ټوکه

 يوه کس دوې ښځی لرلې ، يوه ورځ چې دواړه ښځو يې شتون درلود چا ترې پوښته وکړه، چې مرجان کومه ښځه درباندې ډيره ګرانه ده ؟ ده وويل ، چې دواړه ! پوښتونکي بيا وويل چې نه ووايه کومه يوه ښځه درباندې ډيره ګرانه ده ؟ مرجان وويل چې دواړه ! پوښتونکي وويل ښه بل کار به وکړو که سيلاب راشي دواړه ښځې درنه يوسي نو کومه يوه به رانيسي  ؟ مرجان مجبور شو، مشرې ښځې ته يې مخ ور واړو ورته يي وويل چې کنه ، ښځې تا خو لامبو زده چې د اوبووړلو نه ځان خلاص کړې .