ناټو او افغان کړکيچ

   که د ناټو پروګرام په ریښتیا په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو له پاره وو نو د دوی له شتوالي سره دادی اووه کاله کېږي چې هغه مخ روانه ده او ددې مانا داده چې «ناټو» په دې جګړه کې ماته شوې ده.  خو که ناټو همدا غوا ړي چې په افغانستان کې یې د لښکرو د اوږدمهالي پایښت له پاره جګړه همداسې روانه ښه ده، بیانو بریالۍ ده.
موږ په روان بهیر کې دا دواړه اړخه له پامه نه غورځوو او د پرلپسې کتنو په ترڅ کې دې پایلې ته رسېږو چې ناټو هم ماتې خوړلې او هم بریالۍ ده.
دا چې څنګه یوه ښکارنده پر یوه ځای او مهال دوه رنګه درلودلای شي؟ منطق یې ډېر پېچلی نه دی. د ناټو د غړیو هېوادونو په ستراتیژیو کې بېلتون لیدل کېږي او هر یو د خپلو غوښتنو له پاره جنګېږي. هغوی چې غوښتنې یې په سیاسي ثبات کې دي؛ مات شوي او هغوی چې په بې ثباتۍ کې خپلې ګټې لټوي؛ بریالي دي او په دې توګه په ناټو کې د دوه رنګۍ د شتوالي پوښتنه ځوابېږي.
له دې سره موږ په افغانستان کې د جګړو دوې جبهې وینو. یوه جبهه هماغه ده چې اور و لوګی په کې لیدل کېږي او دویمه جبهه د بهرنیو اغېزناکو هېوادونو تر خپل منځ پټه استخباراتي جګړه ده. تر لومړۍ جګړې دا دویمه ډېره کارنده برېښي.
همدا استخباراتي جګړه په هېواد کې د ثبات د مخنیوي بنسټیز لامل دی چې په واکمنو او مخالفو دواړو کړیو کې د اجنټانو په مرسته پر مخ بېول کېږي. ددغې ناولې او نا سپېڅلې جګړې لومړني بلهاري «قرباني» د افغانستان بېو ځله پرګنې او دویم یې د ناټو هغه سرتېري دي چې د خپلو هېوادونو سیاسي کړۍ یې د مرګ ژوبلې اندېښنه نه کوي.
ډېرو تاریخي لښکر غځونو ته چې ځیر شو وبه وینو چې ستراتیژیکو کړیو په پردیو هېوادو یا سیمو کې د خپلو پوځونو د ځای پر ځای کولو لپاره هرومرو یو «غږ» پلمه کړی دی. انګریزان هند ته د سوداګرۍ په پلمه ورننوتل. روسي امپراتورۍ په منځنۍ آسیا کې د وحشي «!»  ټبرو د سمولو خبرې کولې. شوروي کړۍ افغانستان ته د راتګ لپاره اېنټرنېشنلیزم غږاوه او دادی د امریکا په مشرۍ ناټو د ترهګرۍ د له منځه وړلو جګړه رامخته کړه.
د ناټو پوځونو د راتګ لپاره د نورو په پرتله لار ډېره هواره وه. افغانان یې مخکې تر مخکې ښه ستړي ستومانه کړي او له خپلو کورنیو واکمنو یې پوزې ته راوستي ول او داسې ښکارېده چې ګوندې بهرني ځواکونه یواځینې ژغورند ځواکونه دي. ناټو همدغه «توشوي» پر دوو برخو ووېشل. یوه برخه یې تر تخرګ لاندې ونیول او د دیموکراسۍ د تیاترلو بغاړي یې کړل او بله برخه یې د بنسټپالو او ترهګرو په نامه د واک له کړۍ لرې وشړله. له دې سره سیاف، رباني، خلیلي، محقق او پهره داران یې دیموکراتان او مډرن پلوي وبلل شول او حکمتیار و ملا عرم بنسټپال، ترهګرو اروپکي وښودل شول. ددغه وېش په ترڅ کې یې د افغانستان خلک له پرلپسې ګواښ سره مخامخ کړل چې که زموږ شتوالي ته مو زړونه را تنګ شول نو دا څېرې بیا در باندې در خوشې کوو، د هغوی خوښه چې بیا هر څه درسره کوي.
دادی څو کاله کېږي چې افغانان په یوه درېګوټي کې ښکېل دي « ناټو + تپل شوی اداره + اورپکي». دلته د یادونې بله خبره داده چې د حکمتیار و ملاعمر نومونه یې په تور لیست کې هم لیکلي. ددې تر ټولو لویه موخه ښايي همدا وي چې دوی هیڅکله له جګړې لاس وانه خیستلای شي او د دیپلوماسې ټولې لارې پرې تړلې وي. که نه دا څه مانا لري چې د جګړې په جنایاتو نور تورن دې په پارلمان و کابینه کې ناست وي او یواځي دا وروستي دواړه دې په تورلیست کې ونیول شي؟!
هو، دا هر څه همداسې دي او موږ یې په غړیدليو سترګو وینو، چې هره ورځ زموږ هېوادوال په وینو لمبول کېږي او په خپل هېواد کې مو پردي کبرجن سرتیري ګوته پر ماشه ګرځي. د هغو دولتونو سرتېري چې خپل هېواد ته له بهره یو پڅ چاکو هم نه ورپریږدې. او داده بشرپالنه، دیموکراسي او نور تمدن !!!
دا سمه ده چې د خپلواکۍ تلوسه ډېره سپېڅلې ده او هر انسان غواړي چې په خپل شعور و لاس د خپل ژوندانه تګلار وټاکي.
ښه به وای که په هېواد کې مود بهرنیو وسلوالو ځواکونو شتوالي ته بېخي اړتیا نه لیدلای او یو انساني نظام مو په خپله جوړ کړی وای. خو «په ډېره خواشینۍ» یو شمېر هغه کورنۍ کړۍ چې په بهرنیو استخباراتو پورې یې ځانونه تړلي او د پیسو او واک لپاره د پردیو سپارښتنې پر ځای کوي؛  د دغسې آرمان پر لار خنډ دی او موږ دې ته اړ باسي چې ووایو: « یاره ! اوس دې بهرنیان نه وځې کنه دا کورني لېوان به بیا څه ونکړي؟!».
دا یو ژړوونکی کمزوری ټکی دی او د یوه انسان په توګه یې زموږ باطني غرور ژوبل کړی دی. خو څه وکړو؟ احساسات، ارمانونه او لویې هیلې تل له ریالیستي شرایطو سره ورته نه وي. موږ د خپلو له لاسه پردې بده بد خونه ورځ اخته یو. له پردیو څه ګیله؟ څېړۍ وايي: « که لاستی مې خپل نه وای، تبره به له ما څه غوښتل؟!».
سره له دې هم، که شرایط هم څومره ترخه او ترینګلي دي بیا هم یوه وتونلار ورته موندل کیدای شي.
اوس چې د روان کړکیچ ډېر اړخونه څرګنددي، په کار ده چې د ثبات د منځته راتګ پلوي جبهه «که چیرته وي» پیاوړې او په افغانستان کې د مېشتو «ناټو» ځواکونو د کار په څرنګوالي او جوړښت بیا فکر وشي: لومړی – د ناټو هغه غړي هېوادونه چې رېښتیا په افغانستان کې ثبات غواړي؛ د ټانک پر ځای دې ټراکټور مارش کړي.
ترهغې چې افغانستان له اقتصادي پلوه پر خپلو پښو ونه دریږي ، د ریښتیني ثبات د رامنځته کېدلو هېله بشپړه پوچه او بې مانا ده. که څوک غواړي، چې افغانستان په رېښتیا ودان شي، د کلینیک، جومات، ښوونځی، سینما، سپورتي لوبغاليو موزیم، تلویزیون، راډیو، ورځپاڼې، اوردو، پولیس، کلتوري ټولنې او داسې نورو جوړولو او ځلولو ته لومړی کارنه وايي. په جشنونو او غونډو او دا او هغه نمانځلو ورځې نه تېروي.
دا ټول غولول او نور غولول دي. لومړنی کار د هېواد د بنسټ جوړول دي چې هغه اقتصادي او د افغانستان د اقتصاد بنسټ «کرنه» ده. په افغانستان کې باید د اوبو بندونه جوړ شي، ویالې ووېستل شي، دښتې خړوب شی او خلکو ته ځمکه ووېشل شي، چې غنم وکري، جوار وکري، وریژې وکريو لوبیا، کچالو، پومبه او راز، راز غلې دانې وکري، چې په خپلو مټو ډوډۍ وګټي او تر هر څه لومړی په ګېډه ماړه شي.
یه د ناټو غړیو ! دا څه په ګډو، وډو سریاست؟ دا څه اورو، چې غوږونه یې را کاڼه کړل او کانګې راولي؟ تروریزم، تریاک، بنسټپالني . . . دا څه ببولالې دي، چې غوږونو ته یې را ننباسئ؟ ګوندې څوک نه پوهیږي، چې دا جړه مشوړه څنګه پرانستل کېدای شي/ دومره کودن به څوک وي، چې په افغانستان کې ټانک تر ټراکټوره زورور وګڼي؟ دویم – د بریتانیا پوځونه دې له افغانستانه ووځي.
په سر کې داسې اټکل وو چې ګوندې لندن له نوي نړیوال بهیر سره سم د افغانستان په اړه خپل زوړ سیاست نوی کړی خو رېښتیا بل څه راخېژي او دغه سیاست داووه لسمې، اتلسمې او نولسمې پېړۍ پرلپسې لړۍ ښکاري.
مانا دا چې د بریتانیا په سیاسي کړۍ کې اوس هم د افغانستان خلکو ته د دښمن په سترګه کتل کېږي او اوسنی چارچلن یې د هماغو پخوانیو دوسیو پر بنسټ پر مخ روان دی چې له مخه یې اوس هم د جګړې د اوږدولو له پاره مذهبي فنتیکانو ته لوژستیکي اسانتیاوې برابروي او خپلمنځي وژني اختلافات زېږوي. له دې سره هېواد د جګړو په اور سېزي، انسانان وژل کېږي، ګډوډې پراخېږي، بیوزلي ډېرېږي، د کوکنارو کر وده کوي، د افغانستان نړیوال پر ستېژ بدرنګه کېږي او په پای کې یې د جغرافیايې نشتوالي کار اسانېدای شيږ
موږ نه پوهېږو چې د لندن واکمن ولې افغانستان د خپلو دښمنو له لېسته وېستلای نشي یا یې د وېستلو هېڅ هیله نلري. که دوی ته په تېرو پیړیو کې د افغانانو له لاسه مرګ ژوبله ور اوښتې، دوی دې ګریوان ته سر ټیټ کړي او ودې ګوري چې دا مرګ ژوبله په بریتانیا کې پېښه شوې که په افغانستان کې؟ دا افغانان ول چې پردوی پسې لندن ته ورغلي ول که دوی ول چې پر افغانانو پسې کابل ته ورتلل؟
موږ له خپله لیده داسې ګڼله چې دوی به سیاسي ریالیزم ته غاړه ایښې وي او پر زړو ښکېلاکي پالیسیو به یې نوې کتنه کړې وي. خو، له بده مرغه داسې نه وه. دوی اوس هم پر زاړه خره سپاره دي او له ګرد تخنیکي پرمختګ سره، سره یې په شعوري جوړښت کې هېڅ نویوالی نه لیدل کېږي. دوی داسې ګڼي چې ګوندې په ښکېلاکي سیمو کې د پېړیو، پېړیو غلا له لارې ډېر شتمن شوي او اوس د همدغه ناولي مالي ځواک په مرسته هر هغه چاته سزا ورکولای شي، چې د دوی نه خوښېږي. نن ورځ د دوس لاس افغانانو ته ددې سزا په ورکولو کې تر پخوا لا ډېر پرانیستی دی. د القاعده او طالب و حکمتیار او څه او څه شته والی ډېره ښه پلمه ده، چې اوبه خړې کړي او هر څوک د خپلې خوښې کبان په کې ونیسي. د کبانو یوه لویه برخه انګریز حکومت نیسي. چې هم د ترهګرۍ تر نامه لاندې په روانه درواغجنه جګړه کې نړیوالو ته ځان د یوه اتل په توګه ورښکاره کوي او هم د افغانانو له ویر و سلګیو او هم يې د غوښو د لوګي له بویه خوند اخلي.
همدودی چې له هېلمنده یې د لوبو پنډوس جوړ کړی، کله یې په خپله واخلي او کله یې طالبانو ته ورخوشی کړي.
همدوی دي چې طالبانو ته په پټه پیسې ورکوي. همدوی دي چې د بهرنیو چارو وزیر «چاک سترا» یې پر کابل باندې د ډیورنډ کرښې د منلو له پاره فشار غواړي.
همدوی دي، چې د (BBC) له څپو یې په افغانستان کې د توکمونو ترمنځ د بېلتانه او کرکې پارونې له پاره پکې وهل کېږي.
همدوی دي چې کرزي خوارکي ته د ورځپانو له لارې مرګبلا ور سترګو ته کوي او د پخوانیو وژل شویو افغان سیاسي څېرو له برخلیکه یې وېروي.
همدا راز اورېدل شوي چې بریتانیايي ځواکونه په هېلمند کې یورانیوم را سپړي.
او هېښنده یې لا دا چې له اسلام سره د مینې «!» له امله په میلیونو ډالرو په هېلمند کې جومات هم جوړوي.
دا او داسې نور هغه فاکتورونه دي چې په څرګندو ټکیو د افغانستان په اړه د بریتانیا حکومت دوه مخې چارچلن او ناوړه غوښتنې څرګندوي او په لوی لاس د سوله ساتو ځواکونو ترنامه لاندې د سولې د ټینګښت مخه نیسي.
په دې توګه، هماغومره چې اوسمهال د افغانستان له پاره د بهرنیو پوځونو د شتوالي اړتیا ده، همدومره یي ډېر ژر د بریتانیايي پوځونو په وتلو کې ګټه ده. افغانان، د ملګریو ملتونو سازمان، ناټو  او ګرد نړیوال سوله پال ځواکونه دې سملاسې له افغانستانه د بریتانیايي ځواکونو د وتلو پرېکړه وکړي او په دغو هېواد کې دې تر هغې پورې د لندن حکومت د اړیکیو مخه ونیول شي چې په سیمه کې کلک ثبات منځته راغلی نه وي.
دا خبره دې یو ځل بیا څرګنده وي چې افغانان د خپلې بدې ورځې له لاسه د بهرنیو ځواکونو د شتوالی تریخ ګوټ زغمي. دغه بده ورځ تر هر چا لومړی په هېواد کې یو شمېر هغو پردیو مزدورانو راوستې چې یواځې په ټیټو سترګو پیسې ګتل پېژني.
که دا باور پیاوړی شو چې په بهرنیو ځواکونو کې یو شمېر یواځي د افغانانو د وژلو له پاره راغلي، بیانو د سراسري، خپلواکې او ملي ځانژغورنې په لار کې د مېړني مرګ ویاړ هېڅوک هم ترې اخیستلای نشي. خو که غوټه په لاس پرانیستل کېږي، غاښو ته به اړتیا نه وي. اوس همدومره.   له ( الفت ) مجلې څخه په مننه