خــدمـتـګار

د وطـــــن   پــــه   جـــــګـــــو   غـــــرونــــو   يـــکـــه  زار   يـــم
ټــــپـــــه   زه   يــــم   چــــې   د مـــخــې   پــه   بــار  بــار«۱ » يــم

چـې   مــې   غــــيږي   تـــه   يـــار   راشــي   خــوشــحــالــيـــږم
اوښــکـه   نـــه  يـــم   چـــې  د  ســـتــرګــو  نــه  بـــې   زار   يم

نـــظــريــــــه  مـــــې   پـــــخـــــه   شــــــوي  نــــــه   وچــــــيــږي
کـــه  مـــــې   ســــر لاړ  شــــي، ولاړ  پـــه  ســـر   د   دار   يــم

د قـــــامـــــي   وحـــــدت   پـــــه لـــــور ، بـــــه  زه  روان  يــــم
قـــــام  پـــــرســــت  يــــم ، قـــام  پـرســـتــو  پــه  قــطــار  يـم

زه  نــســيــم  ســـتــوري  د  ژونـــد  پــه  هـــــر  ډګــــــر کــــې
د پــښــتــو  نـــاوي  بــــــه ، تـــل   زه    خــــدمـــتـــګـار  يـــم

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
۱ ) څو څو ځلې  ، ځو ځو واره