
راپور: هلال مومند
د ناروی د افټنپوسټن خپرونې په اساس د ناروی یو سرتېري له افغانستان څخه لرغوني توکي په پټه ناروی ته وړي او په اوسلو کې یې د ناروی تاریخي میوزیم یا (Kulturhistorisk museum) ته د خرڅولو وړاندیز کړی دی. میوزیم وایي چې له سرتېري څخه یې غوښتنه کړې ده چې لرغونې توکي بېرته خپل اصلي هېواد ته وسپاري.
د دې نارويژي سرتېري هویت نه دی ښکاره کړای شوی خو دی د هغهو نارويژي سرتېرو له جملې څخه دی چې په افغانستان کې د ایساف د ځواکونه برخه ده. د میوزیم کارکونکي وایي چې ډېری وخت دوی ته پوځي کسان، د مرستندویه موسسو مامورین او سیلانیان داسې توکي راوړي خو دوی یې ترېنه نه اخلي.
دا لرغوني توکي چې نږدې ۴۰۰۰ کلن تاریخ لري، لرغونې سکې او یو لرغونی بوتل پکې شامل دي . دا توکي نارويژي سرتېري په افغانستان کې د خدمت په مهال له افغانستان څخه ناروی ته قاچاق کړي دي.
د کابل د میوزیم مشر عمراخان مسعودي ویلي دي چې غواړي د بهرنیو چارو د وزارت له لارې د دې لرغونو توکو بېرته افغانستان د سپارلو غوښتنه وکړي. مسعودي یوې نارویژې خپرونې (ني ټیډ) ته ویلي دي چې دی په دې ډېر حیران دی چې هغه څوک چې زمونږ د هېواد او خلکو د خدمت دپاره راغلی ؤ د افغانانو لرغونې خزانې قاچاق کړي دي.
مسعودي وایي چې په پوره باور سره نه شي ويلی چې ګنې دې سرتېرې به دا توکې غلا کړي وي. کېدای شي په غلطۍ کې یې پیدا کړي وي. خو مونږ به د نارويژي چارواکو سره اړیکي ونیسو او ترېنه به وغواړو چې دا لرغوني توکي پیدا او بېرته یې مونږ ته راوسپاري.
مسعودي د نارويژي حکومت ښه ويلي دي چې تېر کال یې تر شپیتو زیات لرغوني مخطوطات چې له افغانستان څخه پټ کړای شوي ؤ بېرته افغاني چارواکو ته وسپارل.
د یادونې وړ ده چې د کابل ملي میوزیم او د افغانستان د نورو ولایتونو میوزیمونه د ۱۹۹۲ او ۲۰۰۱ کال په موده کې په کورنۍ جګړه کې چور او تالا شو او ډېری برخه یې له هېواده بیرون قاچاق او په بازارونو کې خرڅه شوه. ډېری هغه جنګ سالاران چې قوماندانانو او ځواکونو یې میوزیمونه ویجاړ او تالا کړي دي اوس هم په افغاني حکومت کې په مهمو پوستونو کار کوي. د طالبانو د حکومت په مهال ډېر لرغوني آثار مات کړای شو. په بامیانو کې د بودا د ۵۲ مترې مجسمې برخې هم د طالبانو د واک په مهال په ټانګونو او راکټونو ونړول شوه.
ویل کېږي چې د افغانستان ډېری لرغوني آثار د پاکستان د کورنیو چارو پخواني وزیر نصیر الله بابر سره په کور کې د نوموړي په شخصي کلیکسیون کې پراته دي. څو کاله وړاندې ترېنه د افغانستان د اطلاعاتو او کولتور وزارت د دې آثار بېرته غوښتنه وکړه خو بابر ورته په ځواب کې ویلي ؤ چې دا اثار یې په بیه په تور بازار کې رانیولي دي او اوس د نوموړي شخصي شتمني ده او بېرته به یې افغانستان ته ونه سپاري.
نصیر الله بابر د پاکستان د خلکو د ګوند سره تړاو لري. نوموړی د پاکستان د پوځ افسر ؤ چې د هند په ضد یې په ۱۹۷۱ ز او ۱۹۶۵ ز کلونو کې برخه هم اخستې وه. د ۱۹۷۱ کال په جګړه کې ټپي شوی هم ؤ.