بس پاچا یم چې په سمه که په غره یم
خو چې خیال کې مې جانانه درسره یم
له کوڅې که دې شړلئ یمه خیر دئ
تصور کې مې زه تل تاسو کره یم
دګلپاڼو منځ کې مخ ستا لټوومه
په اغزیو ټیل مټیل آره، آره یم
له رقیبه مې ګیله او مانه نه شته
زه پخپله ستا دمیني بیچاره یم
څه په تللې لار خو نه یم پښیمانه
که په نوم دې دم ګړۍ له غرغره یم
ګڼ کمیس پښتون زړوکي نه دې ځار شم
زه حلال ستا په چارګل پره پره یم
څو دمور پړونئ ور په حجاب نه کړې
خدمتګاروايی په ټینګه درسره یم
وروستي