له حقوق پوه اوسياسي څېړونکي ډاکترروستارتره کى  سره ځانګړې مرکه ( دوهمه برخه )

  
 
• مونږ همدا اوس عملاً د٣٦ هېوادو له مداخلې سره مخ يو
• په افغانستان کې دهر ګاونډي دمداخلې لپاره دلايل شته
• کرزى دافغانستان داضطرارى حالاتو په تناسب کفايت نلري
• ددې ضمانت نشته چې دپاريس په کنفرانس کې ژمنه شوي پيسې دې ټولې دکرزي حکومت اويا دافغانستان نوروحکومتونو ته ورکړل شي.
• دجګړې لپاره به نړيواله ټولنه له كرزي پرته بل واره دارسړى پيدا نه كړاي شي
يادونه :
ددغه مرکې په تېره برخه کې موولوستل چې له فرانسې څخه راغلي افغان حقوق پوه اوسياسي څېړونکي ښاغلى ډاکترعثمان روستارتره کى ديوساعت او١٥ دقيقواوږدې مرکې په ترڅ کې ، دافغانستان دروان وضعيت ،دنړيوالو ځواکونودشتون قانوني او حقوقي اړخونه، بهرنۍ مداخلې اولاس وهنې ، دپاريس کنفرانس لاسته راوړنې،اودافغانستان په راتلونکوټاکنوکې دنړيوالې ټولنې غوره کانديداوداسې نورومسايلو په اړه هراړخيزه خبرې وکړې،چې څه يې په تېره برخه کې خپرې شوې اودادى پاتې به يې پدې برخه کې سره ولولو،
 دايادونه ضروري ده چې دمرکې ځينې پوښتنې په دري مطرح شوې وې چې دښاغلي تره کى ځوابونه هم په هماغه بڼه وو، خومونږدلته هغه په پښتو درنو لوستوالوته وړاندې کوو.يوځل بيا ضرورده چې ووايوچې دټولومطرح شويونظرياتوسره دادارې  توافق ضرورنه دی. 

ملي اصلاح:
تاسې مخکې وويل چې دحل يوه لاره داده چې دملګروملتوسوله ساتي ځواکونه په افغانستان کې داوسنيوايتلاف اوناټوځواکونوځاى ونيسي، ستاسې په اند به ددغه دوو ځواکونو (هغه ځواکونه چې اوس شته اودملګروملتو سوله ساتي ځواک)ترمينځ څه توپيرموجود وي؟
تره كى:
مونږچې کله وايوچې دملګروملتوسوله ساتي ځواکونه دې راشي،دغه ځواکونه به دمقاومت له ځواکونو سره ديوه توافق په اساس راځي.اووسله وال مقاومت به دملګروملتوسازمان سوله ساتى ځواک مني. دملګروملتوسازمان سوله ساتي ځواکونه  دنړۍ هېڅ ځاى ته دجګړې لپاره نه ځي. يوازې دسولې لپاره سمبوليک اوتشريفاتي حيثيت لري. ډېر کم داسې پېښېږي چې دملګرو ملتو  دسولې پر ځواکونو دې د دښمنو ‌لوريو له خوا بريد شوى وي، ځکه نو  دافغانستان به اوسنيو شرايطو کې کله چې مقاومت دا احساس کړي  جې د اشغالګرو ځواکونو په وړاندې قرار نلري، له داسې ځواک سره ندي مخ چې دجګړې لپاره راغلى وي، نو خپله وسله پر ځمکه ږدي او له جګړې لاس اخلي.
په تېره بيا چې دملګروملتودغه دسولې ځواکونه له لوېديزوهېوادوڅخه نه بلکې دافغانستان له جغرافيايي اقليم څخه له لېرې  اسلامي هېوادو څخه وي چې دافغانستان دخلکو سره هم مذهبه دي او دافغانستان په کړکېچ کې لورى ندي،خومتاسفانه مونږګوروچې يوه ډله لوېديزهېوادونه غواړي چې پر جګړه ډېرلنگرواچوي اودجګړې د دوام لپاره بهانې لټوي،خودغه دجګړې دوام نه دافغانستان په ګټه دى اونه دلوېديزوهېوادو. لوېديزهېوادونه په افغانستان کې دجګړې په اوږدولوسره له خپل ځان سره دښمنۍ ته زمينه برابروي  او دا خبره په هېڅ توگه ددوى په ګته نده.
ملي اصلاح:
ډاکترصاحب تاسې په خپلوخبروکې دافغانستان په چاروکې بهرنۍ مداخلې اولاسوهنې ته اشاره درلوده، دا موضوع په تېرودريولسيزوکې تل دمختلفولوريوله خوا مطرح کېږي، هم دواکمن لوري له خوا اوهم دمخالفينوله اړخه،لکه چۍ همدا اوس دښاغلي کرزي اداره په افغانستان کې دګڼو بهرنيوهېوادودپوځونود شتون سره سره لدغه مداخلو شکايت لري، ستاسې په اند دغه مداخلې ترکومه حده واقعيت لري، اودهغې دمخنيوي لاره کومه ده؟
تره كى:
  زماپه اندله بهرنۍ مداخلې څخه دښاغلي كرزي شكايت هغه دري متل ته ورته دى چې وايې ((بگيرش كه نگيريت)) مونږهمدا اوس په افغانستان كې عملا د۳۶ بهرنيوهېوادوله مداخلې سره مخ يو،ظاهراً شك نشته چې دغه هېوادونه دامنيت شوراپه سپارښتنه راغلي دي،خوافغانستان ته دهغوى دراتګ حقوقي شرايط دنړيوالو حقوقي موازينوسره چندان اړخ نه لګوي.
  په هرحال دغه شپږدېرش هېوادونه په يوه بڼه نه .په يوه بڼه په افغانستان كې مداخله كوي، چې دهغوى لاس وهنه او مداخله دنړيوالو حقونو او په عمل كې په افغانستان كې  دسياسي ژوند او سولې اوثبات لپاره خطرناك اړخونه لري.همدارنګه په افغانستان كې له مقاومت ياوسله والو مخالفينوسره هم دبهرنيو هېوادو له خوا مرسته كيږي.  له يوې خوا د پاكستان دپوځ ديوې برخې  له خوا او همدارنګه دپاكستان داسلامي بنسټګروګوندونو له خوا، دايران له خوا اود ايران دسپاه پاسداران له خوا،اوپه همدې بڼه دعربي مينځني ختيزدبنسټگروعربو اونورو له خوا  ورسره مرسته كېږي.
 پدې حساب ګورو چې دافغانستان په جګړه كې دغه لاسوهنې ډېر پراخ اړخونه پيدا كړي، اودمداخلې داړخونو دغه پراخوالى مونږته دغه نتيجه په لاس راكوي چې دا حكم صادر كړو چې په واقعيت كې افغانستان اوس دتمدنونودټكراوتصادم ډګرګرځېدلى، يهوديت اومسيحيت له يوه لوري اواسلام له  بل لوري. 
 ددې مداخلواولاس وهنوپه پايله كې دافغانستان جګړه اوږدېږي، پداسې حال كې چې په لومړي سركې داسې نه وه، دتېروشپږوكلوپه اوږدوكې په تدريج سره دا لاس وهنه پراخه شوه، نه يوازې هېوادونو په انفرادي بڼه ،بلكې دسازمانونو په چوكاټ كې يې هم ، لكه دشانګهاى سازمان په افغانستان كې دلويديزو هېوادو دلاس وهنې پر خلاف دريځ غوره كړ.او دغه موضوع ددې سبب شوه چې جګړه او كړكېچ په افغانستان  كې ترننه دوام وكړي،ځكه نو زه ګومان كوم چې  په افغانستان كې دجګړې اوكړكېچ اصلي غوټه په افغانستان  كې دبهرنيو ځواكونو شتون دى، ترڅو چې مونږ ددې كړكېچ دحل لپاره  دحل يوه مناسبه لارپيدا نكړو،جګړه به سلګونه كاله نوره هم دوام وكړي.
ملي اصلاح:
 ډاكټرصاحب، که څه هم تاسومخكى لنډه اشاره وكړه خو كه مهرباني وكړئ د افغانستان په روان كړكيچ او جګړه كې د ګاونډيو هيوادونو د مثبت او منفي ونډې په اړه خپل نظر ووايئ او هم دا چې ستاسو په نظر افغانان څه ډول كولاى شي د دې منفي او مثبتو اړخونو څخه ځان وساتلاى شي؟
تره كى:
هيڅ يو ګاونډى هيواد په افغانستان كې د خپلې مداخلې په ترڅ كې د سولې رول درلودلاى نه شي،  اوپه عمومي صورت تل زموږ د ناورين او بحران د اوږدېدو لامل ګرځيدلي دي، په افغانستان كې د هر ګاونډي د مداخلې لپاره دلايل شته مثلا پاكستانيان وايي چې افغانستان ته د بهرنيو ځواكونو په راتګ سره په سيمه كې هغه ستراتيژيكه موازنه له مينځه تللې، چې د جهاد په اوږدو كې د پاكستان په ګټه وه، او دا د دې باعث ګرځي چې پاكستان د افغانستان په چاروكې مداخله وكړي، تر څو چې د پاكستان او هند او امريكا او هندموازنه دافغانستان له لارې جوړه نه شي يا په بل عبارت هغه ستراتيژيك انډول چې افغانستان پكې خپل بې طرفانه رول لوبولاى شي د دواړو لويو هيوادونو پاكستان او هندوستان تر منځ د افغانستان له لارې برقرار نه شي، په افغانستان كې به د پاكستان لاس وهنه دوام ولري، دغسې زه فكر كوم چې ايران هم ځان ته دلايل لري، ايران په افغانستان كې له امريكايانو سره په غير مستقيمه توګه په جګړه لګيا دى، او دغه جګړه تر هغه وخته دوام مومي چې امريكايان دې ته حاضر شي چې د محاصرې هغه كړۍ ماته كړي چې تر ايران يې چاپېره كړې له عراق څخه نيولي تر تركيې او بيا افغانستانه پورې. نو په افغانستان كې هر مداخله ګر هېواد ځانته منافع لري ځانته منطق لري او زه بيا خپلې مخكينۍ خبرې ته راځم چې په افغانستان كې زموږ اصلي ستونزه د بهرنيو قوتونو حضور دى، تر څو چې د دې ستونزې لپاره يو واقع بينانه حل پيدا نه كړو زموږ پرابلم او جګړه اوږدېږي او د جګړې اوږدوالى د هيڅ چا په ګټه نه دى.
ملي اصلاح:
 ستاسوپه نظرپه افغانستان كې دښاغلي كرزي ادارې له پراخ نړيوال ملاتړ سره سره ولي ونه شواى كولاى چې په تيرو شپږو كلونو کې كوم خاص برياليتوب تر لاسه كړي؟
تره كى:
 دا كارمختلف لاملونه لري څه كورنې او څه بهرني او څه هم د كرزي شخصي لاملونه دي كرزى يو انعطاف منونکى اوبې كفايته سړى دى، (زه بښنه غواړم چې د هغه په غياب كې دا ډول صفت كاروم) خو هغه د افغانستان د اضطرارى حالاتو په تناسب كفايت اوظرفيت نه لري. اوضاع او احوال داسې راغلل چې امريكايي پوځونو د دې سړي پرسر لاس كيښوداو چانس ياري وكړه چې دى دغه مقام ته ورسيد، خو دى دغه مقام ته نه دى جوړ شوى،  په تېرو شپږو كلونو كې موږ وليدل چې کرزى دى د دغه كړكيچ اوبحران دحل لپاره شخصي ظرفيت اوتوانمندي نه لري،بل مطلب داچې دغه سړى ترحد زيات مصلحتونه په پام كې نيسي او  انعطاف پذير دى،اوترډېره حده د هغه كړيواواشخاصو ترتاثير لاندې راغى چې موږ ورته جنګ سالاران وايو، او ونه توانيد چې په افغانستان كې داسې يو حالت رامنځ ته كړي چې ورو ورو د جنګ سالارانو نفوذ كم شي، او پر دې هم بايد اعتراف وكړو چې په دې موضوع کې بهرني قوتونه هم لاس لري، د افغانستان په كورنيو چارو كې د بهرنيو قوتونو مداخله د دې لامل ګرځيدلې چې ځيني جنګ سالاران له بهرنيو ځواكونو سره په تړاو سره د بُن له كانفرانس څخه را پديخوا خپل سياسي اوحقوقي امتيازات وساتي،كرزى پردې و نه توانيد چې دغه جنګي ډلې له قدرت څخه ايسته كړي، او مسلكي سالم او دشرايطود مقتظياتو سره سم حكومت جوړ كړي، پدې كې شك نشته چې د حكومت جوړونې په برخه كې په بېلا بېلو پړاونو كې د بهرنيو قوتونولاس وهنه  موجوده وه، اما كرزي كولاى شواى چې په يوه مناسب وخت كې بهرنيو قوتونو ته دا شرط وړاندې كړي چې زه يومسلكي حكومت جوړوم چې كه تاسي را سره مرسته كوئ ښه ترښه،كه مرسته نه كوئ او خپل كسان په حكومت كې شاملول غواړئ زه خپلې دندې ته ادامه نه شم وركولاى، او كيداى شواى چې عملا يي خپله استعفا وړاندې كړي واى. زموږ اصلي ستونزه د بهرنيو قوتونو حضور دى خو يو بل كورنى پرابلم چې موږ يي پر مخكې لرو هغه دكرزي حضوردى چې دغه سړى نه د افغانستان د ادارې كفايت لري اونه هم دې ته حاضريږي چې استعفاء وكړي اويوبل شخص ته چې د دغه ادارې كفايت اولياقت ولري دغه ځاى پريږدي.
ملي اصلاح:
 تاسې دښاغلي كرزي بې كفايتى او انعطاف مننې ته اشاره درلوده، ستاسې په اند څه لاملونه شته چې نړيوالې ټولنې په افغانستان كې پر داسې يوه  ضعيف شخصيت پانګه اچونه كړې ده؟
تره كى:
 نړيواله ټولنه چې دكوموپلانونواوپروګرامونو دتطبيق لپاره افغانستان ته راغلې،ورته ګرانه ده چې دكرزي په شان به مناسب سړى دهغې دتطبيق لپاره وموندلاى شي.يو انعطاف منونكى او داسې كس چې دافغانستان په جګړه كې دښكېلولوريو دګټو په وړاندې دافغانستان ملي ګتې په پام كې نه نيسي.
همدارنګه يوبل لامل داهم ده چې په افغانستان كې اساسي قانون  نتظيم شوى،دوه حكومته اودوه لويې جرګې دلته جوړې شوې او بالاخره يوه نيمه انتخابي حكومت دلته دچارو واګې په لاس كې واخيستې.
او نړيواله ټولنه ددې حكومت څخه په دفاع اوملاتړ كې ګير پاتې شوه،بل خواته دمقاومت ډلو پريكړه دا وه چې دغه حكومت له مينځه يوسي،دغه مسايل ددې سبب شول چې نړيواله ټولنه تر ننه ددغه حكومت په ملاتړ كې تر يوه حده ټينګه پاتي شي.پردې حكومت ډېر تېز انتقادونه كيږي،دغه حكومت په فساد، رشوت اوبې كفايتى تورن كيږي،نړيواله ټولنې او نړيوال ايتلاف چې په  افغانستان كې په جګړه لګيادى، په عملي ډول پردغه حكومت خپل بآور له لاسه وركړى،خودې ته چمتو ندى ترڅو داسې شرايط رامينځ ته كړي چې دغه حكومت په بشپړه توګه سقوط وكړي،ځكه كه دا شرايط برابركړي،دوسله وال مقاومت چاقو لاستى پيدا كوي او هغوى دافغانستان په جګړه كې ځانونه بريالي  ګڼئ.او دا موضوع له اخلاقي  اورواني پلوه نړيواله ټولنې ته چې په افغانستان كې له وسله وال او مالي قوت اوپيسو سره حاضر شوي دي،دمنلو وړ نده.
ملي اصلاح:
پدې وروستيو كې دپاريس كنفرانس دښاغلي كرزي له ادارې سره دمرستو دپياوړتيا په اړه مهمې پرېكړې وكړې،ټولې هغه پيسې چې ښاغلي كرزې نړيوالې ټولنې ته وړانديز كړى وو،او حتا ترهغې هم لږ زياتې يې ورته ومنلې، ستاسې په اند ولې نړيواله ټولنې دهغو ټولو ناروسورو سره جې ددې حكومت دبې كفايتى په اړه يې پورته كړې، په تېره بيا دنړيوالو مرستو دناسم  مصرف په اړه، بيا ددغه ادارې له اړخه وړانديز شوې پيسې يې ټولې ومنلې؟ 
تره كى:
دپاريس په كنفرانس كې له افغانستان سره داقتصادي مرستې اعلان پداسې شرايطوكې كېږي چې په افغانستان كې وسله وال مقاومت تربل هر كال سخت شوىو پدې شرايطو كې  نړيواله ټولنې اړتيا درلوده چې له افغانستان سره خپلې مرستې دسياسي وسيلې په توګه وكاروي.
هغوى له افغانستان سره دمرستو داعلان له لارې غواړي وسله وال مقاومت ته وښيي چې مونږ په افغانستان كې دايمي شتون لرو،او په خپلو ټولو امكاناتو
ستاسې پرخلاف جګړې ته دوام وركوو،ددغه مرستو وعده په افغانستان كې دروانې اروايي  خواجګړې دمحتوا په ترڅ كې مطرح كيږي او دهغه مرستو په څېر چې په توكيو او لندن كې ژمنه شوې وو،
ددې هېڅ ضمانت نشته چې ټول يو ويشت ميليارد ډالره چې دپاريس په كنفرانس كې له افغانستان سره ژمنه شوې،دكرزي حكومت اويا دافغانستان راتلونكو حكومتونو ته چې امكان لري كرزي پكې نه وي، دنړيوالې ټولنې له خوا وركړل شي.
 په هرحال دژمنه شويومرستو اندازه به په راتلونكې كې تر پوښتنې لاندې راځي، پردې سربېره زما په اند دغه يوه وچه اوتشه وعده ده،دغه مرستې په امريكا واروپايي هېوادو كې  دراتلونكو پنځو كلونوپه سياسي تغيراتو اوبدلونونوپورې په كلكه  اړه لري.په راتلونكو پنځو كلونو كې په ډېرو اروپايي هېوادوكې پارلمانونه بدلېږي اونوي حكومتونه رامينځته كيږي.  په خپله په امريكا كې اته مياشتې وروسته نوى حكومت دچارو واګې په لاس كې نيسي.
ځكه نودمرستې دغه ژمنه چې په واقعيت كې ديوې سياسي وسيلې په توګه او  په يوه برخه كې دعامو وګړو د ذهنونو دتېر اېستلو لپاره او له هغه جګړې څخه دهغوى د ذهنونو دمنحرفولو لپاره كارول كېږي چې همدا اوس په افغانستان كې روانه ده اوورځ تر بلې شدت او پراختيا مومي.
ملي اصلاح:
ډاكټرصاحب دوروستۍ پوښتنې په توګه څومياشتې وروسته شايد په افغانستان كې د ولسمشرۍ لپاره ټول ټاكنې ترسره شي، ستاسو په نظر نړيواله ټولنه او يا د امريكا په مشرۍ نړيوال ايتلاف به په افغانستان كې پركرزي پانګه اچونه وكړي او كه به بل څوك را وړاندي كړي؟
تره كى:
 كه څه هم كرزي د راتلونكو ټاكنو لپاره ځان كانديد كړى، خو دا موضوع په ځينو كورنيو، بهرنيو او سيمه ايزو مسايلو پورې اړه لري، كه چېرې د افغانستان د ننه سياسي وضيعت ښه شي او كه چېرې د دې هيوادونو جنګي دريځ په افغانستان كې دومره پياوړى شي چې دوى پرته له كرزي څخه چې د يوه جګړه مار حكومت مشري پر غاړه لري،  بل څوك پيدا كړي او په دې جګړه كې د دې بهرنيو قوتونو دريځ ټينګ شي، ډير امكان لري چې په افغانستان كې داسې يو سړى د سياست په ډګر كې مطرح شي چې په دغه شرايطو كې وكولاى شي هم د بهرنيو قوتونواعتماد تر لاسه كړي اوهم د افغانانو په مينځ كې محبوبيت ولري، اوهم د سولې په اړه چې زموږ اصلي مسئله ده مخصوصا له وسلوال مقاومت سره د خبرو اترو له لارې فعاله اوسي، زه بيا خپله خبره تكراروم چې دا موضوع د افغانستان په راتلونكي سياسي وضيعت پورې اړه لري، تر اوسه پورې پدې اړه په مشخصه توګه څه ويلاى نه شو، اما دا واقعيت بايد په ګوته شي چې د جګړې لپاره به نړيواله ټولنه پرته له كرزي څخه بل واره دارسړى پيدا نه كړي، او طبعا دا محدود هيوادونه دي چې په جګړه باندي زياتره لنګر اچوي، دوى له کرزي  څخه پرته بل څوك نه شي پيدا كولاى چې هم پر جګړه ټينګار وكړي او هم د افغانستان له ملي ګتو څخه تير شي.
پاى