ســـــــــرګردانه ستا د مينې انديښنو کـړم په ســـــــــوچونو کې اخته په وير ژړا کــړم ســــــتا د مينې سرو لمبو زړه را نه ســوی غړغړو او غورځکو کې زه ګذران کـــــړم په ماشــــــــــــــوي ده جادو خوږه د مـــينې چې راهي يې زه صـــــحرا ته بې نوا کـــړم زړه زما نه بې قـــــــابو دی اې عالـــــــــــمه نه صبريږي زه يې رسوا په ټول عالم کړم په لــــمدو غوښو مې اور د مينې بل دی چې يې خاورې او ايره د يار په در کــــړم د جانان خواږه يـــادونه چې په زړه کـــړم په ژړا کـــــې پاک الله ته زه فـــغان کـــــړم يا يې راکړه يا مې زړه ورنه کــــړه صــــبر چې تـــر څو به زه ناله اه او فــــرياد کــــړم رحيمې دی ﻻس نــيولی ســـــتا دربار ته راکړه ما ته هغه عرض چې تـــــمنا کــــړم
وروستي