په منځنۍ اسيا کې  دپاکستان ستراتيژي

                                          پاکستان هغه  مهال دمنځنۍ اسیا له هیوادونوسره خپلې اړیکې لاپسې  غښتلې کړې کله چې   د سیال هیواد هند تګلارې ته ـ چې په منځنۍ اسیاکې یې پـلي کوله متوجه شو ،پاکستان په دې هڅه کې شو چې په منځنۍ اسیاکې دهند دخپریدونکي نفوذ مخه ډب کړي بل لوري ته منځنۍ اسیا هم دپاکستان په اهمیت پوهیږي ، دپاکستان جغرافیوي اوستراتیژیک  موقعیت او په ځانګړې توګه  د ازبکستان د اسلامي خوځښت له  ترهګرې ډلې سره دپاکستان اړیکې منځنۍاسیا دې ته مجبوروي  چې له پاکستان سره  اړیکې  ولري . ولې په پاکستان کې میشتې دمنځنۍ اسیا د هیوادنو ځینې ترهګرې ډلې چې پاکستان ورسره په اړیکو تورن دی ځینې وخت دپاکستان هغه هڅوته چې غواړي  منځنۍاسیا د خپل نفوذ ساحه وګرځوي زیان رسوي.
 پاکستان اوس له دوو ستونزو سره لاس وګریوان دی :
• په کوردننه ترهګري چې له منځنۍ اسیا څخه راغلي ترهګر په کې ستره ونډه لري اودغه ډلې په قبایلي سیمو کې له پوره نفوذ څخه برخمنې هم دي
• پاکستان غواړي له منځنۍ اسیاسره اقتصادي اوډیپلوماتیکې اړیکې وساتي .
ترسړې جګړې وروسته پاکستان داقتصادي اوستراتیژیکو ګټولپاره  هڅه کوله چې له منځنۍ اسیا سره ښې اړیکې ولري خو، ددغه هیواد بهرنۍ پالیسي به ځینې وخت ددغو هڅو په مخ کې خنډ واقع کیدله .
اوسمهال دغه ستونزې یو څه  هوارې شوي دپاکستان او منځنۍ اسیا ترمنځ اړیکې مخ په ښه کیدو دي دواړه لوري هڅه کوي دغو اړیکو ته لاپراختیا ورکړي .
ځینې کارپوهان په دې اند دي چې پاکستان دخپلو ستراتیژیکو اواقتصادي ګټو لپاره له  منځنۍ اسیا سره اړیکې وساتي
خوپه اصل کې دغه اړیکې په دوو برخو ویشل شوي دي :
•  په سیمه کې دهند له نفو‌ذ سره دانډول برابرول
• دیو اسلامي  ایډیالوژیک هیواد په پلمه خپلې سیاسي ګټې لاسته راوړول(۱)
دپاکستان او هند ترمنځ داړیکو په برخه کي سیالي ددوی دملي امنیت پر پلانونو اغیز لري(۲)
پاکستان دنوروپه پرتله له امریکې سره اړیکو ته ترجیح ورکوي ځکه امریکاله پاکستان سره په پوځي اواقتصادي ډګرونو کې  مرستې کوي همد غه مرستې دي چې پاکستان ددې جوګه کوي  چې له هند سره په سیمه کې خپل توازن وساتي(۳)
پاکستان پردې سربیره له چین سره هم پیاوړې اړیکې لري چې له هند  سره دسیالۍ په برخه کې ترې ګټه پورته کوي
پاکستان یوه بله هیله هم لري چې داسلامي هیوادنو جوړ یو بلاک رامنځ ته کړي چې مشري یې ددوی په غاړه وي او همدغه بلاک دهند په وړاندې وکاروي بل لوري ته دوی غواړي له همدغې لارې په اسلامي هیوادونو کې هم خپل نفوذ پراخه کړي، همدارنګه پاکستان هڅه کوي چې نړۍ ته وښیي چې په سیمه کې پاکستان یواځینی هیواددی چې د هند د نفوذ دپرمختګ مخه ډب کولای شي، او له ډیرې مودې راهیسي یې دغه ستراتیژي په کاراچولې ده (۴).
لکه څرنګه چې د پاکستان پوځ او استخباراتي اداره ISIددغه هیواد په کورنیو او بهرنیو چارو کې د ټاکلي حکومت څخه زیات رول لري،نوددغه هیواد بهرنۍ پالیسي هم دوی ټاکي چې بیا په دغو دواړوکې مذهبي کړۍد زیات نفوذخاوندان دي، نو ځکه دیوشمیرکارپوهانو په اند اسلام د پاکستان په بهرنۍ پالیسي کې کلیدي رول لري اوله دغې لارې خپلې ستراتیژیکې موخې ترلاسه کوي(۵).
یوشمیر کارپوهان دپاکستان د بهرنۍ پالیسي جوړونکي په درې فکري مکتبونو سره ویشي، چې درې واړه یې له هند سره  په دښمنۍ یو ه خوله  دي ،خوله دغه هیوادسره د سیالۍ په کولو بیلا بیلې نظریې لري:
د لومړي فکري مکتب خاوندان دنړۍ په یوقطبي توب باور لري او وایي، چې پاکستان لږ انتخاب لري،ددې لپاره دې  د په متحده ایا لاتو تکیه وکړي او دخپلې پالیسۍغوراوی( اختیارات) دې دغه هیوادته د انډول جوړونکي په توګه وسپاري.
ددوهم فکري مکتب خاوندان په خپلواکۍ او په څوقطبي نړۍ باورلري ،او دامریکې سربیره د نړۍ نوروپیاوړوهیوادونولکه روسیه، چین اوجاپان سره د اړیکوڅخه ګټه پورته کول غواړي .چې دغه شان اړیکې به اسلام اباد ته د پام وړ پرمختګ ورپه برخه کړي.
ددریم مکتب خاوندان په اسلام زور راوړي او په یوقطبي نړۍ باورلري، اودیو داسې ائتلاف پلویان دي، چې په کې د پاکستان ایډیالوژي او مذهبي ګټې خوندي وي(۶).
دیادونې وړده، چې کله د پاکستان واکمنان او په ځانګړې توګه پوځ د منځنۍ اسیا پروړاندې پالیسي جوړوي نودپورتنیو فکري مکتبونو تر اغیز لاندې به وي، د پاکستان لپاره د افغانستان اهمیت د منځنۍ اسیا هیوادونو تر خپلواکۍچې په
۱۹۹۱کې یی ترلاسه کړې نورهم زیات شو، او کوښښ کوي چې  افغانستان د خپل نفوذ ساحه وګرځوي،چې د منځنۍ اسیا هیوادونوته چې د انرژۍ پراخه زیرمې لري وړیا لارومومي.      
دپاکستان اومنځنۍ اسیا ترمنځ د اړیکو شالید
مخکې له دې چې  دمنځنۍ اسیا  هیوادونه  له پخواني شوروي اتحاد څخه خپلواکي ترلاسه کړي پاکستان هڅه کوله ددغه هیوادونو په  کورنیو چاروکې لاسوهنه وکړي ، په ۱۹۹۱ ز کې دپاکستان پوځي مشر جنرال ضیاء الحق دافغانستان مجاهدین هڅول ، چې دافغانستان له  ازادۍ څخه وروسته دمنځنۍ اسیا دهیوادونو دازادۍ د ترلاسه کولو لپاره هلته ولاړ شي دپاکستان څارګرې ادراې ای . اس . آی افغان مجاهدینو ته وسلې اونور لوژستیکي توکي برابرول څو  له دغه لارې وکولای شي په افغانستان او منځنۍ اسیا کې خپل نفوذ پیاوړی کړي(۷).
 پر افغانستان دروسې له  یرغل وروسته پاکستان پوهیدو، چې دافغانستان داشغال وروسته روسې ځواکونه دپاکستان له لارې ګرمواوبوته دځان رسونې پلا ن لري (۸) پاکستان پوهیدو چې دغه پلان  ددغه هیواد  دخاورې ترتیریدو پرته نه ترسره کیږي  نو ځکه خو یې د ځا ن ددفاع په خاطر متحده ایالات په دې قانع کړل چې دافغانستان په جهادکې ددوی ملتیا وکړي امریکا هم پاکستان سره خپلې پوځي اومالي مرستې پیل کړې په دې سره پاکستان دوه ګټې ترلاسه کړې :
• پاکستان ددغو مرستو ډیره برخه د ځان لپاره وساتله اوډیره کمه برخه یې دافغانستان په جهاد کې مصرف کړه، چې په دې سره یې له هند سره دسیالۍ په برخه کې خپل انډول رامنځ ته کړ.
• بل لوری ته یې په افغانستان کې دواکمن حکومت اوهند ترمنځ د ښواړیکو دودې اوپر مخ بیولو لپاره خنډونه رامنځ ته کړل.
پاکستان  د۱۹۵۰ز را دیخوا  په دې هڅه کې و، چې په افغانستان کې یو داسې  لاسپوڅی حکومت رامنځ ته کړي ،چې اسلام اباد ته وفاداره وي. او د ۰ ۱۹۸ز کالو رادیخوایې افغانستان دهند پروړاندې د خپل  ستراتیژیک عمق په توګه وکاروه.
پاکستان  یوه بله ستراتیژي هم عملي کړه هغه په افغانستان کې دروسي ځواکونو ماتې وه ددې لپاره پاکستان دمنځنۍ اسیا په هیوادنو کې اسلامي بنسټپالو ډلو دپیاوړتیا لپاره خپل پرګرامونه رامنځ ته کړل په دې لړ کې یې لومړی  دافغانانو یوه ډله په ۱۹۸۴ز د پاکستان د څارګرې ادارې(ISI) لخوا د پاکستان په چترال نومي سیمه  کې په همدې موخه وروزله شوه  اودافغانستان دشمال له لارې منځنۍ اسیا ته ننوتله، دیادولو وړده چې ددغه ډلې ډیری غړي ازبک و .
پایله داشوه چې په ۱۹۹۲ ز کې تاجکستان له همدغه بنسټپالو ډلو سره په جګړه واوښت داهغه وخت و  چې دمنځنۍ اسیانږدې ټولوهیوادونوله شوروي اتحاد څخه خپله خپلواکي ترلاسه کړې وه.
پاکستان دبینظیر بوټو په دوره کې هم په خپله ستراتیژۍ کې کوم بدلون رانه وست. جنرال Lia khouskii   A.A په خپله یوه لیکنه کې داسې لیکي  : دافغانستان دشمال دخلکو اسلامي ټولنه په ۱۹۸۸ز کې تاسیس شوه  دغه ټولنه چې مشري یې دازاد بیګ په غاړه وه خپل فعالیتونه یې دخپلو موخو ـ چې  په ترکمنستان کې دیوه خپلواکه اسلامي  دولت رامنځ ته کول و ـ دلاسته راوړنې لپاره ترسره کول ، دګوند مرکزی دفتر د  Lia khouskii   A.A په وینا  په پیښور کې و دغه سازمان شوروي اتحادته دوسلو اومخدره توکو سربیره داسلامي ادبیاتو اونظریاتودلیږد دنده هم پر غاړه درلوده(۹).
له افغانستان څخه دشوروي اتحاد له وتلو اودسړې جګړې راوروسته په سیمه کې ځینې ستراتیژیک بدلونونه رامنځته شول دغو بدلونونوسره پاکستان امریکا لپاره دشوروي اتحاد پر وړاندې دلومړۍ کرښې بڼه اوستراتیژیک اهمیت هم له لاسه ورکړ .
خو په خلیج کې دجګړو پیل یو ځل بیا امریکا لپاره دپاکستان ستراتیژیک اهمیت په ګوته کړ ځکه پاکستان له خلیجي هیوادونو سره دیني اوکلتوري اړیکې درلودې له بل پلوه دچین اوهند اړیکو، امریکا اړایستله،چې له پاکستان سره دمعاملې اوسودا په اړه یوځل بیا له سره غور وکړي.
همدغه وخت و، چې په افغانستان کې  دطالبانو رژیم مخ په غوړیدو و ددغه خوځښت اړیکې له اسلام اباد سره تودې وې اسلام اباد په دې تمه  و،چې دکشمیر په شخړه کې به دطالبانو دسخت دریځه ملیشو مرسته ترلاسه کړي ،طالبان نه یواځې په افغانستان کې فعال وو بلکې دپاکستان په ځینو برخو کې یی هم روزنځایونه لرل سیمه نږدې دترهګرو په ځاله اوښتې وه .
دغو بدلونونو دمنځنۍ اسیا پر هیوادنوکې، چې نوې یې خپلواکي ترلاسه کړې وه ډیره اغیزه وکړه ځکه په پاکستان اوافغانستان کې روزل شوي ترهګر دمنځنۍ اسیا هیوادونو  لکه: ازبکستان ، تاجکستان اوقرغیزستان ته لیږدول کیدل .
دسپتمبر۱۱پیښو یو ځل بیا دسیمې په  جغرافیوی سیاست کې بدلون راوست د امریکا لپاره یی دمنځنۍ اسیا اوپاکستان اهمیت لازیات کړ پاکستان له دغې زمینې څخه ګټه پورته کړه او له ترهګرۍ سره په جګړه کې یې دامریکا خواونیوله. همدغه وو چې  وچه شوې  غوایې بیا لنګه شوه .په همدې پلمه یې له متحده ایالاتو څخه پوځي اومالي مرستې ترلاسه کړې د۱۱ سپتمبر دمخه پاکستان هڅه کوله څو منځنۍ اسیا ته دسړک په غځولو سره ځان له لویدیزې نړۍ سره ونښلوي .
په منځۍ اسیا کې دپاکستان موخې :
پاکستان په منځنۍ اسیا کې پر سیاسي اوامنیتي موخوسربیره اقتصادي اوسوداګریزې موخې هم  لري ،چې دهمدغو ا قتصادي اوسوداګریزو اړیکوله لارې به وکولای شي چې په منځنۍ اسیاکې دهند د پراخه نفوذ مخنیوی وکړي، اوهغه هیله به ېې پوره شي، چې غواړي د سیمې د هیوادونو ترمنځ دانرژۍ دراکړې ورکړې د پول بڼه غوره کړي (۱۰) او د سهیلي اسیا په مهم هیواد به بدل شي(۱۱).
پاکستان تل هڅه کوي چې افغانستان د تل لپاره د خپل نفوذ ساحه وګرځوي(۱۲). اود منځنۍ اسیا پراخه طبعي زیرمو ته ځان ورسوي.
یو سیاسي کارپوه حفیظ ملک واېي: چې منځنۍ اسیا به  پاکستان  ته یو نوی امنیتي چاپیریال رامنځ ته کړي،چې د فشار له هغو وسیلو به ازاد وي،چې پخواني شوروي اتحاد دافغانستان او هند ترمنځ دیوه ایتلاف په وسیله جوړکړی و (۱۳). 
پاکستان دخپل نفوذ دپراختیا ترپردې لاندې یو بل خوب هم ویني چې هغه په ټوله  اسلامي نړۍ کې یوبلاک جوړول او بیایې مشري کول دي ، که څه هم دغه پلان تراوسه پټ ساتل شوی ،خوپه دغه اړه دپاکستان مخکنیو مشرانو هم فکر کړی وو چې له هغې ډلې څخه ذوالفقار علی بوټو په ۱۹۷۰ ز کې اوپه ۱۹۸۰ ز کې جنرال ضیاء الحق  هم په ورته پلان فکر کاوه .
اسلامي ډلې اوګوندونه په دې اند دي چې منځنۍ اسیا به داسلامي بلاک جوړیدو لپاره لاره هواره کړي که داکاروشي د منځنۍ اسیاد هیوادونو، ایران ، ترکیې ، پاکستان اوافغانستان مسلمانان به سره یو کړي اودغه ستراتیژیک بلاک به دیهودو ، هندوانو اوعیسویانو دهرراز ګواښ په مخنیوي کې محوري رول ولوبوي .په دغه بلاک کې دمنځنۍ اسیا شتون به دمسلمانانو ترمنځ یو ستر مذهبي اتحاد ته لاره هواره کړي ،چې په سهیل کې به د عربي سمندر څخه پیل او په لویدیځ کې به دتورسمندر پورې ورسیږي، چې ددې بلاک په جوړیدو به پاکستان زیات شمیر اقتصادي او سیاسي ګټې ترلاسه کړي(۱۴). او منځنۍ اسیا به پاکستان ته د اومه موادو د سوداګرۍ لپاره زمینه برابره کړي، او پراخه طبیعي زیرمې(۱۵) به یې په خپله دپاکستان لاس ته ورولویږي،ځکه پاکستان دغه سیمي ته د خپلې انرژۍد راتلونکې په توګه ګوري.
 د پاکستان ستراتيژي:
سيمه ييز سياست ( :( Geo-political   
دمنځنۍ اسیا له خپلواکۍ وروسته ددغې سیمي په اړه دپاکستان  لیوالتیا نوره هم زیاته شوه(۱۶) خوله دغې سیمي څخه دګڼو ګټود لاسته راوړنو په موخه  دپاکستان پالیسي جوړونکي په دوو برخو ویشل شوي دي:
یوه ډله غواړي  چې پاکستان دې په منځنۍ اسیا کې داسلامي اوښتون له لارې  خپلې موخې ترلاسه کړي،  بله ډله بیا دغه موخې دافغانستان له لارې له منځنۍ اسیاسره په سوداګرۍ کې ویني.
خو دمنځنۍ اسیا د هیوادونو مشران له پاکستان څخه ددغو هیوادونود ترهرګرو ډلو په ساتلو او دافغانستان دجګړې په اړه له ناسم دریځ څخه خوابدي دي(۱۷)
د منځنۍ اسیا اوپاکستان ترمنځ د طالبانو دواکمنۍ پرمهال دوه اړخیزي اړیکي  ډیرې سړې وې ، او لامل ېې د طالبانو له حکومت څخه د پا کستان ملاتړ و، خو کله چې پاکستان دترهګرۍ په وړاندې په نړیواله جګړه کې  له دغې جګړې څخه خپل ملاتړ اعلان کړ دمنځنۍ اسیا هیوادونوهم پاکستان  سره په دوه اړخیزه اړیکو بیا له سره کتنه وکړه ، ددواړوخواوو ترمنځ په لوړه کچه سفرونه ترسره شول یو شمیرتړونونه په اقتصادي ، کلتوري ،سوداګریز ، اودتوریزم په برخو کې لاسلیک کړل .
پاکستان دمنځنۍ اسیا له هیوادونو سره S.T.A.P  پروګرام له مخې یو لړ ځانګړی همکاري پیل کړه  دمنځنۍ اسیا په ځینوهیوادونوکې دانګلیسي  ژبې کورسونه ،بانکې زده کړې اودې ته ورته نور پروګرامونه یې پیل کړل(۱۸)  .
دولسمشرانو په کچه تګ راتګ پیل شو،د ۲۰۰۵ ز په مارچ  کې دپاکستان ولسمشر له  ازبکستان او قرغیزیستان څخه لیدنه وکړه(۱۹) همدارنګه دازبکستان ولسمشر نورسلطان نظر بایوف پاکستان ته دوه ورځنی سفرترسره ،کړ  چې په ترڅ کې یې پر دې موافقه وشوله چې هر کال باید دلومړي وزیرانو په کچه ددواړوخواوو ترمنځ سفرونه وشي، نظربایوف پاکستاني پانګوال وهڅول تر څو په ازبکستان کې په مختلفو برخو کې پانګونه وکړي (۲۰)، دیادونې وړ ده چې دغه سفر په ۲۰۰۳ ز کې ترسره شوی و .
بل خوا دتاجکستان دبهرنیو چارو وزیر په ۲۰۰۴ ز کې اسلام اباد ته دیو سفر په لړ کې پاکستاني ولسمشرجنرال مشرف ته ډاډورکړ، چې تاجکستان به هیڅکله  په خپله خاوره کې هندي  ځواکونو ته ددوی پر ضد اجازه ورنه کړي(۲۱) ددغه سفر په تعقیب دتاجکستان ولسمشر امام علي رحمانوف له اسلام اباد څخه لیدنه وکړه هلته یې له  پاکستاني چاوراکو سره اته تړونونه لاسلیک کړل  چې  هرهغه څوک که ډیپلوماټیک پاسپورټ ولري هغوي لپاره په  دویزو په برخه هیڅ ډول ستونزه نه وي،دټکس په برخه کې کمښت، د پوهنې وزارتونو په کچه همکاري  او داسې نور.....(.۲۲)
همدارنګه په دې ورستیو کې دپاکستان اوازبکستان اړیکې هم سره څه ناڅه تودې شوي.(۲۳)
۲۰۰۶په می کې ازبک  ولسمشر اسلام کریموف له  اسلام اباد څخه لیدنه وکړه  دلیدنو کتنو په ترڅ کې دواړه خواوې په دې سلاشوې، چې ددوی ترمنځ باید اقتصادي اوسوداګریزې اړیکې لاپیاوړې ،دترهګرۍ پرضدمبارزه ، د سړک اوریل پټلۍ پر غځولو هم خبرې وشوې ازبکستان   هڅه کوي دپاکستان دګوادر بندر له لارې له نړۍ سره خپلې سوداګریزې اړیکې ټینګې کړي پاکستاني ولسمشر لا دمخه دخپل یوه سفر په ترڅ کې چې منځنۍ اسیا ته یې درلوده ازبک  چارواکوته ډاډ ورکړی و، چې پاکستان هڅه کوي په هیواد کې دترهګرو ټغر ورټول کړي ، ولسمشر له هغو ازبک ملیشو څخه هم یادونه کړې وه چې په قبایلي سیمو کې پټ دي داچې داخبرې به ترکومه عملي وي دابه وخت روښانه کړي (۲۴).
پاکستان ن له منځنۍ اسیا سره داړیکو دټینګولوپه موخه دادعوه هم کوي چې دمنځۍ اسیا ولسونو سره ګډ اوورته کلتور لري که څه هم دجغرافیې له مخې پاکستان په سهیلي اسیا کې پروت هیواد دی خو له کلتوري اړخه ددغه ولس کلتور دمنځنۍ اسیا دولسونو په څیر دی( ۲۵).
دښوونې اوروزنې په برخه کې دمنځنۍ اسیا دهیوادونو زیات شمیر زده کونکې اومحصلین په پاکستانی ښوونځیو اوپوهنتونوکې په زده کړو بوخت دي همدارنګه دهغو پاکستاني زده کوونکو شمیره لانه دی څرګند چې دمنځنۍ اسیا په هیوادونو کې په زده کړو بوخت دي ، دیوې سرچینې دسروې له مخې نږدې ۳۵۰ محصیلین دازبکستان په طب پوهنتون کې په زده کړو بوخت دي(۲۶).
دستراتيژيکو اړيکو اړتيا(Quest for strategic dept)
کله چې دمنځنۍ اسیا په نوم سیمه رامنځ ته شوه پاکستان هڅه کوله په افغانستان کې دخپل نفوذ له پیاوړتیا څخه په ګټه په دغه سیمه کې دهند دنفوذ دخپریدو مخه ډب کړي اوافغانستان په سیمه کې دهند دنفوذ په وړاندې دیوه ستراتیژیک عمق په څیر استعمال کړي، دیوه پاکستاني جنرال میرزا اسلم بیګ  په اند افغانستان د پاکستان لپاره یوه ځواکمن اوپیاوړی ډال دی چې دهررنګ ګواښ په وړاندې ورڅخه ګټه ا خستل کیدای شي دپاکستان اوایران ثبات له همدغې سیمې سره تړلی دی(۲۷)همدارنګه پاکستان غواړي چې په افغانستان کې یو داسې حکومت رامنځ ته کړي چې په تمامه مانا پاکستان ته مخلص وي .او یوه داسې کمزورې اردو ولري چې ددې توان ونه لري له پاکستان څخه د‌ډیورند دکرښې پوښتنه وکړي اوهمدارنګه دپښتونستان مساله راپورته نه شي کړای تر دې مهمه خبره داد ه چې پاکستان په افغانستان کې یوه داسې لاسپوڅی حکومت ته اړتیا لري چې دکشمیر په ستونزمنه کشاله کې له دوی څخه ملاتړوکړي . دافغانستان له خاورې څخه دکشمیرې جنګیالو لپاره دروزنځایونو په توګه ګټه واخلي (۲۸).
خو د افغانستان په اړه دپاکستان ستراتیژي بدلون نه دی کړی ، دغه هیواد اوس هم د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي،او په پټه د طالب جنګیالیو ملاتړ د دې لپاره کوي چې نړیوال ځواکو نه د افغانستان پریښودو ته اړباسي او دغه هیواد یو ځل بیا ددوی لاس ته ولویږي(۲۹).
دطالبانو درژیم له نسکورید وروسته هم دافغانستان په اړه دپاکستان په پالیسۍ کې کوم دپام وړ بدلون نه دی رامنځ ته شوی، افغانستان اوس هم پاکستان ته  د خپلو ستراتیژیکو موخو دلاس ته راوړني لپاره د یوې اساسي وسیلې په توګه ښکاري پاکستان په دې هڅه کې دی، چې په افغانستان کې له اوسنۍ پیچلې وضعې څخه هم په خپله ګټه استفاده وکړي که څه هم په ښکاره پاکستان هڅه کوي وښیې چې دغه هیواد د افغانستان له اوسني حکومت څخه ملاتړ کوي خو په حقیقت کې دغه هیواد له هغه و ډلو ټپلو سره له مرستو مخ نه اړوي،چې  دافغان حکومت په وړاندې جنګیږي اودغه حکومت ته  راز راز ستونزې راپنځوي   .
د۲۰۰۶ په فرورۍ کې کله چې ولسمشرحامد کرزي اسلام اباد ته  دخپل یوه سفر په ترڅ کې جنرال مشرف ته یولړ شواهد وړاندې کړل چې په پاکستاني خاوره کې دترهګرو پټنځایونه اوروزنځایونه په کې په ګوته شوي و . له کرزي سره مل پلاوي له خولې ویل شوي چې ددغو شواهدو په لړ کې پاکستاني ولسمشر ته دکراچۍ په څیر سیمی هم په ګوته شوې چې ډیرپه خوندي توګه ترهګرپه کې  روزل کیږي آن له همدغه ځایه پر وسله سمبال د بلوچستان دکوټې سیمو ته استول کیږي (۳۰).
دامریکایې ځواکونو قوماندان جان ابي زید هم دخپل یوه سفر په لړ کې پاکستاني چارواکوته په پاکستان کې دننه دیولړ روزنځایونو انځورنه وړاندې کړي وو اوله دوی یې ِغوښتي وه چې دغه روزنځایونه بندکړي (۳۱).
پروفیسور ډاکټر Timothy په پاکستان تور لګوي ،چې ددغه هیواد زیات شمیر ریټایرډشوي پوځي افسران او ISI د ترهګرو سره اوس هم مرستې کوي، او وایې تر کومه چې پاکستان طالب جنګیالي د خپلو سیاسي موخو لپاره استعمالوي نو ناشوني ده ،چې سیمه له ترهګرو څخه خلا صه شي(۳۲).
اسلام دوسيلې په توګه  (Islam as a Tool)
مذهب دپاکستان اومنځنۍ اسیا ترمنځ  داړیکو په پرمختګ کې دپام وړ رول لوبوي داچې ددغې سیمې ډیری وګړي دعوه لري چې سني مذهبه مسلمانان دي نوطبیعی ده چې پاکستان ته به مایله وي .
د۱۹۹۱ ز په کلونو کې دپاکستان دهغه وخت داقتصاد وزیر په دې اند و، چې دمنځنۍ اسیا ډیری وګړي  ترکان اوپه سلوکې ۹۵فیصده سنې مسلمانان دنقشبندیه طریقې پیروان دي بل لوري ته له ایران سره دپخواني تاوتریخوالي له امله، چې دغو هیوادونو ته په میراث ورپاتې دي له  ایران سره په اړیکو کې ستونزې رامنځ ته کولای شي (۳۳).
همدارنګه دپاکستان دجماعت اسلامي ګوند مشر قاضی حسین احمد هم په ۱۹۹۱زکې په  یوه خبري ناسته کې ورته نظر درلوده هغه ویلي وو : له شوروي اتحاد څخه دمنځنۍ اسیا دهیوادونو خپلواکي دهغه خوب تعبیر دی چې مسلمانان ورته له ډیرې مودې راهیسې پسخیدل هغه زیاته کړه دمنځنۍاسیا هیوادونه پاکستان ته دیو ایډیالوژیک ملګري په څیرګوري سربیره پردې پاکستان دافغانستان په جهادکې هم کلیدي رول لوبولی (۳۴).
دجنرال لیاسخوسکي (Liaskhocskii ) په اند کله چې په ۱۹۹۳ز کې دپاکستان په پیښور کې داسلامي  نړۍ استازي سره راټول شول اوپریکړه یې وکړه چې دنړۍ په هرګوټ کې به له اسلامي ډلو سره دجهاد په برخه کې مرسته کوي په دې لړکې دوی په دې سره سلاشول چې دتاجکستان  له جهادي ډلو سره باید مرسته وشي اوددغو مرستو ډیره برخه باید  دافغانانو له لارې ترسره شي ځکه دوي استدلال کاوه چې افغانان له  روسانو سره دجګړې په برخه کې ښه تجربه لري دغه وړاندیز تاجکي استازوته هم دمنلووړو ( ۳۵) .
 په همدغه موده کی پاکستان نږدې ۸۰۰۰-۶۰۰۰  تاجکي کډوالو ته دافغانستان په شمال کې هم مرستې ورسولې.
 په ۱۹۹۳ز کې دتاجکستان داپوزیسیون مشر همت زاده له پاکستان څخه لیدنه کوله دپاکستان دهغه مهال داستخباراتومشر جنرال حمیدګل هم داپوزیسیون په پلوي خبرې کولې.
بل لوري ته دازبکستان حکومت له تاجک ملیشوسره دپاکستان دجماعت اسلامي مرستې دتاجکستان او ازبکستان د حکومتونو پروړاندې دیواسلامي خوځښت او اتحاد درامنځ ته کیدو پیلامه وګڼله  (۳۶).
 دازبکستان له خوا پر ای اس ای داګومان هم  کیدلو چې شړل شوېو ازبک ملیشو سره مرسته کوي اوددغې ‌ډلې مشر طاهر یولد اش ته یې  هم پناه ورکړې ده داسې اټکل کیده، چې ای اس ای اوطالبان په ازبک ملیشو ډیرباورهم نه درلوده دوی یوازې له دوی څخه خپلې سیاسي موخې پوره کولې ( ای اس ای) په دې هڅه کې وه، چې په  افغانستان کې یو ضعیف حکومت رامنځ ته کړي څو منځنۍ اسیا ته په اسانه اووړیا توګه لاره پیدا کړي
دسپټمبر له پیښې څخه وروسته پاکستان دمنځنۍاسیا په  وړاندې خپله  دوه مخیزه پالیسي رادمخه کړه، له یواړخه به یې له دغو هیوادونوسره دښو اړیکو چیغی وهلې اوبل لوري ته به یې دمنځنۍ اسیا له هغویو شړل شویو ترهګروګروپونو څخه په پټه ملاتړ کاوه چې دمنځنۍاسیا هیوادونه هم لکه دافغانستان په څیر کمزوري پاتې شي او خپلې موخې ورڅخه  په اسانۍ سره لاسته راوړي.
د۲۰۰۴ز په مارچ کې ازبک ولسمشر له پاکستان څخه وغوښتل چې په پاکستان کې ټول میشت ازبک ملیشې دې ازبکستان ته وسپاري (۳۷).
د(ای اس ای) ترڅنګ القاعدې او طالبانو هم ددغو ازبکې ډلو ملاتړکاوه ځکه دوی غوښتل ددغې سیمی حکومتونه ضغیف پاتې شي چی ددوی مافیا او فکر په اسانۍ سره په دغه سیمه کی خپورشي(۳۸).
پاکستان خپلو موخو ته درسیدو لپاره اسلام اسلامي دوسیلې په توګه کاروي او له دې لارې به په  ازبکستان،تاجکستان اوقرغیزستان کې له مخالفو وسلوالو سره دمرستې شک هم کیږي دپاکستان پالیسی جوړونکي په دې هڅه کې دي چې یو داسې امنیتي کمربند رامنځ ته کړي چې له ترکیې نیولې دمنځنۍ اسیا هیوادونوپورې یې وغځوي  ددوی موخه له دې کمربند څخه دخپلو سیاسي اواقتصادي ګټو لاسته راوړل دي .
پاکستان په دې هم  پوهیږي چې دمنځنۍ اسیا سیکولر هیوادونه ددوی په پرتله له روسیې . چین اولویدیځ سره امنیتي همکاریو ډیرلېوال دي.
دمنځنۍ اسیاهیوادونو له هم ګټه هیوادونو (Common wealth independents States) سره امنیتي تړون په 2001 کې لاسلیک کړ لکه څرنګه چې دغه هیوادونه دشانګهای دتړون غړي هم دي اوهمدارنګه  د ناټو له تړون سره هم له نږدې څخه همکاري لري . 
سیمه ییز سازمانونه
داچې پاکستان په منځنۍ  اسیا کې دخپلو موخو دلاسته راوړنې لپاره اسلام دوسیلې په توګه کاروي اوغواړ ي په نوموړي سیمه کې دهند له نفوذ څخه هم مخنیوی وکړي(۳۹). او همدارنګه په سیمه کې دوه مخې پالیسي کاروي(۴۰).
پاکستان له هندسره دانډول ساتنې په موخه په دې هڅه کې دی چې  دترکیې، ایران ،افغانستان اودمنځنۍ اسیا  هیوادونو په ګډون یو اقتصادي بلاک جوړ کړي دغه سازمان دایکو به نوم څرګند شو دپاکستان موخه ددغه سازمان له جوړیدو څخه خپلې ګټې درلودې(۴۱)،  دپاکستان پخواني لومړي وزیر نواز شریف په خپله یوه مرکه کې  ویلي وو، چې دغه سازمان غواړي  سیمې ته هوساینه راوړی اودسیمی هیوادونه سره په خپل منځ کې  وتړي ځکه دنوموړو هیوادونو ولسونه سره ګډ تاریخ، کلتور اومذهب لری نوازشریف زیاته کره چی ددغه سازمان مهمې موخې د خصوصي سکتور . پانګې اچونې هڅول دي نوموړي وویل پاکستان په پام کې لري یو لوی سړک اوریل پټلۍ جوړه کړي چې دمنځنۍ اسیا هیوادونه، عربي سمندر، روسیه او اروپا له سهیلي اسیا سره ونښلوي. هغه زیاته کړه تر دې هرڅه وړاندې په افغانستان کې  ثبات مهم دی(۴۲)
خو دایکو دغړیو هیوادونو ترمنځ سیالي اوپه افغانستان کې دثبات نه شتون دپاکستان دغه ټول خوبونه په اوبو لاهو کړل .
پاکستان داسلامي کانفرنس په سازمان کې دمنځنۍاسیا دهیوادنو له ګډون څخه ملاتړکوي اوهیله مند دي، چې له دغه لارې هم دیو اسلامي بلاک رامنځ ته کیدو ته لاره هواره کړي(۴۳).
پاکستان په  همدې وخت کې دشانګهای په تړون کې ګډون ته سترګې پر لاردی(۴۴)،د ۲۰۰۱ز په پیل کې پاکستان غوښتنه کړې وه، چې  په دغه سازمان کې دې ورته دناظر په توګه دګډون اجازه ورکړل شي دمنځنۍ اسیا هیوادونو هغه مهال دغه غوښتنه په دې پلمه  رد کړې وه چې ګواکې پاکستان دطالبانو له رژیم څخه ملاتړ کوي خو چین بیا ددغه غوښتنې ملاتړ کاوه، بل لوری ته روسیې هڅه کوله هندوستان دغې ټولنې ته ورګډکړي خو په ۲۰۰۵ کې ایران ، پاکستان اوهند په دې وتوانیدل په دغه سازمان کې دناظرینو په توګه ګډون وکړي .
 سيمه ييز  اقتصاد      (Geo-economic)        
ټرانزپټ او ګرمو اوبو ته رسپدل
زیات شمیر پاکستانې مشران په دې اند دي چې پاکستان منځنۍ اسیا ته د دروازې حیثیت لري دوی هیله لري چې دسیمې له هیوادونوسره دښو اړیکو په درلودلو سره به پاکستان وکړای شي، خپل ثبات اواقتصادي ګټې  ترلاسه کړي ، دسړې جګړې  پر مهال پاکستان په دې هڅه کې و، چې په لویدیځ خپل ستراتیژیک اهمیت وپلوري نو پوښتنه داده چې ایا په ریښتیا هم پاکستان منځنۍ اسیا ته ددروازې حیثیت لري؟
دجغرافیوي موقیعیت له پلوه پاکستان هغه سیمه ده چې دسهیل اوسهیل ختیځ له لارې له منځنۍ اسیاسره تړلې دی خو بحر ته درسیدولپاره منځنۍ اسیاته دپاکستاني مشرانو داټکل پرخلاف  له پاکستان پرته نورې لارې هم شته  .
پاکستان مشران په دې سره غواړي منځنۍ اسیا ، چین او سهیلي اسیا دهیوادونو ته خپل اهمیت څرګند کړي
ایران هم منځنۍ اسیا ته لار لري اوهمدارنګه ترکیه په سهیل لویدیځ کې منځنۍ ته لار لري(۴۵).
 پاکستان تل هڅه کړې منځنۍ اسیا ته داړیکو دپیاوړتیا لپاره هغوي ته تجارتې وړاندزونه او اقتصادي پروژو ، اودخپلو تجارتي بندرګا وو ذکر کوي ،د پاکستان ولسمشر په وینا چې دپاکستان له جغرافیوي موقعیت څخه باید سترګې پټې نه شي هغه دګوادرله بندر څخه  هم یادونه کوي چې دفارس خلیج په خوله کې دجوړیدو په حال کې دی چې په بشپړیدو سره به یې ددغې سیمی اهمیت لا پسې زیات شي (۴۶)،مشرف یادونه کوي چې په پاکستان کې دنورو نویو بندرونو په جوړولو سره به نورهم  خپل مرکزی موقعیت ثابت کړ (۴۷). او نوموړي  په دې وروستیو کې دګوادر له بندر څخه د ریل پټلۍ د جوړولو یو سند هم لاسلیک کړ، چې په له دې سره به ګوادر بندر د سیمي هیوادونه سره وتړي اودیو اټکل له مخې له دې سره به د پاکستان تجارتي او اقتصادي اهمیت دمنځنۍاسیا، خلیج ،لویدیځ، چین او سهیلي اسیا هیوادونوته تر ډیره کچه زیات شي(۴۸).
منځنۍ اسیا دپاکستان په اهمیت سترګې پټولی نه شي که څه هم د ترکمنستان اوازبکستان لپاره بحرته ترټولونږدې لاره ایران دی خودمنځنۍ اسیا نورو هیوادونو ته دافغانستان اوپاکستان لار ترټولو لنډه ده  دکراچۍ بندر دافغانستان له لارې منځنۍ اسیا ته ترټولو لنډه لار ده او دهوا له لارې اسلام اباد تاشکند ته له کراچۍ څخه هم نږدې دی  له دوشنبې تر اسلا م اباده دالوتکې یو ساعت مزل دی دځمکې له لارې دوشنبه کراچۍ څخه ۲.۷۲۰کیلومتره لري دې په پرتله بندرعباس ۳.۴۰۰ کیلو متره، Vladivostok۹.۵۰۰ کیلو متره  اوRostov  ۴.۲۰۰ کیلو متره لرې دی (۴۹).
همدغه لنډه لار ده چې دمنځنۍ اسیا هیوادونه دپاکستان له اهمیت څخه سترګې نه شي پټولای بل لوري ته پاکستان هم له منځنۍ اسیا سره دافغانستان اوچین له لارې ځان نښلوي.
 داسیایې پرمختیا بانک پاکستان ته وړاندیز وکړ که دوی منځنۍ اسیا ته دریل دپټلۍ جوړو کړي دوی به ورته ۲بیلیونه ډالر ورکړي چې دابه پاکستان منځنۍ اسیا ته دنور هیوادونو په تجارتي لار واړوي ، ایرا ن اوچین ترمنځ دریل پټلۍ دجوړونې تړون لري همدارنګه افغانستان اوپاکستان هم ورته تړون لري چې له چمن څخه ترکندهاره به  پټلۍ جوړوي چې همدغه پاټلۍ به په راتلونکې کې تر ترکمنستان اودمنځنۍ اسیا نورو هیوادونو ته وغځیږي دکویټی اوکندهار ترمنځ ددغه پاټلۍ مطالعات بشپړ شوي دي دغه پټلۍ به دافغانستان ترپولو پاکستان رارسوي، له پولې دې غاړه به یې جوړول دافغان حکومت پرغاړه وي (۵۰).
نړیوال بانک له هغو ۶ بیلیونو ډالرو چې په سیمه کې افغانستان ، منځنۍ اسیا ، لویدیځ چین او ایران   دترانزیټ اوتجارتي اسانتیاو لپاره بیل کړي و غواړي له دغه پیسو څخه ۱.۸ بیلیونه ډالر پاکستان سره مرسته وکړي (۵۱).
پاکستان کوښښ کوي د۹۰ میلیونو ډالرو په لګښت یو سړک جوړکړي، دغه سړک چې دبروغیل پاس کې له منځنۍاسیا سره ونښلوي دغه سړک دچترال له لارې له افغانستان سره نښلي خو دغه سړک دژمي په موسم کې دلږې مودې لپاره بندیږي .دغه سړک به  ۱۳- ۶۵دافغانستان شمال ختیځ ترواخانه وغځیږي پاکستان ددغې سیمی په سویل کې تاجکستان په شمال اوچین یې په ختیځ کې پروت دی
دواخان بروغیل wakhal-Boroghil لاره چې پاکستان له منځنۍ اسیا سره نښلوي ترټولو مهمه ده. ددغه سړک لوړوالی ۱۲،۴۸۴فټه دی بروغیل پاس دیارخوم   yarkhomوادي په شمال لویدیځ چترال کې پروت دی له پیښوره تر تاجکستان فاصله ۷۰۰ کیلو متره اټکل شوې ده(۵۲) .
پاکستان، چین، قرغیزستان اوقزاقستان خپل ترمنځ یو تړون لري چې غړي هیوادونو ته دتجارت په برخه کې زیاتې اسانتیاوې برابروي دتړون له مخې غړي هیوادونه حق لري دقراقرم له سړکه ګته واخلي (۵۳).
پاکستان منځنۍ اسیاته دګوادر له بندره دګټې اخستنې وړاندیز هم کړی (۵۴).
دغه بندر چې په سیمه کې دبندرونو دمور حیثیت لري(۵۵)، دبندر دپروژې لومړۍ برخه بشپړه شوی ده ددویمې برخې په بشپړتیا سره دپاکستان اهمیت لازیات کړی .
دقرغیزستان ولسمشر کله چې له پاکستان څخه لیدنه کوله هلته یې ځینې تړونونه لاسلیک کړل چې له مخې یې قرغیزستان پاکستان ته بریښنا ورکوي دوی دیوه سړک په جوړولو هم خبرې وکړې چې دتجارت دپرمختګ لپاره به جوړ شي .
همدارنګه پاکستان له قرغیزستان اوچین سره په تجارتي اړیکو باوري دی، اړونده هیوادونه تر خپل منځ دتجارت دودې لپاره اړدي یوه داسې لار ولري چې دچین کاشغر اوبیشکیک سره ونښلوي دوي ددې لپاره دقراقرم لار غوره کړه اوهمداتیر کال ۲۰۰۶ کې ددغه سړک کار بشپړ شو چې داړونده هیوادونو ترمنځ داړیکو په پیاوړتیا کې اغیزمن رول لري (۵۶).
همدارنګه له پاکستان څخه دایران دتفتان له لارې ترمنځنۍ اسیا دریل پټلۍ پلان ، د ګوادر سړک چې دایران پاکستان پولو اوړي منځنۍ اسیا لپاره ګرمو اوبو اوعربي سمندرته ترټولو لنډه لارده .
یو بل سړک هم په پلان کې دی چې ۵۱۵ کیلو متره ګوادره ،پنکور ،خان ،چاغي ،ربات دافغانستان  له لویدیځ سره نښلوي چې له دغې لارې پاکستان نیغ په نیغه له منځنۍ اسیا سره نښلي (۵۷).
پاکستان منځنۍ اسیا سره دلاډیرو سړکونو ریل پټلۍ اونورو سهولتونو درامنځ ته کولو لیوال دیدغه هیواد لادمخه تاشکند سره دهوا له لارې نښتی (۵۸).
دریل هغه پټلۍ چې له ترکمنستان نه دافغانستان له لارې پاکستان ته تیریږي هم ډیره مهمه ده، دترکمنستان دریل پټلۍ وزارت دچمن- کندهار دریل پاټلۍ مطالعه هم بشپړه کړې ده (۵۹).
انرژي اودګاز پايپ لاين سياست (Energy and gas pipeline politics)
پاکستان دمنځنۍ اسیا داانرژۍ پراخو زیرمو ته سترګې پر لار دی اوغواړي دسهیلي اومنځنۍ اسیا ترمنځ دانرژۍ دټرانزیټ لاره هواره شي ، له دې سره به  پاکستان ډیره ګټه ترلاسه کړي. پاکستان چې ګاز اوتیلو ته اړتیا لري داسې  اټکل کیږي چې  پاکستان به په ۲۰۱۰ز کې تیلو ته داوس په پرتله۴۸ فیصده نوره  اړتیا ولري چې کچه به یې ۸.۱۶ میلیونه ټنه  شي(۶۰). او داکچه به دګازو په مورد کې تر۴۴ فیصدو ورسیږي. له دې  څخه څرګندیږي چې دانرژۍ په برخه کې دپاکستان راتلونکې په منځنۍ اسیا پورې تړل شوې ده دپاکستان اهمیت به هغه وخت لاډیر شي چې دپاکستان  له لارې دګاز دپیپ لاین پروژه بشپړه شي (۶۱).                                                                                                                                             
په افغانستان کې ناامني او په بلوچستان کې کړکیچ وخت په وخت ددغې پروژې دبشپړیدو په وړاندې خنډواقع کیږي پاکستان چې ځان له منځنۍ اسیا څخه دانرژۍ دلیږد لاره معرفي کوي له ترکمنستان سره په مختلفو برخو ( تیلو ،ګازو ،انرژۍ ، تجارت ، ساینس اوکلتور په برخوکې ځیني تړونونه هم لاسلیک کړي . یو بل مشهور  تړون چې دافغانستان له لارې دترکمنستان ګاز پاکستان ته لیږدوي  په ۲۰۰۲ ز کې ددرې واړو هیوادونو لخوا لاسلیک شوی (۶۲) دغه پایپ به په  یوه ورځ کې ۳.۲۱ بیلیونه کوبیک فوټ ګاز تر ۳۰ کالونو پورې لیږدوي (۶۳)
دغه پروژه به دمنځنۍ اسیا نور هیوادونه هم دې ته وهڅوي چې پاکستان سره ورته تړونونه لاسلیلک کړي ،
پاکستان قرغیزستان سره دافغانستان اوتاجکستان له لارې نوموړي هیواد ته دبریښنا دلیږد یو تړون لري .     
تجارت
دمنځنۍ اسیا هیوادونه نه یواځې دپاکستان دخامو مواد داړتیا دپوره کیدو لپاره اهمیت لري بلکی پاکستان منځنۍاسيا دخپلو تولیداتو لپاره ښه بازار ګڼي دیو اټکل له مخې منځنۍ اسیا د۸۰ میلیونو ډالرو یو استهلاکي مارکیټ دی. که پاکستان ۴ فیصده توکي دغه بازار ته برابر کړي نو په کال کې به یې ۴ بیلیونه ډالر ګټه کړی وي(۶۴). په ۱۹۹۱ ز کې یو ۲۳ کسیز پاکستانی پلاوی چې مشري یې سردار اصف کوله د منځنۍ اسیا له هیوادونو سره دنور خبرو اترو ترڅنګ له دغه هیوادونو وغوښتل چې پاکستان غواړي په اړونده هیوادونوکې یو بانک جوړکړي خو پاکستان ددغه بانک پرجوړولو تر ۲۰۰۲ ز پورې ونه توانیده(۶۵) ، په دغه موده کې دپاکستان اومنځنۍ اسیا ترمنځ تجارت محدود پاتې شو .
 په ۱۹۹۲- ۱۹۹۳ کالونوکې منځنۍ اسیا ته دپاکستان دصادراتو کچه ۵.۶ میلیونو ډالرو او له منځنۍ اسیا څخه دوارداتو کچه ۰.۵۱ میلیونو ډلرو اټکل شوی وه(۶۶).خو د  ۱۹۹۳-۱۹۹۲ په پرتله ددوی تر منځ د سوداګرۍ کچه لوړه شوي(۶۷).
په ۱۹۹۷- ۱۹۹۸ کالونو کې دغه کچه له قزاقستان سره ۱۹.۹ میلیونو ډالرو ، قرغیزستان سره ۰۷.۹۱میلیونو ډالرو ، تاجکستان سره ۱۰.۲۹ میلیونه ډالر ، ترکمنستان سره ۰۷.۷۵ میلیونه ډالر ، ازبکستان سره ۳۵.۵۴ میلیونه ډالر اټکل شوی(۶۸).
په دې ورستیو دغه اړیکې لاپسې تودې شوي دي ، په ۲۰۰۶-۷ کې دپاکستان دتجارت جوړې شوې پالیسۍ له مخې پاکستان باید خپل صادراتي توکي ډیرو اسلامي هیوادونو ته صادرکړي. افغانستان ، ایران اودمنځنۍ اسیا هیوادونه ددغې ستراتیژۍ عمده موخې دي، پاکستان دې موخې ته درسیدو لپاره په پلان کې لري په پیښور ،کویټه ، اواسلام اباد کې ستر تجارتي مرکزونه جوړکړي(۶۹).
په کال ۲۰۰۵ ز  جنوري کې دقرغیزستان ولسمشر عسکراقایوف دپاکستان دوره وکړه څارونکي دغه سفر مثبت ارزیابي کوي په دغه سفر کې دبهرنیو چارود وزیرانو په کچه ځینې تړونونه لاسلیک شول ، دقرغیزستان ولسمشر پاکستان ته دبریښنا دلیږد  وړاندیز هم  وکړ(۷۰). دیادونې وړ ده چې داپاکستان ته دنوموړي درییم سفر و، لومړنی سفر یې په کال ۱۹۹۴ اودویم یې ۱۹۹۵ کې ترسره کړي وو .
پاکستان ، چین اوقرغیزستان تر خپل منځ یو بل تړون هم لري چې له مخې یې قرغیزستان اوچین کولای شي دپاکستان دقراقرم  له لارې ګټه واخلي.
په هغې لومړۍ غونډه کې چې دپاکستان اوقرغیزستان ترمنځ په اسلام اباد کې جوړه شوې وه دواړو خواوو دټکس ، فرهنګ اوویزې په اسانتیا خبرې کړې وې(۷۱).
 پاکستان دایکو دسازمان له لارې غوښتل په سیمه کې خپلې اقتصادي اړیکې لاپسې پیاوړې کړي که څه هم د دغه سازمان په جوړیدو سره دتجارتي اړیکو په پیاوړتیا کې کوم دپام وړ پرمختګ رامنځ ته نشو ځکه نوموړی سازمان لومړی په سیمه کې دیوې پراخه اقتصادي همکارۍ په رامنځ ته کیدو پاتې راغی، بل لوري ته دغړیو هیوادونو ترمنځ سیالۍ هم ددغه سازمان دپرمختګ مخه ډب کړه ، دپاکستان پخوانی لومړي وزیر شوکت عزیز هم په دې ورستیو کې په دې اعتراف کړی، هغه په یوه غونډه کې ویلي وو ترڅو چې دایکو سازمان عملي کارونه ونه کړي مثبت نشي تمامیدای ایکو هغه مهال یو اغیزمن سازمان کیدای شي چې ټرانزیټ ،تجارت ، اوبانکي حسابونو ته توجه وکړي (۷۲).
 له دې سره به پاکستان ددې جوګه شي چې له منځنۍ اسیا سره خپلې اړیکې لاپسې  غښتلې کړي.
په منځنۍ اسيا كې د پاكستان محدوديتونه: (Pakistan's Limitation in central Asia)
پاکستان له منځنۍ اسیا سره داړیکو په درلودلو یو څه ستونزې هم لري .
دمنځنۍ اسیا سیکولر حکومتونه د منځنۍ اسیا په وړاندې دپاکستان دپالیسۍ په اړه اندیښنه لري، دوی پاکستاني استخبارات په منځۍ اسیاکې دفعالو جهادي ډلو  په مرسته تورنوي .
دوی دحزب تحریر له فعالیتونو څخه  هم ویره لري چې دمنځنۍ اسیا په هیوادونوکې یې ترسره کوي دوی باورلري چې دغه  ډله په پاکستان کې روزل کیږي اووروسته منځنۍ اسیا ته استول کیږي اولاتر اوسه( ای اس ای) ددغه ناقانونه ګرځول شوی ډلې ملاتړکوي
پاکستان په افغانستان کې دیو  لاسپوڅي حکومت درامنځ ته کولو هیله لري، په ۲۰۰۱ ز کې پاکستاني و لسمشر په څرګنده ویلي وو، چې په افغانستان کې یو پښتون حکومت غواړي (۷۳).
که څه هم پاکستانې حکومت ژمنه کړې چې دمنځنۍ اسیا له جنګیالو سره به په راتلونکې کې مرستې نه کوي خو په عمل کې دغه ژمنې لا نه دي پلې شوي دتحریر ګوند غړي  ، دچیچن جنګیالي خپل ځوانان لاهم په پاکستاني مدرسو کې داسلامي ایډیالوژۍ په زده کړو بوخت دي له دې څخه داڅرګندیږي چې پاکستان دمنځنۍ اسیا په وړاندې له دوه مخیزې پالیسۍڅخه کاراخلي یولوري ته دپاکستان حکومت هڅه کوي وښایې چې غواړي له منځنۍ اسیا سره دوستانه اړیکې ولري خو څارګره اداره( ای اس ای) یې لاهم دهغو جنګیالو ملاتړ کوي چې دمنځنۍاسیا په هیوادونو کې ستونزې راپنځولای شي (۷۴).
پاکستان په منځنۍ اسیا کې دخپلې ستراتیژی له مخې هڅه کوي وښایې چې دمنځنۍ اسیا له هیودونو سره تړلی دی  اودا ردوي چې ګواکې پاکستان په منځنۍ اسیا کې له  دترهرګرو ډلو څخه ملاتړ کوي  .خودغه لوبه ښایې هیڅکله دپاکستان په ګټه تمامه نه شي.
• پاکستان په سیمه کې له  ځینو هیوادونولکه  ایران ، ترکیه اوهند  سره په سیالۍ بوخت دی دلته دیوې خبرې یادونه ا ړینه ګڼم، پاکستان که له ایر ان سره سیالي کوي ښایې دانرژۍ له کمښت سره مخامخ شي.
• په افغانستان کې دثبات نه شتون مو دې ته متوجه کوي چې  پاکستان ته ترټولو مهمه داده چې دمنځنۍ اسیا اومه زیرمو ته ځان ورسوي ، پاکستان که له منځنۍ اسیا څخه هرراز انرژي (بریښنا ،ګاز اونور اړونده توکې ) راواردول غواړي داکارهغه مهال شونی دی چې په  افغانستان کې ثبات وي ددې له دې پرته داهرڅه ناشونې دي (۷۵).
• دتاریخ اومذهب یوالی هم په منځنۍ اسیا کې دپاکستان په اقتصادي تګلارې کومه ځانګړې اغیزه نه لري(۷۶).
که پاکستان غواړي ددغې سیمې له هیوادونو سره ښې اړیکې ولري بایدپه سیمه کې  له یوښې  اقتصادي تګ لارې څخه کارواخلي دغه نظریه پاکستاني کارپوهان هم تاییدوي که پاکستان غواړي ځان دمنځنۍ اسیا ددروازې په توګه مطرح کړي داهم باید له پامه ونه غورځوي چې له پاکستان پرته ایران ، ترکیه اوروسیه  هم منځنۍ اسیا ته لارې  لري  پاکستان باید له دغو هیوادونو سره دګډې همکارۍ پربنسټ کاروکړي. منځنۍ اسیا هم ځان دپرمختللې نړۍ یوه برخه بولې نه لکه څرنګه چې پاکستاني چارواکي فکرکوي (۷۷).                                                                                        
که دګوادربندر جوړ شي، قانون اونظام غښتلی شي نو هیله کیږي چې دغه بندربه په راتلونکې کې یو پرمختللی رول ولوبوي که څه هم بلوچستان دتیرو پنځو کلونو راهیسی دیو لړ ناارامیو شاهد دی ددغه نا ارامیو په لړ کې نږدې ۵۰۰ بریدونه یوازې ښایي دسیوی sui  دګاز په پایپ لاین ترسره شوي (۷۸).
ددغو ناارامیو ترشاد دمتحده ایالاتو لاس وي، دملي امنیت پخوانې سلاکارZbighiew Brzezisri  وایې : یقین لرم چې روسیه په دې هڅه کې ده چې دبلوچستان له لارې ځان دخلیج د تیلو زیرمو اودګوادر بندر ته ورسوي دهغه په وینا دغسې حالات به دپاکستان خپلواکۍ ته زیان ورسوي دامریکا دپوځ مشر دوې لسیزې دمخه ویلي وو، چې دپاکستان دهغه وخت ولسمشر جنرال ضیاءالحق ورته وړاندیز کړی و، چې په ګوادر کې پوځي اډې جوړې کړي (۷۹).
د هند اندېښنې (Ramification for India)
دمنځنۍ اسیا په وړاندې دپاکستان پاليسي، چې هلته  دهند دنفوذ مخنیوی دی یوازې هغه مهال ګټوره ثابتیدای شي چې په افغانستان کې ثبات وي او دا  ثبات دهندلپاره هم ډیرمهم دی(۸۰).
دپاکستان دغه ټولې هڅې به  ترهغه ناکامې وي ترڅو دمنځنۍ اسیا دهیوادونو  ملاتړ ترلاسه نه کړي که پاکستان غواړي په دغه سیمه کې له هند سره سیالي وکړي باید ډیرزور له دغو هیوادنوسره دښو اړیکو په جوړولو راوړي .
د۲۰۰۱ز دسپتمبر له پیښو راورسته په سیمه کې دبدلون په راتګ سره پاکستان ته یوڅه زمینه برابره شوه چې هلته خپلې موخې ترلاسه کړي البته پاکستان دغه کار دافغانستان له لارې ترسره کولای شي خو دلته هم ځینې ستونزې شته  په سیمه کې  دهند پراخ شتون، له کابل سره یې تودې اړیکې پاکستان ته سرخوږی پیداکړی، پاکستان دافغانستان په جلال آباد، کندهار،هرات  او مزارشریف کې دهند دقونسلګریوله شتون څخه هم په ویره کې دی او دتاجکستان په ایانی ښارکې هم دهندقونسلګري او هوایی هډه د پاکستان دناارامۍ  لامل ګرځیدلي.
هند اوپاکستان چې په افغانستان کې پر سیالۍ بوخت دي داسې ښکاري، چې پاکستان به په دغه سیالۍ کې چندانې بریالی نه وي. که پاکستان غواړي دغه سیالې وګټي هغه باید ډیره هڅه وکړي چې دخلکو په ذهن کې خپل تصویر ترمیم کړي . که څه هم دافغانستان ثبات لا هم له ګواښ سره مخ دی اوپاکستاني څارګر لا هم دخپلو ګټو دخوندیتوب اودهند دنفوذ دپراخیدو اوپلانونو  په اړه   وخت په وخت خپلو اړونده کسانو ته معلومات ورکوي خو په ټولییز ډول  په افغانستان اومنځنۍ اسیا کې ددوی پالیسي لا هم اغیزمنه نه ښکاري .
دمنځنۍ اسیا موقعیت به وکولای شي له هندوستان دثبات سره مرسته وکړي اوسمهال هند منځنۍ اسیا ته دمخه پلان شوی اوفوکس پالیسۍ له مخې دغه سیمې ته ننوتی، دوی له  منځنۍ اسیاسره داقتصادي اوستراتیژیکو اړیکو سربیره  دغلته دخپلو اوږدمهالو اولنډمهالو اړیکو په اړه هم فکر کوي نو ځکه خو ویلی شو چې هند په منځنۍ اسیا کې دیوه کلیدي لوبغاړي رول لوبوي هند دځواک اواقتصاد په برخه کې یو مخ پر وده هیواد دی، هغوي باید یواځې له سویلی اومنځنۍ اسیا  سره په اړیکو بسنه ونه کړي بلکې له روسیې اوامریکې سره هم خپلې اړیکې په پام کې ولري.
له افغانستان سره ستراتیژیکې اوپراخه اړیکې دهندوستان دثبات لپاره ډیرې مهمې دي په افغانستان کې دهند پراخ  شتون به هند ته زمینه برابره کړي چې په دغه هیواد کې دپاکستان دفعالیتونو مخه  په اسانۍ سره ډب کړي، هند هیڅکله هم دانه غواړي چې افغانستان دتیرپه څیریو ځل بیا دپاکستان دموخو دلاسته راوړنې لپاره وکارول شي هند افغانستان سره دښو اړیکو لیوال دی(۸۱).  
هند  دې ته ځیردی چې دکابل حکومت اسلام اباد دافغانستان په کورنیو چاروکې په مداخله اوترهګروسره په مرسته تورنوي(۸۲). 
هندلپاره یو بله ستونزه په منځنۍ اسیا کې دچین اوپاکستان ګډ کاردی  یوه ډله پاکستانې کارپوهان په دې اند دي چې د۱۹۶۰ ز راهیسې چین دپاکستان په سیاسي ، اقتصادي اوپوځي برخه کې همکاري کوي (۸۳).
ددوي ترمنځ داټومي همکارۍ معامله له چاپټه نه ده (۸۴).
دچین اوپاکستان دغه همکارۍ هند ته یو لړ تشویشونه رامنځ ته کړي(۸۵). 
دچین اوپاکستان ترمنځ سیاسي همکاري په منځنۍ اسیا کې ددوی ګډې موخې نورې هم پراخولی شي.
چېن تل په شانګهای کې د پاکستان د غړیتوب ملاتړ کوي، نو دلته پوښتنه رامنځته کیږي چې په دغه سازمان کې د پاکستان شاملیدل به دغه هیواد ته څه اهمیت ولري د کومو موخو لپاره به یې په سیمه کې وکاروي خو دا یادونه باید وکړم چې پاکستان لا تراوسه په دغه سازمان کې غړیتوب نه لري (۸۶)پاکستان غواړي چې ددغه سازمان له لارې د کشمیر ستونزه حل کړي همدرانګه غواړي چې په غه سازمان کې پوره غړیتوب ترلاسه کړي. لکه څرنګه چې د قزاقستان ولسمشر نور سلطان نظربایوف څرګنده کړي وه، چې هغه وخت لرې نه دی چې پاکستان ددغه سازمان پوره غړیتوب ترلاسه کړي (۸۷) ځینې کارپوهان په دې اند دي چې په دغه سازمان کې به پاکستان یو فعال رول ولوبوي او د ډیرو ګواښونو مخنیوي به وکړي او زیاتې ګټې به ترلاسه کړي دوی دا هم وايي: لکه څرنګه چې دغه سازمان د دوه هیوادونو ترمنځ د پولو په سر د شخړو په هوارولو کې تجربه لري نو هند او پاکستان به ددې سازمان په غړیتوب خپلمنځۍ سرحدي اودکشمیرپرسر  شخړې حل کړي او پاکستان به وکولای شی له روسيې سره پوځي او دفاعي اړیکې ټینګې کړي.                     
 پاکستان اوچین په ګډه کارکوي څوله منځنۍ اسیا سره ځان ونښلوي ،پاکستان چین ته وړاندیز کړی چې  دایران له لارې دمنځنۍ اسیا له هیوادونو څخه دګازو نل لیکه وغځوي دواړه هیوادونه هڅه کوي دقراقرم لویه لار دهر موسم لپاره دګټې اخستنې وړوګرځوي، چې دوه اړخیزه سوداګري نوره هم وده وکړي(۸۸).
پاکستان  یوه بله زمینه هم  لري چې په سیمه کې خپل اهمیت ثابت کړي او هغه دګوادر بندر دی، دګوادر بندر به دمنځنۍ اسیا هیوادونه وهڅوي چې دایکو په سازمان کې غړیتوب ترلاسه کړي اوپاکستان هم دا غواړي(۸۹).
پاکستان دیو نوي سازمان دجوړیدو په تکل کې هم دی. دغه سازمان چې پاکستان ،افغانستان ، ایران ،چین اودمنځنۍ اسیا هیوادونه به یې غړیتوب ولري که داکارتر سره شي دابه د هند لپاره ناشونی وي،چې په سیمه کې د پاکستان له اغیز سترګې پټې کړي (۹۰).
منځنۍ اسیا ته دپاکستان د رسیدو پر وړاندې یو شمیر خنډونه شته.
په افغانستان کې دثبات نه شتو ن اوخپله  دپاکستان له اړخه په افغانستان کې لاسوهنه.
• نوې ستره لوبه اوپه منځنۍ اسیا یې امنیتي اغیز.
• له هند سره  دامریکا غښتلیو اړیکو ته په پام دپاکستان اوامریکا اړیکې.
• په پاکستان کې دننه مذهبي ګوندونو لا فعالیدل او په سیاست کې پراخه ونډه .
• خو دپاکستان په پرتله هند په سیمه کې ډیرې لاسته راوړنې لري په منځنۍ اسیا کې دهند شتون دوستانه اړیکې (۹۱).
بل لوري ته دمنځنۍ اسیا هیوادونه په سیمه کې دهند له هرراز پرمختګ څخه نه یوازې دا چې ویره نه لري بلکې هند ته دیوه پرمختللي او با تجربه هیواد په سترګه ګوري. په سیمه کې دهند اومنځنۍ اسیا هیوادونو دترهګرۍ په وړاندې ګډدریځ هم دوی سره  نږدې کوي
منځنۍ اسیاهیله لري د هند له  ټیکنالوجۍ ، اوورڅخه دګټې اخستنې اوهمدارنګه په مالي اوبانکې سیستمونو کې دنوموړي هیواد پرمختګ څخه ګټه پورته کړي، دوی له هند څخه په دغه ډګر کې دخپلو کدرونو دروزنې تمه لري (۹۲).
منځنۍ اسیا هند ته دیوه مهم ملګري په سترګه ګوري خپل ثبات دافغانستان اوپاکستان په شمول ددوي په همکارۍ کې وینې .(۹۳).
داچې هند نیغ په نیغه له منڅنې اسیا سره پوله نه لري نو اړدی چې منځنۍ اسیاته درسیدلو لپاره دافغانستان اوایران له خاورې استفاده وکړي ، ترکیه هم منځنۍ اسیا ته لار لري هند باید له نوموړي هیواد سره هم خپلې اړیکې غښتلې کړي ترڅو دمنځنۍ اسیا دانرژۍ زیرمو ته ځان ورسوي.
په دې ورستیو کې دپاکستان اومنځنۍ اسیا ترمنځ اړیکې یو څه تودې شوي دي دنوموړوهیوادونو ترمنځ له سفرونو څرګندیږي چې دغه هیوادونه اوس هڅه کوي له پاکستان سره خپلې اړیکې ښې کړي، دغه پرمختګ دسیمې دثبات لپاره یو ښه زیری دی
همدارنګه په سیمه کې دامریکې شتون دچین اوروسيې دنفوذ پرمختګ دازبکستان په څیر هیوادونه په سیمه کې دیو نوي متحد  پسې ګرځي  ددې سربیره پردې دوه نور مهم فکتورونه شته چې منځنۍ اسیا ورڅخه سترګې نه شي پټولی.
• دپاکستا ن ستراتیژیک موقعیت
• له ترهګرو ډلو څخه دپاکستان ملاتړ  پاکستان له دغه ډلو څخه  په منځنۍ اسیا کې دخپلو موخو لپاره کاراخلي.
دپاکستان اومنځنۍ اسیا ترمنځ راتلونکې اړیکې به هند وهڅوي چې له منځنۍ اسیا سره دوخت مطابق کاروکړي هند اړ دی په یوه وخت کې پاکستان هم وڅاري اوهم په افغانستان اومنځنۍ اسیا کې خپل شتون دځواک له کارونې پرته ثابت کړي اوخپلې اړیکې له نوموړو هیوادونوسره لاپسې وغځوي ځکه اوسمهال دبریالیتوب یو ازینۍ لار همکاري ده  نو پوښتنه داده چې ایا پاکستان اوهند به ورته معاملې ته تیارشي؟ دې ته په پام چې په سیمه کې امنیتي بدلون هم راغلی خو یوه خبره چې څرګنده ده هغه ددغو دواړوهیوادو اړیکې دي چې دتل لپاره دناپوهۍ ښکارشوي(۹۴).
یوه لار شته: اقتصادي ګټې، په یوه میکانیزم  باید کاروشي چې د دواړو سیالو هیوادونو ګټې خوندي شي چې دا هم دپاکستان ،هند اوهم دمنځنۍ اسیا دهیوادونو په ګټه ده.
اخځليك:
۱-        سمینه یا سمین ‌دپاکستان بهرنۍ پا لیسي  وړی ۳۴ ،۱۹۹۴ صفحه ،۱۱۵   شاهد محمد امین (     دپاکستان بهرنۍ پا لیسي )  چاپ اکسفورډ پوهنتون ،نیو یارک ،۲۰۰، صفحه ۳۹-۵۰
http://www.dawn.com/2006/04/30/ed.htm2                        -۲
۳-      شاهد محمد امین  دپاکستان بهرنۍ پا لیسي چاپ اکسفورډ پوهنتون ،نیو یارک ،۲۰۰، صفحه ۳۹-۵۰     ،پرکاش نندا (پاکستان د چین او امریکا ترمنځ : د پاکستان غیر مطمینه پالیسي تر ۹/۱۱ پیښې
۴  -   عایشه صدیقه اغا (( د پاکستان وسلې او مهماتو جوړیدل د ۱۹۹۹-۱۹۷۹ نیوریاک ۲۰۰۱صفحه ( ۱۹-۱۳).
۵-   سمینه یاسمین نمبر ،۱ صفحه ۱۲۲-۱۲۰
۶  -  احمد رشید- جهاد، په منځنۍ اسیا کې د اسلامپالو جنګیالیو راپورته کیدل –حیدر آباد ۲۰۰۲صفحه ۲۱۳-۱۱۲   .
۷-    عایشه صدیقه اغا نمبر ۵ صفحه ۱۳ شاهد محمد امین نمبر ۴ صفحه ۸۷-۸۴.
 ۸-      پرکاش نندا نمبر۴
۹  -      ایم ای شارپ Central Asia at the end of the transition- نیو یارک. ۲۰۰۵صفحه ۱۵۸-۱۵۷.
۱۰-   نیرو پاما سوبرا مانین(  (Musharraf hail's China's SAARC statusدی هندو، نوی ډيلي ۲۰۰۶.۱۶.
۱۱-        عظمت حیات خان- په منځنۍ اسیا کې د پاکستان اقتصادي لیوالتیا-د منځنۍ اسیا ژورنال. پیښور پوهنتون ((۵۵)) ژمي.۲۰۰۴ صفحه ۸۴.
   ۱۲-    د نورو معلوماتو لپاره د حسین حقاني کتاب – پاکستان د جومات او پوځ ترمنځ – لاهور ۲۰۰۵، صفحه ۱۹۷-۱۵۹.
۱۳-  حفیظ ملک- د منځنۍ اسیا ستراتیژیک اهمیت او د راتلونکی هیلې –میکمیلین چاپ برتانیه۱۹۹۴، صفحه ۱۳۴.
 ۱۴-       نوشین واسي – په منځنۍ اسیا کې د پاکستان لیوالیتا – پاکستان هوریزون کراچۍ، ۵۵ (۴) اکتوبر ۲۰۰۲ . مشاهد حسین – د پاکستان بهرنۍ پالیسي نوی ګواښونه- nation سپتمبر ۱۹۹۳،۴.
۱۵-http://www.pakistantimes.net/2005/01/12/top8.htm
    ۱۶--  تهمینه محمود – پاکستان او منځنۍ اسیا- ایرو ایشیا ستډیز، انقره۳ (۴) ژمي ۱۹۹۷-۱۹۹۶صفحه ۷۹-۹۲
۱۷-  احمد رشید – د منځنۍ اسیا یاغیان اسلامپاله او که وطنپاله- اکسفورډ پوهنتون چاپ، کراچۍ ۱۹۹۴، صفحه ۲۱۵.
۱۸-   خورشید محمود قصوري سره مرکه ، اګست ۲۰۰۴ ، ۲۶
۱۹_ http://www.newscentralasia.com/modles.php?newsandfiles=pritandsid=858
۲۰-    منځۍ اسیا ته د جنرال مشرف کامیا به سفر دی ټایم آف central Asia  بیشکیک ،۷(۱۹)،(۳۱۳) مارچ،۱۰،۲۰۰۵،صفحه ۲
Ibid. .119 21
۲۲--- Chronology in Pakistan horizon 57 (3)   جولای ۲۰۰۴، صفحه ۱۴۸.
۲۳-   د اندیجان د پیښې وروسته د ازبکستان او د امریکا اړیکي خرابې شوې اوس ازبکستان په سیمه کې نوي ایتلاف په سې ګرځي چې پاکستان ورته مناسب ښکاري
Pot Pakistan 34 (103) may 2005-2006 pag 7.    _24
۲۵-           عظمت حیات خان ،نمبر ۱۱ صفحه ۷۰
۲۶-http://www.cacianalyst.org/view_article.php?articleid=3085        
 ۲۷-  میراز اسلم بیګ national sacarity diplomacy and defence. د نړیوال چاپیریال د څیړنې او د ملي امنیت د پرمختګ بنیاد، راولپنډۍ، ۱۹۹۹، صفحه ۱۸.
۲۸-     احمد رشید، طالبان، اسلام، تیل او په منځنۍ اسیا کې نوی ستره لوبه ، لندن ۲۰۰۰، صفحه ۱۸۶.
۲۹-http://www.fas.org/irp/crs/rs21658.pdf
۳۰http://www.eruasia.org/departments/inssight/article/eva022/06-pr.shtml-
۳۱-       Ibid         
۳۲-- http://www.house.gov/international_relation/108/hoyt1029htm
۳۳-          د نیوز ورځپاڼه اسلام آباد، جنوري ۱۹۹۱-۹.
۳۴-     قاضي حسین احمد د شوري اتحاد څخه د منځنۍ اسیا د پنځو هیوادونو د خپلواکۍ هرکلي وکړ، دی نیوز ورځپاڼه، سپمتبر۱۹۹۱،۳.
 ۳۵-،  په منځنۍ اسیا کې اسلامي بنسټپا لنه :او د افغانستان او پاکستان نفوذ ،نمبر ۱۲، صفحه  ۱۸۶-۱۸۷ Vyacheslav Belokrenitsky
  ۳۶-       آی – ای رحمن، پاکستان باید د تاجکستان د سولې لپاره کار وکړي، فرنټیر پوست، اګست۱۹۹۳،۱۲ /احمد رشید نمبر۲۰، صفحه ۲۱۵-۲۱۴.
۳۷ -           احمد رشید نمبر ۹، صفحه ۱۱۶
Chronology in Pakistan horizon 57(1)jan page 141    _ 38
۳۹-Ibid,P.217
۴۰  -   Aabha Dixit,    د منځنۍ اسیا په اړه د اسلام اباد ستراتیژي د
http://www.acdis.uiuc.edu/Research/s&ps/19996-1997/sandp_x/Rizvi.htm_  41
۴۲-http://www.cacianalyst.org/view_articl.php?articleid=2799    ;
۴۳-   پاکستان ټایمز اسلام آباد، اکتوبر ۱۹۹۱،۲۱.
۴۴-   مشرف په شانګهاي سازمان کې د پوره غړیتوب غوښتونکی یم، POT PAKISTAN ۳۴ (۱۴۰) جون ۲۰۰۶-۱۷، صفحه ۲۱۴.
۴۵-http://www.defencejournal.com/2000/july/getway_asia.htm      ;
۴۶-http://www.pakistantimes.net/2005/04/24/top1.htm.
۴۷-Deird Tynan     نمبر ۲۲ صفحه ۱۳
۴۸-http://www.pakistanlink.com/headlinse/july06/30/07.htm 
 ۴۹-      احمد رشید نمبر۱۷، صفحه ۲.
50http://www.paktribune.com/news/index.php?id=76900
۵۱http://english.people.com.cn/200607/16/eng20060716_283567.htm --
 52http://www.chitralnews.com/latest%20news512.htm
_53http://www.paktribune.com/news/index.php?id=64865
54http://www.silkroadstudies.org
۵۵-     د ګوادر سترتیژیک اهمیت ، pot pakistan،۳۴ (۱۸۸) اګست ۲۰۰۶،۱۲، صفحه ۲۷-۲۵.
56-http://www.dailytimes.com.pk/default.asp?pag=story_18_1_2005_pag7 _1 :
  ۵۷-    منځنۍ اسیا ته  د افغانستان لاره :او د پاکستان او منځنۍ اسیا اړیکي د طالبانو د واک پر مهال ،دسیمه        ۵۸۰       ییزو مطالعاتو انستیتوټ اسلام اباد ،سیپټمبر ۲۰۰۲ ،صفحه  ۱۴
۵۹-        پاکستان او کزاقستان د سړک په جوړولو سره سلا شول نمبر ۶۵
۶۰-      اسما شاکر خواجه نمبر۲۹.
pot Pakistan.34 (177) July 31, 2006,pa 29-30               61 
_ Choronologhy In Pakistan Horizon,56.(1), jan 2003, page 138-139        62
Ibid,59(2) April2006,P. 133    63
pot Pakistan, 34 (103) may 5, 2001 page 7.             64
 65-      هندوستان ټایمز نوی ډیلي، جولای ۶ ، ۲۰۰۵، نمبر ۳۵
۶۶-    نیوز ،جون ۲۳ ،۱۹۹۲ ،
67http://www.turkistanweekly.net/comments.php?id=39
       68سهمیه یاسمین، نمبر ۱ صفحه ۷۹
69 -         عظمت حيات خان، نمبر 14، صفحه 85
70http://dawn.com/2006/07/18/top3.htm        
Choronologhy. Pakistan Horizon 58(2) April 2005, page 117.              71
Choronologhy. Pakistan Horizon 56(4) October 2003, page 111        72
73-       نمبر ۱۸
        74 اسما شاكر خواجه، نمبر ۴۶.
75 احمد رشید، نمبر ۲۰، صفحه ۲۱۳-۲۱۲.
Ibid.,pp.213,215_.76
_ Pot Pakistan, 34 (148) June 27, 2006, page 9. _77 دی نیشن لاهور، اپریل ۱۱، ۲۰۰۵.
Ibid ,p. 59      78  ۸۱     
http://www.eurasianet.org/department/insight/articles/eav10/206-pr.shtml 79
80 سلطان احمد، نمبر.
_متیاسنیګ رای، د هند لیوالتیا په منځنۍ اسیا کې، ستراتیژیک څیړونکی ۲۴ (۱۲) مارچ.
RFE/RL Newslin,Central asia Report ,10 (152),part111,August 18,2006     
http://www.eurasianet.org/department/insight/articles/pp041606_-pr.shtml      81 
سمیه یاسمین نمبر ۱، صفحه ۱۲۸ـ۱۲۰
پاکستان او چین په دفاعي چارو کې معا ملې ته سره ورسیدل –The tribune chandighar May,24,2006
جست جیت سینګ –چین په  پوځي ځواک بد لیږي- امنیت او چا پیریال ،۱ ژمی ۲۰۰۴ ، صفحه  ۷۱-۵۶
www.sectsco.org    82
83قازقستان اونیزه د خبرونو، جولای۷، ۲۰۰۵ www.kazakembus.com
84پاکستان په شانګهای کې د پوره غړیتوب غوښتنه کوي. Pot Pakistan, 34 (148) june27, 2006,page 12-13.
85ورماk.j.m, پاکستان د چین ته د پائپ د نل وړاندیز وکړو, دی ټرائبيون,24,2006.
http://www.issi.org.pk/strategic_studies.htm_/2003/no_3/article/7a.htm۹۶
۸۶_عظمت حیات خان، نمبر ۱۴، صفحه ۸۵-۸۴.
۸۷_هندوستان ټایمز، جولای۶، ۲۰۰۶.انډیا ایکسپریس، نوی ډیلي،نومبر۲۰۰۳-۲۸
http://jang.com.pk/thenews/dec2005-daily/05-12-2005/0ped/editorial.htm     _88                له ( سيمه ييز مطالعات ) څخه په مننه