
د معلوماتو نړيوال جال ( انټرنيټ ) په يويشتمه پیړۍ کې د داسې ريښتني کړکيچ بڼه غوره کړه ،چې نړيوال ځواکونه يې په اړه د لیدلوري په برخه کې ورته نظر نه لري .
ټيکنالوژيکې سيالۍ اوس دډيپلوماتيکې ستونزې نوی بڼه راخپله کړې ده د ستونزې یواړخ ته امريکا او بل اړخ ته څو قطبي نړيوال ځواکونه دي . امريکا له هغوهېوادونو سره مخالفت کوي ،چې غواړي انټرنیت له ( نادولتي امريکايي ا دارې/ICANN) له لاسه واخلي او کومې نړيوالې دولتي موسسې ته يې وسپاري . بوش په ټوله مانا له دغې غوښتنې سره مخالفت کوي او موږ ته د ولسمشر (مونرو) هغه دريځ رايادوي ، چې په 1823 ز کې اروپايي ځواکونه دامريکا په شمال او سهیل کې له لاسوهنې منعه کړې وو له دغې پېښې سره توپیر دومره دی ، چې دا په يويشتمه پیړۍ کې رامنځ ته شو .
( څوک به انټرنيټ اداره کوي ؟) ددغه سرليک لاندې له امريکا څخه خپريدونکې مجله ( وورين ويرز ) نومې مجله کې 2005 ز په نومبر/ ډيسمبرکې ( کينيس نيل کوکيير ) يوه اوږده مقاله وکښله . نوموړي ددغې ستونزې په اړه د لیدلوريو اختلاف د تمدنونو تر منځ د ټکر له سکالو ( موضوع ) سره ورته بولي .
دستونزې شاليد
( کوکيير ) کاږي ، چې ستونزه داده ،چې د انټرنيټ جال د ټیلفون د جال په څير د ( اړيکو نړيواله ټولنه ) لخوا، چې په 1865 ز کې رامنځ ته شوې ده نه څارل کيږي . اوسمهال انټرنيټ د يوې نادولتي امريکايي ټولنې لخوا اداره کيږي ، چې 1998 ز کې امريکا په دې موخه جوړه کړې ده ، چې د انټرنيټ اړونده ټولې چارې کنترول او اداره کړي . دغه ټولنه د (
/ د انټرنیټ دنومونو او شميرو ټولګه ) نوميږي . ICANN
دانټرنيټ داداره کولو په اړه کړکيچ ددغه کال خبره نه ده بلکې دا د انجينرانو ، قانونپوهانو او کارپوهانو تر منځ د اوږدې مودې ستونزه ده خو په دې وروستيو کې يې د ډيپلوماتانودهليز ته هغه مهال راننوته ،چې کله يو شمير حکومتونو دا لېوالتيا وښوده ، چې د انټرنيت نړيوال جال دی د ټیلفون په څير د څواړخيز نړيوال تړون پر وسيله کنترول او اداره شي .
دانټرنیټ څار نادولتي امريکايي ټولنه د امريکا د برلاسۍ وسيله ده او دواشنګټن د پراخه اغيز لاندې ده او له نړيوالوسلاکارانو او استازو څخه جوړ کميسون کوم ريښتیني صلاحيتونه نه لري .
ژينو د 2003 ز په سپټمبرکې د ساينس په اړه دملګرو دنړيوال سيمينار کوربه و د انټرنيټ داداره کولو په اړه خبرې همدلته د ستونزې او جنجال بڼه غوره کړه د سيمينار دويمه برخه په تونس کې د 2005 ز په نومبر کې بشپړه شوه .
هغه هېوادونه ، چې د انټرنيټ څار نادولتي امريکايي موسسې پر ضد يې غبرګون وښود برازيل ، سهيلي افريقا ، چين ، کوبا ، سوريه ، زيمبابوي ،فرانسه وو . د تامل وړ داده ، چې دزيمبابوي رئيس روبرت موګابی ، چې خپل ولس يې د تورې تيغ ته نیولي د انټرنيټ د څار او کنترول پر اوسني نظام يې نيوکه وکړه او دا يې د نيواک ( استعمار ) نوی بڼه وبلله .
په لنډه توګه ،پورته ياد شوي هېوادونه دا نه مني د داسې يوې وسيلې کنترول دی د دوی له واکه وتلې وي په ځانګړې توګه هغه مهال ،چې دمتحده ايالاتو واک او برلاسي یوازينې بديل وي او بيا ددغو هېوادو د اقتصاد او ټولنې ارابه او د حکومتي چارو چلښت ورپورې تړلی وي . له بل پلوه واسنګټن هم له دې نه تيريږي ، چې له دغه واک او کنتروله تيرشي . دانټرنيټ دڅار په اړه دغه ډول څرګندونې دمتحده ايالاتو د بهرنيوچارو وزير د 2005/6/30 وکړې .
د انټرنيټ انحصار .... هسې خبرې دي
هغه کسان ،چې دا اټکل کوي ، چې انټرنيټ داسې يوه وسيله ده ، چې د يوې خاصې ډلې په لاس کې ده دابه ناسمه خبره وي انټرنيټ له څلورو حساسو او باریکه برخو څخه رغیدلې دی او دغه برخې د ښه اواسانه کار په موخه وړ او باريکه پروګرام ، کنترول او څار ته اړتيا لري دغه برخې په دې توګه دي :
۱- دملکيت نومونه ( Names Domain) دا د هغو ويپاڼو ادرسونه دي ، چې دمرکزي سمبالونکې له خوا بايد کنترول اووڅارل شي او دنومونو پای په ګوته کوي لکه Net ,Com, Info
۲- دانترنیټ د پروتوکول شمیرې/ protocol numbers internet
دا هغه شمیرې دي ، چې د انترنیټ کارونکې يې نه شي لیدلای له انترنيټ سره وصل هر کمپيوتر ورته اړتيا لري ، چې نور سیستمونه وکولای شي دغه کمپيوټر وپيژني ، ددغو شميرو ټاکنه ډیرې باريکې او احتياط ته اړتيا لري که کومه شمیره له ټاکلې ځایه پرته په بل ځای کې کېښودل شي کیدای شي ، چې داړيکو کرښې له ستونزو سره مخ کړي دا هغه چارې دي ، چې مرکزي کنترول ته کلکه اړتيا لري .
۳- Root Servers
دا د هغه سترکمپيوټر سیستم دی ، چې د ملکيت د نومونو اوشمیرو اود انترنیت د ټاکلې پروتوکول تر منځ د همغږۍ چارې پر مخ بیايي د همدغې همغږۍ له لارې سړی کولای شي ، چې دخپلې خوښې یا ځانګړې ویپاڼه وګوري او یا بريښنالیک واستوي . نن ورځ له متحده ايالاتو څخه لس له امستردام څخه یو له توکیو څخه یو او له ستوکهولم څخه هم يو دغه سیستمونه اداره کیږي .
۴- تخنيکي معيارونه / Standards technical
دا هغه اړين معيارونه دي ، چې په رسمي توګه د انترنيت د همغږۍ او جوړښت په موخه رامنځ ته کيږي او د انترنيتي چارو د چلند پروسه باوري کوي .
لکه له دغو پورته څلورو یادشوو برخو جوته شوه ،چې دا يوه تخنيکي مسله ده خو حقيقت بيا داسې نه دی ( کوکيير) زياتوي کومه اداره ، چې له اداري پلوه د انترنيت چارې سمبالوي د تګلارو په ټاکنه کې خلاص لاس نه لري . د بيلګې په توګه يو شمير هېوادونه د ځينو ملکيتونودنومونو پر وړاندې خنډونه رامنځ ته کوي ځکه ، چې دا ډير فعاله دي ددغه خنډ له امله يو شمير ځانګړې کارونکې دبيان له ازادۍ څخه محروميږي . بله بيلګه هغه ادرسونه ، چې د COM, net باندې پاې ته رسيږي او شخصي معلومات لري دا دانترنيټ پر جال په ښکاره توګه خپريږي . کيدای شي د ځينو کارونکو شخصي معلومات رسوا کړې . دغه مهال نو بيا تخنيکي معيارونه يا د ډيرې ازادۍ او د څارنې د لا پیاوړې کولو په موخه کاريدای شي .
په لنډه توګه وړاندې له دې ، چې انترنيت اړیکې او سلوک رامنځ ته کړې ارزښتونه رامنځ ته کوي . د تاريخ په اوږدو کې ، انترنيت د يو شمير امريکايي ساينسپوهانو اوانجينرانو لخوا سمباليده ځکه خو دانترنيت دغه ويړ جال دهمدغې ټولنې ارزښتونه او فلسفه انځوروله اودا فلسفه ډيره د ليبرال سياست او اقتصاد ښکاروندې کوي اودا دهمدې تخنيک برکت دې ، چې دهر چا لاس ورته رسيږي . همدغه سرخلاصې بنسټيز جوړښت د بيان ازادي او نوښت ته لار پرانيستې ، چې داړيکو د نورو وسيلو په پرتله په ارزانه او لږ وخت د خلکو تر منځ پيوستون رامنځ ته کړې ، پردې سربيره خصوصي سکتور ، چې انترنيت یې اوس غوښنه برخه جوړوي د دولت دنورو اړيکتايي وسيلو په پرتله انترنيټ ترډيره بريده د پيچلې بيروکراسۍ له منګولو خلاص دی .
دغه پرانيستې کولتور ، چې دانترنيت پر مټ رامنځ ته شوې دا په پای کې دوه تيغه وسله ده . پرانيستې جال د پرانيستې ټولنې په څير ده ، چې په يوه وخت نوښت او جرم دواړو ته سړی هڅوي .
له بده مرغه ، موږ په دې ګروهه يو – نن چې موږ کوم انترنيټ لرو- دا يوازې نوښت ته لار پرانيزي خو خبره له دې زياته پيچلې ده . دا تر ډیره له هغه چا سره تړاو لري ، چې د نومونو او ملکيتونو د نظام اود لومړيتوبونو دماهيت د غوره کولو واک لري .
ICANN نړيواله پانګه اداره کوي
ICANN داسې ټولنه ده ، چې په نادولتي کچه نړ يواله پانګه لکه انترنيت اداره کوي کله ، چې په 1998 ز کې پخوانی ولسمشر بيل کلنتون پريکړه وکړه ، چې ICANN له منځه يوسي له دغې پريکړې سره مل بله هغه داوه ، چې امريکا له دغې نړيوالې پانګې لاس واخلي دخصوصي سکتور ديوې برخې په توګه دغه ټولنه ړنګه کړه . له دغې پريکړې څخه د بيل کلنتون ادارې موخه داوه ، چې دغه ټولنه نوره هم پسې منظمه او سیستماتيکه کړې ، چې د بيروکراسۍ او سياست له اوښتون څخه يې وژغوري .
د ICANN په اړه ويل کيږي ، چې دا ناسياسي او نا بیروکراتيکه ټولنه ده خوبياهم له ډيرو نيوکو او تورونو سره مخ شوه دغه نيوکې پر دريو ټکو راڅرخيدلې : شفافيت نه لري ، د مسووليت احساس نه کوي او مشروعيت نه لري . مدني ټولنې د ICANN د ګټې په اړه شکمنې دي دغه ټولنې وايې دغه ټوله ګټه د هغو سوداګرو جيبونوته ځي ، چې د (ملکيتونواونومونو) يوه برخه د دوی ملکيت دی سره له دې ، چې ICANN دخصوصي سکتور يوه برخه ده خو د امريکا دواک او اغيز په اړه دوی شکمن دي . مخ پر وده هېوادونه د ICANN د کميسون په اړه ،چې له 15 مديرانو څخه جوړ شوې او د کاليفورنيا دوالي دمرستيال او د امريکا دحکومت پر وړاندې مسووليت لري د چارو په اړه زړه نا زړه دي ان تردې ،چې خپله کانګرس هم د کميسون په اړه خپل شک نه پټوي که تل نه وي زياتره وخت ددغه کميسون غړي د استجواب لپاره خپلوغونډو ته رابولي .
دهمدغو نيوکو او تورونو له کبله دبهرنيو چارو وزارتونو استازو له زړه ورتيا ډک ګام پورته کړ او د ICANN پر وړاندې ودريدل ځکه دا ورته دامريکا د يوقطبي کيدو څرګنده بڼه وبريښيده په 2003 ز – له ټولنې سره دعملي ټکر کال – کې راپورته شول اوپه ټولنه کې يې دهغو مامورينو ځايونه ونيول ، چې داړيکو په برخه کې يې دندې تر سره کولې او دامريکا يوقطبيتوب يې وننګوه او په دغه برخه کې يې له خپلو پراخو تجربو څخه ګټه پورته کوله . دوی اوس پردې باور دي ، چې انترنيت بايد نور له امريکايانو له لاسه ووځي او د نړيوالولاسونو ته ورشي ځکه دا يو اړين او حتمي کار دی او کنه يوه ورځ به په ناببره توګه له دې سره مخامخ شي ، چې واشنګټن به د(ملکيتونو اونومونو ) له نظام څخه دir ټکي په حذفونې سره ايران د انترنيت له جال څخه وشړي او دغه کار دڅو ثانيو په ترڅ کې ترسره کيدای شي .
په 2004 ز کې دملګرو ملتونو پخواني مشر کوفی عنان له ورته زړورتيا څخه کار واخيست او دانترنيت دموضوع دڅيړنې په موخه يې يو څلويښت کسه ییز کميسون ته دنده ورکړه ، چې دغه موضوع وڅيړي دهمدغه فشار په ترڅ کې واشنګټن په مختلفو بڼو داخبره تکراروله ، چې سپينه ماڼې به په 2006 ز کې ICANN ته دا اجازه ورکړې ، چې له امريکايي ادارې څخه جلا شي . خو دا احساس يې ، چې نور هېوادونه هم هڅه کوي ، چې دغه ټيکنالوژيکه پانګه تر خپل واک لاندې راولي واشنګټن دا هڅه کوي ،چې دغه ټولنه تر اغيز لاندې وساتي په دې مانا ، چې دا موضوع هم دملي ګټو په لړليک کې شامله شوه . په 2005 ز کې دواشنګټن ځواب دتندر په څیر راپريوت دامريکا دسوداګرۍ وزارت ملګرو ملتونو ته خپله وروستې څپيړه ورکړه ملګروملتونو په همدغه کال کې دا راپور چمتو کاوه ، چې انترنيت بايد نور د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې وي واشنګټن اعلان کړه ، چې ICANN به د امريکا تر کنترول لاندې وي واشنګټن په هیڅ صورت له دغې پریکړې څخه نه تيريږي .
د انترنيت په اړه د نظريو ټکر
کوکيير وايي امريکا د انترنيت دموضوع په اړه له نوې تګلار څخه کار اخلي له یوې خوا په رسمي توګه دنورو هېوادو د حق منښته کوي ، دخپل واک په اړه ناارامه ده په ځانګړې توګه د (ملکيت او نومونو ) په لړ ليک دخپلو دوو حرفونو د ثبت اندېښنه ورسره ده ، په يو شمير ناستو اوغونډو کې دانترنيت دکنترول او څار له خبرو ملاتړکوي ، خپل سياستوال د ICANN دټولنې په تخنيکي برخه کې له لاسوهنې ايساروي .
له بل پلوه ، د انترنيت دسمبالونۍ او کنترول په برخه کې يو شمير هېوادونو ته ګوتڅنډنه کوي او د انترنيت د ادارې موضوع ، چې له اوږدې مودې راهیسې دامريکا په پچه رسیدلې وه نورو ته بيا دا ازادي نه ورکوي . کوکيير د شلمې پیړۍ په اتيايمو کلونو کې ديونسکو غونډه رايادوي . هغه مهال شوروي اتحاد اوملګرو يې هڅه کوله ، چې دخبري رسنيو فعاليتونه کنترول او مخ پر وده هېوادو کې دخبري رسنيو فعاليتونه وده ومومي ،دغه ډول هڅه پر امريکا او لندن ښه ونه لګيده او له ټولنې ووتل . کوکيير يادوي کوموهېوادونو ،چې په اتيايمو کلونو کې دغه ډول غوښتنه درلوده همدوی اوس غواړي ، چې له انترنيت څخه دامريکا لاسونه لنډ کړې .
کوکيير وايې : مخالف هېوادونه هڅه کوي د شميرو اوعنوانونو انډول نظام رامنځ ته کړې ، چې له ( ملکيتونو اونومونو) سره سیالې وکړې ، چې ICANN په واک کې دي . اوس داسې هڅې روانې دي ، چې د ( جاليليو)په نوم نظام رامنځ ته کړې دا به د ( واشنګټن دنړيوال نظام ) پر وړاندې داروپايانوغبرګون وي . داهغه هڅه ده ، چې دانترنيت له لارې اړيکې او پيوستون به له ډيرو ستونزو سره مخ کړې . که چيرې امريکا غواړي ، چې امسا له منځه ونيسي دغه مهال بيا امريکا ته ښايي ، چې دا نظام رامنځ ته کړې ، چې دغه هېوادونه په يوه بڼه په کې برخه واخلي او دا هغه څه دی ، چې نړيوال جال له ګواښ ژغورلی شي او د بيان ازادي نه محدوديږي اونه به يې نوې ټيکنالوژي د ګواښ په توګه کارولی وي .
په پای کې ، موږ دليدلوريو داختلافات پر وړاندې ولاړ يو . امريکايي اداره وايې د
( د انټرنيټ داداره کولونادولتي امريکايي ټولنې ) په څير ټولنه دا دواک له حساسې سرچينې څخه په خپله خوښه دامريکا دلاس اخستلو په مانا دي .
خوځينې نور بيا وايي ، دا دواشنګټن زيرکتيا ده ، چې د خصوصي سکتور دادارې پر وسيله انټرنيټ په خپل ګورت کې ټينګ ونيسي .
يوشمير شنونکي وايي : که دانترنیت داداره کولو چارې څو اړخيزه دولتي موسسې ته وسپارل شي دا به دروښانه نړيوالې ديموکراسۍ په لورې دګام پورته کولو په مانا وي .
خو واشنګټن پردې باور دی ، چې دا به د شاتګ مانا ولري ... د هغه اړيکو پر لور ، چې نور حکومتونه به يې اداره کوي . له دې کبله ددغو دوو ليدلوريو تر منځ د خلاء ډکولو څرنګوالی به د انټرنيټ په برخه کې ددغه نړيوالې پانګې برخليک وټاکي . هغه پانګه ، چې ډیری داسې اټکل کوي ، چې دا به تل ترتله وي ... خو له بده مرغه داسې نه ده .