
په دې كې هيڅ شك نشته، چې د خان شهيد عبدالصمد خان اڅكزي پر اند، ژوند او سياسي شخصيت د ده چاپيريال او د كورنۍ بډايې سياسي مخينې اغېز درلود، چې په دې هكله به زموږ نورو ويناوالو خبرې كړې وي او يا به يې وكړي، خو زه خبره د دوى له ځوانۍ څخه پيل كوم.
خان شهيد وايي چې د ښوونځي په وروستي كال د هرې مياشتې په وروستۍ ورځ به يوه غونډه كېده او په هغې كې به مقالې لوستل كېدې او ډرامې لوبول كېدې. خان شهيد به د دغو غونډو سكرټري كوله. يو ځل خان شهيد ته دنده وسپارل شوه، چې د جرګې په اړه مقاله وليكي، خو ده ونه ليكله او استاد پېغور وركړ چې دى په خپله سكرټر دى او مقاله يې نه ده ليكلې. تر هغې وروسته خان د معلوماتود راټولولو ملا وتړله او د خپل لټون په ترڅ كې د اصيلو پښتني جرګو او انګريزي جرګو توپير ورته څرګند شو. خان ليكي: « په دې پوه شوم او په دې ورسېدم، چې زموږ د هيواد د پښتون كام د ټولو ورانو او خوارو سرچينه همدا انګريزي سركار دى، پښتون ځكه خوار، بدكاره، بې كاره، ناپوه او سپك دى، چې تر انګريزي سركار لاندې دى او په خوښه يا ناخوښه د انګرېز سركار لار چلوي... چې سركار خپل او خواخوږى وي نو هله كامي كار كېداى سي او چې سركار پردى اودكام د ودې بېګانه وي، نو كام به و ده خو پرېږده ورځ تر ورځې لا لوېږي. هم دا لټون د نورو شيانو سره زما د كامي ژوند پيلامه سوله.» (۱)
دلويو شخصيتونو په ژوند كې همداسې وړې خبرې، د ډېرو لويو كارونو او كارونامو لامل ګرځي ،ځكه په دوى كې د لوى والي وړتيا موجوده وي . د خان شهيد د سياسي شخصيت په وده اوجوړښت كې دوه لاملونو ډېر اغېز درلود، يو له ولس سره ناسته پاسته او بل له مطالعې سره اورنۍ مينه.
په ځوانۍ كې چې خان شهيد ښكار كاوه يوه لويه ګټه يې دا بولي چې د ښكار پر وخت يې له ولس سره اشنايي پيدا شوه، د دې تر څنګ دى د سيمې خان هم و او خامخا به يې له ولس سره سرو كار درلوده . هغسې خو به ډېر ښكارچيان او ډېر خانان تېر شوي وي ، خو يو نيم په كې خوشال خان، باچا خان يا خان عبدالصمد خان جوړېږي. ځكه دوى خپلې ټولنې او ولسي اړيكو ته په هغه سترګه نه ګوري، لكه يو عادي انسان، بلكې دوى د دغو اړيكو مېنځ ته ورننوځي، نيمګړتياوې رابرسېره كوي او د هغو سمون ته مټې رانغاړي او په دې توګه په ټولنه كې د ژورو بدلونونو، اصلاحاتو اوانقلابونو سرلاري ګرځي.
خان شهيد همدا راز له ځوانۍ څخه له مطالعې سره مينه درلوده، په خپله ليكي: (( كه د چا سره خبرې نه كوم يا بل داسې كار چې په بوخت يم، نو به هرو مرو څه ليكم يا به يې لولم او ځكه د پښتو سيوا مي پاړسي، تازي ،انګريزي ، اردو، سيندي او بلوڅي ژبې ليكل او لوستل زده دي.)) (زما ژوند او ژوندون،ج ۱، ص ۲۲۳)مطالعه د خان شهيد يوه غوره مشغولتيا وه او په همدې دليل كه څه هم تر اتم ټولګي يې زده كړه كړې وه، خو د شخصي مطالعې له لارې يې بېلابېلې ژبې او پوهنې زده كړې ، تفاسير يې ولوستل او پر ديني پوهنو يې ښه احاطه درلوده. خان شهيد د خپل ژوند او جيل درانه وختونه د همدې مطالعې په مرسته اسان كړي دي.بلكې په جيل كې خو يې څوارلسم هم پاس كړ.
خو د خان شهيد مطالعه هم د يوه پسيف او منفعل لوستونكي مطالعه نه وه او نه يې هم هر څه په پټو سترګو منل، په همدې دليل يو وخت په دين كې هم شكي شوى و. په خپله وايي، چې اندېښنې او شكونه راسره پيدا شول او بېلا بېلو ملايانو ته مې رجوع وكړه، خو چا ځواب را نه كړ.
خان شهيد وايي ، چې آخر يې د مطالعې په زور او په ځانګړې توګه د سر سيداحمد خان او علامه شبلي د تفسيرونو له مطالعې سره شكونه ورك شول او اعتقاد يې لا پوخ شو. خان شهيد به په څرګنده ويل، چې هغه خرافات نه شي منلى چې په تفسير حسيني كې راغلي دي. ده به په هر ځاى كې د دين په اړه خلاص او آزاد بحث كاوه او د هغو خرافاتو پر ضد يې مبارزه كوله چې پر اسلام تپل شوي وو، همدا دليل دى، چې يو شمېر خلكو فكر كاوه دى ګمراه شوی دی . خان شهيد ليكي: ((... زما او زما د ځينو ملو دغه كار تر كال ۱۹۳۰ پورې روان و، چې موږ به د پښتنو روان ژوند او ژواك كه ديني و او كه دنيايي، د دوى خواري، ناپوهي، بېكاري او بې لاري بد بلل او خلكو به موږ ناپېښه بندګان ګڼلو.)) ( زما ژوند او ژوندون،ج۱، ص ۲۴۷)
خان شهيد يو معتقد او كلك مسلمان و، قرآن يې له مانا سره لوست او پر هغې عمل ته يې ډېر ارزښت وركاوه او ليكي: (( دامام غزالي د پاړكو دلوستو له مخې دا خوى راكې و، چې لوست مې د كولو (عمل) د پاره بلل. خالي لوست مې هيڅ هم نه ګڼل. هم له دې خوى له مخې ځينې ښه خويونه راكې پيدا سو او د ډېرو ورانو بچ سوم لكه د دروغو بېزاري، د بدو ويلو، پوچو خبرو، نشو او نور بدو كارو څخه كركه.)) ( ز، ژ، ژ. ج ا، ص ۱۴۹)
خان شهيد د ټولنې او كتاب د مطالعې تر څنګ ، د خپلې سياسي مبارزې تګلورى او تګلاره هغه وخت وټاكل، كله چې ده هند ته په ۱۹۲۷ او ۱۹۳۱ کې سفرونه وكړل، له لويو مبارزينو لكه ګاندي، جواهر لال نهرو او باچا خان سره يې ليده كاته وشول او دكانګرس په تودو غونډو كې يې ګډون وكړ. خان شهيد په دغو سفرونو كې د مبارزې له ډېرو مهمو مسايلو سره اشنا شو او دوه مهمو ټكو ته يې پام شو، لومړى دا چې انګريزان د پښتنو او بلوڅو له اختلاف څخه ګټه اخلي. دويم د پښتنو د ځپلو او كمزوري كولو لپاره يې هغوى په څو برخو ويشلي دي.
خان شهيد له دغو سفرونو وروسته خپله تګلاره په دې توګه وټاكله:
۱_ لومړى دا چې د ولس د خلاصون لاره د ولس ويښتيا او د ولس تر منځ كامي كار او د هغې لپاره منظمه او متشكله مبارزه ده . خان شهيد له ډېر پخوا څخه د خپلواكۍ په لار كې د منظمې او متشكلې مبارزې په ارزښت پوه و. د افغانستان د خپلواكۍ پر مهال چې د بلوچستان پښتنو هم له افغانستان سره مرسته كوله، يو ځل د خپلواکۍ مبارزين بريالي شول چې د بلوچستان دويم لوى ښار پوزۍ ( فورټ سنډيمن) ونيسي او اوه ورځې پر ښار واكمني وكړي، خود خان شهيد په وينا: (( ځكه چې د دې جوش او ښور په شا كې څه قومي تړون (تنظيم) يا لمبه ( جذبه) نه وه ځان ځاني كار و، نو خبرې څه پوخ رنګ نه سو اخېستلاى. جنګ يې وكى، په جنګ كې يې هم ګټه وكړه، خو خپله ګټه يې ټينګولاى نه سوله. په پاى كې به بيرته ډاكه او لوټ جيني جوړ سو.)) ( زژژ، ج ا، ص ۱۳۷)
خان په دې پوهېده ، چې ماډرنه سياسي مبارزه له ګوند او تشكل پرته ناشونې ده، ځكه د ګوند له لارې دوى كولاى شول هم له غليم سره مبارزه وكړي او هم د راتلونكې لپاره تيارى ونيسي، داسې نه چې كله غليم مات وي ، بيا دوى په دې نه پوهېږي چې له واك سره څه وكړي. د افغانستان د جهاد لويه ستونزه هم دا وه، چې د مبارزې علم د سياسي ګوندونو په لاس كې نه، بلكې له جنګي تحريكونو سره و او همدا دليل دى چې دغو تحريكونو د راتلونكې لپاره اجنډا نه درلوده او كله چې واك لاسته ورغى هر څه يې وران او تباه كړل. خان شهيد همدغې نيمګړتيا ته په پاملرنې سره لومړى انجمن وطن، بيا ورور پښتون او وروسته هم پښتونخوا نشنل عوامي ګوند جوړاورهبري كړل.
لكه څنګه چې انفرادي هلو ځلو او يا خودجوشه، ناڅاپي او غېر سازماني ملي تحريكونو نه شول كولاى انګرېزان په ګونډو كړي، خان شهيد په دې خبره هم ډېر ښه پوهېده، چې په جنوبي پښتونخوا كې يوسيمه ييز ګوند كه هر څومره متشكل هم وي، بيا هم په يوازې ځان انګرېزان له خاورې نه شي ايستلى. په همدې دليل يې د لوى هندوستان له هغو سياسي ګوندونو او ډلو سره لاس يو كړ، چې موخې يې ورسره ګډې وې او د ټولو په سر كې يې خپلې هڅې له آل
انډيا كانګرس او خدايي خدمتګار سره شريكې كړې، خان شهيد له مهاتما ګاندي او باچا خان سره ډېر ښه اړيكي درلودل، له دوى سره يې ګډ سفرونه وکړل او هغوى يې بلوچستان ته راوبلل.
همدا راز خان نه غوښتل چې انګرېزان د بلوڅو او پښتنو له اختلاف او توپير څخه ناوړه استفاده وكړي او په همدې موخه يې د بلوڅو له مشرانو لكه يوسف على مګسي، مير عبدالعزيز كرد، محمد حسين عنقا، آغا عبدالكريم بلوچ، ميرګل خان نصير او مير غوث بخش بزنجو سره نه يوازې ښه اړيكي درلودل ، بلكې له هغوى سره يې ګډ ګوندونه جوړ كړل او ګډ اخبارونه او خپرونې يې ورسره وچلولې.
د ګډو موخو لپاره له نورو مبارزينو سره تفاهم ته رسېدل اوله هغوى سره د اتحاد جوړول د خان لويه وړتيا وه. خان په اتحاد كې ډېر ژمن او كلك ملګرى و او د ده دا تفاهم كله كله د كلكې ملګرتيا درجې ته رسېده. د بېلګې په توګه كله چې د بلوڅو مشر مير عبدالعزيز كرد د انګرېزانو له خوا بندي شو، خان يې د ملاتړ لپاره دومره غږ اوچت كړ تر څوچې دى يې هم جېل ته ولېږه . او يا هغه پريس چې خان په ډېرو منډو او ترړو جوړ كړ، پر هغې يې د خپل نږدې ملګري يوسف علي مګسي تخلص ( عزيز) د نوم په توګه كېښود او هغه يې عزيز پريس ونوماوه.
۲_ د خان شهيد مبارزه د زغم او زړه ورتوب يو ترکيب و، ده دا درك كړې وه چې مبارزه له تورې څخه سياست ته اوښتې. خان شهيد له انګرېزانو سره د تشدد او جګړې پلوي نه و، بلكې ده غوښتل لومړى قام را ويښ كړي او بيا د قام په مرسته خپلواکي ترلاسه او واکمني بدل كړي. د ده په وينا كه څه هم يو شمېر خلكو غوښتل د انګرېزانو په وړاندې قيام وكړي او دايې هيله درلوده چې د افغانستان په مرسته به انګرېزان له خاورې وباسي، خو ده هغه ځكه ممكن نه ګڼل، چې بلوچستان ډېره موده د انګرېز تر ولكې لاندې پاتې شوى و او ډېری مشران د هغوى تر اغېز لاندې راغلي وو او د رښتيني مشرانو پر ځاى انګريزي ملكان مخې ته ولاړي وو.
د ده په اند: « د ولس او هيواد د ويښولو او ودې (ترقۍ) لپاره يوه غوټه خداى پاري خلك په كار دي، چې يوې خوا ته ولس په خپله خوارۍ، بدمرغۍ او ناپوهۍ خبر كي او بلې خوا ته سرکار د خلکو په اړي او ناچارۍ خبروي ، چې کله داسې غوټه جوړه سي او ولس ويښ سي ، څه پوه سي او څه وده وكي نو بيا به هرو مرو سركار هم د خلكو د خوښې جوړېږي، كه يې خپل وي كه د بل پر داسې كام بيا څوك په زور پاچاهي نه سي كولاى كه هغه انګريز وي كه بل څوك . ځكه ما د انګرېز سره جنګ خو پرېږده هيڅ رنګه اخته كېده نه غوښت.»(۲)
په دې توګه خان شهيد د ځان لپاره د خلكو پوهول هدف وټاكل او پيل يې په جومات كې د قران پاك له مانا، تفسير او بيا د خپل ولس د پرېوتي حالت له مطالعې څخه وكړ او ورسره يې د خپلې مبارزې لپاره د سولې او عدم تشدد لاره غوره كړه او دې ته يې ملا وتړله چې څنګه خپل ولس را ويښ كړي . يو وخت ما داسې فكر كاوه چې ګاندي ځكه د هندوستان لپاره د عدم تشدد لاره غوره كړ ه، چې د هند ولس په پېړيو د پرديو تر ژغ لاندې روږدی شوی و، د خپلواكۍ لپاره تشدد د دوى په ذهن كې هډو ګرځېده نه، نو ځكه ګاندي بله لار ورته اختراع كړه . ما فكر كاوه چې پښتانه چې بې له تورې بل څه نه پېژني دوى ته د عدم تشدد خبره هغومره غير عملي ده لكه د هندوستان لپاره د تشدد خبره . خان شهيد هم تقريباً همداسې خبره كوله . وروسته چې كله ما د ګاندي ژوند مطالعه كړ، په دې پوه شوم چې هغه له ويرې او ډار څخه سخته كركه لري او تل دا اندېښنه ورسره وي چې داسې نه شي چې ډارن خلك د ده تحريك ته پناه راوړي. د ګاندي عدم تشدد ژورې انساني، عاطفي او سياسې ريښې لري. دى وايي چې كه چيرې خبره د ډار او تشدد تر منځ انتخاب وي نو بيا زه تشدد او زور غوره ګڼم. ګاندي د نورو له وژلو پرته په خپله په زړورتوب سره مړينه هڅوي. ګاندي په صراحت وايي: « زه زر ځلي زيات د زور پلوي كوم او هغې ته ترجېح وركوم نه دا چې يونسل له نارينتوب او مېړاني وغورځوم ... زه ډېر غوره ګڼم چې هند له خپل شرافت څخه د دفاع پر لار وسلې ته لاس واچوي نه داچې په بې غيرتۍ سره د خپلې بې آبۍ ننداره وکړي » (۳) وروسته وايي چې : « لېکن زه پوهیږم چې عدم تشدد پر تشدد ډير غوره
دی او بښنه تر سزا ورکولو ډيره میړنۍ ده .... عدم تشدد هماغه خود اګاه زور دی .... که چيرې هند ، زور خپل قانون ګرځولی وای نو ما به په هغه کې له ژوند سره مینه نه درلوده » . (۴) ګاندي که په خپله زور نه کاروه ، خو په زغرده يې ويل چې هیڅ ډول زور ته بايد تسليم نه شو . ده خپل ملت ته ويل : ( موږ بايد نه يوازې د زرګونو ښځو او ماشومانو قربانۍ ته تياری ولرو بلکې عملا بايد په دغه لار کې په زرګونو قرباني ورکړو ، تر څو هند داسې يو مقام ته ورسیږي چې تر هغې بل لوړ مقام نه وي .... هر څوک بايد د دار پر تختي پورته کيدل د خپل ژوند يو عادي چار وګڼي ) (رومن رولان ، مهاتما ګاندي ، د محمد قاضي زاده ژباړه ، اداره دارالنشر افغانسان ، ص ۸۵ ) .
خان شهيد د مهاتما ګاندي د عدم تشدد په اړه وايي، چې :« تر دغه وخته ما ته هم لكه يوه ناخبره پښتانه د كانګرس زغم(صبر) او روغه جوړه ( عدم تشدد يا شانتي) څه خوشي او خندنى كار او د بېرې او بې زړه توب نښه ايسېدله، خو چې په دغو ورځو كې مې د بېلو خلكو سره د ګاندي جي خبرې واورېدې سترګې مې روڼې شوې او په دې پوه سوم چې دا لار خو بې زړه توب نه، د ډېرې او چتې بهادرۍ او ګټميره لار ده، په زياته د پښتنو لپاره چې ډېر بهادر خو خښم جن خلك دي او خپل ټول ځان ځاني ( انفرادي) او كامي كارونه او ژوند يې هم په دغه بې دركه خښم برباد كړى دى. دا د زغم لار كه سړى خپل مونډيځ باور(ايمان) نه هم جوړوي لكه ګاندي جي چې جوړه كړې وه، خو د ډلې جوړلو او كامي كار په سر كې ډېره ګټميره كار دى. لكه څنګه چې نبي سردار (چار دې ښه وي) كړي دي. او هم دلته مې دا تر زړه وكښله، چې كه نور نه وي تر څو چې د پښتنو خپل كامي سركار جوړېږي او هغه دا لار د ټول كام په خوښه پرېږدي، زما د ژوند لار به د زغم(صبر) وي او زه به ځانله داسې مله او ډله پيدا كوم چې په دې توګه راسره كامي كار كوي.»( ۴) خو خان شهيد يوازې د هغه وخت د موډ له مخې عدم تشدد غوره نه كړ، بلكې ذهناً يې هغه ومانه او عملاًيې تطبيق كړ. خان شهيد وايي، كه څه هم زه پر عدم تشدد معتقد وم، خو كله چې مې دهندوانو وهل ټكول ليدل، نو زه نه پوهېدم چې آيا دا سپكاوى به وزغملى شم. وروسته د يوې پېښې نكل كوي چې څنګه يو شمېر پښتنو په غلط فهمۍ كې پر دوى بريد وكړ او دى يې ژوبل كړ، خان د بريد پر مهال دې ته پام كېږي چې څنګه له زور او ځواب څخه ډډه وكړي. كه څه هم خان ټپي شي خو دى په دې خبره خوشاله و، چې ځان يې د عدم تشدد او زغم په چار كې و ازمايه او بريالى ترې راووت، دويم دا چې پايله يې هم ډېره ښه راووته. خان يادونه كوي چې تر پېښې وروسته دده ډېر نږدې د وست بلوڅ يوسف علي مګسي د ده پوښتنې ته راځي، ده ته وړانديز كوي چې خپل وسله وال كسان به راولېږي او د ده غچ به واخلي. خان د عدم تشدد ژمنه ور يادوي، خو مګسي ورته وايي چې عدم تشدد به له سركار سره كوو، خو وروسته خان قناعت وركوي. په دې اړه خان شهيد ليكي: « د زغم رو تر سركارد خپل كامه سره لا زيات په كار دى، همدغه ورانى او خر پامي دروه ( سرحد ) په زياتره خدايي خدمتګار انو كې شته ، ځكه خو د سركاري زور زياتي په وړاندې هريو پوره ناپيښه زغم كوي ، خو په كورنۍ چارو كې له باچاخانه او ډيرو لږو نورو كسانو پرته يو هم د زغم ( عدم تشدد ) پر لار نه چليږي او تل په كورنۍ او د نورو پښتنو سره په جنګ جګړو ، وهلو ډزو ، ان چې په مرګونو او بدو اخته وي » ( ۶)
يو ځل چې انګرېزان خان شهيد جېل ته اچوي، نو اندېښنه ورسره وي چې خامخا خان د خپلو پلويانو او ملاتړو له لارې څه اړو دوړ جوړ نه كي. ځكه پخوا يو ځلي څو كسانو په خپل سر څه انګرېزان تښتولي وو. خان شهيد هغوى ته د عدم تشدد ډاډ وركوي او وايي چې: « د زور، وسلو او ډاكو لارې چارې هله ګټميره وي، چې يا خو د سړي مراد څه لږ شى يا ځاني ګټه وي لكه نوكرۍ، جمادارۍ او ياملكي تنخاګانې، لكه دا نور فراريان او مرور خلك چې وو، زموږ مرادخو خو دا نه و موږ خو د ټول هيواد ټول واك غواړو او د هيواد ټوله سركاري سريښته د انګرېزانو پر ځاى د دې خلكو په لاس وركول او سمول غواړو، چې هغه په دې كارو نه كېږي، اوږده سريښته (تنظيم) ډېرې سرښندنې (قربانۍ) او زيار ايستل غواړي.» (۷)
خان شهيد همدا د عدم تشدد يا زغم رواو لارې ته د انګرېزانو تر وتلو وروسته هم ادامه وركوي، داسې نه چې له غير دين سره عدم تشدد اوله هم دين سره د تشدد نه كار واخلي. په ۱۹۵۶ كې د پاكستان تر جوړېدو وروسته خان شهيد سترې محكمې ته په يوه ليك كې ليكي چې : « ما ته دا خبره څرګنده شوه چې په سياسي ډګر كې په ارادي يا غير ارادي توګه تشدد بې ګټې دى. نو ما ژمنه وكړه چې زه به تل د تشدد له استعمال او يا د هغې له هڅولو څخه ډډه كوم او زه تر نن ورځې پورې د خپلې ژمنې پر ساتلو خواري كوم.»
۳_ لكه څنګه چې خان شهيد په خپله مبارزه كې له تشدد څخه ډډه كوي ، همدارنګه له چل ، فريب او دوكې څخه هم كركه كوي . خان غواړي ولس پر سپيڅلو موخو راټول كړى او سپيڅلې مبارزه وكړي . څرنګه چې خان شخصاً د واك او سياسي قدرت د عاجلى لاسته راوړنې په فكر كې نه و ، بلكې پردى پوهيدو چې د بريالۍ او تل پاتې مبارزې لپاره كلك هوډ او سپڅلتيا په كارد ه . دي ليكي ، چې « كه چيرې زما مقصد نيك وي نو د هغې لپاره به زما هلې ځلې خامخا ثمر وركړي او كه د خداي ( ج ) خوښه وه نو د وخت فيصله به يقيناً زما په حق كې وي . نيكې موخې د ملاتړكوونكو د لږ والي له امله نا كاميداي شي ، كه زه چيرې په دې نړۍ كې نه اوسم نو ددغه جنډې د سرلوړۍ لپاره به يو بل پيدا شي ، د ژوند كاروان هم تل داسې روان وي » ( ۸ )
زما په اند خان شهيد دخپلې مبارزې په اړه په دې عقيده و ،چې لږه دې وي خو تل دې وي . ځکه خان شهيد غوښتل د ولس په ګټه يو ژور او بنسټيز بدلون رامنځ ته کړي او دا ډول بدلون په منډو او دوکو باندې نه کیږي ، بلکې ولس بايد د اهدافو او تګلارو رښتینولی او سپیڅلتيا احساس کړي .خان شهيد د انجمن وطن د جوړيدو په لومړۍ کاليزه کې پردې خبره ټینګار کاوه ، چې : « زموږ مبارزه هلته بريالۍ کيدای شي ، چې زموږ کړنلاره، عمل او مبارزه له دروغو ، فريب او ظلم څخه پاکه وي . » خان شهيد ويل ، چې زموږ د تحريک داغېزمنتيا دليل د نورو وسايلو تر څنګ يو بل مهم اصل ، چې تر ټولو ظاهري اسبابو زيات اغيزناک دی، زموږ د ډلې اخلاقي ضابطه ده . زموږ د تحريک بنياد د نړۍ د ټولو مذهبونو مشترک اصول یعنی رواداري ، سوله او سلامتي دي زموږ د تحريک غړي په عمومي توګه پر دغو اصولو ژمن دي او د دوی سینې له کرکې او تعصب څخه پاکې دي . دده په وینا ، چې زموږ تحريک د امکاناتو له مخې دانګريزانو په وړاندې او دنړۍ د نورو تحريکونو په وړاندې ډير کمزوری تحريک دی . موږ د ظلم او هغوی د فتحې نارې وهي له موږ سره نه پوځ شته او نه وسله او نه دولت او نه هم ويش ولس . په داسې حالاتو کې زموږ د ځواک سر چینه يوازې زموږ د اهدافو رښتینولي او حقانيت کيدای شي ، چې د هغې په مټ نه يوازې دخپلو خلکو ويشتيا او همدردي ترلاسه کولای شو، بلکې ورسره د مخالفینو له نيکو احساساتو او انساني خصايلو څخه مرسته تر لاسه کولای شو » . ( ۹ ) .
خان شهيد پر هغو ملايانوکلکه نيوکه کوله ، چې خلک ګمراه کوي او دوکې ته يې هڅوي . ده د ځینو ملايانو دغه خبره : « الحرب خدعه » چې پر نبي مبارک يې تړي ، د يوه جعل په توګه په کلکه ردوله. په دې توګه خان شهيد د ولس د ويشتيا له پاره ، د خپلواکۍ او ټولینزو سمونونو په لار کې د اوږده مزله له پاره د صداقت او راستۍ پڼې په پښو کړي وې. دی پوهيده ، هغه څه چې دی يې غواړي ښايي دده په نسل کې حاصل نه شي ، خو ده غوښتل د هغو اهدافو له پاره د مبارزې داسې پوخ بنسټ کیږدي چې که دده په ژوند ثمر ته ونه رسيده نو د هيلو غوټۍ خامخا راوړي .
۴- د ولس ويشتيا: د ۱۹۳۶کال دمارچ په ۲۵ مه کله چې خان شهيد يوې محکمې ته وړاندې شو، ده د خپل بيان په ترڅ کې وويل چې زما د ژوند څلور موخې دي : ۱- د اسلامي تعليم خپرونه ، ۲- د معاصرو پوهنو دودول ، ۳- د صداقت اظهار او ۴- د خپل ملک له پاره بهترین حکومت .
خان شهيد د ولس د ويشتيا له پاره اسلامي تعليم او معاصرې پوهنې دواړه ډير ضروري ګڼل . دی په خپله دیني عالم و او ډير دیني اثار يې لوستي وو او عقيده يې درلوده چې پښتانه بايد اسلام په رښتیني توګه درک کړي او عمل پرې وکړي . په هم دې لړ کې دده لومړی قدم دا و چې په جومات کې يې خپلو خلکو ته د قران پاک مانا او تفسير پيل کړ . ورپسې يې په خپله سيمه کې د جمعې لمونځ پيل کړ او لومړنۍ واعظ هم په خپله و . ده په خپل وعظ کې د ولس ويشول غوښتل ، نو ځکه ډير ژر د انګريزانو له خوا وروغوښتل شو . خان شهيد معاصرو علومو ته هم په ډير اهميت قايل و . ځکه يې په پاخه عمر کې هڅه وکړه چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي او په جيل کې يې څلور کلاسه نور هم ولوستل، ده په خپله د ډيرو ښوونځيو په جوړښت کې برخه واخستله او هڅه يې داوه چې نورهم له پوهې او زده کړې څخه برخمن شي . خان شهيد په جيل کې په خپله زده کړه کوله او نورو ته يې هم ورښودله تردې چې د خپل يو نمبردار ته يې په شپږو مياشتو کې ليک او لوست ورزده کړل .
يوې ډيرې مهمې موضوع ته چې خان شهيد متوجه شو دا و ، چې که دیني علوم او يامعاصرعلوم پښتنو ته په خپله مورنۍ ژبه برابر نه شي پښتانه به سمه ګټه ترې وانه خلي .
خان شهيد ان له هماغه ۱۹۳۰ څخه په مورنۍ ژبه د زده کړې پر اهميت پوه و او ټینګار يې پرې کاوه . دوی په ۱۹۳۱ کې يو تجويز وړاندې کړ ، چې په بلوچستان کې دی پښتنو بچيانو ته ښوونه په پښتو وي . هغه نه يوازې د پښتنو له پاره بلکې د هر چا د وړو له پاره په خپله مورنۍ ژبه دښوونې په حق ټینګار کاوه . ( ۱۰ ) .
خان شهيد په دې اند و چې د پرمختګ د ټولې ودانۍ بنسټ علم او د علم بنسټ ژبه ده . دده په وینا د نن ورځې د پرمختګ بنياد پر علم ولاړ دی او کارپوهان پردې باور دي، چې تعليم په مورنۍ ژبه تر سره شي .
خان شهيد د پښتون په علمي وده او ويشتيا کې د پښتو ژبې ودې ته ډير ارزښت ورکاوه خو دده په اند د يوې ژبې وده يوازې دهغې په خوږوالي او يا له هغې سره د ولس په مینه کې نه ده بلکې دی وايي : « د هغه قام ژبه وده کولای شي چې کوم قام د خپل واک او ازاد وي او خپله ژبه دخپلې ځمکې د سرکار ژبه ، د بازار ژبه اود خپلو بچو د لوستو ، زده کړې او ښوونځي ژبه جوړه کړي . »
خان شهيد په دې اند و، چې د پورتنۍ موخې له پاره ډير کار او اوږدې مبارزې ته اړتيا ده خو سمدستي بايد ژبه داسې اسانه شي چې هم په اسانۍ زده شي او هم په اسانۍ سره اداري او تعليمي مؤسسو او ماډرن تخنيک لکه ټايپ رايټر ته ننوزي او بيا وروسته خان دپښتو ليکدود خپل وړانديزونه طرحه کړل . دا چې دا وړانديزونه دژبپوهنې له نظره څومره عملي دي دا بيل بحث دی ، خو په يوه خبره کې هیڅ شک نه شته چې د پښتو ژبې ليکدود د عربي ليکدود پربنسټ ډير ګران دی او ماشومان يې په زده کولو کې ډيرې ستونزې لري . يوه لویه ستونزه داده چې پښتو ليکدود دغږ لرونکو فونيمونو لکه زور ،زير او پيش له پاره توري نه لري او ماشوم نه پوهیږي چې د ( ملک ) په څير يوه کليمه څنګه تلفظ کړي مګر دا چې مخکې يې اوريدلی وي . حال داچې په لاتین ژبو کې دا ستونزه نه شته اوپه الماني ، روسي او لاتین ژبو کې کليمه هغسې لوستل کیږي لکه څنګه چې ليکل کیږي . خان شهيد هم غوښتل پښتو هغسې وليکل شي لکه چې ويل کیږي خو د پښتو ژبې يوه بله ستونزه داده چې يو واحد ګړدود يا لهجه نه لري .
ژبه د معاصر نشنليزم ، ملت جوړونې او ملي هويت يو مهم عنصر ګڼل کیږي . د ژبې ارزښت په اروپا کې د نولسمې پیړۍ په دوهمه نيمايي کې د نشلستي خوځښتونو سره ډير مطرح شو او بيا د ملت – دولتونو يا نيشن سټيټس په جوړښت کې پراخه استفاده ترې وشوه او نن سبا د ملت يوه مهمه ستن همدا ژبه ګڼل کیږي .
خان شهيد د پاکستان تر جوړيدو وروسته د ژبې د اهميت پر بنسټ اوپه بلوچستان کې شته ستونزو ته په کتو سره په دې خبره ډير ټینګار کاوه چې ياخو دې ټولو پښتنو ته د ژبې پر بنسټ دپښتونخوا واحده صوبه ورکړل شي او يا دې د بلوچستان پښتنې سيمې د ځانګړې صوبې درجې ته لوړې شي .
خان شهيد د جبري زده کړو تر څنګ د پښتون ولس په ويشتيا کې د ميډيا په رول ډير ښه پوهيده او ځکه خو په جنوبي پښتونخوا کې لومړنی اخبار د سياسي مبارزې په هماغه اوايلو کې دده په همت راووت . وروسته يې ځان ته بېل پريس يا مطبعه جوړه کړه او بيا يې پښتو مجله راوويستله او دا هم بايد هير نه شي چې په بلوچستان کې د مطبوعاتو قانون هم د دوی د هلو ځلو په برکت راووت .
۵ ـ ټولنيزه اصلاح : مخکې هم يادونه وشوه ، چې خان شهيد د خپل ولس او ټولنې ډېره ژوره مطالعه درلوده ، نيمګړتياوې او پياوړتياوې دواړه ډېرې ښې ورته څرګندې وې . خان شهيد د همدغو نيمګړتياوو اصلاح د خپلې مبارزې يوه مهمه برخه ګرځولې وه . خان شهيد د ناوړه دودونو ، خرافاتو او مزخرفاتو په وړاندې منظمه مبارزه کوله ، خو د پښتو غوره دودونه يې پالل او لا نور هڅول . خان شهيد پښتونولۍ ته ( کوډ آف آنر ) ويل او هغه يې د دين تر څنګ د خپلواکۍ مهم لامل ګاڼه . په همدې موخه ده د پښتونولۍ له مهمو آرونو دفاع کوله او هغه لاسوهنې ، چې انګرېزانو د جرګې په سېستم کې کولې غندلې . د ده په اند دين يوازې د بې دينه او غير دينه دښمن په وړاندې دفاعي لامل دی ، خو د همدينه يرغلګرو په وړاندې دا پښتونولي ده ،چې مقاومت کوي . په پښتونولۍ کې خپلواکي ، عزت او فردي حرمت ځانګړی ځای لري او په همدې دليل د پښتنو ترمنځ د مريېتوب دود نه ليدل کيږي . په پښتونولۍ کې سيالي يو بل مهم اصل دی ، مانا دا چې که څوک غريب هم وي ، خو د قومي جوړښت له مخې ځان د خان سيال ګڼي . خان شهيد په دې اند و ، چې د پښتنو او بلوڅو چلندود يا کلتور په اصل کې د ننګ کلتور دی . دی له انګريزانو سر ټکوي چې د پښتونولی په مهمو ارونو او په ځانګړې توګه د جرګې په سستم کې يې لاسوهنه کړې او د هغې اصيل ارزښتونه يې مسخه کړي . انګريزانو په نيول شوو سيمو کې معمولاً له دوو لارو کار اخيست يا يې د سيمې د خلکو کلتور په خپله ګټه بدلوه يا يې په شته کلتور کې له ځینو نيمګړتياوو ګټه اخيسته . انګريزانو که څه هم په سيمو کې د نورو جزايي قوانینو تر څنګ جرګې ته هم واک ورکړي و خو هڅه يې کوله د هغې په ارزښتونو کې لاسوهنه وکړي او دخپلې استفادې وړ يې وګرځوي . خان شهيد له انګريزانو شکايت کوي، جې د اصيلو مشرانو او ملکانو پر ځای يې داسې کسانو ته لار ورکړې ده چې د تنخوا وږې دي، نو ځکه جرګې له خپلو اصلي اروونو انحراف کړی . خان شهيد به ويل چې پښتني دودونه او نرخونه بايد د خپلواکو پښتنو په لاس له پښتني دود سره سم تطبیق شي هغه جرګه چې پردي يې راته جوړوي يوازې شکل به يې له پښتني جرګو سره شباهت ولري اما جوهر او محتوا به يې بل راز وي .
کله چې خان شهيد په ۱۹۳۶ کې له جيل څخه خلاص شو، نو د انګريزانو په غوښتنه يې په چمن کې د افغانستان او انګريزي بلوچستان په يوه ګډه جرګه کې ګډون وکړ .
خان شهيد د دواړو خواوو دجرګو په پرتله کې کيسه کوي ، چې يوه ورځ به جرګه د افغانستان په خيمو کې او يوه ورځ به د انګريزانو تر واک لاندې بلوچستان کې کيده . په يوه پيشه کې د بلوچستان لوري يو کس د کړيو او زولنو سره جرګې ته راووست افغاني لوري وويل دی هم زموږ پښتون دی او موږ د پښتنو بې عزتي نه شو زغملای نو بايد کړۍ او زولنی ترې لري شي، که هر څومره د بلوچستان لوري ټینګار وکړ چې دا سړی خطرناک دی وبه تښتي خو افغاني لوري ونه منله او له جرګې څڅه يې د وتو ګواښ وکړ او بالاخره انګريزان مجبور شول له هغه څخه کړۍ او زولنی لرې کړې. بله کيسه دا کوي چې د افغاني جرګې مشر چې کله له ده سره خبرې کولې نو په ډير خوند خوند به يې په افغانستان کې د ابادۍ د کارونو خبرې ورته کولې . خان شهيد وايي چې که څه هم دې خوا ته د افغانستان سل چنده زياته ابادي روانه وه، خوزموږ زړه هیڅ خوشالي پرې نه کوي دا ځکه چې ددې هېواد هیڅ شی زموږ نه دي ، د انګريز دي او پردی څيز که هر څو ښه او ډير وي د سړي زړه مینه او خوشالي نه ورسره پيدا کوي او په پای کې د مولانا مخفي دا بيت ليکي چې :
خدایه هغه ورځ به هم وي
چې زموږ جهاز خپل وي
که خان شهيد د پښتونولۍ او پښتنو اصلي او نيک ارونه ساتل او پالل خو بد او ناوړه دودونه يې غندل او د هغوی د اصلاح په لټه کې و . خان شهيد ددې بصيرت او جرأت دواړه درلودل چې زاړه دودونه مات کړي، دی کيسه کوي چې د دوی کورنۍ به تل هغو مجسټرټانو ته ډوډۍ کوله چې ګلستان ته به راتلل او هلته به يې جرګه کوله . دی وايي چې کله به زه کويټې ته لاړم نو زموږ به چا هیڅ خيال نه ساته ما فکر وکړ چې دا خو يو ډول رشوت دی چې موږ ډوډۍ ورته کوو او دوی يې نه راته کوي، کله چې بل ځل دا خلک ګلستان ته راغلل ده ټول کلی له ډوډۍ څخه منع کړ او له هغه ورځې وروسته بيا دا خلک په ګلستان کې جرګه نه شول .
د دهراوت محمد یعقوب خان ، چې د مچ په جيل کې له خان شهيد سره يوځای و ، کيسه کوي چې يوځل خان شهيد له هغې کونډې سره چې اولادونو څښتنه وي د پښتنو د چلند پوښتنه وکړه او ده په ځواب کې ورته ويلي و، چې پښتنه کونډه خپل واک نه لري معمول دادی چې بايد د کونډې دمیړه ورور يې په نکاح کړي ځکه چې کونډه د مرحوم میړه د فاميل مال دی خان شهيد په موسکا ورته وويل : « زموږ د پښتنو دا دود ښه وي ، ولې نيمګړې دی او نيمګړتيا يې دا ده چې د کونډې سره په هغه کور کې د بيا واده خوښي او خوشالي نه شي کيدای کوم چې په اول واده کې شوې وه بل داچې د کونډې په ليدلو د مرحوم ټولې خاطرې د فاميل په زړه کیږي چې دا زياته ازارونکي مسله ده او له دې څخه وړاندې د ښځی هغه حق چې الله پاک ورکړی او هغه حق د هغې خوښه او رضا ده، تر پښو لاندې کیږي » . ( رسول باوري ، خان شهيد )
تاسو وګورﺉ چې خان په کوم انداز هڅه کوله هغه دود چې د يو پښتون په فکر او عقيده کې ژورې ريشې لري په نرمه لهجه لومړی د هغې دنيوي او بيا اخروي زيان ورپه ګوته کړي . ددې تر څنګ خان شهيد د خلکو ناپوهي ، خرافات او په پيريانو او پيرانو عقيده د پښتنو لویه کمزورتيا ګڼله او د هغې په وړاندې مبارزه کوله . په دغه لړ کې خان شهيد ډيرې کيسې او د سترګو ليدلي حالونه بيانوي او وايې، چې څنګه پيرانو د خرافاتو او موهوماتو له لارې عام اوساده ولس استعمال کړی او تحمیق کړی دی . خان شهيد ليکي : « زما په ګومان د مسلمانانو په زياته او د پښتنو په سلو اتيا برخې خوارۍ او تاوانونه ددغو دوو خبرو يا باورو ( اعتقادات ) او کار څخه پيشیږي . دا باورونه سړی بې همته او بيرندوکی کي ولې چې سړی دا ومني چې له خدایه پاکه چپ او د ښکاره پيلامو سيوا نور شيان لکه پيريانان او خلک لکه پيران هم زما د دین او دنيا په کارو کې لاس لري او هر کله چې وغواړي زما دین،دنيا، کور او روغواله ته تاوان اړولی سي ... او که دوی خوښ وي نو بې څه کړاوه هر ګټه رارسولی سي . »
۶ ـ يوې بلې مهمې خبرې ته ، چې خان په کلکه متوجه و ، هغه د آزادۍ تر څنګ په هېواد کې د ټولنيز اوسياسي عدالت ټينګول او د رښتيني ولسواکۍ رامنځته کول و . خان شهيد سر ښندنه د مبارزې اساسي شرط ګاڼه او پر هغو ملايانو يې نيوکې کولې ، چې خلک له سر ښندنې څخه منع کوي او پر نيمګړو آيتونو استناد کوي ، حال دا چې ټول لوی خوځښتونه او انقلابونه د سرښندنې په نتيجه کې رامنځته شوې دي . خو پر يوه خبره چې خان شهيد ډېره خواشيني څرګندوله ، داده چې مسلمان ولسونه د دې پر ځای ، چې د خپلواکۍ په لارکې او يا د جابر او فاسد نظام د بدلون په لارکې سرښندنه وکړي ، معمولاً د اشخاصو له خوا استعماليږي او د دوی سرښندنې يوازې داشخاصو د بدلون په لار کې ضايع کيږي او په همدې دليل د دوی په ژوند او ټولنيز وضعيت کې کوم بدلون نه راځي . دی ليکي : « پر ټوله نړۍ کامونو خپل د سرومال پر ښندلو د پردو او خپلو باچهانو نه د ولس آزادي ، واک او ولسواکي ( جمهوريت ) وګټل او لګيا دي خپل د آبادۍ او ودې کارونه کوي او مسلمان يکي يو قام دی ، چې لا دخپلو او پردو باچهانو ، ټول واکانو ( ډېکټېټر ) سردارانو او خانانو په مريېتوب کې پراته دي او هر چېرې د ولسواکۍ نه بې برخې دي . هر څوک خپل يا پردی ،چې په زوره او ډنډه د واک واګې په لاس کې واخلي بس دوی دا دخدای کړه اوزور وګڼي او ورته پراته وي .» ( ۱۱ )
په دې توګه ، يو خو خان شهيد لکه علامه سيد جمال الدين افغان د مسلمانانو پر غفلت افسوس کوي او غواړي دوی د خپلواکۍ لپاره بېدار کړي ، له بلې خوا په دې اند و ، چې د پردي نيواکګر تر څنګ بايد په خپل حالت او ټولنيز ژوند کې هم بدلون راولي او دا هغه وخت کېدای شي ،چې مسلمان ولس سرښندنه وکړي او حاکم ډېکتاتور نظام پر ولسواکۍ واړوي ،او په دې توګه ولس په خپل ټولنيز ، سياسي او اقتصادي برخه ليک کې ونډه واخېستل شي . خان شهيد مثال ورکوي ، چې که په اروپا يا نورو نا مسلمانو ولسونو کې وروستۍ جګړې د نظامونو او ايډيالوژيو په نامه ، لکه د فرانسې بورژوا انقلاب ، د روسيې بلشويک يا کارګري انقلاب په نامه دي ، خو په مسلمانه نړۍ کې د اشخاصو په نامه ياديږي او د هغوی لپاره تر سره کيږي ، لکه د حضرت علي ( رض ) او امير معاويه له جګړې څخه نيولې د نادرخان او سقاو تر جګړې پورې .( ۱۲ )
په همدې دليل خان شهيد د ولس تر منځ پر سياسي او ويښتيايي کارونو ټينګار کاوه او غوښتل يې د ولس له سرښندنې څخه د سوکالۍ لپاره کار واخېستل شي ، نه ديوه کس د واکمنۍ لپاره .
غواړم ، چې خپله مقاله له ملايانو سره د خان شهيد په يوه ټوکه پای ته ورسوم : يوه ملا د بحث په ترڅ کې خان شهيد ته وويل ، چې آخر به يوه ورځ د ملايانو لاس ورشې ،يعنې غسل به دې د ملا په لاس کيږي . خان شهيد ورته وخندل ، چې يوه لار شته او هغه شهادت دی . (۱۳) او رښتيا چې ده دځان لپاره د شهادت لار غوره کړې وه .
۱- خان عبدالصمد خان، زما ژوند او ژوندون، لومړی ټوک، ۱۷۷ مخ
۲- خان عبدالصمد خان، زما ژوند او ژوندون، لومړی ټوک، ۳۸۴_ ۳۸۵مخونه
۳- رومن رولان ، مهاتما ګاندي ، د محمد قاضي زاده ژباړه ، اداره دارالنشر افغانسان ، ۷۵مخ
۴- رومن رولان ، مهاتما ګاندي ، د محمد قاضي زاده ژباړه ، اداره دارالنشر افغانسان ، ۷۸مخ
۵ـ خان عبدالصمد خان،زما ژوند او ژوندون، لومړی ټوک، ۲۸۰-۲۸۱مخ
۶-خان عبدالصمدخان،زما ژوند او ژوندون،درېيم ټوک ، ۴۴_۴۵مخونه
۷-خان عبدالصمد خان،زما ژوند او ژوندون،درېيم ټوک ، ۸۳ مخ
۸- باباى پشتون کی متفرقات ، ۲۵مخ
۹-بابای پشتون کی متفرقات ، ۳۸مخ
۱۰-خان عبدالصمد خان،زما ژوند او ژوندون،دويم ټوک ،۳۹۲ مخ
۱۱-باوري ، پوهنوال رسول، د خان شهيد دسيمينار د مقالو ټولګه
۱۲-خان عبدالصمد خان،زما ژوند او ژوندون،درېيم ټوک ،۲۱۵ مخ
۱۳-خان عبدالصمد خان،زما ژوند او ژوندون،درېيم ټوک ،۲۱۶ – ۲۱۷ مخونه
۱۴-مروت، فضل الرحيم ،د خان شهيد دسيمينار د مقالو ټولګه