کوچۍ

د کيږدۍ په خوا کې ناسته د حرم مســــــته ليلا وه تورې زلفې يې لوبـــــــــولې ورکه دا په خپل ادا وه د حيا يې ســــــــــپرلی جوړ و د ګل پاڼه ښکاريدله ځواني پرخې ورشيندلې د قدرت څه تماشـــــــا وه د غــــرور او ډيره خـــــياله نه په دې نه په هــــــغه وه ځـــــمکې ځای نه ورکولو ځواني کــــړي په هوا وه دا له نازه لــــيونۍ وه غرڅـــــــنۍ وه غرڅــــــنۍ وه ددشــــــتي ګلو نکهته ســـــــــــر تر پايه په نــــڅا وه د ځوانۍ مسـتو څپو کې ډيره ستړي او ستومانه د خولو جــــپو کې ډوبه پالنګ غيږ ورله پــــناه وه څه اصيله پښتنه وه هم ښايسته لکه سپوږمۍ وه د کيږديو شـــهزادګۍ وه نــــمونه بيا د ښــــکلا وه څه خواږه خواږه وختونه رحيمې د ژوند تـــيريږي د کوچۍ ښـــکلي ځوانۍ ته بيا حيرانه دا دنيا وه