
رحمان باباپه پښتو كې ديوه ټولمنلي گران شاعر او اخلاقي مبلغ په نامه پېژندوى دى، او زياتره يې دگرانـښت لامل اوعامل هم داگڼي، چې داولس په زړونو كې دهغه پيغام دانشا، دسادگۍ او رنگينۍ پربنسټ ولاړ دى اودبنسټ پخلى يې هم ځكه په برخه دى، چې دهغه پيغام ديوې مستجابي دعا انځور دى، وايي:
الٰهـــــــى دخپل حبيب لـــه بركتـــه
داساده انشارنگينه درحمان كړې
په سادگۍ كې درنگينۍ اغږل او گډول دهنر زېږونې اوفني تخليق يو وتلى اوممتاز استعداد غواړي، چې سخ دهغو چې دښكلا اوهنر څښتن ذات پرې لورولى وي .
موږ منو، چې درحمان باباد دهنر زېږونې دښكلا دعا په الٰهي دربار كې منل شوې او پيغام يې دپښتنو پرتخته دكاڼي كرښې په څېر دى ؛ خو دا پيغام او دهغې جوليزه يا ظاهري ښكلا دومره ساده هم نه ده ؛ لكه ديوه ساده ذهن خاونديې چې گټي او دا په دې چې درحمان باباپه مخاطبو كې لوستي او نالوستي دواړه راځي . دلوستي پوړ او طبقې لپاره خو ورڅخه درنگينۍ اوسادگۍ خوند داسې دى؛ لكه دتېلو او رڼا خپلمنځي اړيكه ؛ خو ددې پر وړاندې بيا دنالوستيو لپاره پردې پيغام دپوهېدو لپاره سړى اړ وځي،چې ليتكي واخلي او ټكى- ټكى او تورى- تورى يې وڅېړي . همدې اړتيا ( ليكونكى ) هم اړ ايست، چې درحمان بابا پيغاميزې وينا هغه برخې وڅېړي، چې له سپړنې پرته يې دعادي وگړي ماغزه سم پرې نه خلاصېږي او فكر يې نه ور رسي .
دادى په همدې موخه او هيله درحمان بابا په وينا كې لغوي زېرمه راسپړم او دهغو پښتنو مينه والو ته يې ږدم، چې درحمان بابا ديوه عالم، عارف او دبرخې خاوند شاعر په توگه مني ؛ خو په شاعرۍ كې يې ځينې ټكي دخپلې پوهې په مخ كې دېوال گڼي.
اخاړه : axārә اخېړ ، لېو .
څو به وي تندرسته دازمونږه ښايسته
زه يې درمانده يم په پشتۍ په اخـــاړه
الوى : lәwаya : وريت ، پوخ ،كباب .
عاشقان دې په اور سوي دي كه نه دي
ستا دعشق په اور الوي دي كه نه دي
اوډنى oḍńay: پړونى ،زړوكى ، لوپټه
لكه نمر هسې جلوه كاپه شفق كې
چې په سركانــــــــــدي اوډنى دســـــــــــها
اورپښتى orpəṣtay: پتنگ ، پتڼ
دبلبلـــــو وچـــــــمن وته پرواز وي
داورپـښتي وآتش وته غورځــــــنگ
( ۱۳۱ )
اوږمكه ozmaka : سپوږمۍ، اوږمۍ
هرسايل چې سوال د نان كا له اسمانه
گويا غواړي په كچكول كې اوږمــكه
اولسs ūlū : وگړي ، ملت، قوم
دمجاز له اهله طمع دخير مه كړه
همگي شرو شدت دى دا اولـــس
( ۱۰۵ )
اهداد ahdād : سزا ، هيداد، ايداد، وېرول
تل نامه دبدنامۍ وي پرې زباده
نه وېرېږي له پيغوره له اهـــــداده
( ۱۸۰ )
هر اهداد چې راكاوه شي ستا په مينه
په لېمه زما قبول هــــــــــغه اهــداد دى
( ۳۴۱ )
باگرام bāgrām : بگ ، بغ + گرام ، خدايي ښار، دپېښور زوړ نوم
هم نغمې كاندي ،هم رقص كا، هم خاندي
درحمان په شـــــعر تـــــــــــركې دبــــــــاگـــــرام
( ۱۴۱ )
باهو bāhu : دمړوند ښځينه پول ، اوږدپلن بنگړى ، باوو
لاس وپښې دې بې زېوره ښايسته دي
څه منت بـــــه دپايـــــلودبـــــاهـــــو كړې
( ۳۷۲ )
بدسگالbadsagāl: بدگومان، كوږ پامى، بدغواړى، بدوينى.
مه غوږ باسه د نا اهلو قيل و قال
پكار نه دى قيل و قال د بدسگال
۱۳۲
بډايي baḍāi : لويي، وياړ، غرور.
نظر نه كاندي هيچرې
په لويــــي، پـــــه بډايي
۲۶
بسيا basyā : استوگن، مېشت، وريت، قانع.
په اورسوى ښهر ويران وي څه حكمت دى
سوى ستا د مــــــــخ پـــــــه اور يم بســـــيا زه
۲۵۳
بلوڅېدل blocedәl : لگېدل، مښل، مږل، سولېدل.
څو مې تېغ په پهلو نه دى بلوڅېدلى
ستا پهلو به و رقيب اسان ور نه كړم
۱۴۶
بودنى budanáy: هوښيا، مفكر، د تدبير خاوند، انديال.
بودنى هغه باله شـي په دنـــــــيا كې
چې د تن په نابودۍ يې اعتقاد وي
۳۱۳
بهيbehi : ښه والى، روغوالى، نېكي.
خراب زړه مې بهي غواړي بلا دل شوه
چې كهي رامعـــــلومېږي كال پـــه كال
۱۲۵
پارڅى pārcáy : پترى، په جوارۍ كې كارېدونكي څاور پتري.
د قسمت پارڅى په لاس نېولى ناست يم
نه پوهېږم چې به جفت شي، كه بـــه طاق
۱۲۳
پاسلل pāslәl : ښېگڼه، احسان زباتول، سپارل، پاد( خاطر ).
رضا پـــاســــلوه قضــــا تــــــه
مدام خوښ ا وســــه خوشنود
۸۰
مگر ځان و خداى ته پاسلي په امان شي
گټه بل خوا ته د هـيچا اسان نه شـــــــــته
۱۹۵
پايله pāela : د پښو پسول، پايزېب.
لاس و پښې دې بې زېوره ښايسته دي
څه منت به د پايلو، د بـــــــــاهـــــو كړې
پړوكى pŗukáy : ټوټه، دپړي ټوټه،
په غمزو د تورو ستــــــــــرگــــــــو يم وژلى
ژوبل ژوبل، پړوكى پړوكى يم، ټوك ټوك
۱۲۵
پنډ pәnḍ : راټول، غونډ، گرد، يوځاى.
زه رحمان د هغه حسن دعا گوى يم
چې جرگه د عاشقانو وي پرې پنډه
۱۸۴
پنهم penham : پټ، پنا، ورك.
په خند اكې مې ژړا ده لكه شـــمع
له عالمه پټ پنهم د ځان په وير يم
۱۵۴
هسې پټ لرم دا زېړ رخسار له خلقـــــــو
لكه زر چې څوك له خلقو پټ پنهم ږدي
۳۷۱
پېڅل pecәl : زغمل، مهل.
زه په وصل كې هجران هسې پېڅــــــــمه
لكه څوك وي په خالي لاس په بازار گډ
۸۱
پېر per : چورلك، څرخ خوړل، اندازه، حالت.
د دنيا چارې مدام په قرار نه دي
د بڼو په ځمبول كې په بل پېر شي
۲۹۰
پېړۍ peṛәy : څوكۍ، كتگى، د ناستې كټځولۍ، سدۍ.
د پالنگ او دپېړۍ حاجت يې نشته
د يارانو نشتــــن د زړه په تخـــت دى
۳۳۹
تاړ taṛ : شوكمار، داړه مار، بلوسگر، گركه، غټ گټ
خود به وران شې د دنيا بازاره تاړه
هر نفس د بېلتانه په تــــــاخت لتاړه
۲۱۱
تراړه trāṛa : تيږه، كاڼى، د غرو لمن، شگلنه ځمكه
كه رز سل كاله يې تېر شي په اوبو كې
په نرمۍ به نرمه نه شي و چه تــــــــــراړه
۲۱۱
تركه turka : نانځكه، ناوكۍ، گوډۍ، معشوقه.
هم نغمې كاندي، هم رقص كا، هم خاندي
د رحمان پـــــــــــه شعــــــــــــــر تركې د باگرام
۱۴۱
ما عبدالرحمن غوندې ځواب كړ ورته سلو
خداى خبر چې كوم يو هغې تركې ويـــــلاړه
ترو tro : نو، ترې، د دې لپاره، د هغې لپاره .
چې دا هومره آفتونه ســره ټول شـــــــــي
تر و څوك څرنگ ځنې كاندې اجتناب
۶۴
ته چې نه كوې باور په آيتــــــونو
ترو زما ويل به څه درلره پند وي
۳۱۴
تورۍ torәy: سورنى، تورم، تورنگ.
خداى د عشق د پهره دارو په لاس وركړم
چې شپه او ورځ مې غږ وي لــــــكه تورۍ
۲۶۳
توسن tosán: اس، نيلى
چې توسن د فلك زين كاندي له نازه
دا هلال يې په ځاى داسې په ركـــاب
۶۲
د فلك په توسن سور شي
ستار كېږدي پــه سرهوك
۱۲۴
ټكوركى tokurkay : وړه ټوټه، د پوزي ټوټه، چنډه.
بې هاتيانو، بې اوښانو پادشاهي كا
د زاړه پوزي ټكور كې يې قالين دى
۳۵۴
ټنډțanḍ : ډېر سخت، پياوړى، سېكمن، چاغ.
د عــــــــــــاشق د لاغــــرۍ سبب دا دى
چې فرقه د معشوقو شوه په زړه ټنډه
۲۰۲
جوړ joŗ : لكه چې، ښايي.
چې يې نه ياد په وفا، نه په جفــــــا كړم
جوړ رحمان د هغه يار له د له هېر شي
چكنا čaknā : سرخاب، د سرې هيلۍ نر.
د چكنا چكنۍ بېلتون په نيمه شپه وي
ستا زما په حال غماز شه د ســـــــبا مخ
۷۵
چكنۍ čaknәy : سره هيلۍ، .
د چكنا چكنۍ بېلتون په نيمه شپه وي
ستا ، زما په حال غماز شه د سبـــــا مخ
چكوه čakwá : سرخاب، چكنا.
دا چكوه، چكوۍ چې ژاړي گرم خو نه دي
په ارمان يې ځبله بېل كــــــــــړه رقيبــــــــانو
۱۷۶
چكوۍ čakwәy : سره هيلۍ، چكنۍ.
دا چكوه، چگوۍ چې ژاړي گرم خو نه دي
په ارمان يې ځبله بـېل كـــــــــــړه رقيـــــــبانو
چورۍčawrәy: دا س له لكۍ نه جوړ مچبڼك، مچشړونى،
د پېزوان د غمې دې زېب كا په لبانو
دواړه زلفې دې چورۍ د ملــــــــنگانو
۱۷۶
چورۍ čurәy : سلۍ، چنگړۍ، يمساېڼه، چواړۍ
حسن واړه د عاشق په عشق موقوف دى
معشوقه كـــــه فرېښته وي، كـــــه چورۍ
چوك čuk : ټوټه، لږ څيز، پوټى.
كه نارې وهم، كــه ژاړم
پروا نه لري يـــــو چـــوك
۱۲۴
كه نارې وهم ، كه خاورې په سر نولم
ناروا شه كــــه پروا لــــــري يـــــــو چوك
۱۲۵
چووه čuea : د چند ړود كونۍ يو خوږ بويه توكى
هزار حيف دى چې په خاورو كې لاړه شي
پــه چـــــــــوو او په چـــــــــــندڼ لـــــړلى خــلق
۲۳
خپسر xәpsar : خپل ځان، خپل سر، پخپله.
دلگيري او خوشحالي كه پخپل لاس واى
پخپل لاس به خپسر هېڅوك دلگير نه كا
۳۳
خټولxațol : په خټو لړلى، په خټو ككړ، ناپاك، گډوډ، خړ
هغه بحر څه په بحر حســـاب نه دى
چې اوبه يې خاك آلوده وي خټولې
۳۳۱
ځبله jábla : يو له بله، پخپلوكى، وبله.
دنيا واړه ځبله زيست وروزگار كاندي
خو يو زه په دغه بار كې كوږ لرگى شوم
خر خاري ده، چې يې يو ځبله كـــاندي
هر خود راى چې له خود رايه محبت كا
۲۴
ځله jála : لېوالتيا، مينه، شوق، سود
كه د ستا په مخ كې بوى د حجاب نشته
زړه له ډېرې ځلې وايم، چې نهـــــــان وي
۳۴۹
څړه caṛá : يوازى، گوښې، جره.
باد دې لاس په پلو كېښو څړه، رېږدې
گل دې مخ وته نظر كا خـــولى پرېږدي
۲۴۸
څله څوله calacúla : باربونه، د لارې توښه، لوښي لرگي.
عاشقي د خپل نغري په غاړه نه شي
څو په يار پسې وانخلې څلې څـولې
۳۳۱
څلى cәláy : په گوته كې اچول كېدونكې كړۍ ، گوتمۍ.
چې څلى يې ستا د څمنو شه په گوته
په تحقيق توره بلا تېروي ســــــــــر ته
۱۹۵
دښن daṣán : دښمن، دښنه.
هغه يار چې وما جام د ميــــــو راكړ
د دښنو وينې مې وڅښې بې شد ته
۱۸۹
دغا da ā: ټگي، چل ول، دوكه.
لكه ټگ او دغا باز وي
په مرغانو كــــــــــــې ډگر ۸۵
دغمې da me : تغمې، داغونه
د پېزوان د غمې دې زېب كا په لبانو
دواړه زلفې دې چورۍ د ملنگــــــــــانو
۱۷۶
دمك damák : دم، شېبه، دسترگو رپ
دا درازې اندېښنې مه كړه رحمانه
د دنيا چارې په تله دي تر دمــــــــكه
۱۹۲
دوك duk : درد، خوږ، ربړ، كړاو، نول، رنځ.
هېڅ اثر ورباندې نه كا
د درد منو درد او دوك
۱۲۴
كه له ډېره درد و غمه مې زړه چوي
ورته هېڅ دى زما درد او زما دوك
۱۲۵
ډبر ḍabár : پوپنا، تباه، لتاړ.
يــو ټبر د خرم څه و
ډېر عالم يې كړ ډبر
۸۶
ډگر ḍagár : يو مارغه دى، ميدان، اواره ځمكه.
لكه ټگ او دغا باز وي
په مرغــــانو كـــــــــې ډگر
۸۵
راج rāj: واكمني، شتمني،
لېونتوب له لېونيـــــــــــــو تلونى نه دى
كه يې راج په خــونه ورشي كه تاراج
۷۲
رتۍ ratәy: د يوې هندۍ وتى تخم چې د تول لپاره كارل كېږي، د ماسې اتمه برخه.
كه يوه رتۍ زر دې په لاس كـــــــېوځي
خرڅ خروار د عبادت، په رتۍ وركړې
۲۶۸
روهيلىroheláy : دروه استوگن، روهي،
په اميد دزلفو و نښتم پــــــــــه دام كې
روهيلى وم ساده دل په هندوستان گډ ۸۱
رېمن remán: زوړ، خيرن،
خپل صورت په آيينه هر څوك ويني
كه څېره د چا صـــــفا وي، كه رېمنه ۹۹
زبر jbar: ياد، زوت، ( درياب)
نه په بد ويل زهـير وي
نه پرې ښه وي د چا زبر
۸۴
زوږ jwaz : ناويات، ترې تم، پو پنا، حرام، ورك.
بې مينه قرارى رابـــــــــاندې زوږ وي
شپه او ورځ په حركت كې لكه باد يم
۱۵۴
چې دې حوړه كړه لينده د كږو وروځو
خوب دې زوږ كړ د حــــــــرم په غزالانو
۱۷۶
زوم jwam : كم، ورك ، ترې تم،
صبوري او قـــرارى دې په زوم شي
كه بې تا به مې يا صبر يا قرار وي
۳۱۵
زېرمه jerma : چاره، تدبير، لاره چاره، ذخيره.
دا سفر به په هــــــــغو باندې اسان وي
چې تر كوچ پخوايې زېرمه د توښووي
۲۷۵
ژغړ: ž әṛ: ژغورلى، ساتلى، خوندي شوى،
دا خوزه لـــــــــــه شفقته تــــــــاته وايم
گڼه ځان له سرنو شته په چاژغړ شي
۲۱۹
ژوى wayžә: ژوندى، ساكښ، حيوان.
هغه ژوى چې بې خدا يه محبت كا
همگي واړه بې ځــــايه محبــــت كا
۲۳
سالو: sālū : پړونى، څادر، ورېښمين څادر، سور پړونى،
و به نه ويني د تركو مستې ستــرگې
مگر ځان پخپلو وينو سور سالو كړي
۳۷۴
ساوو sāwu: ساهو، شريف، ازاد.
چې له خپله كوره ووځي مسافـر شي
څوك يې پېژنې ساوو دى ، كه مريى
سپارې supāre: د غوږ په شان كل,ك غونډارى، چې تر ميده كولو وروسته په پان كې پكارېږي.
ستا تر قده تر قامتـــــــــــــه نه رسېږي
كه نښتر، كه سپارې دي، كه كجوره
۲۰۷
سكه ska : نو، ځكه.
سكه له دې خبرې هسې معـــــــلومېږي
چې خپل صوت دى هـر سـړي لره غماز
۱۰۱
چې يې بهـــــــــــــــا زلمـــيو څــخه نشته
جونه نه دي، سكه گنجو نه د قارون دي
۲۷۴
سكوې skoe : گنډون، پرټوكر باندې گلبوټى جوړول.
عــــــــاقلان چې پښيمانېږي، هغه نه كا
هغه سكوى د بې هنرو وي چې سپړ شي
۲۹۱
شېرشاهې ŠerŠāhi: د شېرشاه له خوا د تول لپاره ټاكل شوې اندازه، لږ څيز.
بې له خدايه چې مدام په يوه حـــــال وي
سړى كله شېر شاهى وي، كله سېر شي
۲۷۵
غور or : برخه، ونډه، ايسك، پچه، پېڼډه
كه ته نه يې بـــــــــد كرداره بدلــــــــمنه
كښې دې مه نه بد كردار سړى په غور
۹۶
غورځنگ wәrjáng: جوش هڅه، مستي، گواښ، بريد،
د بلبلــو و چمن وتــــــــــه پرواز وي
د اورپښتي و آتش و ته غورځنگ
۱۳۱
غورځى wәrjáy : ټوپ، هڅه، مستي، بريد.
نا اشنا به بهره څشكل ځنې مــــــــــــومي
چې مدام يې په اشنا باندې غورځى دى
۳۶۱
كاړ kāŗ : ځمكه، سنگېړ، شنتكاړ، كرېړ،
كه ليلا غواړې بـــــــــايـــــــــده دي دا رحمانه
چې مجنون غوندې ساكن په كوه و كاړ شي
ب / ۲۲۲
غوك ūk : چېنډخه، چينډخ، چونگښه.
زه به ولې د خپل يـــــــــار ثنا نه وايم
چې سحر سحر نارې وهي تل غوك
۱۲۵
غونډ wәnḍ : غرگى، گټ، غونډارى.
لكه غونډ د مالگې كېږدى په اوبو كې
زه هم هسې سر زده شوم په مثــــــال كې
۱۳۵
غونډژبى wәnḍ žәbay : ژبور، خولور، فصيح،
د غونډ ژبيو شاعرانو دخولې نه دى
ځكه هسې رنگ صفا دى دا حديث
۷۱
قران qerān : نژدېكت، يو ځاى كېدل.
د ټولي په منځ كې د رومي لكه بطه
په قران قران راځي په زړونو لېږدى
۷۱
كجايي kujāi : بېځايه كړېدونكى، چټى ويونى، كوڅه ډب.
دغه كار كولاى نه شي
هر كم فهم، كجــــــايي
۲۶۱
كچرۍ kačarәy : نياوتون ، عدلي او قضايي محكمه،
د وصال د لالان كوم طرف ته غواړم
چې بندي شوم د هجران په كچرۍ ۲۶۴
كړمkaṛám: خوږ، ژوبل، ټپي، له كاره وتى.
د مرهمو تيارى درلره بويه
څو لا نه يې د اجل په تېغ كړم
۱۳۸
كړمن kaṛmán: بې خوبه، شوگيروهلى.
چې سبــــــا له خپله ياره جـــــــــــــدا كېږي
كه د سلو شپو كړمن وي، څه به خوب كا
۲۱
كنگوkangū: زعفران.
صحبت بې تاثيره نه دى دا حديث دى
كنگو نمرې په څېر د گـــــــــــناوند دكه
دا/ ۲۲۹
كوتل kotәl: حلالول، پرېكول، پوټكى اېستل.
چې كوتبلى وي تېغ ستا د چشمانو
سر حلقه وي د جمله وو شــــــــهيدانو
۱۷۷
هسې ډوب يم ستا د غم په درياب تللى
چې ماهي غوندې بې تېــــــــغه يم كوتلى
۳۳۰
تا چې رنگ د گلو واخېست زه پوهېږم
زرغونه به په څېره زما كنگو كړي
۲۷۳
كوتي لال kūtilāl : ديوه ترخه بوټي سرې سرې دانې چې پر ټپ دستۍ لپاره پكارېږي.
چرته د يار شونډې چرته غم د دل و جان
چرته كوتي لال او چــــــرته لال د بدخشان
( ب ) ۱۱۹
د دانا او د نادان صحبت دى هسې
لكه گډ شي وبلــــــه لال او كوتي لال
۱۲۴
كوړمه koṛmá: كولمه، ټبر، كورنۍ.
يو سړى چې په كوړمه كې د چا گرم شي
واړه گرم كا،كه پنځه وي ، كـــــــــه څلور
كوله kolá: د گل د ناړ ( ډنډر)، له پاسه د گل برخه
هسې باد پرې د فنا له لوريه والوت
د لاله كوله يې پرې اېسته لـــــــه ناړه
۲۱۱
كهي kehi : بتري، بترېدل، بدېدل.
خراب زړه مې بهي غواړي بلا دا شوه
چې كهي رامعلومېږي كال په كــــــــال
۱۳۵
گرام grām : استوگنځى، كلى، ټاټوبى، سيمه .
دا جهان د مسافرو يـــــــو ربــــــــاط دى
تله دي تله دي له دې گرامه راشه راشه
دا / ۲۱۰
گروهېدل grohedәl: باور كول، عقيده لرل، لېوالتيا، ځيرېدل.
ډېره شوه په يار پسې ژړا زما
نه گـــروهېږي په ژړا اشنا زما
دا / ۲۶
گوډيكه gūḍyáka: ډانگوره، د گوډو شلو لكړه، مجازا ستن، ضامن.
هېڅ پكار نه ديسا د پاڼ په سيورى
كه تر لاندې وي دا وسپنو گوډيكه
۱۹۳
گېدي gedi : له گېد ( ټپوس) سره اړوند، بې غيرته، خر، بړوا.
كه د عقــــــل څــــــــــه اثر لرې وسرته
لاس په سر مه شه د هر گېدي و درته
۱۹۱
گورهنډهgorhánḍa : تنگ تياره غار، ډرغل، گړنگ، كنده، قبر.
سخت ساعت د بېلتانه به مې هېر نه شي
كه راډكـــــــه شي د تورلــــــۍ گــــــورهنډه
لرغونى lar ūnáy: پخوانى، وختينى، ځنډن.
كه له ډېره غـــــــــمه دم د چـــــــا ختى
زه به مړ وم ستا په عشق كې لرغونى
۲۵۱
لښتۍlaṣtәy: د غوږونو پسول، والۍ،
يو يې ساز، بل يې اواز دى د لښتيو
درېيم شعر پرې آغـــــاز كا انتــــخاب
۶۴
لښل lṣәl: لېږدېدل، گډه كولو بارول.
چې يې كډه وي د يار په لوري لښلي
لكه بحر هسې د رومي بـــــــــــقا نه كا
۴۳
لوڅېدل locedәl: لوڅې پوڅې كول، هلې ځلې كول، بوختېدل، مشغولا.
دا خو زه يم ستا له غم سره لوڅېږم
څـــــوك لــــه دېوه سره كــــا پهلواني
۲۶۸
لوړ lawәṛ: لوړكى، كوتك، ډانگ.
نېكنامي له نېكخويۍ نه پيدا كېږي
دغه چاره نه په سوك، نه پـــــه لوړ شي
۲۹۱
لوښتل loṣtәl: له بېخه اېستل، نړول، لېږدېدل.
چې يې كډه ده د يار په لوري لوښتې
لكه بحر هسې د رومـــــي بقـــــــا نه كا
۲۴
هم دې لويو لويو غرونو ته حيران يم
چې ونه لوښته له وېخه ســـــر غلطان
۱۷۱
لېو lew : شوق، تنده، مينه.
اى د نفس او د حرص په هوا لېـــوه
په ظاهر صورت ملك په مغى دېوه
۲۴۵
مرغچيچ mar ačič : خرموره، كونجكه،
بد اختر به نېك اختر نه شي هر گز
مرغچيچ به در گوهر نه شي هر گز
۱۰۵
مسلوب maslūb : تښتول شوى، شلول شوى، شاړ.
عقل د رحمان يې په جفا سره مسلوب كړ
مه كړه مه كړه مه كړه هسې بده يـــــــارانه
۲۰۱
مهوت mahūt : ماوت، هاتيوال، پيلوان.
عاشقان د ناصحانو وينا څه كــــــا
مست همايي د مهوتانو پروانه كا
۳۱
نارون nārūn: له ناوليو اوبو څښلو نه پيداكېدونكې دانه، چې د تار غوندې نرى چينجى پكې وي.
په شانه سره يې تــــار د زلــــفو بېل شو
كه غوڅ شوى مې نارون دى نه پوهېږم
۱۴۷
ناړ nāṛ: د گل ډندر ، د غضو يا وربشو دروزه.
هسې باد پرې د فنا له لوريه والوت
د لاله كوله يې پرې اېــــسته لــه تاړه
۲۱۱
ناغهnā á : له غوسې او خپگانه په سترگو كې پيدا كېدونكى سور داغ.
ستا په غم مې ستر غلي سرې سرې ناغې شوې
يا خيمې دي، سيــــــــــــــــه پــــــوشه سره طنـــاب
۵۱/۱
ندي nadáy: رود، سيندگى، خوړ، لويه واله.
څوك دې غم زما د ډېرو اوښكو نه خوري
كم بــــــــــه نه كا په خوردن ســــــــــــره ندي
۳۰۳
نړل naṛәl : رمباړه وهل، نړا، د خره هنگېلا.
په نور څه پسې بې خدايه ژاړي ولې
د چارپاى په څېر بې ځايه ناړې ولــې
۳۹۱
نغړلn әṛәl: نغرل، تر ستونې تېرول.
په رحمان يې ياره دلبر هسې گران دى
لكه زه زهېر چې ديده دانسته نغړ شي
۲۹۰
نمري nmari : جامې، كالى، اغوستن، ښځېنه مياشتنى عادت.
چاچې نمري وي په خپلو اوښـــــيو وللي
د شبنم په څېر به تل وي سپين سپېڅلي
۲۶۷
نوري nwari : وك نمري ،
ډېر عالم به نوري رنگ كا معلومېږي
تا چې هسې جامې واغوستې رنگينې
دا / ۴۰۸
نول nūl: وير، اندېښنه، خپگان، سودا، بېوزلي
چې رحمان غوندې خورسند نه شي په نول كې
خلاص به نه شي په هـــېڅ رنگ د زړه لـــه نوله
۱۹۷
نهي nahe: د نه كولو شرعي حكم
دنيا نه ده هغه دين دى
چې لـــه نهـــي وي سوى ۹ مخ
هجو hajw : سپكې سپورې ويل.
ملاح او هجو د حبيب او درقيب كړم
د رحمان نه زده بل هجو بل اوصــاف
۵۱
هد هد hod hod : ملا چرگك.
كه يې تاج وي په سر اېښى غزا وشوه
په نظر زما هد هـــــد دى يــــــــا خروس۴۴
هرگورهhargora: هرو مرو، اړين، البته.
كه د عشق لاره اغزنه ده هر گوره
د عاشق په پښو څپلۍ دى داور
/۳۰
هژده هزار haždáhazār : اتلس زره
چې هژده هزار قومونه كې پيدا كړه
مـــــې دي هغــــــــه پـــــــــــــروردگار
۲۹
هفت اقليمhaft aqlim : اوه واړه اقليمه
ټوله نړۍ
بيا ذكر شوى په زړه كې
بادشاهي د هفت كــشور ۳۶
هماى homāy: يو مارغه دى چې وايي پر چا يې سيوري وشي، پاچا كېږي.
ستا د باغ و بڼ زاغ په نظر زما همــاى دى
په نظر زما هماى دى، ستا د باغ و بڼ زاغ
همتايي hamtāi : ملگري، ملگرتيا، سيالي.
هر كم بخت يې كله مومي
د دلــــــــــــــبرو همـــــــتايي
/ ۲۰۳
همدمي hamdami : ملگرتيا همكاري
دبېلو دو همدمي په دې يې دردكا
دنامردو همدمــي به دې نامردكا
هنگام hangām : وخت، مهال، شېبه.
نن هنگام دى كه وفا كړې كه جفا كړې
چارې نشي بې هنگامــــــــه راشه راشه
/ ۴۵
هوك huk : له زړه نه د جوش اواز راختل
د آسمان په نيلى سور لكه افتاب شي
د زر بفتو دستار كېږدي په سرهـــوك
هېنده henda: پرځونې، يو بل راڅملونه، لوبه ده.
طالبان كه مرور دي هم پخـــلا دي
بې مطلوبه د چا نه رسي دا هېند۱۱۱
يسارyasār : كيڼ، گڅ، چپ.
نه بې ښكته ملك ليدلى دى نه پورته
خبر نه يم په يمــــين او پـــــــــه يســـــــــار
/۲۹
يك انداز yakandāz: يوه اندازه، يوڅه، يو برابر
آفرين د عـــاشقــــــــــــانوپــــــــه همــــــــــت
چې په عشق كې يك انداز دى يكجه۲۱
يرغال yar āl: يرغل، ځغاست، منډه، بريد
د دنيا چارې فاني دي
رفت آمد كې په يرغال /۸۶
يك جهت yakjahát : په يوه خوا، په يوه لوري، په يوه اتفاق
آفرين د عـــــــــــــاشقـــــــانوپــــه هــــــــمت
چې په عشق كې يك انداز دى يكجهت
۲۱
يمين yamin : ښى.
نه بې ښكته ملك ليدلى دى نه پورته
خبر نه يم په يمين او پــــــــه يســــــــــــار