غزل

زما مســـــــــــــــتي که يو څپه وه ﻻړه تيره شـــــــــــــوله ســـــــــتا د ښکلا هم تماشـــه وه ﻻړه تيره شـــــــــــــوله زما د زړه د شيشې دنګ برجونه ريز مريز شــــــــــــــو ښـــــــــکلې خندا دې زلزله وه ﻻړه تـــيره شــــــــــــــوله د راتـــــلو ﻻر کې مې ژړل لکه د وريــــــــــــــځې ورته ليلا د برق په اس ســـــــــوره وه ﻻړه تيره شـــــــــــــوله ستا دا کچه ځواني به اوس اشنا په څه پـــــــــــخيږي ځواني زما يوه لــــــــــــــــــمبه وه ﻻړه تيره شـــــــــــــوله د امــــــــيدونو مـــــــــــاڼۍ څه له جوړوې زړګـــــــــــيه هغه د بــــــــــــــل ځای قافله وه ﻻړه تــــيره شــــــــــــوله تر لمر خاته يو ﻻس په نام بل و په جام د ســــــــــــاقي خدايږو بيګاه د قدر شـــــــپه وه ﻻړه تيره شــــــــــــوله پيغلو کې چيرته وې سرحد باندې زما د شـــــــونډو يوه ســـــــلګۍ تاله ســـــتنه وه ﻻړه تــيره شـــــــــــــوله په هره ورځ مې نــــوي رنګ نوي انداز کې لــــــــــيده ياري دې نه وه زمـــــــــانه وه ﻻړه تــــــــــــيره شـــــــــوله په ارام پروت يم راغلې اوس ژاړې خــــوريږې په ما د ځنکدن ســــــــخته لمــــحه وه ﻻړه تـــــيره شـــــــــوله نه وه ډولۍ دغه ســــــــــرخي وه د ســــالک د ويـــنې دايـــــې د مــــــــــــينې جنازه وه ﻻړه تـــــيره شــــــــــوله