هند ته څرګند پيغام

 
په کابل کې د هند پر سفارت د دوشنبې ورځې بمي بريد، په دې نږدې مياشتو کې په افغانستان کې، چېرته چې نوي ډيلي، په ۲۰۰۱م کال کې د طالبانو د راپرځولو په برخه کې د مرستې د پيل راهيسې د خپل تاريخ د بهرنۍ مرستې تر ټولو ستره ونډه لګولې، د هند پر ګټو يو بوږنوونکی ګوزار وو.
هند له وسايلو ‌‌ډکې منځنۍ اسيا په لور د حياتي لارې(افغانستان) په بيا رغونه کې بې سابقې پيسې او وګړي په کار ګومارلي. د افغانستان په جنوب لويديځ کې د يو ستراتيژيک سړک په جوړولو، د ښوونکو او ملکي مامورينو د روزنې، او د ولسي جرګې له پاره د نوې ودانۍ پر جوړونې يې له ۷۵۰ ميليونه امريکايي ډالرو څخه زياتې پيسې لګولي.
دا فعاليتونه د له ۴۰۰۰ څخه زياتو هندي ولسي وګړو د ښکېلتيا په وسيله چې په افغانستان کې کار کوي، تر سره شوي. په تېرو دوه نيمو کلونو کې د سرک جوړونې د ډلې يو چلوونکی سر پرېکړی، يو انجينر تښتول شوی او وژل شوی، او د بيارغونې د ډلې اوه تنه نيمه پوځي ساتونکي وژل شوي.
يوازې تېر کال د هند د سرک جوړونې پر ټولنه کومه چې د نيمروز ولايت په اوږدو کې د ۱۲۴ ميله اوږده سرک په جوړولو چې په وچه کې چاپير هيواد به د ايران له لارې له بحر سره ونښلوي، ۳۰ توغندي ويشتل شوي.
د تېرې دوشنبې په ورځ يوه موټر چلوونکي له چاودېدونکو موادو ډک موټر په داسې وخت کې د هند سفارت سره وچاوداوو، چې دوه هندي ديپلوماتان له خپلو موټرو سره د سفارت انګړ ته د ننوتلو په حال کې وو. چاودنې سفارت ويجاړ او په وينو ولمباوو. د ۴۱ وژل شويو له جملې څخه چې ډېری يې افغانان وو، د دوو ديپلوماتانو په ګډون څلور هنديان پکې ووژل شول.
ډېرې نړۍ ته ښايي دا چاودنه د کرزي د دولت، چې د امريکایانو له خوا يې ملاتړ کيږي، د بې ثباته کولو د لړۍ يوه کړۍ ښکاره شوي وي، مګر دلته د هند په پايتخت کې د چاودنې پيغام روښانه وو، او هغه دا چې هند ته ووايي، له افغانستانه ووځه!
د لاليت مانسينګ، متقاعد هندي ديپلومات چې په ۷۰مو کلونو کې يې په کابل کې دنده درلوده، په وينا دا يو خبرداری وو چې ويل يې ځئ که نه ولو مو.
د پېښې د غندلو په ترڅ کې د هند لومړي وزير، من موهن سينګ، په څرګندو ټکو کې وويل چې د هغه هيواد به ځای خوشې نه کړي، او دا چې په افغانستان کې د هند ښکېلتيا به د نوې ژمنتيا په وسيله دوام ومومي.
بې له کومې هکپکتيا، پړه ډېره ژر پر پاکستان ور واچول شوه، او هغوی هم بې له ځنډه لاس درلودل رد کړل.
مګر دې بريد يو شمېر ناندرۍ هم راوپنځولې، لومړی دا چې ايا هند په افغانستان کې د خپلو رغوونکو هڅو د بشپړولو له پاره د پوځونو د مېشته کولو له وسيلې کار واخلي او که نه؟ او ايا پاکستان، او په واشنګټن کې د هغه ملاتړي به هند ته د دې اجازه ورکړي چې په افغانستان کې غوښن پوځي نقش ولوبوي؟
پاکستان له اوږده وخت راهيسې په افغانستان کې د پينځو قونصلګريو ، او د افغانستان له شمالي پولې هاخوا په تاجکستان کې د يوې هوايي اډې  درلودنې په ګډون د هند د نفوذ په اړه اندېښمن دی.
د هند د بهرنۍ تګلارې د څيړونکي، سي راجا موهان، څوک چې دا وخت د سنګاپور په S. Rajaratnam School of International Studies  کې د ښوونکي دنده پر مخ وړي، په وينا اوس د دې وخت رارسېدلی دی چې هند او پاکستان خپلو دوديزو تربګنيو ته د پای ټکی کيږدي، او پر پاک افغان پوله پرتو افراطيانو؟ په وړاندې يوه ګډه ستراتيژي خپله کړي. د هغه په وينا دا ډول نوښت به د دواړو هيوادونو په ګټه وي. [مونږ که له پاکستان سره هر ډول ستونزې درلودلې، پاکستان د هند او بيابان؟ تر منځ د يو ډال حيثيت درلود، اوس دغه حيثيت په له مينځه تللو دی. افغانستان بايد باثباته کړل شي. پاکستان بايد باثباته کړل شي. او دا کار لا بيړنيو ګامونو ته اړتيا لري]
په کابل کې پر هندي سفارت حملې اوس تاوده بحثونه را پارولي چې ايا هند ته د يو راپورته کيدونکي اقتصادي قوت په توګه په کار دي چې د ستراتيژيکو ګټو د سيمو په لور خپل لاس وغځوي، او که نه؟
متحده ايالاتو يو وخت په هند د دې تکيه کړې وه چې عراق ته پوځونه وليږي، او د ديموکراسۍ په لور د برما په خوځولو کې له خپل اغېز څخه کار واخلي، مګر هند دغه دواړه غوښتنې رد کړې. سريلانکا له هند څخه د خپلې اوږدمهالې نژادي جګړې په برخه کې د منځګړتوب غوښتنه وکړه، مګر شل کاله وړاندې هلته هندي پوځ ناکام شو، او له هغه راهيسې يې بيا له منځګړتوب څخه ډډه کړې.
د يو دفاعي څيړونکي، K. Subrahmanyam، په وينا چې وايي:(زه نه پوهېږم چې يوه داسې بېلګه به چېرې وي چې هند له خپل رسوخ څخه کار اخيستی وي. هند دی چې ځان يې په يو ګوښه حيثيت کې نيولی. او د دې لامل په دې کې نغښتی چې هند څه ډول خپلواکي واخيسته او بايد څه ډول هيواد وي)
د هندي ورځپاڼو د سه شنبې د ورځې سرليکنو ښودله چې هند بايد په افغانستان کې نويو ګواښونو ته په ګونډو نه شي. Indian Express وليکل: په داسې حال کې چې هند په کابل کې د خپلو دوو ديپلوماتانو پر وژنې وير کوي، هند ته په کار دي چې له مخ پر زياتيدونکي نړيوال فشار سره د ځان عيارولو په موخه ځان د يو نوي بار پورته کولو ته چمتو کړي.
“New Delhi cannot continue to expand its economic and diplomatic activity in Afghanistan while avoiding a commensurate increase in its military presence there.”
نوی ډيلی نه شي کولای چې په افغانستان کې د خپل اقتصادي او سياسي فعاليت پراختيا ته دوام ورکړي، که چېرې هلته په پوځي شتون کې د متناسب زياتوالي له راوستلو څخه ډډه کوي.
افغانستان د هند له پاره يو ازميښتي حالت دی چې پکې وکولای شي د خپلو ستراتيژيکو او سوداګريزو ګټو د پر مخ وړلو له پاره له خپل پوځي زور څخه کار واخلي.
د رحول رای چودري په وينا، څوک چې د لندن د ستراتيژيکو مطالعاتو د نړيوالې ادارې يو محقق دی، څومره چې د هند رسوخ زياتيږي، هومره به هغه د يو بهرني هيواد په محلي سياست کې زیات ښکېل کيږي. د هغه په وينا نور نو هند نه شي کولای د يو بې پلوه نندارچي په توګه خپل پاتې کېدل وزغمي.
د Center for Land Warfare Studies (د ځمکنيو جګړو د مطالعاتو مرکز) د مشر، Gurmeet Kanwal، په وينا په افغانستان کې د هند نيمه پوځي ځواکونه له بلواګرو سره د مقابلې له پاره سم مجهز نه وو، او دا چې په افغانستان کې د هند د پرمختيايي مرستې خونديتوب پوځي شتون ته اړتيا لري.
هغه وايي چې زه بايد د لاس غځولو اصطلاح و نه کاروم، بلکه داسې بايد ووايم چې مونږ بايد خپل مسؤليت درک کړو، که چېرې پوځي مداخلې ته اړتيا وي، هم بايد تر سره شي. نيويارک ټايمز، د ۲۰۰۸م کال د جولای نهمه له کابل څخه خپریدونکې ( ملي اصلاح ) څخه په مننه