ژبه او لهجه

له انټرنیټ څخه
د ج حکمتی ژباړه او زیاتونه

ژبه د مفاهمې کولو د لیدنې، اوریدنې او یا لمس کولو د سمبولونو یا علامو یو حرکتی سټ او هغه عناصر دی چې د دغو شیانو په کارولو کې ور څخه ګټه اخیستل کیږي. ژبه همدارنګه کیدای شي د یوې عمومي پدیدي په حیث د دې ډول سیستمونو استعمال وبلل شي. ژبه په بشپړه توګه د مفاهمې کولو انساني طریقه بلل شوې ده. که څه هم ژوي د پوهولو، پوهیدلو یا مفاهمې له پیچلیو سیستمونو څخه کار اخلي خو له دغو سیستمونو څخه یو یې هم له هغو ټولو ځانګړنو څخه کار نه اخلي چې ژبپوهان یې د ژبې په تعریفونو کې استعمالوي.

د ژبې ځانګړنې
د هغو سمبولونو یا علامو یو سټ چې موافقه ور باندې شوې ده د لیکنې ژبې یوازې یو خصوصیت دی. ټولې ژبې باید ارورمرو د دغو سمبولونو تر منځ جوړښتي اړیکې د ګرامر په یوه سیستم کې تعریف کړي.د ژبپوهنې قوانین یا قاعدې هغه څه دي، چې ژبه د مفاهمې کولو له نورو ډولونو یا شکلونو څخه بیلوي. دغه قواعد یو ټاکلی سيټ سمبولونو ته ددې امکان برابر وي، چې په بالقوه توګه د یو نامحدود شمیر ګرامري خبرو په منځ ته راوړلو کې وکارول شي. د ژبې یوه بله ځانګړنه دا ده، چې سمبولونه پخپله خوښه سره کارول کیږي. هر یو مفهوم او یا ګرامري قاعده کیدای شي یو سمبول وګرځول شي. اکثره ژبې له غږ څخه کا ر اخلي، خو د کارول شویو غږونو ترکیب هیڅ ډول ذاتي مانا نه لري. بلکی دغه ترکیبونه یوازې یوه موافقه ورباندې شوې میثاق یا قراردادی، چې د دغې ژبې د کاروونکو له خوا د یو ټاکلی شي نمایندګی کوي. د ساری په توګه په دغې هسپانوی کلمې Nada کې. هیڅ شی نشته چې هغه هسپانوي ویونکی دې ته اړباسي، چې داسې یې استعمال کړي چې مانا یې \"هیڅ شي\" وي. د مثال په ډول د غږونو یو بل سټ- د انګلیسی \"هیڅ شي\" کیدای شي په عین اندازه وکارول شي، چې د \"هیڅ شي\" له عین مفهوم څخه استازیتوب وکړي. خو بیا هم ټولو هسپانوي ژبو همدا مانا د همدې غږ د نمونې لپاره زده کړې ده. خو د سلوانیانو، کرواتیانو، سربیانو، کوسووي یا بوسنیايي ژبو لپاره Nadaد هیلې او امید په مانا ده.

انساني یا بشري ژبې
انساني یا بشري ژبو ته معمولا طبیعي ژبې وايي او د دغو ژبو ساینس او څیړنې ته ژبپوهنه وايي. د انساني ژبو ګډ تسلسل دا دي، چې ژبې لومړی ویل کیږي، وروسته لیکل کیږي او تر هغه وروسته د ژبو د ګرامري (د وینا له مخې) پوهیدل او شرحه منځ ته راځي.

ژبې ژوند کوي، مري او له یوه ځایه و بل ته خوځیږي او له وخت سره بدلون مومي. هره ژبه چې بدلون یا پراختیا نه مومي د مړې ژبې په ډله کې شمارل کیږي. ددې پر خلاف، هره ژبه چې یوه ژوندۍ ژبه وي، یعنې د پر لپسې بدلون په حالت کې وي، عصري ژبه بلل کیږي.

دایلکلت-لهجه- د یوې ژبې یو سیمه ییز یا ټولنیز نوعیت چې د تلفظ، ګرامر او یا لغاتو په واسطه پيژندل کیږي، په خاصه توګه د بیان یو ډول چې له معیاري ادبي ژبې یا د هغه فرهنګ د بیان له نمونې څخه توپیر لري چې په کې ژوند کوي. مثلا کاکنی د انګریزۍ یوه لهجه ده. یوه ډول ژبه چې هیڅ ډول یې معیاري نه دی.

د ژبې لهجې
 لهجه د یوې ډلې مخصوصه لهجه وي، یا یو ډول لهجه چې یو څوک یې ځان ته اختیاروي، هغه ژبه چې د ژبو د سترې ژبې یوه برخه وي، علمي استعمال نه لري. د لهجې ښه مثالونه په پښتو ژبه کې د هغو بیلا بیلو پښتنې ځايي ټولنو لهجې دي چې د ګرامري رواني پښتو قوانین نه لري بلکي ویونکي يې پخپل منځ کې د مفاهمې لپاره کاروي او زیاتره د نورو سیمو د پښتنو لپاره ورباندې پوهیدل ستونزمن او کله نا کله نا ممکن وي لکه د پکتیا، وزیرستان او نورو قومونو محلي ژبې. د لهجې توپیر حتی هموره څرګند دي، چې مثلا د وردګو لهجه د کندهار او آن غزنی د پښتنو لپاره د ځینو لغاتونو او کلمو د بدلون لپاره ستونزمنه ده. وردګ وايي، رڅئ ټیکله وخورئ، د کندهار جنوب ولودیځو او زابل او غزی پښتانه وايي: راځئ ډوډي وخورئ او همدارنګه د کندهار په ظاهر روانه لهجه بیا هم د نورو پښتنو لپاره ستونزې درلودای شي. د مثال په ډول: راسه د درختې سایې ته کښینه او یا برا یې د بیرې خوب نه راته: راشه د ونې سیورې ته کینه، بیګا له ویرې خوب نه راته او داسې نور. لنډه دا چې لهجه نا معیاري ځاتنۍ ژبه ده. چې د عمومي ژبې برخه ده خو ګرامري اصول په پام کې نه نیسي. د ساری په توګه د خوست د محلي ژبې دا څو کلمې په پام کې ونیسئ کسه، کسل، بیژه، ارتېیل، ریبز، شیګره او داسې نور چې مانا یې ده وګوره، کتل، څیرې، غورځول، جارو، باران او داسې نور.