تنهايې

  تنهايې او خاموشۍ کې سترګې د کهکشان ګورم نه هيلۍ د بلې لورې غيږ ته زه د اســـــــــــمان ګورم   درد او رنــــــــځ لړونه جــــــــــوړ دي نن زما په غــــاړه زانګي خوري مې غوښې، په ګريوان مې ښامارانو کاروان ګورم   چيرته ستا په غيږ کې ، جوړه مې جونګړه وای د مينې بيا د ســـــتورو ميلمنه وای داسې ښکلی ميزبان ګورم   يا د وريځو په مخ جوړ مې د وريښـــمنو يو پالنګ وای چې دردونه مې وای هير پکې ريښــــــتينی جهان ګورم   د ځلانده ژونــــــد په لټه د ســــــپوږمۍ ګريوان به نيــــــسم چې يې هسک وي د ســــــپرلو اوکې د ستورو باران ګورم   يوه زه يو مې اسمان دی چې په ډکو سترګو ژاړي زه پرديس کې رحيمې باندې غمونو دوران ګورم   06/07/08