ايران ،ګاونډيان او سيمه ييز کړکيچونه  ( لومړۍ برخه )

  منځنی ختیځ کړکیچونو پسې اخیستى  ، دحزب الله او اسرائیلو تر منځ جګړه د اسرائیلیانو او فلسطینیانو تر منځ کړکیچ  ، په عراق کې نا ارامه وضعیت او د ایران داتومي پروګرام  په سر شخړې دغو ټولو په سیمه کې ژور ناارامه وضعیت پنځولی ایران په دغو ټولو کې په وړه او لویه کچه ښکیل او دستونزې یو اړخ ګڼل کیږي . ځکه ، چې د ایران سیمه ییز رول  مخ پر وده دی  او دشنونکو پام  یې د ځان لور ته را اړولى دی .
پر ایران دا فشار راوړل ، چې له حزب الله سره خپلې مرستې بندې کړي له اسرائیلو سره  خپلې دښمنۍ ته د پای ټکى کیږدي په عراق کې له لاسوهنې لاس په سر شي د اتومي ځواک د خپلولو خوبونه پریږدي  امریکا هڅه کوي ، چې څرنګه په سیمه کې د ایران د ګاونډیو هېوادونو مرسته  تر لاسه کړي ؟ خو له دې هر څه سره ایران پردې  توانیدلې ، چې له هغو عربي سني مذهبه هېوادو سره پیاوړې اړیکې رامنځ ته کړي  ، چې دوی یې په سیمه کې له نفوذ څخه ډاریږي .
په ډیره اسانۍ ایران د سیاسي ، اقتصادي ، کولتوري او نظامي  وړتیا له برکته د ارزښت وړ هېواد دی  . د  منځني ختیځ او په ځانګړي توګه  اسیایې هېوادو ته به دالږه سخته وي  ، چې په  اسانۍ دې ورسره تعامل وکاندي  د افغانستان او عراق دوامداره جګړو او کمځواکۍ د ایران دریځ ډیر غښتلی کړى  ، ځكه ايران ددوی  پیاوړي او مستقیم ګاونډی  دی او دکابل او بغداد په چارو کې بربنډه لاسوهنه کوي . هغه څه ، چې د تهران په اړه د واشنګټن تګلارې کاواکه کوي   په سیمه کې د ایران هغه وزن دی  ،چې په ډیره اسانۍ سره یې تر لاسه کولای شي .
د اتومي ټکنالوجۍ د ترلاسه کولو په موخه د ایران څو اړخیزو هڅو اوس د تهران او لویدیځ پر اړیکو خپل سیوری غوړولی دی . خو سیمه ییز ګاونډیان یې بیا داسې نه دي . که له ګاونډیانو سره د ایران خوځنده اړیکې  سړی وپیژني نو په دې به پوه شي چې ايران د لويديځ له فشارونو سره د مقاومت لپاره د دوى ملاتړ ته اړتيا لري . د امریکا متحده ایالات او اروپایان  اتومي شخړه د امنیت شورا او د انرژۍ دنړیوال اژانس  په وسیله سوکه سوکه څاري او تهران هره ورځ له چله کار اخلي  او داسې احساس کوي ، چې دوی به خپلې موخې ته رسیږي ځکه ، چې په سیمه کې روان وضعیت د دوی په ګټه دی .
په ایران کې دواک داخلي  کړۍ ډیرې پیچلې دي ولسمشر احمدي نژاد داسې یو لوبغاړی دی چې څرګندونو یې د ورځپاڼو په مخونو کې جوت ځای نیولې وي په ایران کې حاکم نظام په دې ګروهه دی ، چې ایران د منځنی ختیځ په ارته اوو یړه سیمه کې د پاملرنې وړ محور دی او دا وس لري ، چې ځان ته جلا ثابت ځایونه راخپل کړي .
ایران عراق ته د خپل وروستني بڼ په سترګه ګوري ، اوس یې هلته د یو اغیزمن ځواک په توګه  د امریکا دمتحده ایالاتو ځای نیولى دا زمینه په لاس ورغلې ده ، چې د عراق دګاندې په ټاكلو کې  بنسټیز رول ولوبوي .    ایران په ګاونډي افغانستان کې دایمي حضور لري دلته ټینګې ټولنیزې اړیکې لري . عربي  سني مذهبه هېوادونه – اردن ، مصر او خلیجي هېوادونه – له ایرانه په ویره کې دي  ځکه ورسره د ښو اړیکو درامنځ ته کولو په لټه کې دي  د ایران امریکايي ضد دریځ یو شمیر هغه عربي هېوادونه ،چې له  لویدیځ سره لېوالتیا لري نا ارامه کړي   .
د ایران او  سوریې اړیکې د خپل ډول  ځانګړې او دوستانه هغه دي  د متحده ایالاتو او اسرائیلو پر وړاندې د دواړو ګډ دریځ او ائتلاف له حزب الله سره يې مرستې ښه او جوت لاسوند دي . له لبنان سره د ایران اړیکې پخوانۍ او پیچلې هغه دي . د ۲۰۰۶ ز  دجولای او اګسټ کې د حزب الله او اسرائيلو تر منځ شخړې ته ډیری شنونکي دایران او متحده ایالاتو او    اسرائيلو تر منځ د پراخې جګړې په توګه ګوري . په بله مانا دا دایران – متحده ایالاتو تر منځ جګړه وه ، چې اسرائیلو اوحزب الله د دوی په استازیتوب تر سره کړه . اسرائیل ایران ته په سیمه کې د ستر ګواښ په سترګه ګوري همدا لامل دى ، چې د دواړو تر منځ اړیکې ترینګلي دي . دایران او ترکیې تر منځ اړیکې د ملګرتوب اوسیالۍ  په بریدکې اوړي را اوړي . خو ترکیه له ایران سره د ښو اړیکو لېوالتیا لري او دا هیله لري  ، چې سیمه نوره له دې زیاته د ناارامۍ ښکار نه شي . روسیه د ایران مهم اقتصادي ملګری شمیرل کیږي مسکو دایران په اتومي پروګرام کې سر تر پایه ډوب دی او غواړي ، چې په نړیواله  کچه  دمنځګړي رول ولوبوي . په دې وروستیو کې ، چې د پاکستان او ایران تر منځ کوم نږدیوالى رامنځ ته شوی  ډیر پیچلى او ګونګ دى خو د هندوستان او ایران تر منځ په اړیکو کې د پام وړ پرمختګ رامنځ ته شوې او لامل یې انرژۍ ته دهندوستان کلکه اړتیا ده. له چین او جاپان سره د ایران په اړیکو کې اقتصاداو دانرژۍ امنیت خپل جوت ځای لري .
سريزه :
په منځني ختیځ کې دترهګرې پر ضد له جګړې څخه ایران ډیره ګټه پورته کړه خو داخبره د یو څه تامل وړ ده . متحده ایالاتو دخپلو نړیوالو ملګرو پر مټ دوه سیمه ییز حکومتونه ، چې د ایران سیال بلل کیدل راوپرځول د۲۰۰۱ ز په نومبر کې یې په افغانستان کې د طالبانو خوځښت او په ۲۰۰۳ز په اپریل کې په عراق کې دصدام حسین حکومت ړنګ کړ خومتحده ایالات په دواړو هېوادو کې دتلپاتې او ارام سیاسي نظام په رامنځ  ته کولو کې پاتې راغی  د ۲۰۰۶ ز په جون اوجولای کې د فلسطینیانو اواسرائیلو او په لبنان کې دحزب الله او اسرائیلو تر منځ  په دوو جبهو کې دکړکیچ د بیا راتازه کیدو پر دغه نا ارامه وضعیت یو څه نور سیمه ییز اړخونه ( ابعاد) ورزیات کړل دغو پرمختګونو ته په کتنې ایران ددغه سیمه ییز تشیال ( خلاء ) ډکیدو ته مټې رانغښتي ، چې د سیمه ییزو لوبغاړو ، متحده ایالاتو اواروپایانو غصه یې راپارولې ده   ځکه ، چې ایران په سیمه کې له هغو هېوادو څخه شمیرل کیږي ، چې ځواک او اهمیت دواړه لري دمنځني ختیځ په کړۍ ، ترکیه ،قفقاز ، منځنۍ اسیا اوسهیلي اسیا په هېوادو کې د ایران د خنډ پنځونکى موقعیت  له کبله په دغو سیمو کې دایران نفوذ ورځ په ورځ زیاتیږي . لویدیز هېوادونه ورته له دې زاویې ګوري ، چې دا له لویدیځه لیرې هېواد دی یا په بله مانا دا یوازینى نا عربي هېواد دی ، چې دمنځنی ختیځ ټوله ختیزه برخه یې په خپله ولکه کې راوستې ده . همدغه خنډ پنځونکې موقعیت دی ، چې ایران ته یې د ګاونډیانو پام وراړولې . له اسیایي او ارواسیایي او د منځني ختیځ د نورو پاتې هېوادو سره د ایران پر اړیکو خبرې کیدای شي . ددغو اړیکود پیاوړتیا له کچې څرګندیږي ، چې ایران په سیمه کې پر ځان څومره باور لري اوسیمه ییز ځواک یې څومره دی ؟
د ایران سیمه ییزه بهرنۍ تګلار لکه څرنګه ، چې اټکل کیږي ناوړه اوناارامه هغه تګلار ده دا په حقیقت کې د خپل ډول یوه ځانګړې كړنپلوې (پرګماتيكه) تګلار ده چې تل پر مصلحتونو ولاړه وي له ټکر او د پراخه ګډوډیو له رامنځ ته کیدو څخه ځان ژغوري .
دایران دبهرنۍ تګلارې موخې په لاندې توګه په نښه کیدای شي :
 د سیمه ییز  ځواک پراختیا، د خپل اغیز په سیمو کې اقتصادي او کلتوري برخو ته ځانګړې پاملرنه .
 نورو هېوادو او سیمو ته د خپل اغیز دلیږد ونې زمینه برابرول .
 سیمه ییز ټیكاو .
 پر ځان بسیا عراق  ، چې ایران ته د نظامي ګواښ شومه ونه لري .
 متحده ایالات اندیښمن کول ، خو ددغه ډول کارونو تر سره کولو په اړه شکونه شته . 
دغه لیکنه دسیمه ییزې دائرې دننه د ایران  پر موقعیت ټینګار کوي ، چې له متحده ایالاتو او لویدیځ سره د ایران اړیکې له دغه چوکاټه بهر پاتې شي . په هر صورت اوس متحده ایالاتو ته د سیمه ییز لوبغاړی په سترګه کتل کیږي . پر افغانستان او عراق  د امریکا برید دا مانا لري ، چې اوس متحده ایالات او ملګري یې  پخوانې  بهرني څارونکي او د لږې جزیې لاسوهنې څښتنان نه دي بلکې په سیمه کې اساسي لوبغاړي  دي لږ تر لږه دا ویلى شو ، چې د امریکا تګلار او چلند داسې یو چاپیریال رامنځ ته کولای  شي ، چې دسیمې د هېوادونو پر ازادۍ  او چلند خپل اغیز وښندي . دغه هېوادونه اړ دي ، چې دخپلو ستراتیژیکو او اقتصادي ګټو او په سیمه کې د امریکا د حضور د نوي واقعیت تر منځ توازن وساتي او همدا راز له متحده ایالاتو او ایران څخه لیرې  واټن ونیسي په سیمه کې د امریکا دتګلارې بنسټیزې موخې په دې توګه دي :
 د ډیموکراتیکو او پر ځان بسیا هېوادو په توګه د افغانستان او عراق بیا رغونه .
 د اسرائیلو امنیت او د دوی  له سیمه ییزو ګټو څخه ساتنه .
 داسرائیلو او حزب الله د فلسطینیانو او اسرائيلو تر منځ  د تاوتریخوالې کمول  .
 په خلیج کې د نړیوالې انرژۍ ( تیل ، ګاز ) دلیږد دوسیلو تامینول .
 دترهګرۍ دخپریدو مخنیوى اوله منځه وړل  .
 دایران د اندیښنو له منځه وړل  خو د څرنګوالي بڼه یې لا تراوسه څرګنده نه ده .
په دغو ټولو اړخونو کې د ایران نفوذ دستراتیژیک ګواښ بڼه خپله کړې او ددې تر څنګ یې د اتوم مسله  له اسرائیلو سره دګاونډیانو شخړې پرکړکیچ اوړي ان تردې ، چې ایران په دغه خوځنده سیمه کې خپله متحده ایالاتو  او د دوی  برلاسۍ ته ګواښ  راپنځوي . ایران له ۲۰۰۵ ز څخه را په دیخوا هڅه کوي ، چې اتومي ټیکنالوژي تر لاسه کړي ددې لپاره ، چې امریکا د ایران  ددغې هڅې پر وړاندې نړیوال  فشار څو چنده کړی وي په سیمه کې یې د خپلو نږدې ملګرو  ګټو او مصلحتونو ته هغه ګواښونه په ګوته کړل ، چې ایران یې ورته پیښولای شي . په لبنان کې له حزب الله سره د ایران مالي او نظامي مرستې  او په ۲۰۰۶ز کې له اسرائیلو سره د حزب الله کامیابه جګړه په سیمه کې د ایران د نفوذ ښه بیلګه ده .
دغه لیکنه هڅه کوي ، چې پر سیمه ییزو کړکیچونو ( د ایران اتومي کړکیچ ، په عراق کې نا ارامي ، داسرائیلو اوحزب الله تر منځ شخړه ، په غزه اولویدیځه تړانګه کې نا ارامه وضعیت او له ګاونډیو سره د ایران پر اړیکو ) تبصره کوي .
په لومړي سر کې هڅه کیده ، چې دایران پر اتومي کړکیچ ټینګار وشي خو په لبنان او غزه کې د جګړې له سختیدلو څخه وروسته دا جوته شوه ، چې اکثره یې یو له بل سره تړلې هم دي  د لیکنې ارزښت  به ورسره  زیات شي او په دې ټولو ستونزو کې ایران اساسي لوبغاړی دی .
دغه لیکنه دمنځنی ختیځ د پروګرام پر وسیله چمتو شوې ده او د ( شاتهام هاوس ) خپرندویه  مرکز ورسره د پام وړ مرسته کړې ده او دغه لاندې پوښتنې یې دڅیړنې لپاره په ګوته کړي :
 د ایران  د ځواک کچه څومره ده ؟ دغه ځواک څرنګه رامنځ ته شو ؟
 هغه کوم لاملونه دي ، چې په منځنی ختیځ اواسیا کې یې د ایران  او ګاونډیو تر منځ  وضعیت اوائتلاف  ته خوځښت ورکړ .
 د ایران له خوا د اتومي ټیکنالوجۍ تر لاسه کولو ته د ایران ګاونډیان په کومه سترګه ګوري ؟
 که متحده ایالات د ایران د اتومي او سیمه ییزو هڅو  د کنترول په موخه له خپل نظامي ځواکه کار واخلي په سیمه کې رامنځ ته کیدونکى غبرګون  به څه وي ؟
د راپور په لیکنه کې ګډونوالو ته جوته شوه ،چې د ایران سیمه ییزې اړیکې دنوبت په اساس جوړیږي وړاندې هم ورته  اشاره وشوه ، چې د سیمې ډیری هېوادونه دا لېوالتیا لري ، چې له ایران  سره ښې اړیکې ولري  که دغسې یوه زمینه برابره نه شي باید دا اړیکې د دښمنۍ او پیکه توب تر بریده ونه رسیږي او دا خپل مختلف لاملونه لري . په افغانستان ،عراق  او فلسطین کې د کمزوري دریځ له امله دا لاملونه نور هم پیاوړي شوي ځکه  چې ایران پیاوړي سیمه ییز موقعیت لري  په سیمه کې د ډیرو بل شوو اورونو دمړه کولو لپاره د ایران  مثبت اغیز او مرستې ته اړتیا لیدل کیږي . که ایران چیرې دا احساس کړه ، چې د بهرنیو ځواکونو له خوا ورته  ګواښ پیښدلای شي ایران بیا دا وړتیا اوځواک لري ، چې په سیمه کې له دې زیات اور بل کاندي . په لبنان کې د جګړې له پیل څخه راوروسته یوه اساسي لاسته  راوړنه دا وه ،چې دایران  د اتومي مسلې په اړه د اسیایي او منځني ختیځ  دهېوادو دریځ د هغو تګلارو دکړۍ یوه برخه وه ، چې دایران په اړه دغوهېوادو برابرولې  . د ایران  له اسلامي جمهوریت سره  ددغو هېوادو اړیکې له هغه تاریخ څخه ډیرې پخوانۍ دي ، چې په ۲۰۰۱ز کې یې نظامي ځواک وکاراوه دا په سیمه کې د امریکا په مشرۍ د نظامي حضور په اړه یو سیمه ییز غبرګون و .  له  لویدیځ سره داړیکو په برخه کې ددغه ډول غبرګون  څرګندونې  له وخته وړاندې خبرې وې . په هر صورت اوس  سیمه له دغه بدلیدونکي واقعیت سره په یوه وخت کې په څو برخو کې – اقتصادي ، تجارتي ، سیاسي او ستراتیژیکو –  موقعيتونو کې ځان برابروي .  په اسیا او منځني ختیځ کې د روانو پېښو له امله  پراخه  بدلونونه  نه دې  رامنځ ته شوي ، خو نښې او څرکونه  یې  څرګند شوي او هغه دا ،چې اوس پیچلې سیمه ییزې  اړیکې د سیمه ییزو کړکیچونو پر څواړخونو رڼا اچوي،  متحده ایالات  او اروپایي ټولنه  نه شي کولای ، چې دغه پیچلې اړیکې له پامه وغورځوي . دایران پر اتومي وړتیا ټینګار او یا پرې نیوکې تر څو له حزب الله سره دتهران مرستې په بر کې ونیسي . دا به نه هغه دریځونه روښانه کړي  او نه به یې  کوم حل راوباسي ،چې د اسیا او منځنی خیتځ په اړه نیول کیږي . له بل پلوه یو شمیر شنونکي په دې باور دي ، چې دا جګړه ددې لپاره ترسره کیږي  ، چې ددغې ځمکې ګانده یو له بل سره وتړي . په لویدیځ کې ډیر کارپوهان له ګاونډیانو سره د ایران  د ژورو اړیکو او خپله  د ایران د پیچلتیاوو په ارزونه اومعلومونه کې پاتې راغلي . پردې سربیره ایران  له ډیر پخوا څخه له خپل زوره کار اخیستى ، چې پر ګاونډیانو خپل نفوذ ومني . دا ایران دی ، چې سیمه یې د ناارامۍ خواته روانه کړې . د دومره ډیرو کړکیچونو د حل لپاره دا اړینه ده ، چې له لویدیځ سره د ایران اړیکې  یو څه ښې شي  دواړه خواوې د زغم ډیپلوماسي غوره کړي . په دغو کړکیچونو کې دتهران پیچلې لاسوهنه او پر ځان غره کیدل به دا مانا ولري ، چې ټکر  په ځان کې جدي ګواښونه رانغاړي .
ایران
هغه  لاملونه  ، چې دایران سیمه ییز نفوذ ته یې وده ورکړې  څرګند دي . ایران د اسیا او منځني ختیځ تر منځ  د پول بڼه لري  . ایران له سیمه ییز، کولتوري ، سیاسي او اقتصادي نفوذ څخه برخمن دی او نه غواړي ، چې ددغه نفوذ د ځواک په کچه خپله نظامي کمزوري پټه کړي  . کیدای شي متحده ایالات  به غواړي خپل هغه نظامي ځواک څرګند کړي ، چې نه ماتیږي. پردې  سربیره امریکا دنظامي جګړو د ګټلو وړتیا لري خو د بوش ادارې دا وښودله ، چې دا وړتیا نه لري ، چې له جګړې وروسته وضعیت کنټرول  او د تلپاتې سولې  د رامنځ ته کیدو لپاره وړ تګلار وټاکي .
له بل پلوه ایران دا ثابته کړه ، چې دنورو منځلارو طریقو د کارونې واک له دوی سره دې ځکه  ایران دا وړتیا لري  ، چې دخپلې سیاسي زیرکتیا او کولتوري اغیز له  لارې  خپلې ستراتیژیکې ګټې خوندي کړي د پیاوړو تاریخي اړیکو ، اداري مهارتونو سربیره ایران  سیمه ډیره ښه  پیژني د سیمې د ژبو اوکولتور په پېژندنه او ګټه اخيستنه کې خلاص لاس لري  دا ټول هغه څه دي ، چې لویدیځ یې نه لري .
لویدیځ له تاریخي لحاظه او اوس هم دا هڅه کوي ، چې دمنځني ختیځ په سیمه کې وضعیت بدلون ومومي او اصلاح شي . ایران له ډیر پخوا دا لېوالتیا لري ، چې  له هغو وسیلو ګټه پورته کړي ، چې په لاس  کې یې وي  ایران په سیمه کې دخپل ځانګړې موقعیت له برکته ډیرې زمینې لري خو دا د ایران د خوندیتوب ما نا نه ورکوي  ځکه دغه سیمه تل نا ارامه او واک یې له لږه کیو سره وي . ایران له خپلو ګاونډیو سره په وچه کې پراخه سرحدونه لري  سربیره پردې په بحر کې له خلیج سره شپږ بندرونه لري ایران ته ښایې ، چې داسې چلند وکړي ، چې سمې پایلې ولري  . په ګاونډیو هېوادو کې د روان کړکیچ له امله او په ځانګړې توګه له ۲۰۰۱ ز څخه راپه دیخوا په افغانستان اوعراق  کې د امریکا دجګړې له مله ایران  ته دیو شمیر كډوالو بهیر ورمات شو . ایران حق درلود ، چې په خپلو ګاونډیو سیمو کې له سیاسي لږه کیو سره اړیکې ونیسي دوی په افغانستان او عراق کې د لویدیز له حضور څخه وړاندې هم دا کار کاوه . د لویدیځ اړونده  کړۍ د ایران د امنیتي اړتیاوو په پیژندنه کې د ایران د بهرنۍ تګلارې  دموخې اونیت په پوهیدنه کې  پاتې راغلې . د ایران په ختیځ  ( افغانستان ) کې  د طالبانو خوځښت بیا له سره راوټوکیده او دایران په  لویدیځ ( عراق ) کې تاوتریخوالى همداسې روان دی یا په بله مانا دایران  پر سرحدونو نا امني او تاوتریخوالى  حاکم دی .
د ایران حکومت نا خوښه دی  ځکه ، چې متحده ایالاتو اوملګرو یې  په ۲۰۰۱ ز کې د ایران  د هغه رول ارزښت ته په درنه سترګه ونه کتل،  ایران د افغان ګډوالوبهیر ته خپلې پولې پرانیستې او څه وخت وروسته یې بیرته دغه كډوال خپل هېواد ته ورستانه کړل ( دغې چارې پر افغانستان دامریکا له برید سره مرسته وکړه ) امریکا اوملګرو یې  نه د ایران ددغه کار ستاینه وکړه اونه یې ورسره  ددې په بدل کې مرسته . ایراني چارواکي وایي : دوی په عراق کې  له میشتو مذهبي ډلو او ګوندونو سره ژورې اړیکې لري دغو اړیکو د عراق پر سیاسي دریځ مثبت او د پام وړ اغیز درلود ...  لویدیز حکومتونه او شنونکي هم په دې باور دي .
ایران  دا احساس کوي ، چې د لویدیز د نظامي لاسوهنو په ترڅ کې دوی له کړکیچ سره مخ کیږي او یا ورته دغه ډول ستونزې په لوی لاس  راپنځول کیږي . متحده ایالاتو یوازې په افغانستان او عراق کې خپل سرتیري نه دي پیاده کړي بلکې په ترکیه ، منځنۍ اسیا او د پارس په خلیج کې خپلې نظامي اډې لري . همدارنګه د ایران په شمال  ( قفقاز ) کې هم لږه کي شته او کیدای شي په پاکستان کې دمرکزي حکومت کمزورتیا او د نظام بدلون ایران ته ګواښ  رامنځ ته کړي  . سره له دې ، چې ایران  ته دمنځنی ختیځ په پراخه سیمه کې دتاوتریخوالى د صادرونکي په سترګه کتل کیږي دغه اټکل هغه مهال سم راوخوت کله ، چې داسرائیلو په ضد جګړه کې ایران له حزب الله اوحماس سره پراخه نظامي اومالي مرستې وکړې . خو ایراني چارواکي په سیمه کې د پراخې ګډوډۍ له رامنځ  کیدو څخه ډاریږي ځکه ، چې ایران یو ځان ساتي ( محافظه کار ) هېواد دی او د روان وضعیت دټیکاو دساتنې هڅه کوي . په دغه ترڅ کې د احمدي نژاد ولسمشر کیدو د ایران  د جیپولیتیک ( سیمه ییز سیاست ) په اړه د یوه خوځنده لرلید اټکلول  پیچلى کړل . نوموړي د وينا داسې یوه نوی بڼه راخپله کړه ، چې  هر وخت یې ستونزې راپنځولې شوې  او ملګري یې ورڅخه ډاریدل . دا باید ددې لامل نه شي ، چې موږ د ایران له هغو ستراتیژیکو ځانګړنو څخه سترګې پټې کړو ، چې ایران یې لري . د ایران سیمه ییز موقعیت د ایرانیانو دملي ګټو او تاریخي احساس – چې ګوندې  كومه سپیڅلې دنده لري – پوروړی دی . د ایران دکورني اوبهرني سیاست  دریځونه تل د ملتپالنې (نشنليزم) له پیاوړې احساس سره غاړه غړۍ شوي . ایران تل ویاړي ، چې دا یوازینى نا عربي شیعه هېواد دی ځکه خو ایرانیان دملتپالنې ځانګړى احساس  لري او د نا ارامیو د رامنځ ته کیدو پر مهال ځان ډډۍ ته کوي . دوی په دغه برخه کې پر اسرائیلو لاسبري دي اسرائیل د داسې ګاونډیوتر منځ پروت دی ، چې په ښکاره ورسر ه دښمني کوي  . د ګواښ خبره داده ، چې په سیمه کې د لویدیځ دکمزوري دریځ په پایله کې  به د احمدي نژاد د ټکر پالیسي لا پسې پیاوړۍ شي ایران به د خپلو غوښتنو په تر لاسه کولو کې ډیر زیار باسي، په امریکا یې اداره کې به دایران دښمنان  به هم د دوی په اړه خپلو غوښتنو ته بله بڼه ورکړي .
د احمدي نژاد ايډلوژي:
د ۲۰۰۵ز په جون کې د منځلاري محمدخاتمي او د اسلامي جمهوریت د ولسمشر په توګه د احمدي نژاد ناببره راڅرګندیدل نه یوازې په ایران کې بلکې له ایرانه بهر د سیاسي کړیو لپاره دحیرانتیا خبره وه . پخپله نوی ولسمشر هم خپلو ټاكل كېدو ته حیران و خوسمدلاسه یې دا د تقدیر لوبه وبلله هغه په دې ګروهه دی ، چې دده رول د دریم اسلامي اوښتون رامنځ ته کول دي په ۱۹۷۸ز کې ، چې د شاه حکومت ړنګ شو اسلامپاله پیاوړي شول په ۱۹۷۹ز کې اسلامپالو په تهران کې د امریکا د سفارت ودانۍ ونیوله دوی دا دویم اسلامي اوښتون وباله او اصلي هغه یې لومړی بللی و .  د عملي سیاست او ستراتیژیو په برخه کې  داوښتون  د پیر له پرمختګ او بریالیتوب سره ډیرو لږو خلکو خپل ملاتړ ښوولې و ، دغه پړاو دیني اړخونو ته ډیره پاملرنه کوله . داحمدي نژاد ټاکنه خپله ده او دده ملګرو ته دخپل واک د ترلاسه کولو شیبه ښکاري تر څو وکولای شي له خپلو دیني او سیاسي ګروهو څخه ملاتړ وکړي  .
خو مخالفین یې  بیا په دې باور دي  چې په نړۍ کې به د احمدي نژاد له ټاکنې پرته بله داسې ناوړه ټاکنه نه وي تر سترګو شوی  . ده  نه د دوی سیاسي او اقتصادي ګټې په نښه کړي  او نه  دده د پیچلې ایډولوژۍ  له مله  ورسره  جوړجاړي ته رسیدلى شي  دا دده له بلاغته ډکې څرګندونې وې ، چې کورني اقتصاد او خصوصي سکتور یې کاواکه کړ  ددغې کاواکتیا بل لامل د چارواکو او د وزارتونو په دندو کې بدلون  و ، چې دحکومت اداري  چارې یې  له خنډو ځنډ سره مخ کړې،  ان تردې ، چې احمدي نژاد د ۲۰۰۵ز په منی کې ونه توانیده ، چې دخپلې خوښې کاندید – د تیلو نوی وزیر – ته له پارلمانه رایې واخلي  . نوموړی د دوهم ځل لپاره هم پردې ونه توانیده ، چې د دوو نورو کاندیدانو لپاره د پارلمان خوښه  تر لاسه کړي .
له ګواښه ډکه خبره  داده ، چې  د منځلاري محمدخاتمي په پرتله د احمدي نژاد د چلند په اړه د نړېوالې ټولنې  په ځانګړې توګه دلویدیځ هرکلی ډیر سوړ و . د احمدي نژاد د پخواني او اوسني   سلوک معادله پردې ولاړه ده ، چې له لویدیځ سره نږدیوالى  نه کومه ګټه لري  اونه  ورڅخه دکومي لاسته راوړنې  هیله کیدای شي . لویدیځ به دا انګیري ، چې همدا د ایران دکمزورۍ  نقطه ده . اوس دده اکثره مخالفین دې باور ته رسیدلي دي ، چې د احمدي نژاد د ټکر پالیسي په مانا د ستراتیژۍ له مفهوم څخه خالي ده او دا – ټکر – په خپل ذات کې وروستۍ موخه ده .
له ۱۹۷۹ز اوښتون  څخه  رادیخوا احمدي نژاد د نورو ولسمشرانو په پرتله د ولسمشرۍ  څوکۍ د ایډيولوژۍ  لپاره ډیره کارولې تر ده پخواني ولسمشران  ( هاشمي رفسنجاني ۱۹۸۹- ۱۹۹۷ز او محمد خاتمي  ۱۹۹۷- ۲۰۰۵ ز ) كړنپلوى او د جوړ جاړي سیاست ته ډیر ورمات وو د نړیوالو اړیکو په برخه کې د دوی سیاست دمنځلاري او نرم اوښتون  له  جذبې څخه برخمن و .
احمدي نژاد دغه تګلار په څرګنده وغندله  له ۱۹۸۹ ز څخه را په دیخوا یې دغه ټوله موده د اوښتون (!) له اخلاقو او ارزښتونو څخه بې لارې او پر مادي فساد ککړه موده وبلله . تر ټولو ډیره نیوکه یې دمحمد خاتمي پر دورې  وه . د ۲۰۰۵ز په ټولټاکنو کې دده له سیاسي سیال هاشمي رفسنجاني سره یې د اړیکو د خرابیدو لامل د احمدي نژاد سختې څرګندونې وې  . د احمدي نژاد له تاوتريخوالي ډکه ایډولوژي  د هغه مهال له تجربو سره غوټه کیدای شي کله  ، چې نوموړی د ( سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ) غړی و . دا دخپلوهغو ډیرو ملاتړو او نږدې مرستیالانو په څیر دی ، چې اوس یې عمرونه څلویښت کلنۍ ته رسیدلې  . احمدي نژاد د اوښتون ماشوم  بلل  کیږي  او همدا راز له عراق سره د جګړې ( ۱۹۸۰- ۱۹۸۸ز ) دماشوم خطاب ورته کیږي . له اوښتون څخه راوروسته دجګړې په اړه دده تجربه په خپل اوج کې وه همدغه وخت يې  د اوښتون د ارزښتونو پر مادي لاسته راوړنو لاسبری موندلی و . احمدي نژاد جګړې ته له دې اړخه نه ګوري ، چې دا یوه پېښه ده ځان باید ورڅخه ډډې ته کړي او یا پرې پېښمانه شي . دا دده له انده له ټولو بدمرغیو سره سره د پاکونې یوه شیبه ده ، چې ایران یې د پخوانی  نظام له ګرد فساد او بداخلاقیو څخه پاک او وژغوره . په دغه مانا احمدي نژاد ځان د ایت الله خمینی د انقلابي لارښونو لاروې شمیري . دخمیني داخبره، چې  اوښتون خړوب شو او بیا د هغو شهیدانو پر وینو راستر شو ، چې له عراق سره په جګړه کې ووژل شول  دا یوازې د بلاغت کومه استعاره نه وه اونه خمیني ایرانیانو  ته  د ( امام غائب ) د راستنیدو په موخه د وړ هېواد دجوړولو سپارښتنه کړې وه . یو شمیر په دې ګروهه – احمدي نژاد هم له  دغې ډلې  څخه – دی، چې ایرانیانو ته ښایې ، چې د فاضل دولت د رامنځ ته  کیدو لپاره لاس په کار شي د احمدي نژاد پر عقل د امام غائب د نظریې حاکمیت او په څو مناسبتونو کې دده څرګندونې له امام غائب سره دده شخصي نږدیوالې او لېوالتیا ده دغې نظریې په ایران کې دده د مخالفینو تر منځ په همدومره کچه ډار ، ملنډې  او حیرانتیا رامنځ ته کړي دي. له  دې هر څه سره دغه ټولې پیچلتیاوې د هغه دیني مرجعیت بنسټ شمیرل کیږي او احمدي نژاد له همدې زاویې نړۍ ته ګوري. هغوارزښتونو ته په ورستنیدنې ، چې اسلامي جمهوریت یې په بنسټ رامنځ ته شوی احمدي نژاد د ایراني نوو محافظینو ترټولو غوره استازی  بلل کیدای شي .
هه په خپله دې ګروهه ډیر باوري دی ، چې دنوموړی په برخه دالله مرسته رسیدلې ده.  شونې  ده ، چې دغه ګروهه  د اسرائیلو او متحده ایالاتو په اړه دده له دریځه معلومه شي  . نژاد اسرائیلو او متحده ایالاتو ته د بت پرستۍ ( بې دینه ) هېوادو په سترګه ګوري  دواړه ظالم  هېوادونه شمیري  او ړنګیدل یې باوري بولي
خو د ځینو بهرنیو لرلید بیا په دې توګه نه دې  . احمدي نژاد باور لري ، چې دغه ړنګیدل د هیڅ شي هڅونې ته  اړتیا نه لري ځکه دا یو یقیني کار دی اونه  خو له دغو دواړو هېوادو سره د نښتې اړتیا لیدل کیږي .
دغه ډول دیني ګروهه دنیواک ( استعمار ) ضد ، ملتپالو او د ایران د با اغیزه سیاستوالو له دریځ سره اړخ لګوي . دا باید په کلکه ومنو ، چې د احمدي نژاد سلوک او چال چلند دده د دیني ګروهو په ګورت کې دی هغه ته  اړینه وه ، چې ځان د ایران دملي ګټو او حقوقو دمدافع په توګه  رامخ ته کړی ځکه خو یې په دغه برخه کې  د ډیرې ګټې په موخه  د ایران  اتومي کړکیچ  خبره ټینګه کړه . خو ، چې څرنګه دایران عام ولس ددغو پیچلتیاو هرکلی وکړ دا د بحث وړ موضوع ده . د ملتپالنې  احساس  د ایرانیانو دا انګیرنه ، چې دوی لرغونی تاریخ لري ، چې نه هیریږي او نه بدلیږي  په سیمه کې د امپراطورۍ میراث  دغو ټولو خبرو د ایران د عام ولس په منځ کې ډیر پلویان موندلي  . دایرانیانو دا احساس ، چې دوی يو  تاریخي او تلپاتى رسالت لري دایران سیاسي کړۍ یو څه غره کړي ، چې دوی  کولای شي ، چې په سیمه کې د لویدیځ حضور  د یو لنډ وخت لپاره وزغمي  ځکه  ، چې دا حتمي ده لویدیځ به  یوه ورځ له دغه ځایه بیرته ستنیږي  او ایران به  د  ددې  ګډوډۍ میوه تر لاسه کړی  ، چې لويديځ رامنځ ته کړی،  د ایران  دغه نیت دوه پایلې لري
لومړی :  هغه  ستراتیژي جوړونکې کړۍ ، چې د ایران دبهرني سیاست  په موسسو کې کار کوي دې ته وهڅوي  ، چې له سیمه ییزو لوبغاړو سره د داسې  یو سیاسي دریځ ( سټیج ) په جوړولو یوه خوله شي  ، چې وروسته به څه پیښیږي .
دوهم :  ددوی ذاتي غرور او خوښې دې ته هڅولي ، چې له لویدیځ سره معاملې ته چمتو شي . په دواړو پایلو کې باید د عراق په اړه  د ایران د تګلار ځانګړنې په پام کې ونیول شي  .
د ايراني  زعامت پيچلتياوې :
د احمدي نژاد پر راڅرګندیدو سربیره دایران سیاسي نظام  ولسمشر  ته دومره  پراخه واک نه دى ورکړي ، چې دایران  لپاره تګلاره  جوړه کړی  .  څرګنده ده ، چې ایت الله  سید علي  خامینه يي به د خمیني پر پل روان وي   او دکور دننه به دخپل واک دپیاوړتیا په هڅه کې وي .  اوس د واک کارونه  دومره باوري نه ده  په ډیرو حالاتو کې د مختلفو ډلو ، بارسوخه مشرانو او مهمو موسسو تر منځ د خپل اغیز د زباتولو  په موخه  سیالۍ روانې وي ، چې د ایراني نظام  ښکاروندويي کوي  . یو شمیر سیاسي مهم مقامونه  دا حق نه لري  ، چې د ایران په کورنیو چارو  او یا په  بهرني سیاست کې لاسوهنه وکړي   دوی  تل یو له بل سره په عمومي ناستو اوکتنو کې ونډه اخلي خو سیالي هغه مهال رامنځ ته کیږي کله ، چې دتګلار ې دجوړونې او ټاکنې عملیه  پیل شي  .
پردې سربیره ، په ایران کې  د اوسني واک د ویش  پرسر په ځانګړې توګه د اتومي مسلې  په اړه  دوه بنسټیز اختلافات شته  :
لومړی : سید علی خامنه يي  اصلي چارواکي او د پراخه واک څښتن  بلل کیږي  په دې کې ورسره  د ایران دملي امنیت  د شورا رئیس  سعید جلیلي ، چې اوس د علي لاریجاني پر ځای کار کوي  شریک دی . همدوی د ایران دبهرنیو چارود سياست جوړونې  رول تر سره کوي  اود ولسمشر احمدي نژاد  رول د کورنیو چارو اداره او د ويناوو او څرګندو له لارې  د اتومي مسلې  لپاره د ولس  ملاتړ د راخپلولو تامین  دی  . سعید جلیلي  په نړیوالو ناستو او غونډو کې  دایران رسمي او اصلي مرکچي  بلل کیږي  او د ایران د دریځ  جزئیات په ګوته کوي  د پوره ځوابونو او نوښتونو په اړه  پریکړه په هغه کړۍ کې  کیږي ، چې  مشري یې دخامنه یې په غاړه ده . ددغه نظام  کمزورتیا له دې څخه معلومیږي ، چې احمدي نژاد اوس هم د خپلو څرګندونو له لارې د پراخه ویجاړونې  واک لري . منوچهر متکي ، چې احمدي نژاد دبهرنیو چارو د وزیر په توګه ټاکلي  کوم حقیقي واک نه لري  دا دهغه رسمي سیاسیت ویاند دی ، چې  وار له مخې پرې  سلا شوې وي  .
دویم اختلاف  دا دی ، چې  په ایران کې د پریکړو په کړۍ کې دنوو تشکیلاتو  لامله    دغه بڼه اوس   په ټوله مانا پیچلی شوې ده  . تر ټولو مهم یې د بهرنیو اړیکو نوې  ستراتیژیکه  اداره ، چې د ۲۰۰۶ز په جون کې علی خامنه یي رامنځ ته کړه .  ددغې ادارې د رامنځ ته کولو انګیرنه دا ده ، چې  خامنه یې  د بهرني سیاست اړوند موضوعاتو په اړه  د احمدي نژاد له څرګندونو نور ناخوښه او بد ګومانه شوي ،  د توازن د ساتلو په موخه یې دغه اداره رامنځ ته کړه او د سمونپالو له  خوځښت سره تړلي  کسان  یې په کې  په دنده وګومارل  اکثره یې د محمد خاتمي د ولسمشرۍ پر مهال راڅرګند شوی وو . د پام وړ خبره  دا ده ، چې دبهرنیو چارو پخوانی وزیر کمال خرازي یې ددې ادارې  رئیس  ټاکلی  او له کمال خرازي وړاندې  دبهرنیو چارو وزیر علی  اکبر ولایتي یې  هم غړی دی  خرازي کولای شي ، چې په دغه اداره کې پنځه کسه نور هم وګوماري  . له  دغوګومارنو څخه دا څرګندیږي ، چې دسمونپالو خوځښت  په ګانده کې نور هم پیاوړیدای شي  دغه ادارې  ته دنده سپارل شوی ، چې ستراتیژي جوړه کړي او د دولت دبهرنۍ پالیسۍ په اړه هر اړخیز او ژور سوچ وکړي  او هغه هم په دې کچه ، چې د بهرنیو چارو له وزارت  څخه  ډیره لوړه او معیاري  تګلار وي  .
یوازې ددغې ادارې له  رامنځ ته  کیدو څخه جوتیږي ، چې د علی خامنه یي او احمدي نژاد تر منځ اړیکې څومره خرابې شوې  ځکه خو خامنه یي داسې یوچوکاټ  رامنځ ته کړ ،چې سیاسي نظم  وساتي او ولسمشر به یې هم  پریکړو ته ژمن وي  .  دبهرنیوچارو وزیر منوچهر متکی ،چې د ولسمشر له پوره ملاتړ څخه برخمن دی  د بهرنیو چارو د پخوانیو دوو وزیرانو  له خوا ورته کرښه ایستل شوی ده او په نوی اداره کې د دندې  دحکم له مخې  دده وزارت  څاري  . سره له دې ، چې دغه اداره نوې ده او دخپل ځان د زباتولو په هڅه کې ده  خامنه یي غواړي ، چې بهرنۍ تګلار په خپل لاس کې ونیسي او د احمدي نژاد او دده سخت دریځه ملاتړو لاسونه ورڅخه لنډکړي  . ايران اوسيمه
عراق د ایران  په سیاست کې اوس  د کوچني بڼ  بڼه غوره کړې  ، په کورنیو چارو کې دلاسوهنو له امله  عراق اوس  د نورو سیمو  په پرتله  ډیر نا ارامه دی  . لومړی  باید دا ومنو ، چې  ددغې نا ارامۍ  لوی لامل  دلویدیځ لاسوهنه ده ، چې  لږه موده وړاندې  رامنځ ته شوې  ده . درې  کاله کیږي ، چې عراق د نا ارامیو له لاسه  په ځوښ راغلی  . که چیرې پر دغه کړکیچ یو شمیر سیمه ییز نور کړکیچونه  ورزیات کړو لکه په لبنان  ، غزه او لویدیزه تړانګه کې  جګړې، نو  وضعیت به نور هم پیچلی شي  .
له تاریخي  پلوه دعراق په اړه  دتهران دریځ  د عراق – ایران  د جګړې  له تجربې پرته نه پيژندل کیږي 
اوس د ایران په ستراتیژۍ کې دا خبره د باور تر بریده رسیدلی ده ، چې نور باید عراق ته د اتیایمو کلونو په څیر دا زمینه په لاس ورنه شي ،چې د نظامي ګواښ وړتیا خپله کړي . په ایران کې به یو حکومت هم پر دغه مسله سودا ونه کړي . په عراق کې اوس ډیر څه راڅرګند شوی او پردې ارزي ، چې په اړه یې خبرې اترې وشي . ایراني چارواکي د امریکا له ملاتړ اونظامي حضور پرته یوکمزوري  عراقي حکومت  غواړي ، چې نظام یې فیډرالي وي تر څو ایران وتوانیږي ، چې په عراق کې خپله سیاسي تګلار پلې او اقتصادي ګټې تر لاسه کړي . د عراق کړکیچ اوس داسې بڼه غوره کړي : چې  ایرانیان کولای شي له دغو نا ارامیو څخه د ځان په ګټه کار واخلي او ځان ته یومناسب چاپیریال رامنځ ته کړي . ایرانیان پخوا په سهیل کې په شیعه میشتو اوپه شمال کې په کرد میشتو سیمو کې ډیر فعال وو. له خپلو پخوانیو ملګرو سره یې د لوژستیک ، وسلو اوبسپنې په برخه کې د پام وړ مرستې کړي په پیل کې دغسې ډيرې مرستې  د ائتلافي ځواکونو په څرګنده موافقه تر سره شوې په ځانګړې توګه په سهیل کې ، چې د ایرانیانو په مرسته اوبسپنو نادولتي موسسې رامنځ ته شوې،  د صدام حسین د حکومت له ړنګیدو وروسته دغونادولتي موسسو ته د امنیت د تامینونکي ځواک په سترګه کتل . د احمدي نژاد له ټاکنې وروسته امریکایې او برتانوي چارواکو په شیعه میشتو سیمو کې په ښکاره د ایران له نفوذه سر ټکاوه او ایراني څارګر یې تورنول ، چې له عراقي ملیشو سره د وسلو اوروزنې په برخه کې مرستې کوي په عراق کې د ائتلاف له ځواکونوسره د احمدي نژاد د چلند د بڼې ښه انځور دی . احمدي نژاد او ملګري یې عراق د لویدیځ د ناکامۍ ژوندۍ بیلګه بولي . فکر کیږي ، چې له سیمې څخه د زر کوچیدو لامل به یې هم همدا وي . ځکه خو احمدي نژاد دا اړتیا نه ویني ، چې له بهرنیو ځواکونو سره جوړجاړی وکړي او یاورسره خبرو ته کونډه ماته کړي . په عراق کې د امریکا د سفیر او ایران تر منځ د خبرو اترو په موخه دامکان  د برابرولو پر مهال دا ډول نښې لیدل شوی . آیت الله علي خامنه یي له دغه دریځه ښکاره ملاتړ کوي . ددغه ډول خبرو په اړه د خامنه یي او احمدي نژاد دریځ ډیر سره ورته و . احمدي نژاد په ډاګه وایي،چې دې خبرو ته اړتیا نه شته . د ډیپلوماتیک فشار په ترڅ کې خبرې اترې په ټپه ودریدې د احمدي نژاد لاسوهنه د حیرانتیا وړ وه او د ایران د داخلي سیاست هغه پټ کونجونه یې راڅرګند کړل . د اړیکو د خرابیدو له امله د ائتلافي ځواکونو او ایران تر منځ تاوتریخوالی خپل اوج ته ورسید .
ایران له روسیې او چین سره پیاوړی اړیکې لرې دغه دواړه هېوادونه د تهران لارښوونکي – دواړه د ایران د سوداګرۍ مهم ملګري دي – او ملاتړي بلل کیږي په ځانګړې توګه  له لویدیځ سره د ایران په اتومي ستونزه کې دنورو په پرتله د دوی دریځ د ایران په ګټه دی . دواړو  هېوادونو د نړیوالې ټولنې  د (  امنیت شورا د پنځو دائمي غړو او المان  (5+1 ) لخوا د تشویقي وړاندیزونو  خبره ، چې په ۲۰۰۶ز په می کې ایران  ته شوې وې ، منلي و وروسته بیا همدغه وړاندیزونه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر  پریکړو واوښتل ، چې روسیې او چین هم د ۲۰۰۶ز  د جولای په پای کې ومنل  خو روسیه اوچین تل پردې ټینګار کوي ، چې دایران د اتومي پروګرام شخړه دې د ډیپلوماسۍ او خبرو اترو له لارې حل شي . لا تر اوسه  د روسیې او چین دریځونه  دومره  روښانه نه دي ، چې  دوی به تر کومه حده پر ایران  سیاسي او اقتصادي بندیزونه  ومني .
ایراني  په اړه پرمختګونو ، ایران  شکمن دی ، چې تر کومه بریده پر روسیه باور وکړي ؟  د تاریخي احساس له پلوه  روسیه داسې یو ملګری  دې ، چې هر وخت پرې باور کول د تیروتنې مترادفه خبره ده . دا به تیروتنه وي که داسې وانګیرل شي  ،چې له دغو دواړو ځواکمنو هېوادو سره  اړیکې  دستراتیژیکو ګټو ، چې ناببره رامنځ ته شوې پورته بل څه وي ،  له چین سره د ایران د مصلحتي نږدیوالې په اړه هم ورته نظر شته او   ایران  له دې څخه په ویره کې دی . له یوې خوا د چین او روسیې تر منځ او له بل پلوه د ایران په اړیکو کې ، چې کوم  ډیپلوماتیک او سیاسي خوځښت رامنځ ته شوی  دا ددې مانا نه ورکوي ، چې د نړۍ په اړه د  ایران په لومړیتوبونو کې  دی کوم بدلون  وی ،   ځکه د ایران هیلې  ، کلتوري ځانګړنې او اړتیاوې اوس هم له لویدیځ  سره تړلې  دي .
ایران له هندوستان ، خپلې اړیکې  پیاوړی کړي  ، تیلو اوګازو ته دهندوستان  اړتیا ددغه ډول اړیکو غوښتنه کوي  د ایران او ترکیې اړیکې  یو څه پیاوړی  ښکاري  لامل یې د دوی ترمنځ کلتوري او ژبنی نږدیوالې  دی  (نږدې ٪۲۵  ایرانیان او اذریان  په ترکي خبرې کوي )   د ائتلاف  د سرتیرو د حضور  په اړه  د دواړو هېوادو د ورته  دریځ له کبله   له ۲۰۰۳ز څخه  رادیخوا د ترکیې او ایران  په  سیاسي اړیکو کې  ډیر ښه والی  راغلی  .
د ایران او سوریې تر منځ  ستراتیژیک ائتلاف   د هرې ورځې  په تیریدو مخ په تودیدو  دی  خود ایرانیانوله انده   دغه ائتلاف  په اوبو کې  د لوټې  ایښودو په مانا دی  او موخه یې  د اسرائیلو  ډارول دي   . ایران  په دې ګروهه دی  ، چې داسرائیلو او په لبنان کې  د حز ب الله ترمنځ دجګړې  پر مهال سوریه کولای شي  حزب الله ته  د ایران مرستې  په ښه توګه ورورسوي  خو د شک خبره دا ده که چیرې  اسرائیلو د سوریې  پر ځمکه برید وکړ سوریه به وتوانیږي ، چې د اسرائیلو پر وړاندې  کلک ودریږي  او له ځانه دفاع وکړی  .  لکه څرنګه ، چې  څرګنده ده ایران له حزب الله  سره سیاسي او نظامي مرستې کوي  تر څو دا دومره پیاوړی شي ، چې اسرائیلو ته زیان ورسوي   د ۲۰۰۶ز په جولای او اګست کې  د اسرائیلو او حزب الله تر منځ  دجګړې په اړه  د ایران  دریځ څومره  له خجالته ډک و . تهران غواړي ، چې  له ستونزو لیرې وي  له سیمه ییز کړکیچ څخه ځان  ډډۍ ته کړی ، له لبنان سره  په ایران کې ولسي ملاتړ  ډیر و  خو دجګړې  هرکلی ځکه دومره سوړ و ، چې  اتومي موضوع مهمه وه .
له ځینې  عربي هېوادونو سره د ایران اړیکې  دوستانه دي .  کله نا کله ترینګلې شي  دغه هېوادونه  اندیښنه لري که د ایران د اتومي پروګرام په اړه ډیپلوماسي  ناکامه شي  پر پارس خلیج  به اغیزه منفي وي.  داحمدي نژاد په عامو ویناوو  کې  جذبه او ولوله  ، متحده ایالاتو ته ګواښ  د عر ب مشرانو اندیښنې زیاتې کړي  دي ، په ځانګړې توګه عرب مشران دده له انقلابي خطبو او له وهمي تصوراتو  څخه د کسات له خبرو ډاریږي  . کیدای شي دغه ویناوې   د دوی  پر هېوادوالو  اغیز پریباسي  او په لویدیځ پلوه  عربي هېوادو کې پر کورني امنیت منفي اغیز وکړي   .  د اسرائیلو او امریکا پر ضد د احمدي نژاد زړورو  څرګندونو د فلسطیني دولت  په جوړونه کې د عربانو د منځلارې پالیسۍ  محدود بریالیتوب  تر  خپل سیوري  لاندې راوستی  . اوس  احمدي نژاد په عربي نړۍ  کې د  ولسونو تر منځ کې   دمقاومت د سمبول  په توګه یادیږي  .
د عربانو ډیره ویره له دې څخه ده هسې نه ، چې د عراق له هډونو څخه  د شیعه  ګانو هېواد ونه زیږیږي ،  بیابه  د ترهګرۍ پر ضد له جګړې څخه ډیره ګټه ایران پورته کړی وي  . یو شمیر هغه عرب هېوادونه  لکه بحرین  ، سعودي  عربستان   ، چې شیعه استوګن لري  دغه ډول اندېښنې لري . دغه بې ځایه  اندیښنې  دي خو شته  . د احمدي نژاد د  دریځونوله امله  او  د غائب امام  د راګرځیدنې په تمه د شیعه متحد اسلام  رامنځ ته کیدل ناشونی خبره ده . ځکه ، چې د ایرانیانو ټول پام  یوازې ځان ته دی او دغه هېواد د اتومي پروګرام  د بټیو په ضد د امریکا د احتمالي  نظامي برید  په اړه سوچ کوی  که چیرې دغه برید تر سره شو یوازې ایران  نه بلکې ټول پارس خلیج به  زیانمن شي  او کیدای شي له دې  وراخوا ډیر څه ویجاړ کړي  .
 اتومي شاليد
له  اوښتون وړاندې  ایران هڅه کوله  ، چې  اتومي هېواد شي   هغه مهال  به رسمي څرګندونې کله نا کله  د سوله ییزو چارو په موخه د اتومي ټیکنالوجۍ له بریده اوښتې . ایران په ۱۹۶۸ ز کې د اتومي وسلو د مخنیوي پر تړون   (  ( NPTلاسلیک  کړی و  ددې تر څنګ یې   د اتومي انرژۍ له نړیوال اژانس  (IAEA) 
سره د امنلې ، چې د اتومي اجرااتو په اړه به یې  هر څه  څرګند او روغ وي  په ۱۹۷۴ز کې یې دا پلي کړل  . یو څه وخت وروسته  او  دشملې پیړۍ په اتیایمو کلونو کې  له عراق سره دجګړې له امله  ایران د  نوي یمو کلونو په پیل کې خپل اتومي پروګرام له سره پیل کړ .
له همدغه وخته  دنړیوالو  شکونه مخ په ډيریدو شوو ،چې ایران د غبرګونو ( انرژي  – نظامي ) موخو  په هیله  د اتومي ټیکنالوژۍ د تر لاسه کولو  هیله لري  او د مدني پروګرام تر چتر لاندې یې  په پټه د دیورانیومو دپخولو چارې  پیل کړی  چې  وکولای شي ، چې د اتومي وسلو په جوړونه کې ورڅخه کار واخیستل شي . د ۲۰۰۲ز په اګست کې  د اتومي انرژۍ نړیوال اژانس  د ایراني اپوزیسیون او  په  کې ایران  د مقاومت  ملي ټولنې  له لارې یې د یورانیومو د پخولو د پټو بټیو په اړه  نښې  تر لاسه کړې  . دغه نښې د اتومي انرژۍ دنړیوال اژانس  له معلوماتو سره هغه مهال سر وخوړ کله ، چې د اژانس  څارونکو د یورانیومو داسې  برخې  وموندلې ، چې په لوړه کچه پاخه شوي  وو .
له دې سره ، د ایران حکومت  په خپله  د ۲۰۰۳ ز په لومړیو کې دا ومنله ، چې دوی په ( تانز اواراک ) نومي سیمو کې دیورانیومو دپخولو بټۍ لري  دغه څرګندونې  خپل وخته ډیرې وروسته  وشوې او د پخواني ( خاتمي ) حکومت پر څرګندونو اومعلوماتو یې  د شک پرده وغوړوله  . یو شمیر نور کره معلومات هم شته  ،چې د نړیوال اژانس  د خبرو پخلی کوي لکه ایران  ،چې کوم  راپورونه وړاندې  اکثر ه یې نیمګړي دي   او له نورو هغوسره  سر نه خوري  . نړیوال اژانس د ۲۰۰۳ز په جون کې  اعلان کړه ،چې  ایران د اتومي راپورونو  د غوښتنې په پوره کولوکې  پاتې راغلی  خوله دې سره بیا هم  نړیوال اژانس  داسې کوم راپور وړاندې نه کړ ، چې ایران د اتومي وسلو دمخنیوي  له تړون  څخه  سرغړونه کړې .
ددغه کړکیچ دراکمولو په موخه  -  متحده ایالاتو هڅه  وکړه ، چې دایران دوسیه   امنیت شورا ته وسپاري  ځکه ،چې دوی د (NPT) له تړون څخه سر غړونه کړې – د۲۰۰۳ ز په اکتوبر کې  پر یونوی تړون موافقه وشوه ،چې درې اروپایې ( برتانیه ، فرانسه  او  المان ) به د نړیوالې ټولنې په استازیتوب  له ایران سره داتومي موضوع په اړه مستقیمې خبرې کوي . دایران او امریکا په  ډیپلوماتیکو اړیکو کې  ددومره اوږد پریکون  ، چې  په ۱۹۸۰ز کې د یرغمل شوو امریکایانو له  امله  رامنځ ته شو اروپایانو ته  دا زمینه  په لاس ورغله  ،چې  د مشرۍ رول ولوبوي   خو دوی دومره  ډیر واک نه درلود ،چې د ایران پر امنیتي  اندیښنو جوړ جاړي ته ورسیږي .  دغه اندیښنې هغه مهال ډيرې شوې کله ، چې د امریکا سرتیري  په ۲۰۰۱ ز  افغانستان او په ۲۰۰۳ز عراق ته  راغلل .
له ایران سره دغه درې اروپایي هېوادونه دې پایلې ته ورسیدل  چې که چیرې ایران خپل اتومي پروګرام  ودروي  او د اتومي وسلو دمخنیوي تړون ته ژمن پاتې شي  په دغه صورت کې دغو درې هېوادو ته په کار دي ، چې  له ایران سره  دداسې لاروچارو په موندنه کې مرسته وکړي  دمدني موخو لپاره د ایران اتومي پروګرام  وده وکړي   . له هماغه پیله او  دتیرو دوو کلو په ترڅ کې  دغه خبرې ډيرې سړې او پیکه وې لامل یې هم څرګند دی  د دواړو خواوو تر منځ دباور چاپیریال نه شته .
د ۲۰۰۴ز په فبروري کې  ویره لا پسې ډیره شوه ځکه ، چې ایران  لا هم  د اتومي وسلې دجوړونې په موخه د یورانیومو د پخونې چارې  پیل کړې وې . او د ۲۰۰۴ز په نومبر کې د عبدالقدیر خان -  د پاکستان داتومي پروګرام پلار -  شبکه ونیول شوه ، چې له ایران  ، شمالي کوریا او لیبیا  سره یې د شملې پیړۍ د اتیایمو کلونو له پای راهیسې  د اتومي ټکنالوژۍ په برخه کې مرسته کوله. 
د ۲۰۰۴ز  په اکتوبر کې د ایران  پارلمان  یو قانون تصویب کړ  او د یورانیومو د پخونې اجازه یې ورکړې وه  . دغه قانون یو ځل بیا موضوع د کړکیچ لور ته روانه کړه  . له دې وروسته د ۲۰۰۴ز په  نومبر کې  دایران او درې هېوادو تر منځ په پاریس کې بل تړون لاسلیک شو ، ایران  به ددغوو دریو اروپایي هېوادو له لوري د مفصلو او پریکنده وړاندیزونو په بدل کې د یورانیمو د پخونې  کار بندوي . دغه هېوادو هیله درلودله ، چې له ایران سره باید یوازې  د مدني اوسوله ییزو چارو په برخه کې مرسته وشي ، چې اتومي پروګرام یې   پرمختګ وکړي  . دوی د هغه اتومي بټیو دجوړونې وړاندیز وکړ ، چې په  سپکو اوبو چالانیږي او هغه پخو یورانیوموته اړتیا نه  لري ، چې د اتومي وسلو په جوړونه کې کارول کیږي . ایران باید دومره وهڅول شي ، چې په خپله خوښه د یورانیومو د پخونې چارې  ودروي او په پای  کې د سیمه ییز اتومي ځواک له ترلاسه کولو څخه  چور لاس واخلي .
هغه مهال  د ایراني مرکچیانو – حسن روحاني – رایه  داوه ، چې دا داسې یو وړاندیز دی ،چې ایرانیان به  یې هرکلی ونه کړي اونه  به  خوشاله شي . ایرانیان  په دې باور دي ، چې شخړه یوازې  د ایران داتومي هیلو په  اړه نه ده  بلکې یو څه خبرې  ددوی له ملي حقوقو او د ایران  له مشرۍ سره تړاو لري . هغه ولې پر هندوستان او پاکستان  بندیزونه ونه لګول شوو ، سره له دې  ، چې دوی له ۱۹۹۸ ز څخه راپدیخوا د اتومي هېوادونه دي  اسرائیل خولا  پریږده .  دوی ټولو د اتومي انرژۍ  د نړیوال اژانس له اجازې پرته خپلو اتومي پروګرامونو ته  وده ورکړې ده . ځکه خو ایراني مرکچیانو ټینګار کاوه ،چې د سوله ییزو او مدني موخو لپاره د یورانیمو پخونه د ایران  حق دی  . د اتومي وسلو دمخنیوي د تړون  او د ۲۰۰۳ز  د وسلو دتړون  د قانون له مخې  ددې  حق په اړه هیڅ خبرې نه شي کیدای  . د ۲۰۰۶ز  تر پایه  پورې د ا د ایران  دریځ و .
د هغه څه په اړه ، چې رښتینېی اختلاف موجود و هغه  لارې چارې  وې ، چې ایرانیانو د نړیوالې ټولنې  د قانع کولو په موخه  لټولې  ، چې د دوی موخه یوازې  د سوله ییزو او مدني چارو د اتومي ټکنالوژۍ تر لاسه کول دي . حسن روحاني د ۲۰۰۶ز په سپټمبر کې  له دې خبرې  پرده پورته کړه  ، چې ایراني مرکچیانو هیڅکله د اروپایانو  د تیرویستلو او غولونې  او یا نورو تکتیکونو ته لاس نه دی اچولی  ، تر څو د یورانیمو د پخونې لپاره ځانونه ښه  چمتو کړي  او تخنیکي ستونزې له منځه یوسي .
په ۲۰۰۵ ز اګسټ کې دغه  اټکل یو څه باوري شو . کله ،چې  احمدي نژاد ولسمشر شو ایران له خپل اړخه  اعلان کړه  دوی د تل لپاره خپل اتومي پروګرام   نه شي  بندولای  او په اصفهان کې دیورانیمود  پخونې بټۍ به په دوبي  کې خپل کار له سره پیل کړي   دغه  پریکړه هغه مهال وشوه ، کله چې اروپايي هېوادو ایران ته وړاندیز وکړ ، چې خپلې اتومي بټۍ دې په سپکو اوبو چالانې کړي . احمدي نژاد د ملګرو ملتونو په عمومي سرمشریزه کې د ۲۰۰۵ په سپټمبر کې د خپلې وینا په ترڅ کې وویل : موږ دا نه منو ، چې له نورو هېوادو د سون  مواد تر لاسه کړو او بیا پرې خپلې اتومي بټۍ چالانې کړو . داتومي ټکنالوژۍ لپاره د ایران هڅې سوله ییز ې   دي . زموږ نیوکه دا ده ،چې منځنی ختیځ له اتومي وسلو ډک دی .  احمدي نژاد دخپلې وینا په پای کې وویل : زموږ د دیني ارزښتونو له مخې  د اتومي وسلو د ترلاسه کولو لپاره هڅه  ناروا کار دی
دملګرو ملتونو په بل ځای کې د ایراني ولسمشر دغه ټینګار رښتیا ونه بلل شو د ۲۰۰۵ز د سپټمبر په ۲۴ مه نېټه د اتومي انرژۍ  د نړیوال اژانس کمیسیون  د ایران په اړه پریکړه وکړه  .  ۲۲ هېوادو دایران  په ضد رایه ورکړه   وینزویلا  د ایران په ګټه  او ۱۲ هېوادونو خپله رایه ونه کاروله  دغه راپور کاږي ، چې ایران د خپل اتومي پروګرام په اړه حقیقت پټ ساتلې و .
کله ، چې ولسمشر بوش په ۲۰۰۵ ز کې  بیا وټاکل شو نوموړی بیا د شر محور اصطلاح  وکاروله  لومړی ځل یې دغه اصطلاح د ۲۰۰۲ ز په جنورۍ کې کارولې وه  دا ځلې یې پرې دا خبره هم ورزیاته کړه ، چې دغه هېوادونه  اتومي  هڅې لري . متحده ایالاتو د ایران په اړه پخوانۍ څرګندونې  ، چې ایران په سیمه کې  له ترهګرې څخه ملاتړ کوي  تکرار کړې  . ایران په لبنان کې له حزب الله او په فلسطین  کې د حماس له نظامي څانګې سره مرستې  کوي  . د امریکا تر ټولو ستره اندیښنه  د اسرائیلو امنیت  ته ده که چیرې ایران  اتومي وسلې تر لاسه کړې  او یا یې پرمختللی  کړی ګواښ به یې   اسرائیلو ته  ډیر وي  د ۲۰۰۵ز له نیمایې څخه را دیخوا  احمدي نژاد  د اسرائیلو د له منځه وړنې په اړه  وخت نا وخت څرګندونې کوي او د یهودو ټولوژنې او سوځونې  ته د حقیقت په سترګه نه ګوري  او تاریخي درواغ یې بولی .   اسرائیلو  او د بوش  په اداره کې د دوی ملاتړو دخپلو دعوو لپاره  د احمدي نژاد څرګندونې د دلیل په توګه وړاندې کولې ،چې  دا په سیمه کې دمتحده ایالاتو او   اسرائیلو  ګټو ته  ګواښ دی .
د ایران  د اتومي  هڅو د زیاتیدو له  اندیښنو سره  د ایران  دودیزې وسلې هم ډیرې پرمختللی شوې دي اوس  دایران د وسلو په لړ لیک ( جدول ) کې د نوي  ډول بالستیکي توغندي هم شته لکه شهاب  ۳ ، چې  به ۲۰۰۵ز - ورڅخه پرده پورته کړل شوه  او ۱۰۰ کیلومتره  واټن وهلای شي  د شهاب ۳ له وسه پوره ده ، چې اسرائیلو ته ورسیږي . خوپر وړاندې یې اوږده لا ر پرته  ، چې دا وړتیا خپله کړي ، چې اتومي کوپړۍ واستوي  . د شهاب ۴ د پرمختګ په حال کې  ایرانیان  هیله لري ، چې دا ۲۰۰۰ کیلومتره واټن  ووهي  .
اوسهمال  ایران هڅه کوي ، چې د تشیال ( خلاء )  د د رسیدلو ټکنالوژي تر لاسه کړي ( په  ښکاره خو دوی دعوه کوي ، چې تشیال  ته د توغندیو استول  دمدني موخو لپاره تر سره کیږي )  دې ټولو د ایران دریښتینو هیلو  اوهڅوپه  اړه د څارونکو شکونه زیات کړي  دي .