
دویم کښت
لکه څرنګه چې وویل شول غوڅ ځوابي یا حاضر ځوابی خندنۍ توکې(طنز ،هجو،هزل او ټوکي ) په غیږ کې لري له واره او ناببره او بېله ځنډ او سوچه ویل کیږي چې د هغې اغیزه او پوخوالی د ویونکی او لیکوال دذهني واک ، هوښیاري ، تیز لیدو او مهارت پورې اړه لري . د ادبیاتو په تاریخ کې د ګوتو په شمیر لږوخلکو کې داهنر او مهارت لیدل شوی دی.
د زړه دخبری لپاره:
غوڅ ځوابي کله د زړه خبره وی چی شوخ طبعی اوطنازی یې اصلي جرړې جوړوي لکه دا د ملا باز توخی حاضر ځوابی:
ملاباز توخی چې په اټغر کې اوسیده محمد هوتک په پټه خزانه کې د هغه په هکله لیکي: کله چې هغه کندهار ته راغی ما چرګ ورته حلال کړی هغه دا شعر له خولې راووت :
پر کورو يې رمی ګرزی
د باز برخه یو چیچی دی
د باز ښکاروی د غرڅنو
اوس می بس ها سپینکی وری دی
بیا مې هغه سپين وری ورته حلال کړ
دکلک ځواب ورکولو لپاره :
محمد هوتک لیکي: یو ورځ مې یو یار چې نوم يې محمد عمر وو راغی هغه په مقتضاد طبع لطیف له شاعرانو سره اشنایي کا او خپله هم اشعار انشا کا.
محمد عمر د محمد طاهر جمریاڼي سره ظرافت کا او لطیفه نکات یو بل سره وایي.
محمد عمر وویل: لس کاله د محمد طاهر سره په مجلس او وینا یم خو هیڅ اثر د مجلس نه لیدل کیږی او په سبیل د هزل یې دا قطعه په مجلس کې وویل:
وايي دا چه صحبت کاندی
یو له بله ډیر اثر
په کلو دی مصاحب سوم
ستا صحبت نکړمه خر
محمد طاهر دهغه ځواب سمدستي داسې ورکړ:
صحبت ډیر اثر کا ګوره
منکر نسی د اثر
ته دمخه هغه شی وی
اوس انسان سولی بشر
محمد عمر په ظرافت له محمدطاهره وپوښتل :چې ستا نوم طاهر دی خو مطهر نه دی
هغه ورته وویل:
زه وځان ته طاهر یم
خو وتاته مطهر
د هېښتیا د ښوولو لپاره:
امیر فخرالدین مسعود کرمانی چې د خپل دوران یو غوڅ ځوابه او لطیفه ویونکی شاعر وو د کوچنی اختر په شپه بام ته پورته شو چې سپوږمۍ ووینی خو پر ګاونډی بام يې یو ښکلی پيغله ولیده چې هغه هم د سپوږمۍ پسې کتل هغه سمدسې وویل:
ازبهر هلال عید آن مه نا گاه
بر بام دوید و هر طرف کرد نگاه
هر کس که بدید گفت سبحان الله
خورشید بر آمد است و می جوید ماه
دغاښ ماتونکی ځواب لپاره :
ناصرعلی سر هندی چې د زیب النسا مخفی سره هم پېړ وو اوتل يې د هغې سره مشاعر او مناظره کوله نو یوورځ یې هغې ته لیکل:
به این خوبی سخن گفتن علی از کس نمیاید
به ایران می فرستم تا کسی گوید جوابش را
خو دا بیت تصادفاً د صائب لاس ته رسیږي هغه سمدلاسه دا بیت يې په ځواب کې وایي:
به ایران کی رسد بکر عروس ناصر هندی
که طفل مکتب من میدرد بند حجابش را
د بانک چیک له پاره:
صائب تبریزی په ښار کې یو ګدا ولید هغهله صائب نه څه وغوښتل. دا چې صائب څه نه درلودل له ځان سره يې سوچ وکړ: دلته ټول خلک لوڅي پښې ګرځي، هغه هم خپل بوټونه ویستل او هغه يې ګدا ته ورکړل دا چې هغه ډیر زاړه او د اغوستو نه وه ګدا هغه نه واخیستل.
نو صائب سمدلاسه دا بیت د بوټ په تلي ولیکی او ګدا ته يې ورکړ [ې هغه مهاراجه ته یوسی او انعام ترې واخلي
بخیه کفشم اگر دندان نما شد عیب نیست
خنده دارد کفش من بر هرزه گردیهای من
ویل کیږی مهاراجه هغه ګدا ته چې د ا بوټ يې وروړی وو ښه ډیر انعام ورکړ او هغه بوټ تر اوسه د دهلی په موزیم کې پروت دی.
د افسوس لپاره:
چې حاجی شیخ محمود فرساد شیراز ته سفر وکړ هلته يې د حافظ په مقبره کی یوه ښکلی پیغله ولیده چې د حافظ په دیوان کې يې فال لیدی هغه سمدلاسه دا شعر له خولې ووت:
میکرد طلب ز خواجه همت
یک دختر شوخ و شیک اندام
گفتم که ز مرده ای چه آید
از عاشق زنده گیر الهام
دغچ اخیستلو لپاره:
کمال اسماعیل چې د خپل دوران یو ډیر خوږ کلام اوټوکي شاعر وو یو ورځ د یارانو سره ناست و یو یار يې په خبرو کې ورته وویل:فلانی ستا غیبت وکړی او په تا يې بد وویل!
کمال اسماعیل سمدستی د هغه په ځواب کې دا دوه بیته وویل :
گر خواجه ز بهر ما بدی گفت
ما چهره به غم نمی خراشیم
ما نیکی او به خلق گوئیم
تا هر دو دروغ گفته باشیم
د نصیحت لپاره:
شاه پور نیشابوری چې د ظهیرالدین فاریابی له شاګردانو څخه وواو موزونه طبع یې درلوده غوښتل یې چې د خواجه نورالدین خوارزمشاه وزیر ووینی خو نه بریالی کیدی. هغه به ډیر وخت په مستی، عیش او نوش تیروی ، شاه پور دا رباعی سمدستی ولیکل او خواجه ته یې واستول
فضل تو و این باده پرستی باهم
مانند بلندی است و پستی باهم
حال تو به چشم ماه رویان ماند
کانجاست مدام نور و مستی باهم
خواجه ددې رباعی د اوریدو وروسته هغه ومانه او هغه یې یو خپل خاص ندیم وګماری.
د حال ویلو لپاره :
حسن شاه یو شوخ طبع و بذله ویونکی شاعر وو د خپل میرمني سره خوابدی شو او دواړه د طلاق لپاره کازي ته ولاړه د. حسن شاه دا بیت خپل د حال په هکله ووایه:
درخانه جنک کردم و بردند بنده را
در پیش قاضی که بزرگ است و منتخب
مردم عزب به خانه قاضی درون شدند
تا کد خدا شوند به صد عیش و صد طرب
من کد خدا به خانة قاضی درون شدم
در یک زمان چه شد که برون آمدم عزب
دغرور د ځواب لپاره:
وایی په یو لوی مجلس کې یو رییس پورته شو او دځان په ستاینه کې يې وویل:
شخصیت او متانت زمانه توییږی
یو ورته وویل:فکر کوم ټول تویشوی دی