یو له ګمانه پښتون نه و وتی
بل له ارمانه پښتون نه و وتی
ځکه دنیا یی په غیرت قا یله
چی له میدانه پښتون نه و وتی
دغه عادت یی دبلبل بو لمه
له ګلستانه پښتون نه و وتی
دی ته پخپله فکر وړئ یم زه
چی له ګریانه پښتون نه و وتی
ګوره په څه ګناه سزا ورکوي
چی له زندا نه پښتون نه و وتی
مجرم په دی باندی ویریږمه ډیر
که له ایمانه پښتون نه و وتی
غزل
با لښت یې نه وو په مړوند ویده وو
ستو مانه ډير تر ما په خوند ویده وو
دوجود یو انـــدام یی نه ښوریــــدئ
شپه تر سهاره بند په بند ویــــده وو
دهغو وني چغــــــالي پا تــه شوي
څوک چی په وخت کی دپیوندویده وو
اوس که دی غوښتم زه به هلتــه یمه
پخوا چی چیری نظر بند ویـــــــــده وو
ویښ می کړو ټول راپورته نه سوو یوهم
هغه چی پـټ نه وو څرګنــــــد ویده وو
ځان ته می ځکه په مجرم وویـــــل
زه په پلنګ وم دئ په ګند ویده وو
په مینه
جنوبی پښتونخوا
وروستي