غزل

 
ته د مینې سمندر وې لکه څاڅکی څنګه وړ شوې؟
ناڅاپي په نه خبره  ، زړه دې ټول کړو رانه موړ شوې
 
تا خو سره جهنمونه د غوښتنو لرل یاره
لکه یخ وهلې ځمکه  په نمجنه سیلۍ سوړ شوې
 
نه نه هغه دې دروغ شول چې ویل دې ته مې زړه یې
نه نه لاړې ، ته خو لاړې د غرور د بنګلې پوړ شوې
 
زه دې پریښوم پرهرژلی  لکه پاتې زخمي جنګ کې
ته د شنه هوس له پاڼو  لکه شنه هینداره جوړ شوې
 
درته وې مې ځان  دې ساته  خو تا نه منل جلانه
ګوره دې شل کلنۍ کې د اتیاوو کالو زوړ شوې
 
                                  سیدجیلاني جلان