
د اوسنيو پر مخ تللو ټولنو د برياليتوب راز دعلم په زده کړه او د ولس په زيار کې نغښتى دى ، يوه ټولنه او هېواد هغه وخت ښه پرمختګ کولى شي چې وګړي يې لوستي او زيارکښه وي ، که څه هم د تاريخ له مخې زموږ هېواد لرغونى تمدن لري خو له خپل لرغونتوب سره سره اوس د وروسته پاتې او ياد مخ پر وده هېوادونو په ليکه کې شمېرل کېږي ، په هېواد کې د تېر ناورين او اوسنۍ نا انډولۍ بې ثباتۍ او نه پرمختګ عمده عوامل د ولس د زده کړې د کچې ټيټوالى دى.
د ښوونې و روزنې پوهان زده کړه کسبي عمل او ژبه د زده کړې په هره عمليه کې د ځانګړي اغېز ښندنې وسيله ګڼي ، دا په دې مانا چې زده کوونکى له ښوونکي او ښوونکى له زده کوونکي څخه زده کړه کوي ، که دا پوهونه او پوهېدنه د ماشوم په مورنۍ ژبه وشي د زده کړې هدف په لږ وخت کې په اسانۍ سره تر لاسه کېږي که ښوونکى دماشوم په ژبه پوه نشي او ماشوم د استاد په ژبه نو زده کړه به څنګه انتقال ومومي .
فرانسوي عالم او ټولنپوه ژان ژاک روسو وايي چې: (( ښوونه و روزنه بايد د ماشوم پر طبيعت بنا او استواره وي نه د مشرانو د نظرياتو پر اساس)) نوموړى عالم ماشوم د زده کړې اساس ګڼي. دلته هدف د ماشوم له طبيعت څخه د هغه بيالوژيکي ځانګړتياوې او فزيکي چاپېريال دى. ځکه پخوانيو پوهانو وراثت او چاپېريال د زده کړې لپاره عوامل ګڼل خو اوس يې بنسټيز شرطونه ګڼي، په ظاهري ډول ماشوم په لومړي قدم کې له خپلې مور څخه ژبه په ارث (ميراث) کې وړي لومړنۍ روزنه په خپل کور کې پخپله مورنۍ ژبه تر لاسه کوي د دويمې روزنې لپاره کورنۍ او سيمه ييز چاپېريال نسبت او اساس د مساوي يانې ماشوم په يوه ژبه اماده ګي لري ولې په ښوونځيو کې ورته په نورو ژبو زده کړه صورت نيسي چې دا عمل د ماشوم د شخصيت پر راتلونکي ودې ناوړه اغېز ښندي او د پرمختګ مخه يې نيول کېږي، روسو وروسته تر تجربو په 19 مه پېړۍ کې نظر ورکړ چې بايد د زده کړې مرکز ماشوم وي . ايا اوس چې 21 مه پېړۍ ده زموږ مشرانو او چارواکو دماشوم دې حق ته کومه ځانګړې پاملرنه کړې او که نه ؟
طبعي ده چې دا موضوع بابېزه ګنل شوې زموږ د هېواد اوسنى اساسي قانو ټولو افغانانو ته پخپله مورنۍ ژبه د زده کړې د شرايطو د برابرولو حکم کوي، د درې کلونو په تېرېدو سره نه دا چې اساسي قانون پلى شوى نه دى که چا هم په انفرادي ډول او ياد قانون د عملي کولو هڅه يې کړې ورته بلا ستونزې ايجاد شوي. ددې تر څنګ زموږ د افغاني اصيل کولتور کورني او بهرني دښمنان په پورته قوت اوشدت سره په هلو ځلو بوخت دي څنګه وکولى شي زموږ ملي اصطلاحات له منځه يوسي او پر ځاى يې پردۍ کلمې ، جلمې او اصطلاګانې مروج کړي ، د يو هېواد ملي هويت لپاره د ملي ژبې لرل يو اړين او ضروري چاره ده ، خو موږ اوس د ميډيا په پېړۍ کې له دې نعمت څخه بې برخې يو او د پرديو د کولتوري يرغلونو لپاره د هرې ورځې په تېرېدو سره ميدان هوارېږي اوهر يرغلګر د خپل کولتور د منلو لپاره لوبه کوي.
که څه هم اساسي قانون د ملي ترمينالوژۍ د ساتلو او پاللو د خونديتوب لپاره افغان دولت موظف کړى خو تر کومه چې معلومه ده په افغان دولت کې د افغانيت او افغانستان ضد عناصرو زيات شتون د قانو ماتونې باعث ګرځي غواړم چې په دې لنډه ليکنه کې د 2004 ء کال هغې احصايې ته نغوته وکړم چې د مرکزي احصايې د ادارې او د ملګرو ملتونو د وګړيو د صندوق په ملګرتيا تر سره شوې چې دې له سروې سره ولس موافق هم نه دى او ډېر زيات شکايتونه هم موجود دي ، خو بيا هم له همدې نا قصمي او نيمګړې سروې له مخې په پښتو ژبه د ويونکو شمېر تر 50% زياتېږي خو ژبه يې ملي نه ده حال دا چې زموږ په ګاونډ ايران کې فارسي ژبه چې ملي او رسمي ده فيصدي يې د 30 شاوخواده همدارنګه دهند په هېواد کې 845 ژبو ويونکي ژوند کوي چې هندي ژبه يې 30 فيصده جوړوي هلته هند کې هندي ملي ژبه ده دلته د پښتو بيا داحال دى چې که کومه اصطلاح له پخوا څخه موجوده او مروجه وي او ولس په اسانۍ سره پرې پوهېږي په ناځوانمردانه ډول له منځه وړل کېږي، پښتانه چارواکي او مشران له ولسمشر څخه نيولې وزيرانو او نورو پورې په رڼا ورځ دا هر څه ويني اجرات څه چې خالي غوږ هم نه ګروي ، په يو داسې هېواد کې چې پکې د ډېره کيو پښتنو دا ډول وضعيت وي چې هم واکمنان وي او هم محرومان، نو څنګه به د نورو وړو اقليتونو د ماشومانو لپاره خپلو مورنيو ژبو کې د زده کړې شرايط برابر شي.
له خپلو درنو مشرانو او ولسمشر څخه هېله کوم چې د موجوده اساسي قانون په رعايت سره د ټولو ژبو ويونکو لپاره پخپلو مورنيو ژبو کې دزده کړې زمينه مساعده کړي چې ماشومان مو په اسانۍ سره ښه او دقيقه زده کړه تر لاسه کړي او هم دې د ملي ترمينالوژۍ ساتلو او پاللو لپاره عملي کړنې تر سره او د قانون سر غړونکو لپاره د قانو په چوکاټ کې سخته سزا وټاکي چې په راتلونکي کې د هېواد د ملي ژبې ، ملي کولتور ، ملي ترمينالوژۍ او ارزښتونو بدلولو او يا ملنډې وهلو ته څوک زړه ښه نه کړي.