پر ایران حمله او د امریکې پر وړاندې لس پراته خنډونه



داسې ښکاري چې اسرائیلی رژیم د یوې سترې ستونزې او بحران په وړاندې قرار لري تل ابیب په دې رسیدلی چې د ولسمشر بوش اداره پر ایران له حملې او د نوموړي هېواد د هستوي انرژۍ له منځه وړلو څخه ورو ورو په شا کېږي اسرائیلو تل د امریکا له پلوه پر ایران د یرغل خوب لیده  خو د وخت په تیریدو د اسرائیلو دغه هیله او ډاډ تلونی ښکاري نوموړي سره یواځې یو حل پاتې کېږي او هغه هم د ایران څخه پورته شوو اندیښنو ته تنها ځواب ویل ځکه که داسې ونه کړي ښايي داخلي او خارجي افکارو پر وړاندې خپل مصداقیت «رښتیا» له لاسه ورکړي او نړۍ ته د یوه کاغذي اتل په توګه وپیژندل شي.
زکي شالوم چې د اسرائیلو د ملي  امن او سولې انستیتوت یو څېړونکی دی په دې وروستیو کې یې د «میاط عالی» په نوم یوې  مهالنۍ ته د ایران او امریکې د احتمالي نښتی په اړه یو څیړ نه سپارلې څېړنه د امریکا له پلوه پر ایران د حملې په اړه شکونه را پورته کوي نوموړي وايي څومره چې د ایران اتومي دوسیه ځنډنۍ کېږي په هماغه کچه د بوش اداره تر سوال او شک لاندې راځي او سړی په دې پوهېږي چې امریکا ددغه کار په اړه په غوڅ تصمیم کې څومره پیاوړې او وړتیا لرونکې ده.
زکي شالوم لس داسې عوامل په ګوته کړي چې د هغوی په شتون کې امریکا نشی کولای چې پر ایران حملې ته زړه ښه کړي چې لنډیز یې په لاندې کرښو کې وړاندې کوو.
۱ـ د امریکا د برحال جمهور رئیس  جورج بوش د واکمنۍ پای ته رسیدل که څه هم نوموړي د مخه څو ځله په دې ټینګار کړی چې دې د فنی اړخه ددې حق لري چې د خپل واک پای ته رسیدو څخه وړاندې غوڅی او پریکنده پریکړې وکړي خو حقیقت دادی چې د امریکا ولسمشر د خپلې واکمنۍ په وروستیو کې ګوډی بطی ته ورته دې او دا معقوله نه بریښيي چې نوموړي د سپنې ماڼۍ د پریښودو پر مهال داسې پریګنده او استراتیژیکي پریکړې وکړي.
چې اوږد اغیز ولري او د پایلو بد او ښه یې د راتلونکي جمهور رئیس د واکمنۍ پر مهال څرګند شي او ددغه ډول سیاست پلې کول د امریکا د سیاست په ډګر کې هیڅ بیلګه نلري.
۲ـ په انتخاباتي کمپاین کې د دیموکرات کاندید بارک اوباما یې په لوړه تلل ددې ښکارندوی دی چې د امریکا عامه افکار د حاکمو او ضاعو بدلون غواړی او د سیاست په ډګر کې د بوش د هغه افراطي دریځ او تګلارې څخه بیزاره کومه چې یې اوس خپله کړې نو د بوش له پلوه به پر داسې یو کار اقدام د عامه افکارو «ذهنیت» د غولونې په مانا وي.
۳ـ د امریکې وګړو په ذهنیت کې ایران ته د یوه کړکیچن او ستونزمن هېواد په توګه کتل کېږی او دغه ذهنیت په ایران کې د امریکا پر سفارت حملې او د هغې په چارواکو د یرغملولو څخه سرچینه اخلي هغه مهال دغې پېښې د امریکایانو په روانی اوضاعو ډېر اغیز وکړ په همدې اساس د بوش ادارې ته ښايي چې له هغه نظامي یرغل څخه لاس واخلي چې تېرې پېښې امریکایانو ته په زړه کوي.
۴ـ نړیوالو ته د ایران د هستوي دوسیي په اړه د قناعت وړ او ډاډ من معلومات نه درلودل، دا ځکه چې نړیوال اوس د تېر په نسبت یو څه ځیرکه شوي لکه د عراق په اړه چې یې د امریکا درواغجن تبلیغات په پټو سترګو ومنل .
۵ـ د حملې پر وړاندې د ایران ځواکمنتیا او د ایران د هستوي زیرمو نامشخصتیا او پراګنده وجود.
۶ـ د حملې په صورت کې ښايي د امریکې په پرتله اسرائیل له سختي ننګونې او زیان سره مخ شي او ایران به وکولای شي چې د اسرائیلو دننه ځینې اهداف په نښه کړي چې دا کار خپله ددی لامل کېږي چې امریکا د اسرائیلو څخه د دفاع په موخه په یو اوږدې  او بې پایلې جګړه کې ښکېل شي او امریکا له داسې څه څخه په ویره کې ده.
۷ـ امریکا باید په دې پوه شي چې پر ایران به یو نظامي یرغل په سیمه کې د امریکا دښمنان زیات کړي حتی هغه کسان چې اوس بې پرې دي ښايي د جګړې «یرغل» پرمهال دغه کار پریو اسلامي هېواد حمله وګڼي.
۸ـ پر ایران د یرغل پرمهال شونې ده چې په نړیوال بازار کې د تیلو بیې په بې سابقه ډول په لوړه لاړ ې شي او د بیو دغه لوړوالی امریکا ته د بل هر هېواد په پرتله اقتصادي ستونزې را ولاړوي.
۹ـ که څه هم اوس مهال د غربي هېوادونو او د امریکا ترمنځ په دې اتفاق دی چې ایران باید د خپل هستوي ځواک د پیاوړي کولو څخه منعه شي خو د حملې په صورت کې ددې امکان شته چې ځینې امریکایي چاوراکي او په ځانګړې توګه د بوش د ادارې ځينې لوړ رتبه مامورین دغه کار د بوش خپل سري وبولي او بوش ستونزه خوښی شخص معرفي کړي نو بوش اړ دی چې په دې نوموړو هېوادونو او د ځانګړو شخصیتونو ملاتړ ترلاسه کړي.
۱۰ـ د ملګرو ملتونو له پلوه پر ایران ځینې اقتصادي بندیزونه او همدغه راز د امریکې او ایرانی چارواکو ترمنځ پټې خبرې د امریکې او ایران نښه یو څه پر شا بیايي که پورتنیو هڅو کوم مثبته پایله ونلرله نو بیا به د بوش پر وړاندې یواځې د یرغل حل پاته وي چې وکولای شي ایران اتومي هڅو څخه وګرځوي.