
هره غونډه يوې ځانګړې موخې ته د رسېدو په منظور او اړتيا له مخې جوړېږي، غونډې پر سياسي، ټولنيز، فرهنګي، اقتصادي، ښوونيز، اداري چارو او د ژوندانه په زياترو چارو كې جوړېداى شي.
د غونډو له جوړولو څخه موخه د كړو كړنو پايلو ارزول او راتلونكې لپاره د هڅو او فعاليتونو ټاكل او سمبالول دى.
غونډه له هغې ناستې څخه عبارت دى چې د ګډو هلو ځلو، معلوماتو، اطلاعاتو شريكولو او تصميمونو د نيولو په خاطر جوړېږي چې بېلابېلې بڼې لري او مهم يې دادي:
رسمي، نارسمي، مشرتابه (رئيسه هيئت)، ځانګړې، اونيز، مياشتنى، درې مياشتنى، شپږ مياشتنى، كلنى او نور...
د كلنۍ پلانونو جوړولو لپاره هم غونډې جوړېږي چې كارونه منظم او مشران خپل ترلاس لاندې افرادو سره د تماس او دندې سپارلو په موخه غونډې نيسي، غوره غونډه بيا هغه ده چې ګډون كوونكې يې خوشاله، راضي او ښه نتيجه ولري.
د يوې ګټورې او بريالۍ غونډې د جوړولو لپاره بايد لاندې ټكې په پام كې ونيول شي:
1. ځواكمن او ناپېيلى مشر.
2. د تصميم نيولو او خبرو مناسب وخت.
3. ښه فضا.
4. د غونډې له اجنډا سره سم بحث.
5. د پخوانۍ غونډې لنډ راپور.
6. د غونډې د مشرتابه او ګډونوالو پوره زغم.
7. د نيوكو او وړانديزونو په ورين تندي منل.
8. د برخوالو د كچې (سويې) سره سم د غونډې برابرول.
9. د ګډونوالو د نظرونو سره سم د غونډې نچوړ (خلاصه) برابرول او سپارل.
10. د غونډې د پيل او پاى وخت پابندي.
تر غونډې وړاندې د غونډې ګډونوالو ته د اجنډا لېږل او له موضوع څخه خبرول، د اوسنيو شرايطو غونډو جوړولو له مهمو آرونو څخه شمېرل كېږي بايد په پام كې ونيول شي، كله چې ګډونوال په موضوع پوهه او برلاسي ولري د ښو او ګټورو پايلو لاسته راوړلو لپاره ډېر زيات اغېزمن تمامېږي.
په غونډو كې د مختلفو شخصيتونو، ادارو، كمپنيو او ډلو له رسمي او شخصي تجربو څخه معلومات لاسته راځي، د غونډې تر پيل وړاندې اجنډا بايد د يو منظم پلان له مخې جوړ شي.
د ښو پايلو په لاسته راوړو سره كولاى شو چې خپلې چارې په منظم ډول سيستماتيك كړو، غونډې د واقعيتونو د موندلو او د چارو د سمون په موخه دايرېږي، د غونډې له اجنډا سربېره بايد نور مرستندويه (كومكې) توكې د غونډې له پازوالو (مسوولينو) سره موجود وي، تر څو د اړتيا پر وخت استفاده ترې وشي.
غونډې ته بايد هغه څوك راوبلل شي چې په اړوند موضوع يا ساحه كې مسووليت، وړتيا او برلاسى ولري، كله ناكله داسې هم پېښېږي چې يو څوك غونډې ته رابولۍ او حتى د خبرو كولو وخت وركوئ، چې هغه په موضوع حاكميت نه لري او نه هم د موضوع پر اهميت پوهېږي او نه هم د نطق وړتيا لري، دا ډول حالت بيا ستاسې د غونډې او ګډونوالو لپاره ستړې كوونكې او د غونډې د ناكامۍ باعث كېږي.
تل كوښښ وكړئ غونډې ته هغه څوك راوغواړئ چې د هغه ګډون د غونډې له اجنډا او موخې سره برابر او يا تړاو ولري، د غونډې ځاى او وخت بايد له امنيتي، اداري، سياسي او ټولنيز پلوه مناسب وي، د غونډې تر جوړېدو وړاندې بايد پوره چمتو والى ولرئ، په غونډه كې كارېدونكې ټول لازم مواد او لوازم ولرئ او د اړتيا پر مهال يې په وړ او مناسب ځاى كې استعمال كړئ.
كه چېرې تاسو مخكې تر مخكې پوره چمتوالى او اماده ګي ونه لرئ او د غونډې په جريان كې د غونډې د كنترول، د نظم او نطق ساتلو لپاره بل هېڅ بديل نشته، بايد چې اماده ګۍ ته لومړيتوب وركړئ.
كه چېرته داسې يوه غونډه مو جوړه كړې وي چې په بحث كې د برخوالو برخه اخيستنه اړينه وي نو د بحث لپاره زمينه مساعده كړئ.
پوښتنو او بحث لپاره انګېزه او تحرك رامنځته كړئ، د هر پوښتونكې پوښتنه په ارامو مغزو واورئ او په سړه سينه ځواب وركړئ او د حل لاره په نښه كړئ.
كله كه داسې پېښ شي چې يوڅوك ستاسې په غونډه كې له موضوع بهر پوښتنې راولاړوي، غونډه مخشوشوي او يا غونډه د چوپتيا په لورې ځي بيا په دا ډول حالاتوكې د ناسمو پوښتنو مطرح كېدو او د غونډې د انحلال مخنيوى وكړئ، د غونډې په جريان كې قضاوت مه كوئ، كېداى شي له حاضرينو سره تبصرې او شننې موجودې وي او هغوى له ځانه سره وساتي موضوع به مو نيمګړى شي، كوښښ وكړئ چې قضاوت او نچوړ د غونډې د پاى برخې ته پرېږدئ، همدا ډول مباحثوي غونډو كې اجازه مه وركوئ، چې څو كسه د غونډې كنټرول په لاس كې واخلي او د نورو ګډونوالو د نظرونو د شريكولو مخنيوى وشي، د ويناوالو لپاره مناسب وخت بايدوټاكل شي، كه احياناً كوم ويناوال له موضوع بهر ووځي او يا هم د نورو وخت نيسي لازمه ده چې مخه يې ونيول شي او سم لوري ته وهڅول شي، همدارنګه د ويناوالو د وړتيا په پام كې نيولو او د وخت د نزاكت په پام كې نيولو سره د غونډې د ښه برياليتوب لپاره ويناوال مخكې تر مخكې ليست او وړ اشخاص په مناسب وخت كې وينا ته وغواړئ.
كله ناكله به مو په لويو غونډو په ځانګړي ډول سياسي غونډو كې ليدلي وي چې د مشرانو د وينا پر مهال د پلويانو زنده باد او مرده باد نارې او بې ربطه شعرونه غونډه د ګډوډۍ لوري ته بيايي.
اكثره وخت بيا د زنده باد او مرده باد شعارونو زمزمه كوونكې د مشرانو د وينا له مايك څخه استفاده كوي، زما له انده كه ويناوال هر څومره هوښيار، تكړه او كاري جملې د وينا لپاره ولري د پلويانو بې ځايه خلوص او مينه يې مخه نيسي. د ويناوال فكر پراګنده ګۍ خواته ځي، نه شي كولى چې خپل اصل مطلب او پيغام ګډونوالو ته ورسوي، كوښښ وكړئ ويناوالو ته پوره چانس وركړئ او له مزاحمته لاس واخلئ تر څو خپل ټول كړي جملې او پراګرافونه په سم ډول وړاندې كړي.
همدا ډول سياسي مشران بايد په لويو غونډو كې له پنځو تر لسو دقيقو زيات ونه غږېږي، په همدې موده كې ټاكلي او هدفمندې جملې خپلو پلويانو او برخوالو غوږونو ته ورسوي.
مشران بايد پيغام لرونكې جملې په لږ وخت كې وړاندې كړي، نه دا چې هغه د چا خبره خبره ترې پړى شي.
د غونډې لپاره تيار شوي شعارونه بايد ډېر قوي او د غونډې له منځپانګې سره برابره وي نه دا چې مخالف، همدارنګه د شعارونو نصبولو لپاره تر غونډې وړاندې مناسب ځايونه په نښه شي او بېرته په ټاكلي موده كې شعارونه راټول شي.
د رسنيو مسوولينو ته خبر رسول او د رسنيو لپاره خبري ارزښت لرونكى پيغام برابرول يو اړين عمل دى. مانا دا چې هره لويه غونډه چې د سياسي، ټولنيز، اقتصادي او فرهنګي موخو لپاره جوړېږي، بايد يو ډول نه يو ډول د نوي والي ارزښت ولري تر څو د رسنيو مسوولين پرته له څه خنډ و ځنډ څخه ستاسې د غونډې خبر او پيغام ولس او مسوولينو ته ورسوي، تر غونډې وروسته د موضوع تعقيب او نيمګړتياو په ګوته كول د همدې غونډې د پازوالو دنده او مسووليت دى چې د چارو له كار پوهانو څخه د غونډې د برياليتوب، ناكامۍ، نيمګړتياوو او راتلونكې لپاره لارښوونې ترلاسه كړي.
كه پورتنۍ ټكې په پام كې ونه نيسۍ، كېداى شي تاسو په زرګونو كسان غونډې ته رابللي وي، ميليونونه افغانۍ به مو مصرف شوي وي، خو غونډه به مو تر څلورو دېوالونو منحصر وي او له څلورو دېوالو وراخوا څوك ترې خبر نه شي.
تاسو خو به هره ورځ د تړلو دروازو تر شاه غونډې جوړوئ، ولس ته د خبرولو اړتيا نه وي، ولې لويې هدفمندې غونډې ولس او مسوولينو خبرولو ته اړتيا لري، دا اړتيا بايد پوره كړئ. بې هدفه لويې غونډې يا د لښكر ښودنې غونډې چې شمېر يې زيات خو كېفيت ونه لري او موخه يوازې د زور ښودل وي كه د مارش په ډول جوړ شي بده به نه وي، ځكه وخت به مو هم لږ ضايع شي او ويناوې به هم نه وي.
ګډونوال له ځانه سره شعارونه لېږدوي، د غونډې ويندويان يې بدرګه كوي او سياسي مشران د اتلانو په څېر پر دريځ ولاړ او يوازې لاسونه خوځوي.
د غونډې د برياليتوب او اثر غورځونې لپاره د غونډې د وياند د غږ ښكلا او جسمي قيافه هم مناسب او موزون وي، د غونډې واك بايد له پازوالو مسوولينو سره وي، د غونډې مهم او بنسټيز توكې ياداښت كړئ، پرېكړه ليك ته كه اړتيا وي جوړ او نظر اخيستنې په موخه پر ګډونوالو ووېشل شي، تر هغې وروسته دې پرېكړه ليك واورل او د رسنيو په واك كې وركړل شي، د اړتيا پر وخت مطبوعاتي كنفرانس وركړئ او د خپلو موخو جزئيات هم د رسنيو په واك كې وركړئ.
كومې نيمګړتياوې چې په دغې غونډه كې موجود وي هغه يادښت كړئ چې راتلونكې غونډه مو له دا ډول نيمګړتياوو څخه خالي وي.