د نړيوال اقتصادي نظام پړاونه

 
د شلمې پيړۍ په نيمايي کې دملګرو ملتونو د سازمان  او يو شمېر ځانګړو موسسو له منځته راتګ سره د اقتصادي نظام نړيواله بڼه غوره کړه . دنړيوال اقتصاد نظام د دريو اساسي بنسټونو : پيسې ، مال ، سوداګرۍ د پالنې او څار په موخه د بريټون ووډز تړون ، نړيوال وجهي صندوق ، نړیوال بانک ... رامنځته شول . دغه مهال ګڼ  ملتيزه او يا څو قومي شرکتونه رامنځته شول دغو شرکتونو په نړيواله کچه پر ټولو برخو خپل اغېز وشینده . پردې سربېره یو شمېر نړيوالې اقتصادي پديدې رامنځته شوې خو دشلمې پیړۍ وړاندې  پر اقتصادي نظام دنړيوال اقتصادي نظام اطلاق نه شي کيدای .
د شلمې پیړۍ د شپتیمو کلونو په پای او د اویایمو هغو په پیل کې داسې نښې نښانې راڅرګندې شوې ، په اقتصاد کې يې د نړيوال نظام پیلامه بللې شو ، دغې پیلامې د نړۍ په کچه  يوازې  اقتصادي جغرافیه په خپل بر کې  نه  نیوله بلکې ټولې هغه خواوې يې په خپل بر کې ونيولې ، چې له بشريت او طبیعت سره يې تړاو درلود .
دشلمې پیړۍ وروستيو دوو لسیزو د نړيوال اقتصادي نړيوالتوب پر لور جوت ګامونه پورته کړل .
دشلمې پیړۍ په نوييمو کلونو کې د اقتصاد په برخه کې داسې د پام وړ کوم بدلون  رامنځته نه شو دبیلګې په توګه په دغه پېر ( مهال ) کې ډیرې ټولنیزې ځانګړنې ، چې يو شمېر يې له  اشتراکيت څخه پانګواګۍ او د ازاد بازار پر سیستم واوښتې  پر خپل ځای پاتې شوې . په نوې اقتصادي نظام کې بايد دمصطلحاتو او پړاونو لکه دولتي نظام ، نړيوال نظام ، څو قطبي نظام تر منځ جوت توپېر رامنځته شي
په نړیوال اقتصاد کې ددغو شرکتونو رول  او ونډه  دوخت په تیریدو لاپسې زياتیږي  د Fortune  د څيړنې د لیکنې له مخې ، چې د 1995 ز په می کې يې خپره کړې وه  دغه څیړنه  ، چې دنړۍ د پنځه سوو شرکتونو په اړه تر سره شوې وه  ددغو ټولو شرکتونو اجمالي  ګټه 11378 ( يولس تريليونه درې سوه اته اويا مليارده ډالره) دا په 1994 ز کې   دامريکا دمتحده ایالاتو د هېوداني  تولید ٪171 او د ګردې نړۍ  ٪45 سلنه جوړوي  . ددغو شرکتونو راس المال 32.2 تريليون  ډالر کېږي  او د کارکونکو شمېر يې 35.4 ميلونه وګړي دي او ټوله  ګټه يې 323.4 مليارده ډالره کيږي  . ګڼ ملتيز شرکتونه  دګردې نړۍ  د سوداګرۍ ٪40 په خپل واک کې لري .
 . د شلمې پیړۍ نيمايي د اقتصاد په برخه کې ځانګړې مقام لري .
ډاکتر نعمة النوري د ( نوې نړيوال  اقتصادي نظام ) بنسټیز پړاونه داسې په ګوته کوي :
 لومړی پړاو : دنولسمې پیړۍ  له نیمايي څخه پیل  د لومړې  نړیوالې جګړې تر پایه .
 دويم پړاو : د دويمې نړيوالې  له پایه  تر 1973 ز پورې .
 درېیم پړاو : له  1974 څخه تر 1990 پورې .
 له 1991 ز څخه  تر ننه  پورې .
لومړی پړاو په افقي اوعمودي توګه  د پروژو دتکامل  ، له اروپا څخه نورې نړۍ  ته هجرت ، د پانګو لېږد ځانګړنې لري . انګلستان لومړنې هېواد دی ،چې ٪43 او فرانسې دخپلې پانګې پنځمه برخه پانګه اچونه  کړې وه . دويم پړاو د سترو ټولنو ، سازمانونو، او نړیوالو موسسو د رامنځته کيدو پړاو ګڼل کېږي . ډاکتر النوري په دې باور دی ، چې دا د نړيوال اقتصاد دتکامل پېر دی ، په دغه پړاو کې  د نړيوال اقتصاد اصطلاح يوه نوې هغه ده او د لومړي ځل لپاره په 1950 ز کې  ( فاینر ) کارولې  ده . ډاکتر النوري وايي : دا د ( نړیوال اقتصادي نظام دجوړښت رښتینې پیل ) دی . درېیم پړاو د نوې نړيوال  نظام دجوړيدو او تشکیل په موخه د ټولو هڅو ، غوښتنو او اړتیاوو پړاو و . په دغه برخه کې په عامه توګه  دناپیيلو هېوادو او په ځانګړې توګه  مخ پر وده هېوادو ډېرې هڅې کړي . ملګرو ملتونو اونورو اړونده موسسو د لا ښه پرمختګ په موخه دغه دوه تړونونه ومنل :
۱- د نوې نړیوال اقتصادي نظام د رامنځته کیدو اعلان .
۲- دنوې نړیوال اقتصادي نظام د رامنځته کیدو لپاره کار او فعالیت  .
دغه پړاو دازاد بازار او اقتصاد د تګلارو پړاو پيژندل  شوې  دخصوصي سکتور ونډه  او پروګرامونه  لا پسې پراخه شو په بله مانا اقتصاد نور دمرکزيت  له  بڼې راووت  ، د نړيوالې سوداګرۍ  ، د پانګې اچونې ، داقتصادي ټولنو پر وړاندې  پراته  خنډونه  له مخې لیرې شول .