دا تکې تورې شپې ترخې شيبې په رنځ ځــــــپلې لمــــــحې يې بيرونکي څړه غم ورته خــــــــــــندلې اغيارو به طعنې راته د ژوند د نيـــــمګړتيا کړې دا کاڼي د اســـــــــمان وو چې په ســـــر راوريدلې نه ژوند و نه يې خوند و ، تــــــنزل او مايوسي وه خو بـــــيا هم چيرته لرې ته په خيال کې ځلــيدلې زړه زما وچويده جوړ شونوښۍ ترې دسرووينو بيا تړمو تړمو اوښکو په شــــان ښکته بهــيدلې ته راغلې شوې وارث مې د ژوندون د ارمانونو خــــــزان ژوندون کې زما ته لکه ګل وغوړيدلې د ژوند لـــړۍ وه پاتې ليونتوب ته رســــــــــيدمه تا ﻻس کې رحيمې ته د ژوند څنډې ونـــــــيولې
وروستي