .    
اوس هم يو شمېر هېوادونه  داوبو په سر په خپلو کې ستونزې لري  هندوستان او پاکستان د اندوس سيند په اړه اختلاف لري  په 1960 ز کې  دواړه داوبو دويش تړون ته ورسيدل  ، هند او بنګلاديش هم د ( جانکز سيند) په اړه  تړون لاسلیک کړی . کمبوديا ، ويتنام او لاوس  هم د ( میکونک ) سيند په اړه خپل منځي ستونزې لري . دمنځنۍ اسياهېوادونه  هم له ورته ستونزې سره مخ دي دغه هېوادونه په  داسې سيمه کې پراته دي ، چې اورال بحيرې  ته  ترې اوبه تيريږي   اورال بحيره  هم  د اوبو دکمښت له ستونزې سره مخ ده . همدارنګه  په ارام سمندر کې هم  د 20 مترو په اندازه اوبه کمې شوي  او په وروستيو 50 کلونو کې يې ٪30 مساحت له لاسه ورکړی .
په نړۍ  کې 214 سيندونه داسې دي ، چې  له څو هېوادو تېريږي  اونږدې  2 مليارده انسانان  يا په بله مانا د نړۍ ٪40 وګړي ورڅخه  ګټه پورته کوي  په دغو سيمو کې هر وخت د اوبو پر سر د ستونزو د رامنځته کيدو احتمال شته  ، ځکه اوس نړۍ  د کال 90 مليارده متر مکعب  اوبو ته اړتيا لری . په  کړکېچنو سيمو کې د اوبو په اړه شمېرې :
 په نړۍ کې 214 سيندونه دي ، چې  دوو يا ډېرو هېوادو له سياسي پولو تېريږي ،  دغو نړيوالو ډنډونو 45.3 دځمکې مخ پوښلی ، دنړۍ ٪40 وګړي ورڅخه ګټه پورته کوي او دنړيوالو سيندونو ٪60 سرچينې له همدې ځايه پيلېږي ، 145 هېوادونه  د همدغونړيوالو ډنډونو ته څېرمه پراته دي ، 21 هېوادونه  په مکمله بڼه  ددغو ډنډونو په منځ کې پراته دي ، 19 ډنډونه  5 هېوادونه په خپلو منځو کې ويشي،  17 هېوادونه ددانيوب سيند اوبه په خپلو منځو کې ويشي  دلته د کړکيچ او ستونزو رامنځته کيدل يو څه احتمالي ښکاري  . په تېرو 50 کلونو کې داوبو 37 کړکيچه رامنځته شوې ، چې يو شمېر يې  له  زور زياتی سره مله هم وو .  تراوسه د اوبو 157 تړونونه لاسليک شوي   (4)
        اوسنی وضعيت داندېښنې وړ دی  
   دځمکې دکرې پر مخ د اوبو اټکل شوې اندازه 1385 مليونه  کيلومتره مکعب ده ، له دې څخه ٪97  تروې اوبه دي ، چې د بشري کارونې ( استهلاک ) وړ نه دي او پاتې ٪5.2 خوږې اوبه دي او د ډيريدو وړتيا هم لري  دهمدې اوبويوه لږه برخه  د بشر دکارونې وړ دي  ، له نظري پلوه دا اوبه  د ځمکې دکرې د اوسيدونکو اړتياوې پوره کولای شي .
دنړيوالو معاصرو اړيکو بڼه  د ( سټاولي 1948 ز  ) چې نړيوالې ټولنې منلی  ،له هېوادونو اوملتونو څخه غوښتنه کوي ، چې  د ټاکلو سيمه ييزو بريدونو په چوکاټ کې  له يو بل سره  ژوند او مرسته وکړي  .خو بيا هم اوبه په عادلانه توګه   پرملتونو نه دي ويشل شوي .
دغه وضعيت  بيا هم  هغسی انګيرنې رامنځته کړي ، چې  ډېر پخوا يې نړۍ  اندېښمنه کړې وه ، د بيلګې په توګه  په لاتينې امريکا کې  خوږې اوبه  ښې پريمانه دي  بياهم هلته د اوبو پر سر اختلاف او ستونزې  په هېوادنۍ کچه راولاړې شوي  ، په برازيل کې هر وګړي ته  د کال (43000) متره مکعبه  اوبه   او اکواډور کې  بيا هر وګړی ته دکال (127000) متره مکعبه اوبه  رسېږي  .
دغه ډول په ترتیب په  سوډان  او مصر کې د سړی سر د کال (5000 ،900) ، په تاجکستان او ازبکستان (17999 ،5000) ټايلينډ او چين ( 3000 ، 2000) متحده ايالات او مکسیکو (9000، 4000) او په فرانسه او المان کې  (3400، 2000) متره مکعب اوبه رسېږي  .
په نسبي توګه اوسنۍ وضعيت  به همداسې د اندېښنې وړ وي ، او دځمکې پر ځينو برخو به  ځانګړې اغيز پريباسي ، دنړۍ په کچه  20 هېوادونه داسې  د اوبو له سخت کړکيچ سره مخ دي 19 يې په منځني ختيځ او افریقا کې دي .  اوس دخوږواوبو ستونزه  له استثناء پرته  په ټولو هېوادو کې رامنځته شوې ده که چېرې د اوبوستونزه همداسې روانه وي  دهغو هېوادونولړلیک ته ،چې داوبو له ستونزې سره مخامخ دي کيدای شي ( افغانستان ، باربادوس جزيزة ، قبرس ، جزرالقمر ، مالتا ، سلواک ) په ځانګړې توګه  ورزيات شي  . هغه  هېوادونه ،چې د اوبو له کړکيچ سره مخ  و په 1995 ز کې يې شمېر  17 و په  2050 ز به کې يې شمېر 20 ته رسېږي  . اوس په نړۍ کې داسې وچه نشته ، چې  هغه دې د خوږو اوبو له ستونزو سره نه وي مخ .)5)
ايا ځينې کړکيچونه چوپ دي ؟؟
له لاتيني امريکا څخه نيولې داسيا تر وچې  او دلرې ختيځ او افريقا تر څنډو پورې  هلته ډېر داسې دريځونه شته ، چې اوبه او يا د اوبو اداره ، سمبالښت  او ويش  پريوې لويې ستونزې بدل شوی دی . په ټولو هېوادونو کې، چې د خوږواوبوګډې سرچينې لري  دوی که دويش په اړه کوم تړون لري او يا يې  نه لري په دغو هېوادونو کې له ګواښه ډکې ناارامۍ غلې دي ددې امکان شته ، چې يوه ورځ  به پر داسې کړکيچ واوړي ، چې پايله به يې د اوبو پر سر جګړه وي .
دعربواواسرائيلو تر منځ د 1967 زله شپږ ورځنی جګړې  او په 1989 ز کې د سينګال او موريتانيې له نااراميو پرته  نور دنړيوالو اړيکو په معاصر تاريخ کې داسې جګړه نشته ،چې لامل يې اوبه وي . دا به يوڅه سخته وي ، چې د ناارامۍ داسې بيلګې وموو ، چې لامل يې شنه زر(اوبه) وي  د عربواواسرائيلو تر منځ  د 1967 ز  جنګ  که د اوبو ارزښت په ګوته کاوه خوتر شا يې له ګواښه ډکې اوږدې ناارامۍ پرتې وې  ، چې داسرائيلو له منځته راتګ وړاندې پېر ( عصر) ته ورګرځي   او دسينګال او مورتانيې تر منځ جګړه  ناببره تاريخي حالت بللی شو ،هلته نژادي سيالي ، دښکيلاک ( استعمار) دختميدو پايله  او لږه وچکالي هغه لاملونه وو ،چې په 1989 ز کې د دواړو هېوادو تر منځ  ناارامي رامنځته شي .
داوبو پرسر دجګړې ويره شته خو ويده ده ،  نږدې منځنی ختيځ ورسره په نږدې راتلونکي کې لاس وګريوان کيدای شي ، په 2000 ز کې سوريه  او اسرائيل ونه توانيدل ، چې ددايمي سولې تړون لاسلیک کړي  . لامل يې داسرائيلو دلومړي وزير ( ايهود باراک ) داوړانديز و،چې تل ابیب به دمشق ته د جولان غونډۍ هومره ځمکه ورکړي خو په دې شرط ، چې دمشق به  طبري بحيرې ته له ورغلو ټولو لارو لاس اخلي  ، چې دمشق ونه منله  .
 اردن  ، چې په 1994 ز کې يې له تل ابیب سره دسولې تړون لاسلیک کړ اوس پرې پېښمانه دی او تل دا شکايت کوي ، چې داردن سينداوبو ته هیڅ لار نه لري . دا يوازې  دمشق او تل ابیب نه دي بلکې سوريه ا واردن ، ترکان  او عربان هم ورته  ستونزې لري کيدای شي سياسي ناارامي د اوبو له هغې سره ګډه شي .
د افریقا لويه وچه هم داوبو له ستونزې خوندي نه ده . دنيل حالت او ددې داوبو له ويش څخه راټوکيدلې ناارامۍ يې جوت دليل دی .  مصر ، چې د نيل ډېره برخه  له همدې ځايه تيريږي د  1959 ز کال دتړون له مخې  مصر د سوډان او ايتوپيا پر حساب  (٪7.75 )اوبه کاروي  کله ،چې په 1989 ز کې ايتوپيا د اوبو په برخه کې داسرائيلو سپارښتنو ته غوږ ونيوه سمدلاسه يې له مصر سره جنجال او ناارامۍ سر راپورته کړ پردې سربېره د افريقاوچه 50 بحيرې او سيندونه لري ، چې له دوو ډېرهېوادونه يې په خپل منځ کې ويشي  پاتې نور په لږ توپير د اوبو له ستونزې سره مخ کيدای شي ، د سينګال او موريتانيې پرستونزو سربېره د افریقا سويلي برخه  داندېښنې وړ ده ځکه نيجريا دخپلې وچې جغرافيې له کبله له اوبو څخه بې برخې هېواد دی  اونه دومره سياسي توان  لري ، چې دنيجريا سيند سرچينې ته ورڅيرمه هېوادونه اړباسي ، چې  د اوبو په برخه کې ورسره مرسته وکړي . له دې پرته اوس په افریقا کې (000.200) تنه دخوږو اوبو منظمې سرچينې ته اړتيالري .
دمنځنۍ اسياسيمه هم د سړي پام دځان لور ته رااړولای شي  ،دسيندونو سرچينو ته څيرمه پراته هېوادونه  (قرغيزستان ، تاجکستان) اوهغه هېوادونه  ( قزاقستان ، ازبکستان ، ترکمنستان ) ،چې اوبه ورڅخه تيريږي په خپلو اړیکو کې يو شمېر لوړې ژورې لري . ددغوهېوادونو دمساحت  توپير ، شنو زرو(اوبه) ته اړتيا ، د ځينو هېوادو له خوا دخوږو اوبو په برخه  کې زياته  کارونه دستونزو لاملونه دي  ، آمو او سير سيندونه  له قرغيزستان او تاجکستان څخه سرچينه اخلي  دغه دواړه هېوادونه د خپلو هېوادو وضعيت ته په کتنې  پوهيږي ، چې څرنګه  اوبه  له خپلې خوښې سره سمې وکاروي  ... دغه ډول يو کړکيچ  په اړه که نن  رغنده ګامونه پورته نه شی  په منځنۍ اسيا کې به د اوبو ستونزه نوره هم پيچلې شي  اودا هغه مسله  ده ، چې له پامه غورځول يې  وړ خبره نه ده . د 2025 ز له رارسيدو سره  به 48 هېوادونه  داوبوله ستونزې سره مخ شي اودنړۍ  2/1 استوګن به  دڅښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري  . بيوزله هېوادونه به له ډېرو ستونزو سره مخ شي او په انګلستان کې به  يوسړی دورځې 150 ليتره  اوبه کاروي  . په اسيا کې د اوبو د سرچينو په اړه کړکيچ راپورته کيږي
داوبو دکمښت ستونزه ورځ تر بلې  مخ په زياتيدو ده ، ان تردې ،چې دا ويره شته ، چې  د لويو وچو تر منځ دتيرو تاريخي دښمنيو او شخړو د بيا راتازه کيدولامل وګرځي  . اوس د اوبو ستونزو نړۍ اندېښمنه کړې ده دنړۍ  داوسيدونکو نږدې پنځمه برخه  د پاکو اوخوږو اوبو له ستونزې سره لاس وګريوان ده . راتلونکې جګړې به داوبو دسرچينو پر سر وي . دنړۍ  په کچه د  263 سيندونو له منځه  200 سيندونه دې ته اړتيا لري ، چې په اړه يې جوړجاړی او همکاري رامنځته شي . سره له دې ، چې  د وسله والو نښتو ار لامل يوازې اوبه نه دي  ،د هېوادونو تر منځ نورې ستونزې هم شته ، چې  دغه ستونزه لاپسې پيچلې کوي . له 1948 ز څخه راديخوا تر ننه  تر 40 پورې وسله والې نښتې د اوبو پر سر شوې دي .
دنورو وچو په پرتله اسياپه پيچلې توګه داوبو له ستونزې سره مخ ده داوبوکمښت  ددې لامل کيدای شي ، چې داسيا دهېوادونو تر منځ وسله والې جګړې ونښلي . ملګرو ملتونو په متحده ايالاتو کې د اوریګون پوهنتون په مرسته يوه څیړنه تر سره کړې اودا يې په ګوته کړې ، چې په  اسيا کې 60 سيندونه داسې دي ، چې پر سر يې کړکيچ رابرسيره کيدای شي لامل به يې يوازې د اوبو کمښت نه بلکې په سيمه کې سياسی ناارامۍ ، کورنۍ وسله والې شخړې او د اوبو دويش په اړه نه همغږي وي .
تيره مياشت ، چې په ( کانتالای ) نومې سيمه کې د سريلانکا په شمال ختيځ کې د حکومت او تاميل پړانګانو تر منځ کومه نښته وشوه تر شا يې د حکومت دا هڅه وه ، چې د( مافيلارو ) بند تر لاسه کړي  ،دغه بند ټولې سيمې ته اوبه او بریښنا ورکوي .تاميل پړانګانو درې اونۍ دغه بند تر خپل واک لاندې راوستی  و او نږدې 15 زره کورنۍ يې له  اوبو او بریښنا بې برخې کړې وې . په 2002 ز کې ، چې د ناروې په هڅه  کومه کاواکه سوله رامنځته شوې وه له همدې امله له منځه ولاړه . له دې څخه ښکاري ، چې له اوبو څخه د سياسي حربې او د فشار د وسيلې په توګه هم  کار اخيستل کيدای شي .
په اسيا کې يو شمېر داسې سيمې شته ، چې د اوبو پر سر د جګړې اټکل په کې  شونی دی لکه منځنۍ اسيا ، سهيلي اسيا ، سهيل ختيځه اسيا کې د میکونج د سيند سيمه .
په منځنۍ اسيا کې د تورې بحيرې په سيمه کې د پنځو ساحلي هېوادو اذربايجان ، ايران ، قزاقستان ، روسيه ، ترکمنستان پردې سربېره د ( اورال بحيرې ) پولوته څيرمه  په شمال کې د قزاقستان او په سهيل کې د ازبکستان تر منځ داوبو پر سر شخړه او جګړه له احتماله لرې نه ده . د ( اورال بحيره )  د شلمې پیړۍ  له شپيتمو کلونو راپه ديخوا مخ په وچيدو ده ، لامل يې د امو ، سېر دريا سيندونه چې پخوا داورال بحيرې ته لويدل اوس يې  بهېر بدل شوې ځکه خو دمنځنۍ اسياهېوادونه  لکه ازبکستان ، قرغيزستان ، تاجکستان او ترکمنستان  ددغواوبو پر سر چې اوس بيخي کمې دي  خپل منځي اختلافات لري . په 1960 ز کې دغو دوو سيندونو دکال 55 زره متر مکعب اوبه  برابرولې  په 2000 ز کې دغه کچه  دکال 5 زر متره مکعب اوبو ته راټیټه شوې  ده . خپله ( اورال بحيره ) هم په تدريجي توګه  وچيږي  اوس  نږدې 30 زره کيلومتره  مربع مساحت ورپاتې دی پخوا يې مساحت 62 زره کيلومتره مریع اټکل شوی و .
منځنۍ اسيا اوس د تيلو اوګازو دپراخه زيرمو له برکته  دنړيوالو دپام وړ سيمه  ګرځيدلې او د اوبو ستونزه ،چې سيمه ګواښي  له پامه غورځول شوې ده . خو
په سيمه کې تر ټولو ډېرې اوبه  ازبکستان او قزاقستان کاروي يوازې  ازبکستان دسيمې داوبو نيمايی کاروي .د شوروي اتحاد له ړنګيدو وړاندې  داوبو ويش دمسکو په لاس کې و . کله ، چې شوروي اتحادړنګ شو دمنځنۍ اسياهېوادونه  ازاد شول د اوبو پر سر ستونزو سر راپورته کړ  ،که څه هم په 1992 ز کې د اوبو د وړ کارونې  په موخه يوه ټولنه هم جوړه شوه خواړونده هېوادو دټولنې   تګلار په پام کې ونه نيوله . د اوبو د کړکيچ سربېره يو شمېر نورو ستونزو هم په سيمه کې سر راپورته کړ لکه د پولو ، دانرژۍ د سرچينو ، په سيمه کې دتيلواوګازو پر سر دستروهېوادو تر منځ سيالي ، دباکو – جيهان تر منځ دنل لیکو غځول .
چين او قزاقستان هم د ( للي )او( ايريتش ) سيندونو پر سر ، چې سرچينه يې په چين کې ده په خپلو کې ستونزې لري . قزاقستان پر چين تورلګوي   ، چې چين په خپله خاوره کې له اړتيازياتې اوبه کاروي دچين او قزاقستان تر منځ ستونزه د ( ايريتش ) د سيند داوبو پر سره ده .
په سهيلي اسيا کې د هندوستان   پاکستان ،بنګلاديش ،  نیپال تر منځ داوبو ستونزه شته  پردې سربېره دکمبوديا ، چين ، لاوس ، ميانمار(برما) ، تايليند او ويتنام تر منځ د میکونج سيند داوبو پر سر دکړکيج دراپورته  کيدو احتمال شته  . د میکونج سيند په اړه د شریکو اړخونو تر منځ څو تړونونه لاسلیک شوي، میکونج سيند څلور زره کيلومتره  اوږدوالی لري ، چې نږدې څلورمه برخه يې دچين په ځمکه کې بهيږي . په سهيلي اسيااو چين کې د اوبو دکمښت اساسي لامل د هېماليا په غرونو کې ديخچالونو ويلي کيدل دي دا په سيمه کې داوبو لويه سرچينه ده،  دهېماليا دغرونو يخچالونه  اسيايي سيندونو ته دکال 8.6 ميلونه  متر مکعب اوبه ورکوي ، چې په دې  کې د چين زېړ  او يانجتسی سيندونه ، دهند ګنګا د پاکستان اندوس ( چې يوه برخه يې  له افغانستانه رابهيږي )، دبنګلاديش براهمپوترا او د ميانمار اراودي سيند شامل دي .
دهېماليا دغرونو له  يخچالونو څخه 34 زره کيلومتره مربع  سيمه مخ په وچيدو ده  او د دوبي په موسم کې د اوبو کمښت او د کنګل ويلي کيدو کارپوهان چې اندېښمن کړي  دا به په سيمه کې  ډېری هېوادونه  له کړکيج سره مخ کړي . (6) په منځني ختيځ کې د اوبوستونزو ته يوه کتنه
دلته بايد يو شمېر هغو ټکو ته اشاره وکړو ،چې  د نړيوال کړکيچ  او يا د هېوادونو تر منځ د اختلافاتو د راپيداکيدلو تر شا د اوبو ستونزه وه او داوبو د ويش  يا د ګډې ګټې اخېستنې پر سر جنجال څرنګه  په نړۍ کې پر پرانېستو جګړو واوښت :
۱- اوبه اوس د سياسي فشار وسيله ګرځيدلې ده ، هغه هېوادونه  ، چې د اوبو سرچينې په واک کې لري  او يا ورسره نور په اوبو کې شريک وي پر دوی د فشار په موخه  له همدغې وسيلې څخه کار اخلي . دلته به د ترکيې تګلارې ته تم شو ، چې څرنګه  له خپلو ګاونډيو سره   د اوبو په برخه کې چلند کوي . ترکانو تل له سوريې او عراق سره  داوبو اړیکې کارولي  دسياسي شرمونې او دخپلو ګټو اوموخو د تر لاسه کولو لپاره ترکانو هڅه کړې ده ، چې د دجلې او فرات  سرچينې کنترول کړي . له  لومړۍ نړيوالې جګړې (1941-1918 ز) راوروسته  ترکانو دعثماني امپراتورۍ د تاريخي ميراث د راګرځونې او د سياسي او اقتصادي برلاسي په موخه  اوبه  د فشاردوسيلې په توګه کارولې .
ترکيې ددجلې او فرات  له اوبو څخه د ګټې اخېستنې په موخه پراخه څيړنې کړي  ،که ترکيه دغو اوبو ته بندونه او زيرمې جوړې کړي نوسوريه اوعراق  به د نورو په پرتله  ډېر زيان وويني سوريه  به ٪40 او عراق به ٪90 اوبه له لاسه ورکړي  . ترکيه دخپلې دغې موخې د ترلاسه کولو په موخه  د GAP پروژه  پيل کړې ده  ترکيه  ددغې پروژې  لاملونه  يوازې  کرنيز ، اقتصادي اوصنعتي ښيي او داخپل مشروع حق بولي ،خو ددغې پروژې موخې تر ډېره بريده سياسي  دي  ، چې ترکيه يې په اړه هیڅ نه وايي .
۲- ترکيه هڅه کوي ، چې  داروپايي ټولنې غړيتوب تر لاسه کړي  خواروپايي ټولنه  پر ترکيې نيوکه کوي، چې اقتصاد يې کاواکه  دی او منظم سيستم نه لري  ددغې نيوکې د ليرې کولو په  موخه ترکيه  هڅه کوي  ، چې دکرنې  ، صنعت او اقتصادي پراختيا په  برخه کې له اوبو څخه  ډېر کار واخلي .
۳- د ترکيې ختيځ سويل سيمې بيوزله  دي ، ډېری استوګن يې کردان دي  او دکردي دولت  اوخپلواکۍ په موخه  د کردستان کارګر ګوند کله ناکله  سرغړونه کوي  بيوزلي او خپورتيا د سرغړونې  پروسه نوره هم ګړندۍ کوي  ترکيه هڅه کوي د انادول په ختيځ  کې دکرنيزو پروژو  پر مټ اقتصادي ودې ته لار پرانيزي  ، چې د دغې سيمې دخلکو اقتصادي وضعيت ښه شي  او په دغو سيمو کې د کردي خوځښت هڅې شنډې  کړي .
۴- ترکيه  په سوريه او عراق  کې ديولړ سياسي ګټو د ترلاسه کولو په موخه  داوبو وسله کاروي  ، سوريه د کردستان د کارګر ګوند له جنګيالو ملاتړ کوي  او د لبنان په لويديځه څنډه کې  ، چې د سوريې د پوځ  تر ولکې لاندې سيمه وه  ،دکردي جنګيالو دروزنې  او استوګنې لپاره روزنځايونه پرانېستي وو ، همدارنګه  د کارګر ګوند مشر ( عبدالله اوجلان ) په  پلازميه دمشق کې اوسيده.  د شلمې پيړۍ  په نوييموکلونو کې خبره د وسله والې نښتې تر بريده ورسيده  .  په 1998 ز کې  د مصر ولسمشر حسنی مبارک په نوښت  د ( ادخنة ) تړون  له مخې له سوريې څخه   دکارګر ګوند مشر او جنګيالي  وشړل شول .
همدارنګه  د (لواء الاسکندرونة )  سيمه ، چې ګڼ استوګن يې عربان دي  له  دوېمې نړيوالې  جګړې (1939-1945ز) ز  څخه وروسته  فرانسې  دسوريې پر ځای ترکيې ته پرېښوده ، چې ترکيه بې طرفه پاتې شي  خو سوريه  له ترکيې سره  د( لواء الاکندرونة )  دغه جبري پيوستون نه مني .
ترکيه هم په عراق کې خپلې يو شمېر سياسی او اقتصادي موخې لري ددغوموخو دتر لاسه کولو تر ټولو ښه وسيله اوبه دي  . ترکيه اوس هم  موصل ولايت خپل ګڼي ، نه غواړي ، چې دعراق دکردانو داهيله پوره شي  ، چې  کرکوک دې  د کردستان  ولايت  برخه وګرځي  . له بل پلوه په کرکوک کې د يو شمېر ترکمنانو شتون  ددې  لامل ګرځي  ،چې ترکيه  د عراق پر کردانو د سياسي فشار په ترڅ  کې له اوبو څخه کار واخلي . عراق د تيلو او معدنو پراخې زيرمې لري  او دا هغه څه دي ، چې ترکيه هڅوي   پر عراق د اقتصادي فشار په موخه  د اوبو وسيله وکاروي.  اوبه دتيلو په څير شتمني ده او ترکيه پرې ډېر حساب هم کوي .   ترکي چارواکي په دې اړه هېښوونکې څرګندونې لري د ترکيې پخوانۍلومړۍ وزيرې  تانسو چيلر عربي خليج او اسرائيلوته د اوبو دلېږد او پلور پر مهال  ويلي و( دا زموږ اوبه دي او دا زموږ حق دی ، چې پر چايې پلورو)  له دې وروسته  لومړي وزير مسعود يلماز ويلي و: ( اوبه زموږه تيل دي  که څوک دې ته چمتو وي ، چې له موږ سره خپل تيل نيمايي کړي  هغه مهال بيا ترکيه چمتو ده ، چې خپلې اوبه ورسره نيمايي کړي ) (7)
په 1989 ز کې  بطروس غالي  د مصر دبهرنيو چارو مرستيال وزير و،  ده  دمصر ملي امنيت له اوبو سره وتاړه ځکه دمصر دملي امنيت موضوع له هغو اتوهېوادونو سره تړلې ده ، چې د مصر سويل ته پراته دي او نيل ورڅخه تېريږي  هر څومره ،چې له نيل څخه  د ګټه اخېستونکوهېوادونو شمېر زياتيږي دا همدومره دمصر په زيان ده  که چېرې سوډان پر دوو برخو وويشل شي  دا به  دمصر ملي امنيت هم له  ګواښ سره مخ کړي . په 1990 ز کې د اسرائيلو مسوولو چارواکو وويل : ( که چېرې په اسرائيلو کې  داوبو ستونزه  ډېره شي او موږپه سوله ييزه بڼه ورته حل ونه مومو موږ اړ يو ، چې دجنګ لار خپله کړو ځکه موږ له دې پرته بله لار نه لرو ) (8)
دمصرولسمشر انورالسادات ، چې کله په 1977 ز کې له اسرائيلو سره د سولې تړون لاسلیک کړ دغه مهال ده داوبو په اړه داسې څرګندونې وکړې : ( اوبه يوازينۍ  موضوع ده ، چې مصر به دهغوې لپاره پر جنګ لاس پورې کړي  دده موخه  اتوپيا وه نه اسرائيل ) (9)
په 1994 ز کې  د اردن  فقيد پاچا ملک حسين داسرائيلو له غوږه دا ورتېره کړه ،چې ( اوبه  به  يوازينی لامل وي ، چې موږ له اسرائيلو سره جنګ ته اړباسي  ... .
د ترکيې  لومړي وزير سليمان ډيميريل  په 1992 ز کې  د اتاتورک بند د پرانېستنې پر مهال داوبو د ارزښت داسې وويل : ( الله  تعالی پر موږ اوبه پيرزو کړي  ، موږ له تاسو عربانو تيل نه غواړو تاسې به له موږ اوبه نه غواړﺉ  . کله ، چې  دجله او فرات  زموږ له هېواده سرچينه اخلي  ددغو دواړو سيندونو اوبه زموږ دي .
تورګوت اوزال  هم دغه مهال د اوبو په اړه وويل : ( زه اوبه پر تيلو ښې بولم ، تيل موږ تمبل اموخته کوي  تاسې دغه پديده په عربي هېوادونو کې ليدلای شئ او  اوبه  د انسان  مقام پورته کوي او فعاليت يې زياتوی ) (10) سويل ختيځه اسيا ژورې کتنې ته اړتيا لري
  وړخبره ده ، چې د اوبو په برخه کې دچين دريځ ته تم شو: دا هېواد دخپلې وچې جغرافيې لامله  داوبو له ستونزو سره مخ دی ( توپير دادی ، چې  د چين کرنيز لويديځ  وچ دی  منځ اوختيځ يې  د اوبو له پراخه زيرمو څخه  تر مورګو رسيدلی ) چين دنفوسو له استثنايي ډېرښت  سره مخ دی ، چين داوبو دستونزې له منځه وړلو په موخه  د ( يانګ تڅو) سيند ته  د ( تروا ګواج ) بند دجوړونې پروژه پيل کړې ده که دا پروژه بشپړه شوه د چين د اوبو ستونزه تر ډېره له منځه ځي . له دغه بند سره د چاپيريال ساتنې ، سياسي ، اقتصادي او ټولنيزې ګټې تړلې دي  دا به په چين کې د اوبواړتيا په داسې بڼه پوره کړي ، چې نورو سيمو ته به هيڅ زيان ونه رسوي ، خوچين دخپل نظامي او اقتصادي ځواک او ودې له پلوه په ګانده کې  له منځنۍ اسيا ، ميانمار ، ويتنام  او لاوس سره داوبو په برخه  کې په جنجال اوښتی شي . دچين نظامي ځواک او اقتصاد دغه هېوادونه  اړ باسي ، چې تر يوه وخته داوبو په اړه چوپه خوله پاتې شي او له صبره کار واخلي . کله ،چې دنومبر 2005 ز کې دچين په شمال کې د ( سونغګوا) سيند ته  ډيزل ورګډ شول  او په روسيه کې  د ( آمور) اوبه هم له ورته برخليک سره مخامخ شوې ،  دغې پېښې دروسيې او چين  اړيکې اغيزمنې نه کړې  . پردې سربېره دچين په ډېرو سيمو کې  داوبو ويشنې  سيستم ناکام بلل شوی  ،  دچين په داخلي دښتو کې دورښت کچه 200 ملي ميتره او په سويلي ساحلونو کې 2000 ملي ميتره اټکل شوې ده ، له دې سره بيا هم دچين 640 ښارونو څخه 300 هغه يې د پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي  او ورځ تر بلې يې د صنعت په برخه کې داوبو اړتيا زياتيږي .  اوسمهال په چين کې نږدې 16 ميليونه وګړي دڅښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري او په راتلونکو لسو کلو کې به دچين ډېرې برخې له وچکالۍ سره مخ شي دولتي رسنۍ وايي : چې دچين په  شمال ختيځ او سويل لويديځ  کې دورښت کچه  ٪90 راکمه شوې ده اوځينې سيمې خو داسې هم دي ،چې هلته له دريومياشتو راهيسې باران نه دی شوی .   په ټوليزه توګه چين د شلمې پيړۍ له نوېيموکلونو راهيسې  له وچکالۍ سره مخ دی  داسې اټکل هم شته ، چې  په شمال ختيځو سيمو کې به  د غنمو دحاصلاتو په برخه کې ٪64 کمښت راشي  او دوچکالۍ له امله به سږ کال  په سويل ختيځ  کې د سيجوان ايالت  227 زره هکتاره ځمکه د دوبي حاصلات ونه کړي .     داوبو په اړه نړيوال تړونونه او حل لارې
له دغو ډول څرګندونو څخه په سيمه کې د اوبو دستونزې او ارزښت کچه  معلوميدای شي  . داوبو دچارو کارپوهان هڅه کوي ، چې داسې کړنلارې او قانون رامنځته کړي ، چې  په عامه توګه پلی شي  اوهغه هېوادونه ،چې په خپلو کې   د اوبو پرسر ستونزې لري ، وتوانېږي خپلې ستونزې  د قانون په چوکاټ کې حل کړي .  تر اوسه پورې د اوبو د کارونې  داسې قانون نه شته ، چې  نړيوال ورته ژمن شي  . ځينې داسې نړيوال تړونونه شته ، چې  په اشغالي سيمو کې  د اوبو دکارونې لارې چارې په ګوته کوي،  لکه  په  1907 ز کې د لاهای تړون  په 1949 ز کې د ژينو تړون  ، په 1966 ز کې په نړيواله کچه  داوبو دتنظيم  لپاره دهلسنکي داوبو تړون  . په 1981 ز کې د هالينډ په امستردام کې داوبو نړيواله محکمه  جوړه شوه دا يوه نادولتي محکمه ده ، دچاپيريال ساتنې سازمانونو له خواجوړه شوې ده ددغې محکمې بنسټ هغه   موضوعات دي ، چې  په مبديی توګه  نړيوال ‎ پرې يوه خوله دي  ،محکمه دخپلو پريکړو د پلي کولو لپاره کوم ځواک نه لری  خوله ژورنالستیک اغېز څخه برخمنه ده . ملګرو ملتونو هم په 1991 ز کې دنړيوالو اوبو دسرچينو په اړه د قانون يوه مسوده چمتو کړله  ،همدارنګه  په 1989ز کې  په ایټاليا کې د ژورو اوبو په اړه د (بيلاکو ) تړون رامنځته شو . (11)
 دهلسنکي قانون  نړيوال سيند داسې تعریف کړ هغه سيند:( چې له څو مختلو هېوادو څخه تېريږي ) په دې حالت کې  بيا هر هېواد په خپله برخه کې  د نورو دګټې په پام کې نيونې سره  په اوبو کې تصرف کولای شي  دغه قانون  وروسته  بيا د نړيوالواوبو لګونې  قانون هم په 1997 ز کې تائيد کړ  او نړيوال  سيند يې داسې تعریف کړ: ( هغه ، چې داوبو دبهير يو څه برخې  يې له مختلفو هېوادو څخه سرچينه اخلي )  اوس ستونزه  د تعریف نه بلکې  دنورو پر وړاندې د مسووليت او حق ده .
يو شمېر نړيوالو تړونونو ، چې په سر کې يې د هلسنګي ( 1966 ز) هغه دی  د اوبو  دوړ ويش او ګډې ګټې معيار داسې په ګوته کړی :
 دنفوسو شمېر
 د سيند دسرچينې توپوګرافیک  ( څرنګوالی )
 سيمه ييز اقليم
 د سيند  د اوبو د پخوانۍ کارونې څومره والی
 د اوبو اوسنۍ کارونه
 اوبو ته د هرهېواد اوسنۍ اړتيا
 د اوبو دبديل په توګه  دنوروسرچينو موندنه  او يا نه موندنه  .   اخځليکونه :
 (1) نړيوال اقتصاد / ډاکتر زيد محمد الرماني ګڼه 159 نېټه 2005/04/01 .
www.ecoworld-    Mag.com/Detail.   
(2) ياسر الغرباوي ، النفط الابیض ومستقبل العالم العربی  ليکنه  2008/01/28
 www.goosg.org/le
(3) اوبه دنړيوالو ستنونزو سرچينه ، ليک هينک دونکرس ژباړه : ډاکتر بيوار خنسی
  (4) ډاکتر بيوار خنسي ، التقسيم العادل لمصادر المياه المشترکة بين الدول  ، 2004/05/31 ، الزمان مجله ، ګڼه 7 مه
http://www.krg.org/articles/print.asp
 (5)مرتضی جمعة حسن ، موارد المياه ، والسياسیة ، والصراعات الدولیة   ،
http;//www.krg.org/articales/print.asp
  (6)        العصر مجله  ګڼه  2006/8/23
 www.alasr.ws/index.cfm?method                                                                                                                                        
 (7) محمدياسر منصور ، مجلة کلية الملک خالد العسکرية  ، ګڼه 88 ، کال ، 2007/03/01 (8) ډاکتر بيوار خنسي ، التقسيم العادل لمصادر المياه المشترکة بين الدول  ، 2004/05/31 ، الزمان مجله ، ګڼه 7 مه
(9) عبدالعزیز مهیوب ، خواطر مائیة بمناسبة الیوم العالمي للمياه ، الايام 22 مارچ 2006
 (10) عبدالامیر دکروب ، المیاه والصراعات حولها فی دول المشرق العربی ، مجلة الدفاع الوطنی ، 1/1/2003
(11) مرتضی جمعة حسن ، موارد المياه ، والسياسیة ، والصراعات الدولیة   
http://www.krg.org/articles/print.asp 
 ( سیمه ییز مطالعات ) څخه په مننه