زما په زړه کې د ګلونو فصل جانانه اوس يې ؤ مهال دځوانۍ او هره پاڼه يې هوس په ګوتو بس تخنوله ورو ورو تا پرې دقهر او باران د کاڼو دپاسه واوروه زه به يې واړه شهيدان وبولم دزړه ګي غوښې مې راوکيندلې ما ځوانيمرګو ته قبرونه جوړ کړل ته يې ګرځنده هديره نه بولې؟ زه پرې د وينو شمعې بلې ساتم تا وايي هسې او تې بوتې وايي او زما شعر فلسفه نه بولي
وروستي