دپښتو تړلي گړونه دمانيز توپير په بهير كې

                                                                                                                               پښتو دخپلې پراخې پښويې ( گرامر) او زياتو بې دوديو له كبله يو څۀ پېچلې ده ؛ ترڅنگ يي دگړني وينگ او ليكنۍ بڼې توپير له يوې خوا او زموږ دليكوالو لټي له بلې خوا ديادونې وړ ده . زموږليكوال او بيا هغه ليكوال ، چې ځانته يو څه وايي ؛ هم دډېرو ژبنيو تېروتنو او ښويېدنوښكار كېږي .
 څوك (لپاره) ليكي ، څوك د( پر)  ځاى(په) ته وركوي او په لوى لاس خپله موخنه مانا زيانمنوي . زموږ نننۍ سكالو پر همدغو څيزونو څرخي ، چې پيل به د ( په ) او ( پر) په توپير او كارونه وكړو:
 ( په ) او پر دواړه وييكي او په وييكو كې سربلونه دي، چې له بېلا-بېلو اوستربلونو سره راتلاى شي او مانا بدلولاى شي ؛ لومړى ديوې غونډلې مانا بدلوي،چې دغونډلې په مانيز بدلون سره پاراگرف بله مانا اخلي او دپارگراف له توپير سره پوره متن بدلون مومي او هغه جاج څرگندوي، چې اصلاً دليكوال موخه او هيله نه وي .
 كه موږ وغواړو دسربلونو ځايونه وپېژنو؛ بايد هغه او ستر بلونه وپېژنو، چې له خپلو سربلونو سره جوخت راځي ؛ يانې پوه شو ، چې كوم سربل له كوم اوستربل سره كارېږي او يايې سرچپه دسربلونو له لارې اوستربلونه وپلټي؛ مثلاً: (په) له ( كې ) ، (سره) پورې ، (پسې) او داسې نورو وروستنيو سره راتلاى شي؛ خو يوه خبره ديادونې وړ ده ، چې وييكي (ادات) په كوم ويي پورې نه نښلي ؛ لكه وروستاړي يا مختاړي، چې نښلي . وييكي له وييو بېل راځي او سربلونه اوستربلونه ديوې كلمې دواړو اړخونو ته راځي ؛ يانې سربلونه مخې او اوستربلونه تر كلمې وروسته جوخت راځي ؛ لكه (كتاب په كوټه كې دى ) په دغه غونډله كې ( په ) سربل او ( كې ) اوستربل دى ، چې نوم ( كوټه ) يې له دواړو اړخونو نيولې ده. خبره مو دسربلونو اوستربلونو دهمرنگۍ كوله؛ د(په) سربل څو بېلگې به وړاندې كړو او له( په ) سره به يې په توپير وغږېږو :
 ( په ) له (پسې ) سره : په بريالي پسې لاړم.
 ( په ) له (پورې ) سره :په موټر پورې نښتى وم .زموږ ډېرى ليكوال دغه ( په  ) پر ( د) اړوي او ليكي : ( دبريالي پسې...) يا ( دموټر پورې...) ، چې دا دواړه بڼې يې ناسمې دي . ( په ) له ( سره ) سره دآلې ښكارندويي كوي؛ لكه : په چاړۀ سره مې وواهه. (چاړۀ) د(په) او(سره) سره پرآلې اوښتې ؛ هغه آله ،چې وهونكي ترې كار اخيستى دى .
 موږ ډېرى وخت دغږېدا پر مهال له ( په ) سره (سره) دبشپړتيا لپاره نه راوړو او دغې ستونزې زموږ پرليكنو هم اغېز ښيندلى؛ ځكه موږ په ليكنه  كې هم له (په ) سره (سره)اوستربل نه كاروو، چې د(سره) دغې نه كارونې د(په) او (پر) ترمنځ ربړه اچولې او دلته د(په) او(پر) توپير ستونزمن كېږي .
( په ) له ( كې ) سره ،چې انگلسي انډول يې ( IN ) دى او دهغې ښكارندې شتون ښيي ، چې ديو څه په دننه كې وي ؛ لكه : توريالى په كور كې دى . اوس به پر ( پر) راگرځو : د( پر) سربل ، اوستربلونه او بېلگې يې په لاندې ډول دي :
( پر) له ( باندې ) سره ، چې دانگلسي معادل يې ( ON ) دى او هغې پديدې ښكارندويي كوي ، چې پر يوڅه برسېره پروت وي ؛ لكه :
قلم پرمېز باندې دى .
( پر ) له ( سربېره ) سره ، چې ( باوجود ، لكه ...سره _ سره او ... ترڅنگ ) ته ورته مانا ښندي . زياتره ليكوال له( سربېره) سره ( له ) راوړي او تېروتنه كوي . داكار زموږ لوى _ لوى ليكوال كوي . همداراز ( سربېره ) ( برسېره ) ليكل هم يو ناسم كار دى ، چې زموږ ځينې ليكوال يې تر اوسه پالي . د ( پر ) او ( سربېره ) بېلگې په لاندې ډول دي :
پربريالي سربېره غرزى هم راغلى و .
د ( په ) او ( پر) توپير : لكه له مخه مو ، چې وويل ، كه موږ دسربلونو توپير غواړو ؛ نو يوه لاره يې داړوندو اوستربلونو پېژندل دي ؛ يانې په دې پوهېدل په كار دي ، چې كوم سربل له كوم اوستربل سره راځي . بله دحل لاره يې دمانيز توپير او پخپله دمانا پېژندل دي .  د( په ) او ( پر ) په برخه موږ له همدغو دوو ستونزو سره مخ كېږو ؛ مثلاً له ( باندې ) سره د ( پر ) ځاى ( په ) راوړو او ليكو : ( په كوټه باندې ) له يوې خوا دمانا  نه  درك  دى او له بلې خوا گړنۍ ستونزه ده ، چې ليكنۍ شڅې ته يې سرايت كړى دى . بل ځاى چې موږ د ( په ) او ( پر ) له توپيره غافله كوي ؛ له ( په ) سره د ( سره ) نه كارونه ده ؛ لكه غواړو وليكو : ( په سر روان دى ) ؛ نو يو ځل موفكر هرو – مرو  ( پر ) ته ځي او له ځانه پوښتو ، چې ( پر) نه راځي ؟   
 (په ) له ( سره ) سره لكه مخكې ، چې مو وويل ، د آلې څرگندونه كوي او ( پر ) له (  باندې )  سره ، چې يو څيز پر څه له پاسه پروت وي . زموږ ليكوال په همدغه برخه كې د ( په )  او ( پر ) توپير تلولي كوي  او بايد تلولي يې كړي ؛ ځكه مانا سرچپه كوي ؛ لكه وايو: ( پر پښتو يې ليكم ) ؛ يانې دپښتو ژبې گرامر يا تاريخ څېړم ؛ خو كه ووايو : ( په پښتو يې ليكم ) ؛ نو موخه دا ده ، چې په ليكنه كې له پښتو ژبې كار اخلم . په دغو دواړو بېلگو كې مو اوستربلونه ( باندې  او سره ) غورځولي وو ، چې تر څنگ يې مانا هم يو څه ټكنۍ شوې وه ؛ خو موږ داوستربلونو پرځاى د مانان په لاسنيوي د ( په ) او ( پر ) ځايونه وپېژندل . همداسې د ( په چوكۍ سره مې وويشت ) او ( پر چوكۍ باندې مې وويشت ) مثالونه هم درواخلئ . لاندې شعر يې هم  ښه بېلگه كېداى شي :
خدايه  دابازار تالا كړې په مغـولــو
دمفلس حُسن په يو موټي چڼو ځي
كه په دغه بيت كې دلومړۍ مسرې ( په ) پر ( پر ) واړوو ؛ نو مانا يې سرچپه كېږي . شته بيت دا مانا لري ، چې گني مغل دې راشي او دا بازار دې تالا كړي ؛ خو كه (پر ) راوړو ؛ نو مطلب داشو ، چې مغل په بازار كې دي  او نور څوك دې راشي ، پرمغلو دې بازار تالا كړ ي  او مغل دې له بازاره وشړي .
 بله ستونزه د ( د )  او ( له ) ده ، چې زياتره ليكوال له ( سره )  او ( څخه ) اوستربلونو سره د ( له )  پرځاى ( د ) كاروي  او په متن يا غونډله كې ماناييزه ستونزه پېښوي ؛ لكه دحمزه بابا دابيت :
دنرگسي ستگو دې وكړه تپوس
ولې ماداسې ټيټ كتل زده كــړه
دگړدودي او گړني توپير له مخې په لومړۍ مسره كې  د ( له ) پر ځاى ( د ) راغلى او ژبه يې په مانيز ډگر كې ځنډنۍ كړې ده
كه څوك دپښتو له ختيځ گړدود سره بلد نه وي ؛ نو ( دنرگسي سترگو دې وكړه تپوس ) يو اضافي تركيب بولي ؛ لكه يو تن بل ته وايي : هغه دورور تپوس خو دې وكړه كه نه ! . مگر په پورته بيت كې ( له ) دى او دشعري اړتياله مخې ورسره ( څخه ) اوستر بل نه دى راغلى ؛ يانې ( له نرگسي سترگو دې وكړه تپوس ) . بله ستونزه داده، چې زموږ ډېرى ليكوال د دري ( تاكه ) ړنده ژباړه ( ترڅو ) ډېر كاروي ؛ سره له دې ، چې په دري كې تاكه  دوه مانا شيندي ، چې ديوې لپاره يې ، چې مهالي قيد دى ؛ موږ همدغه ( ترڅو ) لرو او دبلې لپاره يې دعطف وييكى ( چې ) بويه وكاروو؛ مثلاً:
تاكه كريم نه آيد ؛ من اينجا نه ميروم .
ژباړه : ترڅو چې كريم رانشي؛ زه له دې ځايه نه ځم .
او دبلې مانا بېلگه يې دا ده :
من ميروم ؛ تاكه او بيايد.
ژباړه : زه ځم ، چې هغه راشي .
خو زموږ پښتانه ليكوال د ( تاكه ) د دواړو ماناوو لپاه ( ترڅو ) كاروي او د ( چې ) ځاى هم ( ترڅو ) ته  وركوي .هيله ده ، پښتانه ليكوال پر دې څو خبرو او وړانديزونو پوه شوي وي او په راتلونكې كې پښتانه مورفيمونه سم وكاروي .