ته باران د رحمتو وی ای گرانه پلاره ته زانگو د حکمتو وی گرانه پلاره د ستا لاس د شفقت په مونږ اوږد وه ته دوا مو د دردو وی گرانه پلاره د تعلیم او د ادب ډیر طرفدار وی ته ډیوه د تاریکو وی گرانه پلاره ته مرزا وی ته ادیب وی ته شاعر وی په کردار د میړنو وی گرانه پلاره ستا شمله به د لنگی وه معلومداره خدمتگار د پښتنو وی گرانه پلاره خان بابا به په خپل قوم کی یادیدلی په ریښتیا ده صفتو وی گرانه پلاره د حفیظ ملیار لاسونه رب ته لپه چه سردار د جنتو وی گرانه پلاره حفیظ ملیار ویانا زما دخدای بښلی پلار مرحوم عبدالرزاق خان د بیلگی په توگه دوه شعرونه انصاف وروره ځان سره دی وکوه انصاف چه بیا پوه شوی هلته وکوه اصراف په خالی لاس هیڅ مطلب نه حاصلیږی بیهوده هر ځای که څه له وهی لاف هر بشر به دی خواخوږی په ریښتیا شی که په صدق دی مولا ته شی زړه صاف مارکه هرڅومره ځی کوږ سوری ته سم شی ځان ناپوه کړی د خبرو شی نداف ای عبدالرزاقه وایه څه له واویلا کړی خدای رحیم دی کندی واړه کړی معاف بلای جان توند خویئ بلای جان باشد عاقبت کار او خزان باشد تلخ گویئ چو نیش زنبور است ضررش هر کی را عیان باشد هر کی خودرا از ان کند پرهیز گر با نفع و یا زیان باشد نرم باش و نرم گویئ کن تا ترا مسلک ایمان باشد مکن ای دوست مردم ازاری صبر کن تا تورا توان باشد کوش عبدالرزاق به راحت خلقی بهتر است نام در جهان باشد
وروستي