عبرتناکې پېښې

  1- شنډه واکمني :
کله نا کله انسانان له فاني دنیا سره د بې دریغه مینې او بې کچې لیوالتیا له کبله یو تر بله د سیالۍ په میدان ورګډ شي او ډېری وختونه دغه سیالۍ په نښتو، مړینو او ژوبلو واوړي بادشاهي، ملکي، واکمني او داسې نور ددغو سیالیو غوښن توکي دي د نوموړو شیانو د لاسته راوړلو او یا پایښت لپاره سړی دیته هم زړه ښه کوي چې تر ټولو نږدې خپلوان له تیغه تېر کړي او د هیڅ ډول خپلوۍ انسانیت پروا ونکړي د ولس خبرو، سپارښتنو ته نه پاملرنه او بې اعتنايي د بادشاهۍ عمده سوغاتونه دي د بیلګې په توګه د یوې ریښتنې پېښې انځورګري لولو :
په کال ۴۵۰هـ ش د پخواني اندلس او اوسنۍ هسپانیا د قرطبه سیمې د خلکو ترمنځ داسې اوازې خپرې شوې چې معتضد بن عباد د قرطبې پر لویدیځې برخې «زهراء» د حملې او بیا وروسته د ټولې طرقبې د نیولو او اشغال پلان لري او ددغه کار پر مخ بیولو لپاره یې خپل زوی اسماعیل ټاکلی د «زهراء» پیاوړتیا او پر هغې د یرغل ناکامۍ او پرمسلمانانو د د معتضد بې کجې سختۍ او زیاتي اسماعیل له دغه کاره راوګرځاوه له پلار سره یې ددغې حملې څخه د تېریدنې په اړه خبرې وکړې او د حملې د ناوړه پایلو څخه یې وپوهاوه، پلار یې په ډېر قهر هلته په تګ اړ کړ او د سرغړونې پر مهال یې پر مرګ هم وګواښه هماغه وو چې اسماعیل د پلار له ویرې د هېواد یوه ګوښه ځای ته په تېښته زړه ښه کړه او وزیر ابو عبدالله زلیاني یې په دغه کار کې مرسته وکړه. اسماعیل د څه وخت لپاره د پلار نشتوالی غنیمت وګاڼه او د کور قیمتي مالونه یې ګنډه کړل او په شپه شپه یې د خپلې مور او وزیر ابوعبدالله سره د «اشبیلیه» څخه ووتل.
معتضد چې خبر شو یو شمېر سپاره یې د اسماعیل په تعقیب د هغه د نیولو په موخه خپاره کړل او د هرې کلا قومندان یې اسماعیل ته په پناه ورکولو وګواښه اسماعیل لا دمخه «ابی حصاد» کلا ته رسیدلی وو د نوموړې کلا د واکمن څخه  یې غوښتي وو چې هغه ته پناه ورکړي د کلا واکمن یې هر کلی وکړو او ټول یې په کلا کې خوندي ځای ته ورسول  له ځنډ پرته یې معتضد ته ولیکل : اسماعیل زما په لاسو کې لویدلې پر خپل کړي کار پیښمانه دی ښايي ویې بخښۍ معتضد د لیک په لوستو خوښ شو او له اسماعیله یې د بېرته ستنیدا غوښتنه وکړه نوموړي د پلار غوښتنه ومنله او د وړل شوو مالونو او توکو سره یو ځای بېرته اشبیلیه ته راغې.
د اسماعیل برخلیک ؟
اسماعیل لا د کور په انګړ پل نه وو ایښې چې د پلار له پلوه ونیول شو ټول مالونه یې ترې واخیستل او د وزیر زلیاني او د اسماعیل نږدې ملګرو په اعدام یې بيړه وکړه پدغه کار سره اسماعیل خپل برخلیک په سترګو ولید د شاهي ماڼۍ د ځینو کسانو سره یې په خپل پلار د برید په اړه طرح جوړه کړه خو ځيرکه معتضد لا دمخه خپل زوی ته په کمین کې وو د نوموړي توطیه ناکامه او اسماعیل یې په ناوړه مرګ وواژه او جثه یې ولره په یو نامعلوم ځای کې چې هیڅوک ورباندې خبر نه وو پټه کړه او بیا یې د اسماعیل په ملګرو پیل وکړه د لاسونو او پښو غوڅاولو وروسته یې په داروځړول پر دغو یې هم بسنه ونه کړه او د لیونتوب څپو یې زور واخیست تردې چې د کور یو شمېر ښځې او هغه څوک چې اسماعیل سره یې تړاو درلود ووژل چې په دې سره یې د اندلس تاریخ ته یوه نه هېریدونکی غمیزه ور زیاته کړه.