محبت

نن مې سم تړون د محــــــــــبت کړى
کلک مې له نفرت څخه نـــــفرت کړى
بس له ځانځانۍ لاس په ســــــــرکيږمه
خداى راته هم امر د وحـــــــــدت کړى
ژوند له به ښکلا د مينې ورکــــــــړمه
پيل مې په ښکلي عبــــــــــــــادت کړى
هسک سر لکه غر وړمــــــه ټيټيږم نه
خو دخو مې پښتو او افغانـــــيت کړى
ټينګ به يې له غاړي نه رانــــــــيسمه
چا دريځه ظلم په ملــــــــــــــــت کړى

                     
ښاعلي هادي صيب ته د بينوا د پنځمي کليزي په وياړ ډالۍ